د رنسانس په دوره کې د علم تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رنسانس په دوره کې د جغرافیې، ستورپوهنې، کیمیا، فزیک، ریاضیاتو، تولیدي سیستم، اناتومۍ او انجنیرۍ په برخو کې لوی پرمختګونه وشول. د پنځلسمې پېړۍ په پیل کې د لرغونو علمي متنونو پر راټولولو پیل وشو چې په ۱۴۵۳ کال کې یې د قسطنطنیې تر سقوط پورې دوام وکړ او د چاپ اختراع د نویو ایډیاوو د چټکې خپرېدنې لامل شوه. له دې سره سره، ځینې خلک د رنسانس د دورې لومړی پړاو د علمي شاته پاتې‌والي دوران بولي. د «جورج سارټون» او «لاین ترونډایک» په څېر تاریخ لیکوالو پر علم د رنسانس د اغېز څرنګوالی نقد کړی دی او استدلال یې کړی چې په دې دوره کې پرمختګ د یو څه وخت لپاره ټکنی شوی و. انسان‌پالونکو د سیاست او تاریخ په څېر انسان‌محوره موضوعات د طبیعي فلسفې یا ریاضیاتو تر مطالعې غوره بلل. له دې سره سره، په دې وروستیو کې څېړونکو منلې ده چې رنسانس پر ریاضیاتو او علومو مثبتې اغېزې لرلې او په دې برخه کې یې د ورکو شویو یا ګونګو متنونو بیا کشف، د ژبې پر زده‌کړه ټینګار او د متنونو د سمې لوستنې په څېر فکتورونو ته اشارې کړې دي.[۱][۲][۳]

ماري بواس هال د علمي رنسانس اصطلاح د دې لپاره وکاروله چې د ۱۴۵۰-۱۶۳۰ کلونو د علمي انقلاب لومړنی پړاو پرې مشخص کړي. تر دې وروسته «پیټر ډیر» د لومړني مدرن علم د دوه‌پړاویز ماډل په اړوند استدلال کړی دی: د ۱۵مې او ۱۶مې پېړۍ علمي رنسانس چې د پخوانیو د طبیعي پوهې پر موندنه یې تمرکز درلود؛ او د ۱۷مې پېړۍ علمي انقلاب چې دغه مهال پوهانو نوښتونو ته مخه کړه.

شرایط[سمول]

د دوولسمې پېړۍ د رنسانس دورې په جریان کې او تر هغه وروسته په اروپا کې فکري بیارغېدنه رامنځته شوه چې په ځانګړي ډول د طبیعي نړۍ د څېړنې اړونده وه. له دې سره سره، په څوارلسمه پېړۍ کې یو لړ پېښې وشوې چې د منځنیو پېړیو د وروستیو کلونو ناورین بلل کېږي. کله چې تور مرګ راغی، ډېر خلک یې ووژل او پر ټول سیستم یې اغېز وکړ. دا پېښه د لویو علمي بدلونونو د مخکېنۍ دورې ناڅاپي پای و. طاعون د اروپا ۲۵ تر ۵۰ سلنه خلک ووژل، په ځانګړي ډول بیروباري ښارونه اغېزمن شول او دا هغه ځایونه وو چې د نوښتونو زړه بلل کېده. د طاعون او نورو بلاوو تکرار د یوې پېړۍ لپاره د نفوس د پرله‌پسې کمښت لامل شو.

د رنسانس دوره[سمول]

په څوارلسمه پېړۍ کې د رنسانس فرهنګي خوځښت پیل شو. د پنځلسمې پېړۍ په پیل کې د لرغونو لاسي نسخو د لټون لپاره نړیواله پلټنه روانه وه چې په ۱۴۵۳ کال کې یې د قسطنطنیې تر سقوط پورې دوام وکړ او دا هغه مهال و چې د بیزانس ډېری پوهان مجبور شول چې لوېديځ په ځانګړي ډول ایټالیا ته پناه یوسي. په همدې ډول د چاپ د ماشین اختراع پر اروپايي ټولنه پراخه اغېزه وکړه: د چاپي کلماتو اسانه خپرښت زده‌کړې ولسواکې یا ډیموکراټيکې کړې او د نویو ایډیاوو د چټک خپرښت شونتیا یې برابره کړه.[۴]

په لومړیو کې د فزیک او ستورپوهنې په برخو کې هېڅ کوم نوی پرمختګ ونه‌شو او کلاسیکو سرچینو ته د درناوي له امله د نړۍ په اړه تر ډېره ارسطویي او بطلیموسي نظرونه وساتل شول. د رنسانس فلسفې تر ډېره دقت وبایلود، ځکه چې د منطق او استنتاج قواعد د شعور او احساساتو فرعي برخه بلل کېده. هماغه مهال د رنسانس د دورې انسان‌پالنې ټینګار وکړ چې طبیعت باید د یوه داسې ژوندي معنوي مخلوق په توګه په پام کې ونیول شي چې د ریاضاتو په قوانینو نه اداره کېږي. وروسته چې نورې خطي نسخې پیدا نه‌شوې، انسان‌پالونکو له راټولولو څخه د متنونو پر سمون او ژباړه مخ را واړاوه او نوې علمي څېړنې د کوپرنیک، کارډانو او وسالیوس غوندې شخصیتونو په څېړنو سره پیل شوې.

مهم پرمختګونه[سمول]

کیمیاګري[سمول]

کیمیاګري د پېچلو پروسو له لارې د توکو د شکل بدلولو څېړنه ده. کله ناکله د کیمیا لومړنۍ بڼه بلل کېږي. د کیمیاګرانو یوه موخه له نورو موادو څخه د سرو زرو د جوړولو لپاره د لارو چارو موندل وو. د کیمیاګرانو عام باور دا و چې یوه داسې ماده موجوده ده چې ټول نور مواد ترې جوړېږي او که څوک یوه بله ماده د دغې مادې کچې ته راټيټه کړي، کولی شي بله ماده ترې جوړه کړي او په دې باور وو چې له سرپو څخه سره زر جوړېدای شي. د منځنیو پېړیو کیمیاګرانو دوه اصلي عناصر یعنې سلفر او سیماب کارول.

پاراسلسوس د رنسانس د دورې کیمیاګر او طبیب و. پاراسلسوس مالګه د درېیم اصل په توګه اضافه کړه تر څو د کیمیاګرۍ درې‌ګوني عناصر جوړ کړي.

ستورپوهنه[سمول]

د رنسانس دورې په ستورپوهنه کې وروستۍ مهمه پېښه د نیکولاس کوپرنیک (۱۴۷۳-۱۵۴۳) څېړنې دي. کوپرنیک د هغو ستورپوهانو له لومړنیو نسلونو څخه و چې د نویو تیوریو (Theoricae novae) زده‌کړې یې کړې وې. کوپرنیک تر ۱۵۱۴ کال لږ څه مخکې د اریستارخوس د هغې نظریې پر بیا مطرح کولو پیل وکړ چې ویل یې ځمکه د لمر پر شاوخوا څرخېږي. ښاغلي کوپرنیک خپل عمر د هیلومرکزیت د ریاضیکي اثبات لپاره هڅو ته وقف کړ. کله چې بالاخره په ۱۵۴۳ کال کې «د اسماني اجرامو د څرخښت په اړه» (De Revolutionibus orbium coelestium) کتاب خپور شو، کوپرنیک د مرګ پر بستر پروت و. له «المجسطي» سره یې د څېړنو پرتلنه څرګندوي چې کوپرنیک د یوه انقلابي کس پر ځای له ډېرو اړخونو څخه د رنسانس د دورې یو عالم بلل کېدای شي، ځکه چې ده د بطلیموس د مېتودونو پیروي کوله. تر دې وروسته د یوهانس کپلر (۱۵۷۱-۱۶۳۰) او ګالیلیو ګالیله (۱۵۶۴-۱۶۴۲) اثارو د ستورپوهنې په برخه کې د بطلیموس د مېتودتونو ځای ونیو.

ریاضیات[سمول]

د یوناني ریاضي‌پوهانو لاسته‌راوړنې په منځنیو پېړیو او د لرغونې دورې په وروستیو وختونو کې له یوه اوږده او غیر مستقیم تاریخ سره باقي پاتې دي. د «اقلیدس»، «ارشیمډس» او «اپولونیوس» اثار د «هیرو» او «پاپوس» په څېر له نورو راتلونکو لیکوالانو سره یوځای هم په بیزانسي فرهنګ او هم په اسلامي ښوونیزو مرکزونو کې کاپي او ولوستل شول. د دغو اثارو ژباړه مخکې له مخکې په ۱۲مه پېړۍ کې په اسپانیا او سیسیل کې هغو ژباړونکو پیل کړه چې لاتیني ژبې ته یې د عربي او یوناني سرچینو ژباړې کولې. په دوی کې دوو کسانو تر ټولو ډېر کار کړی چې یو یې «جرارډ کرمونايي» او بل یې «ویلیم موربیکي» دی.

له دې سره سره، د ژباړې تر ټولو لویې هڅې په ۱۵مه او ۱۶مه پېړۍ کې په ایټالیا کې وشوې، لکه څرنګه چې د دغې دورې اړوندې ګڼې خطي نسخې دا مهال هم په اروپايي کتابتونونو کې موندل کېږي. د هغې دورې کابو ټولو مخکښو ریاضي‌پوهانو د ریاضي د مخکېنیو اثارو د را پیدا کولو په اړه فکرونه کول. انسان‌پالونکو نه یوازې دا چې له ریاضي‌پوهانو سره یې د یوناني لاسي نسخو په را پیدا کولو کې مرسته وکړه، بلکې لاتیني ژبې ته یې د دغو اثارو په ژباړه کې هم فعاله ونډه لرله چې تر ډېره د «پنځم نیکولاس» او «کارډینال بساریون» په څېر مذهبي مشرانو د دغه کار سپارښتنه کوله.[۵][۶][۷][۸]

طب[سمول]

د رنسانس په دوره کې تجربوي څېړنې ډېرې شوې چې تر ډېره د انسان د بدن د تشرېح او معاینې په برخه کې وې او په دې توګه د انسان د اناتومۍ په اړه زموږ پوهه پراخه شوه. د اوسنۍ عصب پېژندنې پراختیا په شپاړسمه پېړۍ کې له «انډریاس وسالیوس» سره پیل شوه چې د مغز او نورو غړیو اناتومي یې تشرېح کړه. ده د مغز د فعالیت په اړه کم معلومات لرل او فکر یې کاوه چې مغز په بطنونو کې واقع دی. په دې دوره کې د طبي علومو پوهه پراخه شوې ده، خو د روغتیايي خوندیتوبونو لپاره یې مستقیمې ګټې کمې دي. تر تریاکو او کنین پرته نور اغېزناک درمل کم موجود وو. په دې دوره کې «ویلیم هاروې» د وینې د جریان د سیستم په اړه دقیقه او بشپړه تشرېح وړاندې کړه. تر ټولو ګټور کتابونه چې هم متخصصو ډاکترانو او هم زده‌کوونکو کارول، هغه (materiae medicae) او (pharmacopoeiae) وو.[۹]

سرچينې[سمول]

  1. Rose, Paul Lawrence (1973). "Humanist Culture and Renaissance Mathematics: The Italian Libraries of the Quattrocento". Studies in the Renaissance. 20: 46–105. doi:10.2307/2857013. ISSN 0081-8658. JSTOR 2857013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Anglin, W. S.; Lambek, J. (1995), Anglin, W. S.; Lambek, J. (المحررون), "Mathematics in the Renaissance", The Heritage of Thales, (په انګلیسي ژبه کي), New York, NY: Springer, د کتاب پاڼي 125–131, doi:10.1007/978-1-4612-0803-7_25, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4612-0803-7, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jayawardene, S. A. (June 1978). "The Italian Renaissance of Mathematics: Studies on Humanists and Mathematicians from Petrarch to Galileo. Paul Lawrence Rose". Isis. 69 (2): 298–300. doi:10.1086/352043. ISSN 0021-1753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hall, Marie Boas (1994-01-01). The Scientific Renaissance 1450-1630 (په انګلیسي ژبه کي). Courier Corporation. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-28115-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Mathematics - Rome Reborn: The Vatican Library & Renaissance Culture | Exhibitions - Library of Congress". www.loc.gov. 1993-01-08. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gouwens, Kenneth (1996-09-22). "Rome Reborn: The Vatican Library and Renaissance Culture". Renaissance Quarterly (په انګرېزي ژبه کي). 49 (3): 618–620. doi:10.2307/2863370. JSTOR 2863370. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  7. Malet, Antoni (2006-02-01). "Renaissance notions of number and magnitude". Historia Mathematica (په انګلیسي ژبه کي). 33 (1): 63–81. doi:10.1016/j.hm.2004.11.011. ISSN 0315-0860. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Høyrup, Jens (2003). Practitioners – school teachers – "mathematicians": The divisions of pre-Modern mathematics and its actors. CiteSeerX = 10.1.1.529.862 10.1.1.529.862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Siraisi, N. G. (2012). "Medicine, 1450–1620, and the History of Science". Isis. 103 (3): 491–514. doi:10.1086/667970. PMID 23286188. S2CID 6954963. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)