د رسنۍ اغېزې؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له روانوحالاتوځان خبرول دبیلابیل موضوعات په اړه پلټنی څیړنی اوشننی کول ځان پری پوهول اوله نوروسره یی شریکول دټولوانسانانوفطری ځانګړنه ده ټول خلک په یوه نه یوډول غواړی چی په بییلابیلوبرخو کی معلومات ترلاسه کړی اودامعلومات له نوروخلکوسره شریک کړی دانسانانوله پیدایښت څخه نیولی تردی دمه دپیغام رسونی ارزښت دوام لری الله (ج) پیغام درسونی ددی سترمسولیت پیرزونیه پرخپل خوږپیغمبرحضرت محمد(ص)کړی اوهغه یی نړی ته دښوونکی پیڼه استولی وترڅودنړی ګوټ ګوټ ته دین ورسوی خلک خیرښیګڼی اوسمی لاری ته وبولی داچی انسان یوټولنیزمخلوق دی له ټولنی پرته ژوندنشی کولی له کورنی ګاونډی هیوادوال او نړیوال سره اړیکی لری نواړدی چی دټول له حال احوله خبرشی اوتل ورسره په اړیکه کی پاتی شی اطلاعات اوپیغامونه ولیږدوی اوترلاسه یی کړی چی داټول درسنیوپرمټ ترسره کیږی همدارسنی دی چی په بیلابیلوډولونوچاپی انڅوریزی انلاین (په کرښه)اودسی نورپه وسیله دخلکوداهیلی خړوبوی اودعمل جامی ورغوندی رسنی دی چی ټولنه مثبت لورته بیایی مثبت لورته یی رهنمایی کوی خلک دهیواد سیمی اونړی له ورځینو تازه تاریخی جغزافیوی اوزړه راښکونکي پیښواوحالاتوڅخه خبروی خلکوته دټولنیزوژوندتیرولولاری چاری په دینی سیاسی دکلتوری اوفرهنګی ارزښتونو ساتنه او بډاینه کې مهم رول لوبوي. رسنۍ دي چې شپه او ورځ دا هڅې کوي تر څو خپلو مخاطبانو ته په بېلابېلو برخو کې معلومات وړاندې کړي، د نورو ټولنيزو مسایلو سربېره د هوا د حالاتو د څرنګوالي، اسعارو بیې، د سرو او سپينو زرو پر قيمتونو او د الوتکو د ورځنیو پروازونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي. په سواګریزه او تفریحي برخه کې هم باید د رسنیو رول له نظره ونه غورځوو، د نویو تولید شویو، صادر شویو او وارد شویو توکو د اعلانونو پر مټ د مشتریانو او سوداګرو د پام راجلبولو په پیر، پلور او پراختیا کې مهم رول لري.