د روان درملنې/عقلي درملنې - ضد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عقلي درملنې ضد د دې لیدلوري پر بنسټ یو غورځنګ دی چې روان درملنه د دې پر ځای چې د ناروغانو لپاره ګټوره وي زیان رسوونکې ده او د درملو د اغېزمنتیا او د مضرو درملنو د احتمالي زیانونو لکه د الکتریکي تشنج یا د انسولین په واسطه شوک درملنې په اړه اندېښنه ښايي په اعتراضونو کې شامله وي.[۱]

د درملنې د اغېزمنتیا په اړه تر اندېښنې ورهاخوا د روان درملنې ضد ښايي د روان درملنې او عقلي درملو فلسفي او اخلاقي بېخ‌بنا له پوښتنې سره مخ کوي او په داسې نظر ورته ګوري چې د فردي ذهن د خپلواکۍ او تمامیت پر ځای د ټولنیزو او سیاسي اندېښنو په واسطه جوړيږي. هغوی ښايي باوري وي چې «د عقلي مسائلو په اړه قضاوت باید د فلسفي ذهن په انحصار کې وي» او ذهن نباید یوه طبي اندېښنه وي. ځینې فعالان د رواني ناروغیو عقلي مفهوم ردوي.[۲]

د عقلي درملنې – ضد، عقلي ناروغۍ د ناروغ او ډاکتر تر منځ د نابرابر ځواک د اړيکې له امله د جبري زور زیاتي وسیله او له ذهني پلوه په ډېره لوړه کچه تشخیصي پروسه بولي. ناسمه غیر ارادي ژمنتیا په دې غورځنګ کې ډېره مهمه موضوع ده.  

غیرمتمرکز غورځنګ له دوو پېړیو راهیسې په بېلابېلو بڼو کې فعال دی. په ۱۹۶۰ لسیزه کې د روان‌پوهنې او روان درملنې د اصلي جریان پر وړاندې چې د عقلي عمل بنسټ د زور زیاتي او کنترولوونکې په توګه مشخصېده ډېرې ننګونې شته وې، پېژندل شوي ارواپوهان چې له دې غورځنګ سره پېژندل کېږي: ټوماس ساسز، ټيموټي لېړي، ار. ډي لېنګ، فرانکو باساګلیا، ټئوډرو ليډز، سیلوانو ارېيټي او ډېوېډ کوپر دي. پر دې سربېره ران هوبارډ، مېشل فوکو، ژيل ډلوز، فلیکس ګاټاري او اروېنګ ګافمن په یاد غورځنګ کې شامل نور کسان وو. کوپر په ۱۹۶۷ کال کې «د عقلي ضد» اصطلاح د رامنځته کولو نوښت وکړ او په ۱۹۷۱ کال کې يې عقلي درملنه او عقلي ضد کتاب ولیک. ټوماس ساسز د رواني ناروغیو نکل/اسطوره په نوم خپل کتاب (۱۹۶۱) کې رواني ناروغۍ د یوې کیسې په توګه تعريفوي، جورجیو انټونچي د pregiudizi e la conoscenza critica alla psichiatria  (پر ارواپوهنه د نیوکې پوهه او بې‌ځایه پلویتوب) په نوم خپل کتاب کې (۱۹۸۶) روان درملنه د بې‌ځایه پلويتوب په توګه تعریف کړې.[۳][۴]

دا غورځنګ د عقلي درملنې او روان پوهنې په اړه هم په دې دواړو څانګو کې دننه اوبهر، په ځانګړي ډول د هغه دوو کسانو تر منځ اړیکې هم اغېزمنوي چې درملنه وړاندې کوي او درملنه تر لاسه کوي. د جبر پر وړاندې ازادي، د طبیعت پر وړاندې پالنه او د بېل‌والي/متفاوت‌والي حق معاصر مسائل دي.[۵][۶][۷]

تاريخچه[سمول]

مخکښونه[سمول]

د دود شویو طبي اوصولو پر وړاندې لومړنۍ پراخه ننګونه د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې پېښه شوه د اخلاقي درملنې غورځنګ چې د سختو ننګوونو، بدبینیو، سوماتیک/بدني (د بدن پر بنسټ) او د هغه محدودیت پر بنسټ چې د روغتونونو او لېونتونونو په سیستم کې د رواني ګډوډۍ لرونکو کسانو ته چې په عمومي توګه له کوم لامل پرته د وحشي حیواناتو په سترګه ورته کتل کېدل د روښانګرۍ عصر د پرمختګ د یوې برخې په توګه په پام کې نيول کېده، له ګواښ مخ سره کړ. بدیلو لارو ته پراختیا ورکړل شوه چې په بېلابېلو سیمو کې يې د پخوانیو ناروغانو، په ځینو حالاتو کې په‌خپله د ډاکترانو، مذهبيانو او بشر‌پالانو خوا مشري وشوه. دې «اخلاقي درملنې» ته د ټولنیزو او رواني اوصولو د ډېر انساني مخکښ په سترګه کتل کېدل، هغه که په طبي تنظیماتو کې شامل و یا نه؛ له دې سره فزیکي محدودیتونه، په سزا ورکولو ګواښل او د کنترول نورې شخصي او ټولنیزې طریقې په‌کې شاملېدې. همدا چې په ۱۹مه پېړۍ کې د ټېنګښت پر اصولو بدل شو، له منفي جنبو سره یې مخالفت هم زیات شو.   

د ميشل فوکو په وینا د لېونتوب په درک کې یو بدلون و، چې په ذريعه يې دا لږ هذیان ښکاري، د مثال په ډول د نظم د ګډوډۍ، عادي يا ښه چلند په پرتله د حقیقت په اړه مختل قضاوت. فوکو داسې استدلال وکړ چې تر دې مخکې ډاکترانو معمولاً سفر، استراحت، پلی تګ، لاس اخیستنه او په ټوله کې له طبیعت سره ښکېلتیا چې د حقیقت ښکاره بڼه بلل کېده، د نړۍ د مصنوعیاتو (او ورته نورو هذیانو/چټیاتو) د ماتولو لپاره تجویزولی شوی. د درملنې بله بڼه د طبیعت ضد وه، په یو تیاتر کې د ناروغ لېونتوب هغه ته داسې ننداره کېده چې خپله ناروغ ته یې خپل هذیان ورښکارول.[۸]

په دې توګه د درملنې تر ټولو وتلي تخنیکونه له سالمې ارادې او ارټوډوکس بارو سره چې ډاکتر په اېډیال ډول رانغاړلې وې له ناروغ سره د مخ کېدو لپاره رامنځته شول. په درملنه کې د مخالفت، مبارزې او تسلط پروسې شاملې وې، چې د ډاکتر له روغ او ښه حالت سره يې د ناروغ  متشنج حالت ښه کاوه. داسې فکر کېده چې دا مخامخېدنه به نه یوازې ناروغۍ د خپل مقاومت په پراخ بنسټه رڼا کې راولې بلکې له مختل حالت څخه د سترګو پټولو او پردې حالت د ښه حالت د برلاسي لامل کېږي. موږ باید له یو مزاحم میتود څخه کار واخلو چې سپزم (د عضلاتو شخوالی، ژباړن) له سپزم سره مات کړو... موږ باید د  ناروغانو پر ټول شخصیت مسلط شو موږ باید د هغوی پر لېږد رالېږد بریمن و موږ باید د هغوی کبر (پر نفس باور) مات کړو، حال دا چې نور باید په یاده برخه کې وهڅوو (اېسکوېرل، جي. اي. ډي، ۱۸۱۶). فوکو داسې استدلال هم وکړ چې د رواني ناروغانو ورځ تر بلې په زیاتېدونکي ډول بستر کېدل (د ډېرو لویو او پراخو پناه‌ځایونو پراختیا) نه یوازې د تشخیص او طبقه‌بندۍ لپاره اړین دي بلکې د ناروغانو د درملنې لپاره د یوې تړلې فضا په توګه یوه اړتیا ده، چې اوس‌مهال ورته د ښېګنو/ښو سیالۍ د بنیاد او د تسلیمېدو او بریا د مسئلې په نظر کتل کېږي.[۹]

په دې وخت کې «انزوا، عمومي یا خصوصي پلټنه، تنبیهي تخنیکونه لکه له سړو اوبو سره حمام کړل، اخلاقي خبرې (هڅونه او رټنه)، سخت دسپلین، جبري کار، د ناروغانو او ډاکتر تر منځ ممتازې اړيکې د پناه‌ځایونو په تخنیکونو او پروسیجرونو کې شاملې وې. فوکو د دې مواردو لنډیز داسې وکړ: «دا میتودونه طرحه شوي تر څو پر ناروغ د ډاکتر د ارادې د ځواک له لارې ډاکتر د لېونتوب په استاد بدل کړي.» وروسته د دې بدلون اغېز د ناروغ په نسبت د ډاکتر د ځواک په ډېرولو کې مرسته وکړه چې د بندیانو د شمېر له چټک زیاتوالي (پناه‌ځایونه او جبري توقیف) سره یې اړیکه لرله.[۱۰][۱۱]

نور تحلیلونه ښيي چې د پناه‌ځایونو راپورته کېدل تر ډېره د صنعتي کېدلو او سرمایه‌دارۍ له امله وو چې له ډلې يې د کورنیو د دودیز جوړښت پاشل یادولی شو. د نولسمې پېړۍ په پای کې په غالب ګمان عقلي متخصصینو د پناه‌ځایونو په ډېر بېروبار کې لږ واک درلود او تر ډېره یې د مدیرانو په توګه عمل کاوه، چې په یو داسې درملیز سیستم کې يې په ندرت د نارغاونو درملنه کول چې له اېډیال سیستم څخه په ورځنیو سازماني چارو اوښتی و. په ټوله کې منتقدان د «اخلاقي درملنې» او په ورته وخت کې د پناه‌ځایونو پراختیا، طبي ځواک او په روغتونونو کې د غیر ارادي بسترولو قوانیونو پر لور بدلون منفي جنبو ته اشاره کوي چې د عقلي درملنې-ضد غورځنګ په پراختیا کې یې مهم رول درلود.[۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. "The antipsychiatry movement: Who and why". MDedge Psychiatry. 2011-12-01. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mervat Nasser (1995). "The rise and fall of anti-psychiatry" (PDF). Psychiatric Bulletin. 19 (12): 743–746. doi:10.1192/pb.19.12.743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tom Burns (2006). Psychiatry: A very short introduction. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 93–99. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The antipsychiatry movement: Who and why". MDedge Psychiatry. 2011-12-01. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Fadul, Jose. "Encyclopedia of Theory & Practice of Psychotherapy & Counseling". د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mervat Nasser (1995). "The rise and fall of anti-psychiatry" (PDF). Psychiatric Bulletin. 19 (12): 743–746. doi:10.1192/pb.19.12.743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The antipsychiatry movement: Who and why". MDedge Psychiatry. 2011-12-01. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Foucault (1997), pp. 39-50
  9. De la Folie. Chapter 5: Traitement de la folie, pp 132-133: in Foucault (1997), p. 43
  10. De la Folie: in Foucault (1997), p. 44.
  11. De la Folie. Chapter 5: Traitement de la folie, pp 132-133: in Foucault (1997), p. 43
  12. Crossley, Nick (2006). "Contextualizing contention". Contesting Psychiatry: Social movements in Mental Health. New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-35417-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Crossley, Nick (1 October 1998). "R. D. Laing and the British anti-psychiatry movement: a socio–historical analysis". Social Science & Medicine. 47 (7): 877–889. doi:10.1016/S0277-9536(98)00147-6. PMID 9722108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)