Jump to content

د رنګ ړوندوالی (د رنګونو سترګې نیول يا د رنګونو تر منځ توپير نه کول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رنګ ړوندوالی (د رنګ د لیدلو کمښت) د رنګ د ليدلو يا د رنګ ترمنځ د توپير کولو د وړتیا کمښت دی. دا چاره د دې لامل ګرځېدای شي موخو ته زيان ورسوي، لکه د پخې میوې غوره کول، د لباس غوره کول او د ترافیکي څراغونو لوستل. شونې ده چې د رنګ ړوندوالی يو شمېر زده کړه ييز فعاليتونه زيات زيانمن کړي. خو عموماً ستونزې کوچنۍ دي او رنګ د درک په وړاندې ډېر ستونزه لرونکي خلک ورسره ځان برابرولای شي. هغه خلک چې د رنګونو د توپير په وړاندې په ټوله معنا ړانده دي (اکروماټوپسیا)، شونې ده په روښانه چاپیریال کې هم نارامه وي او د لیدلو کم حس (ځيرکتيا) ولري.[۱]

د رنګ د حس ړوندوالي يا کمښت تر ټولو عام لامل ميراثي ستونزه ده چې د رنګ احساسونکې د سترګو د مخروطي حجرو له درې ټولګو څخه يوې يا ډېرو يې وده نه وي کړې. په انسانانو کې د نارينه په پرتله په ښځو کې د دا ډول ړوندوالي شونتيا زياته وي، ځکه چې د دې ستونزې د ډېرو عامو ډولونو لپاره مسئول جینونه په «X» کروموزوم کې دي. دا جینیتيکي کمزوري په هغه څه کې تیریږي چې د «ایکس سره تړلي میراثي بیلګې» په نوم پیژندل کیږي. ښځې دوه (X) کروموزومونه لري، نو د يو کمزوري عموماً د بل له خوا پوه کېږي. هغه میرمنې چې د رنګ ړوندوالی و نه لري کولای شي د رنګ ړوندوالي جینونه ولري او خپلو ماشومانو ته یې ولیږدوي. نارينه یواځې یو (X) کروموزوم لري او له همدې امله، که چېرته مغلوب (پټ) جين ولري، نو تل د جنيټيکي ګډودۍ څرګندونه کوي. د رنګ ړوندوالی د سترګو، نظري اعصابو یا دماغو برخو ته د فزیکي یا کیمیاوي زیانونو رسېدو پایله هم کیدای شي. تشخیص يې عموما د «ایشیهار» رنګ ازموینې په مټ کیږي؛ په نورو سريقو کې يې جنيټيکي معاينات شامل دي. [۲]

د رنګ ړوندوالی درملنه نه لري. که تشخیص شي، نو شونې ده چې د يو چا ښوونکي سره مرسته وکړي چې د حالت د مديريت کولو په موخه د تدريس لارې چارې بدلې کړي. شونې ده ځانګړي عدسیې (د سترګو غمي) لکه د « X-chrome» عدسیه له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې په روښانه رڼا کې د سور - شین رنګ په وړاندې د ړوندوالي احساس لري. ګرځنده کاريالونه (د انتقال ول اپليکيشنونه) کولای شي د خلکو سره د رنګونو په پیژندلو کې مرسته وکړي. [۳]

د سور-شین رنګ ړوندوالی يې تر ټولو عامه بڼه ده، ورپسې نیلي-ژېړ رنګ او هر رنګ ړوندوالی يې بيا درېيم ځای لري. د سور – شین رنګ ړوندوالی د شمالي اروپا د نسلونو تر ۸٪ پورې په نارینه او ۰۵٪ پورې په ښځينه وو اغېز کوي، دا په دې معنا ده چې په ۱۲ نارينه وو کې یو او په ۲۰۰ مېرمنو کې یوه دا ستونزه لري. د رنګ لیدلو وړتیا په زاړه عمر کې هم کمیږي. شونې ده چې په ځينو هېوادونو کې د رنګ ړوندوالی خلک د ځانګړو دندو لپاره په شرایطو برابر نه بولی، لکه د الوتکې پیلوټان، د اورګاډي چلوونکي، د کرین چلونکي، او په وسله والو ځواکونو کې خلک. په هنري وړتیا باندې د رنګ-ړانده اغیزه د اختلاف موضوع ده. داسې برېښي چې انځور کښلو وړتیا نه بدلوي او داسې انګېرل کېږي چې یو شمیر مشهور هنرمندان د رنګ ړوندوالی لري.[۴][۵][۶][۷][۸] 

نښې او علايم

[سمول]

په نږدې ټولو پېښو کې د رنګ په وړاندې د ړوندوالي احساس کوونکي خلک د اسماني-ژيړ رنګ تر منځ توپير کولای شی او ډیری خلک د بشپړ دوه رنګونو ليدلو سره ستونزه لرونکي (ډایکرومیټ) پر ځای غیر عادي درې رنګونو لیدلو سره ستونزه لرونکي (ټرایکرومات) دي. عملأً د دې معنا دا ده چې دوی ډیری وختونه د رنګ په ځای کې د سور - شنه په محوريت محدود توپیر کولای شي، که څه هم په دې ابعادو کې د دوی د رنګونو جلا کولو توان کم وي. ډېر کم وخت د رنګ ړوندوالی د يو رنګ پېژندلو (مونوکرومیتزم/هغه چې يواځې يو رنګ ويني) ته اشاره کېږي. [۹]

د یو رنګ له پېژندنې سره ستونزه لرونکي (ډایکرومیټ) عموماً سره او شنه شيان ګډوډوي. د بېلګې په ډول، شونې ده د دوی لپاره ستونزمن وي چې «بریبرن» مڼې له «ګراني سمیټ» مڼو څخه، یا د ترافيکو سره څراغونه له شنو څخه پرته له دې جلا کړي، چې هلته نورې نښې نه وي، د نورو نښو بېلګې يې شکل يا موقعيت دی. «ډایکرومیټ» د جوړښت او شکل نښو کارول زده کوي او شونې ده له دې لارې دا وړتیا ولري چې هغه «کیموفلاج» (د رنګ هغه جوړښت چې ليدونکی ته د نور چاپيريال سره دوکه ورکوي، کله د پوځ لباس) ته ننوځي، کوم چې داسې جوړ شوی وي چې د رنګ عادي ليد لرونکي خلک تېرباسي.[۱۰]

د دوه رنګونو ليدلو سره ستونزه لرونکو « ډایکرومات» لپاره د ترافیکي څراغونو رنګونه ګډوډونکي وي، ځکه چې د سور / عنبري رنګ ترافیکي څراغونو او پر سرکونو د «سوډیم» څراغونو ترمنځ پوره څرګند توپیر نه وي؛ په ورته توګه کیدای شي شين رنګ له ککړ سپین څراغ سره ګډوډ شي. دا د زياتې چټکتيا په جيګو ټيټو سرکونو يو ګواښ دی، چېرته چې د زاويو اشارې (په کونجونو کې شته نښې) نه شي کارېدلای. د برتانيې اورګاډي رنګه څراغونو اشارې په اسانۍ سره د پیژندلو وړ رنګونه کاروي: سور د وینې سور دی، عنبري ژیړ دی او شین نیلی (اسماني رنګه) شین رنګ دی. د برتانیا د سرکونو ډیری ترافیکي څراغونه په عمودي ډول په تور مستطیل کې د سپینې څنډې لرلو سره نصب کړای شوي (د "لیدو وړ یوه تخته" جوړوي) او له همدې امله «ډایکرومات» کولای شي په اسانۍ سره د مستطیل - پورتنۍ، منځنۍ یا ښکته کې د رڼا موقعیت وويني. د کاناډا په ختیځو ولایتونو کې په افقی ډول نصب شوي ترافیکي څراغونه عموما د بڼې له مخې توپیر لري، څو د رنګ ړندو خلکو لپاره يې پیژندنه اسانه کړي: د سور لپاره مربع ، د ژیړ لپاره ۴۵ درجې کږه مربع ("الماس") او د شین لپاره دایره (په عکس کې د نووا سکوټیا افقی ترافیک رڼا وګورئ). په متحده ایالاتو کې دا چاره د بڼې له مخې نه، بلکې د موقعیت له مخې ترسره کیږي، ځکه که چېرته رڼا افقي وي نو سور څراغ تل په ښي خوا کې وي او که چېرې رڼا عمودي وي، نو بيا په لوړه برخه کې وي، په هر حال، یواځې ځلېدونکی څراغ (د بیلګې په توګه د ودرولو لپاره سور، د احتیاط لپاره ژیړ) لاهم ستونزه زېږونکی دی.

لاملونه

[سمول]

د رنګ لید نیمګړتیاوې د رسېدلو یا میراثي نيمګړتياوو په توګه ډلبندي کېدای شي.

  • رسېدلې (وروسته د زيان رسېدل يا اخته کېدل): ناروغۍ، درمل (لکه، هایدروکسایکلوروکین)، او کیمیاوي توکي لکه سټیرین یا عضوي محلول شونې ده د رنګ ړوندوالي لامل وګرځي.
  • ميراثي: د وراثت یا زیږون رنګ لید نیمګړتیاوې درې ډوله دي: مونوکرومسي، ډیکرومسي، او غیر معمولي ټرایکرومسي.[۱۱]
  • مونوکرومسي
  • د "په بشپړ ډول د رنګ د ړوندوالي" په نوم هم پیژندل کیږي، دا د رنګونو د توپیر کولو وړتیا نيشتوالی دی (او په دې توګه يو چاته هر څه داسې ښکاري، لکه څنګه چې يې په تور او سپین تلویزیون کې ويني)؛ لامل يې د مخروط غيب (نيمګړتيا) یا نيشتوال دی. مونوکرومسي هغه وخت منځ ته راځي، کله چې دوه یا ټول درېواړه مخروط رنګونه (د رنګ ماده) نه وي او رنګ او رڼا لید یو يو بعد ته راښکته شوی وي.
  • راډ مونوکروميسي (اکروماتپسيا)
  • د شيکيه (د انځور او سترګو تر منځ د ليدلو لپاره پول دی) مخروطونو (د رنګ ماده) د نه شتون یا غیر فعاله کیدو په پایله کې د رنګونو د توپیر کولو کې ډېره کمه او نه وده کوونکې ناتواني ده. دا د رڼا حساسیت (فوټو فوبیا)، د سترګو غیر ارادي حرکت (نیسټاګموس)، او کمزوري لید سره تړاو لري.
  • د مخروط مونوکرومسي
  • د بشپړ رنګ ډېر کم موندل کېدونکی ړوندوالی دی چې په پرتليز ډول له عادي لید، الیکټروټینوګرام، او الکتروکولوګرام سره مل وي. همدا راز شونې ده چې د مخروط مونوکرومسي د یو څخه د ډیر ډوله رنګ ړوندوالي پایله وي. د بېلګې په ډول، هغه خلک چې هم «پروتانوپیا» (د سور رنګ ړوندوالی) او هم «ټریتانوپیا» (د شين رنګ ړوندوالی) ولري، د مخروط مونوکرومسي په توګه پېژندل کیږي. له دې امله چې  مخروط مونوکرومسي په «شيکي» چاپیریال کې له یو څخه د زیاتو مخروطونو زیان یا په ښکاره توګه نيشتوالی دی، د دوه ډوله «ډیکرومسي» (د دوه رنګونو ړوندوالی) درلودل به سره برابر وي.
  • ډيکروميسی
  • ميراثي زيان دی. «پروټانوپیا» او «ډیوټرانوپیا» میراثي او تر جنس پورې تړلي دي چې تر ډېره بريده پر نارينه وو اغېز کوي.

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).