د روزووډ عام وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د روزووډ عام وژنه د توکم له مخې د تور پوستو وګړو يوه هڅول شوې ټول وژنه او د يو تور پوستي ښارګوټي ويجاړول وو، چې د فلوريدا په “Levy” نوم کليوالي سيمه کې د ۱۹۲۳ ز کال د جنوري مياشتې د لومړۍ اونۍ پر مهال پېښه شوه. لږ تر لږه شپږ تور پوستي او دوه سپين پوستي په کې ووژل شول، که څه هم د عيني شاهدانو انګيرنو د مړو شمېر له ۲۷ تر ۱۵۰ پورې وړانديز کړی. د روزووډ (Rosewood) ښارګوټی په داسې ډول ويجاړ شوی و، چې د خبرونو معاصر راپورونه يې د نژادي تاوتريخوالي په توګه يادوي. فلوریدا له ټول وژنې څخه مخکې کالونو کې د ۱۹۲۲ ز کال په ډیسمبر کې د نامتو يا ښه خپرې شوې پېښې په ګډون، له محکمې څخه پرته د تور پوستو وګړو د وژنې په ځانګړي ډول لوړ شمېر درلود. [۱]

له ټول وژنې څځه مخکې د روزووډ ښارګوټی پر سيبورډ اير لاين رېلوی (Seaboard Air Line Railway) باندې يو ارام، په بنسټيز ډول تورپوستی او پر ځان بسيا یو ساده کلی و. ناکراري هغه وخت پيل شوه، چې د بېلابېلو نږدې ښارګوټو سپين پوستو له محکمې څخه پرته د روزووډ ښارګوټي استوګن تورپوستی د هغو تورونو له امله وواژه، چې په نږدې سامنر (Sumner) ښارګوټي کې يو ناکاره تورپوستي پر يوې سپين پوستې ښځې باندې بريد کړی و. د سلګونو سپين پوستو يوې پارېدلې ډلې د تور پوستو وګړو د ښکار کولو په موخه له ښار څخه د باندې سيمې وپلټلې او نږدې د روزوود ښارګوټي هر ساختمان يې وسوځاوه. د ښار ژوندي پاتې شوي وګړي تر هغې په پلنديو يا جبو کې پټ شول، چې په پای کې له څو ورځو څخه وروسته د اورګاډي او موټر به واسطه لويو ښارګوټو ته ولېږدول شول. په ښارګوټي کې د پېښو شويو حالاتو له امله هيڅوک هم ونه نيول شو. ښارګوټی د خپلو پخوانيو سپين پوستو او تور پوستو اوسېدونکو له لورې پرېښودل شو او هېڅوک يې ان بېرته ورستانه نه شول، هيچا ته يې له لاسه د وتلو ځمکو بدله يا جبران ورنه کړل شو او د ښارګوټي شتون پای ته ورسېد.

که څه هم هغه وخت د متحده ايالتونو شا او خوا د اړو دوړ په اړه پراخ راپورونه ورکړل شول، مګر يوازې په شمېر رسمي ثبتونو پېښه مستند کړه. له پېښې څخه ژوندي پاتې شوي، د هغوی اولادونه او د پېښې تر سره کوونکي ټول د روزووډ په اړه د لسيزو لپاره غلي پاتې شول. له بغاوت يا اړودوړ څخه شپېته کلونه وروسته د روزووډ کېسه هغه مهال د سترو رسنيو له لورې بيا راپورته شوه، چې بېلابېلو ژورنالېستانو د ۱۹۸۰ز لسيزې په لومړيو کې پوښښ ورکړ. له پېښې څخه ژوندي پاتې شوي او د هغوی اولادونه د روزووډ تورپوستې ټولنې په ساتنه کې د پاتې راتللو له امله پر دولت باندې د محکمې له لارې د دعوا په موخه راټول شول. په ۱۹۹۳ ز کال کې د فلورېدا مقننه ځواک د پېښې په اړه راپور چمتو کولو لپاره کميسيون يا هئيت وګوماره. د موندنو په پايله کې فلوريدا ایالت د ژوندي پاتې شويو او د هغوی اولادونو ته د هغه زيانونو بدله يا جبران ورکړ، چې پر دوی باندې د نژادي تاوتريخوالي له امله تپل شوي وو. ياده پېښه د ۱۹۹۷ ز کال د فيچري فلم موضوع وه، چې لارښود يې جان سينګليټون (John Singleton) و. په ۲۰۰۴ ز کال کې دولت د روزووډ ښارګوټي د پېښې ځای د فلورېدا د ميراثي څلي يا نښې (Florida Heritage Landmark) په توګه وټاکه.

په رسمي ډول د ۱۹۲۳ ز کال جنوري د لومړۍ اونۍ پر مهال د ټولو مړو شويو ثبت شوی شمېر اته تنه (شپږ تور پوستي او دوه سپين پوستې) و. د ژونديو پاتې شويو وګړو ځينې کېسې ادعا کوي، چې تر ۲۷ پورې تورپوستي اوسېدونکي ووژل شول او دوی همدرانګه ادعا کوي، چې ورځپاڼو د سپين پوستو د مړو ټول شمېر راپور نه کړ. مېنني لي لېنګلي (Minnie Lee Langley) چې د کلابندۍ پر مهال په  “Carrier” [د سيمې يوه پياوړې کورنۍ وه] کور کې وه يادونه کوي، چې نوموړې له کور څخه د وتلو پر مهال پر برنډه يا دالان باندې د سپين پوستو پر ډېرو جسدونو باندې پښې کېښودې. په ۱۹۸۴ ز کال کې د ورځپاڼې يوې خپرې شوې مقالې څرګنده کړه، چې تر ۱۵۰ پورې د قربانيانو اټکلونه ښايي مبالغې وې. بېلابېل د سترګو ليدلي شاهدان ادعا کوي، چې د تور پوستو له جسدونو څخه ډک ډله یيز قبر يې کتلی دی. يو له دوی څخه د هغو ۲۶ جسدونو کتل يادوي، چې په يوې ېوې يا کولبې سره پوښل شوې وه او له له “Cedar Key” سيمې څخه راوړل شوې وه. په هر حال، هغه وخت چې چارواکو يادې ادعاوې وپلټلې؛ ډېری عيني شاهدان مړه شوي يا خورا زاړه شوي وو او د کېسو د تاييدولو په موخه د سيمې ورښودلو توان يې نه درلود. [۲][۳][۴]

شاليد[سمول]

استوګنه[سمول]

روزووډ په ۱۸۴۷ ز کال نهه ميله (۱۴ کېلومتره) د سيډار کي (Cedar Key) ختيځ لور ته د مکسيکو خليج (Gulf of Mexico) ته نږدې استوګن يا اباد شو. د سيمه یيز اقتصاد زياته برخه د لرګيو په صنعت باندې ولاړه وه. د روزووډ “Rosewood” نوم د پرې شوي سرو لرګي سوربخن رنګ ته وايي. سيډار کي سيمې ته نږدې د پنسل دوه کارخانې يا ميلونه جوړ شول. د سيمې اوسېدونکو د ستروس او پنبې د کرلو تر څنګ د نځړه په بېلابېلو کارخونو او درې ميله (۴،۸ کېلو متره) لرې د ارې ماشين کې هم کار وکړ. ياد کوچني کلي دومره وده وکړه، چې په ۱۸۷۰ ز کال کې يې د ډاګ د يو دفتر او د فلورېدا د اورګاډي پر ليکه د رېل ګاډي د ډيپو يا تحويلخانې جوړښت ډاډمن کړ، مګر هېڅکله د يوه ښارګوټي په توګه سره يو ځای نه شو. [۲]

روزووډ په لومړيو کې تور پوستي او سپين پوستي دواړه اوسېدونکي درلودل. کله چې په ۱۸۹۰ ز کال په سيمه کې د سيدار زياتره ونې پرې شوې، د پنسل جوړولو ماشينونه يا کارخانې وتړل شوې او زيات سپين پوستي اوسېدونکي Sumner سيمې ته لاړل. په ۱۹۰۰ ز کال په روزووډ ښارګوټي کې نفوس زياتره تور پوستی شوی و. په سمنېر (Sumner) کې زياتره سپين پوستو ژوند کاوه او د دواړو ټولنو تر منځ اړيکې يو څه سوله غوښتونکې وې. روزووډ کې د “Goins” او “Carrier” په نومونو دوه تور پوستې کورنۍ خورا پياوړې وې. د ګوينس کورنۍ سيمې ته د تربانتن صنعت راوړ او له بريدونو څخه په مخکې کالونو کې په “Levy Country” سيمه کې د ځمکو دويم ستر څښتنان وو. د سپين پوستو سيالانو له لورې د دعوا د مخنيوي په موخه ګوينس ورونه “Gainesville” سيمې ته لاړل او د روزووډ ښارګوټي نفوس لږ غوندې کم شو. “Carrier” هم يوه لويه کورنۍ وه، چې په بنسټيز ډول يې په سيمه کې د لرګيو سوداګري يا راکړه ورکړه کوله. په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې په هرې نږدې اوبدل شوې ټولنه کې نږدې هر تن په توپير لرونکي ډول يو له بل سره اړيکې درلودې. د روزووډ نفوس په ۱۹۱۵ ز کال کې ۳۵۵ تنو ته پورته شو. فلوريدا د رايه کاروونکو د ثبت لپاره د لوړو يا سختو غوښتنو په واسطه د ۲۰ پېړۍ له پيل راهيسې تور پوستي رايه کارونکي په اغېزناک ډول له رايې کارونې څخه بې برخې کړي وو. سمنر “Sumner” او روزووډ “Rosewood” دواړه ښارګوټي د متحده ايالتونو د سرشمېرنې له مخې د رايې کارونې د يوې سيمې يا حوزې برخه وې. په ۱۹۲۰ ز کال کې د دواړو ښارګوټو نفوس ۶۳۸ تنه و، چې له ډلې يې ۳۴۴ تور پوستي او ۲۹۴ سپين پوستي وګړي وو. [۵][۶][۷][۸]

لکه څرنګه چې د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې په سوېل کې دا وينا عامه وه، چې فلورېدا د “Jim Crow” قوانينو له مخې قانوني توکميز توپير لګولی يا تحميل کړی و، چې يادو قوانينو د تور پوستو او سپين پوستو لپاره د بېلو عامه يا دولتي اسانتياوو او لېږد غوښتنه کوله. تور پوستو او سپين پوستو اوسېدونکو د خپلو ټولنو بېل مرکزونه جوړ کړل. په ۱۹۲۰ ز کال کې د روزووډ ښارګوټي اوسېدونکي زياتره پر ځان بسيا وو. دوی درې کليساګانې، يو ښوونځی، يوه لويه ماسونيک (Masonic) [د ماسونيک ډلې اړوند] د ترپنتين يوه کارخانه يا ماشين، يو د ګنو ماشين يا کارخانه، د روزووډ ستورو “Rosewood Stars” په نوم د بېسبال يوه ډله او دوه عمومي مغازې درلودې، چې يوه يې د سپين پوستو وه. د روزووډ کلي نږدې لس يا دولس له لرګيو څخه جوړ دوه منزله تخته يي کورونه، د دوه خونو لرونکي نور کوچني کورونه او د نانيول شوې دړې بېلابېلې کوچنۍ کروندې او د زېرمې جوړښتونه درلودل. ځينو کورنيو پيانو، غړي يا وسيلي او د منځني پوړ د هوساينې يا نېکمرغۍ نورې نښې درلودې. د روزووډ ژوندي وګړي دا سيمه د يو خوښ ځای په توګه يادوي. په ۱۹۹۵ ز کال کې ژوندي پاتې شوي روبي مورټن (Robie Mortin) د ۷۹ کلنۍ په عمر کې يادونه وکړه، چې «روزووډ داسې يو ښار وو، چې د هر چا کور په کې رنګ شوی و. هر چېرته چې به ګرځېدې، ګلابونه وو. زړه وړونکې سيمه وه». [۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. (په 11 February 2015 باندې). Florida Lynched More Black People Per Capita Than Any Other State, According to Report. New Times Broward-Palm Beach.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Dye, R. Thomas (Spring 1996). "Rosewood, Florida: The Destruction of an African American Community". The Historian. 58 (3): 605–622. doi:10.1111/j.1540-6563.1996.tb00967.x. JSTOR 24449436. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په July 25, 1982 باندې). From the archives: the original story of the Rosewood Massacre. The St. Petersburg Times Floridian.
  4. D'Orso, pp. 324–325.
  5. Colburn, David R. (Fall 1997) "Rosewood and America in the Early Twentieth Century", The Florida Historical Quarterly, 76 (2), pp. 175–192.
  6. Jones, et al. "Appendices", p. 135.
  7. Jones, et al. "Appendices", p. 163.
  8. Jones et al., p. 20.
  9. Pildes, Richard H. "Democracy, Anti-Democracy, and the Canon", Constitutional Commentary (2000), 17, p 12–13.
  10. Jerome, Richard (January 16, 1995). "A Measure of Justice", People, 43 (2), pp. 46–49