د راډیو اکټیو ضایعات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د راډیو اکټیو ضایعات یا د اتومي توکو ضایعات یو ډول خطرناک ضایعات دي چې راډیو اکټیو مواد لري. د راډیو اکټیو ضایعاتو لامل ډېری اتومي فعالیتونه لکه طب، اتومي څېړنې، د اتومي انرژۍ تولید، د ځمکې د کم‌پیدا عناصرو استخراج او د اتومي وسلو بیا پروسس دی. د راډیو اکټیو ضایعاتو ذخیره کول او خښول د انسان او چاپېریال د روغتیا ساتنې په موخه د دولتي ادارو له‌خوا تنظیمېږي.[۱]

په ټولیز ډول دا مواد [درې کچې لري] چې د ټيټې کچې ضایعاتو په طبقه‌بندۍ کې کاغذ، د صافي ټوټې، وسایل او جامې راځي چې کم عمر او لږه اندازه راډیو اکټیو مواد لري؛ د منځنۍ کچې ضایعات هغه دي چې لوړه اندازه راډیو اکټیو مواد لري او ځینو ساتونکو پوښونو ته اړتیا لري. د لوړې کچې ضایعات هغه دي چې د فاسدوونکې ګرمۍ له امله ډېر راډیو اکټیو مواد لري او ګرم دي، ځکه نو سړولو او ساتونکي پوښ ته اړتیا لري.

د اتومي بیا پروسس په کارځایونو کې شاوخوا ۹۶ سلنه مصرف شوي اتومي سون‌توکي په یوراینم لرونکو او مخلوط اکسایډ سون‌توکو کې بیاځلي کارول کېږي. پاتې ۴ سلنه د لویو اتومي هستو تر ماتېدو وروسته ټوټې شوي محصولات دي او لوړه اندازه راډیو اکټیو ضایعات لري. دغه راډیو اکټیویټي د وخت په تېرېدو سره په طبیعي ډول کمېږي، له دې امله باید دغه مواد د پوره وخت لپاره د دفع کولو په مناسبو ځایونو کې ذخیره شي تر څو بل خطر پېښ نه کړي.

هغه وخت چې باید راډیو اکټیو ضایعات ذخیره شي، د ضایعاتو په ډول او راډیو اکټیو ایزوټوپونو پورې اړه لري. د راډیو اکټیو ضایعاتو د ذخیره کولو لپاره لنډمهالې طریقې لکه جلا کول او د ځمکې پر مخ یا د ځمکې سطحې ته نږدې ذخیره کول دي. د اوږد مهال لپاره د لوړې کچې ضایعاتو د ذخیره کولو لپاره ښه حل‌لاره دا ده چې په ژوره ځمکه کې ذخیره شي، بیاځلي کارول او بڼه بدلول د لوړې کچې ضایعاتو د کمولو لپاره ښې حل‌لارې دي.

اکثرو پرمختللو هېوادونو ته د راډیو اکټیو ضایعاتو اندازه او مدیریتي کړنلاره د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د ګډ کنوانسیون د برخې په توګه ورکول کېږي او بیاکتنه یې کېږي، د دغه کنوانسیون موخه د مصرف شویو سون‌توکو د مدیریت د خوندیتوب او د راډیو اکټیو ضایعاتو د پاتې‌شونو مدیریت دی. [۲]

ماهیت او اهمیت[سمول]

د راډیو اکټیو ضایعاتو اندازه معمولاً له څو راډیونوکلویيډ څخه جوړه شوې او د عناصرو ناپایدار ایزوتوپونه دي چې له پاشل کېدو سره مخامخ دي او په پایله کې ایونایز شوې وړانګې خپروي چې د انسان او چاپېریال لپاره مضرې دي. بېلابېل ایزوتوپونه د وړانګو بېلابېل ډولونه او اندازې خپروي چې د بېلابېلو دورو لپاره دوام کوي.

فارموکوکینټیک[سمول]

له راډیو اکټیو ضایعاتو سره په مخامخ کېدو ښايي ایونایز شوې وړانګې پر روغتیا ناوړه اغېزې ولري. په انسانانو کې ۱ سیورټ ډوز د ۵.۵ سلنه سرطان خطر لري، په دې برخه کې څارونکې ادارې دا وړاندوېینه کوي چې د خطي دوز خطر ان له ټيټو دوزونو سره برابر دی. ایونایز شوې وړانګې ښايي په کروموزومونو کې د خذف لامل شي. که د ودې په حال کې د جنین په څېر پر یوه کوچني ژوندي موجود یا ارګانېزم دغه وړانګې ولګېږي، ښايي تر زیږېږدو وروسته نیمګړتیا ولري، خو دا امکان نه لري چې دا نیمګړتیا دې په یوه ګامېټ (نسلي حجره) یا د ګامېټ په یوه جوړوونکې حجره کې وي. [۳][۴][۵]

د یوه عنصر د خوسا کېدو په حالت او فارمکوکنټیک پورې د اړوند یوه راډیو ایزوتوپ له مشخص فعالیت سره د مخامخ کېدو له امله ښايي ګواښ توپیر ولري. مثلاً ایوډین ۱۳۱ بېتا او ګاما کم عمره وړانګې خپروي، خو دا چې په ټایرویډ غده کې راټولېږي، د سیزیم ۱۳۷ په پرتله ډېر زیان رامنځته کولی شي؛ دا چې په اوبو کې منحل دی، په چټکۍ سره د ادرار له لارې وتلی شي. په ورته طریقه اکټینیډونه او راډیوم د الفا وړانګې خپروي چې دا وړانګه ډېره مضره بلل کېږي، ځکه اوږد بیولوژيکي عمر لري او وړانګې یې په لوړه اندازه اړوند بیولوژيکي تاثیرات لري چې د ذخیره شوې انرژۍ د اندازې په نسبت نسجونو ته د ډېر زیان لامل کېږي. د دا ډول توپیرونو له امله د راډیو ایزوتوپ پر اساس د بیولوژیکي زیان ټاکونکي قوانین، له ګواښ سره د مخامخ کېدو مواد او ځينې وخت هم د راډيويي ایزوتوپ لرونکي کیمیاوي مرکب ماهیت ډېر توپیر لري. 

سرچینې[سمول]

د راډیو اکټیو ضایعات له بېلابېلو سرچینو څخه رامنځته کېږي. په ډېرو هغو هېوادونو کې چې اتومي برېښناکوټونه، اتومي وسلې یا د اتومي سون‌توکو د تصفیې بټۍ لري، ډېری دا ډول ضایعات د اتومي سون‌توکو له بیا کارېدو او د اتومي وسلو له بیا پروسس کولو څخه سرچینه اخلي. نورې سرچینې يې طبي او صنعتي ضایعات او طبیعي راډیو اکټیو مواد (NORM) دي چې ښايي د ډبرو د سکرو، تېلو، ګازو او ځینو نورو منرالي موادو د پروسس او مصرف په پایله کې راټول شي. .

د اتومي وسلو له منځه وړل[سمول]

ممکنه نه ده چې د اتومي وسلو له ویجاړوړلو څخه ترلاسه کېدونکي ضایعات له تریټیم او امریکیم پرته د بېټا یا ګاما نور ډېر فعالیت ولري. ډېر احتمال شته چې د (Pu-239) په څېر الفا خپروونکي اکټینیډونه ولري چې دا په اتومي بمونو کې یوه جلا کېدونکې ماده ده، پر دې سربېره ځینې نور مواد له ډېر ځانګړي فعالیت سره شته لکه: Pu-238 یا Po. [۶]

د پاتې‌شونو ضایعات[سمول]

د تاریخي فعالیتونو له امله چې معمولاً د راډیوم په صنعت، د یورانیمو په استخراج او پوځي پروګرامونو پورې اړوند دي، ډېر شمېر سیمې راډیو اکټیويټي لري یا پرې ککړې دي. په متحدو ایالتونو کې د انرژۍ څانګه وايي چې «میلیونونه ګیلنه راډیو اکټیو ضایعات»، «زرګونه ټنه مصرف شوي اتومي سون‌توکي او مواد» او «ډېره اندازه ککړه خاوره او اوبه» شته. پر پرېمانه ضایعاتو سربېره، دDOE  ادارې تر ۲۰۲۵ کال پورې په بریالیتوب سره د اوسنیو ټولو ککړو ځایونو د پاکولو ویلي. په متحدو ایالتونو کې لږ تر لږه ۱۰۸ داسې ځایونه مشخص شوي چې ککړ دي او د کارولو وړ نه دي. دا اداره هیله لري چې په دې وروستیو کې د پرمختللې طریقې په مرسته تر ۲۰۲۵ کال پورې ډېری یا ټول ککړ ځایونه پاک کړي یا یې ناپاکي راکمه کړي، خو ښايي دا کار ستونزمن وي او دا هم وايي چې ښايي ځینې برخې په پوره ډول پاکې نه‌شي. [۷][۸][۹]

طب[سمول]

د راډیو اکټیو طبي ضایعات د بېټا ذرات او د ګاما وړانګې‌خپروونکي لري. دا په دوو مهمو برخو وېشل کېدای شي. په تشخیصي اتومي طبابت کې د لنډمهالو ګاما وړانګو ځینې خپروونکي لکه تکنسیوم 99m- کارول کېږي. ډېری دا ډول یې د عادي ضایعاتو په توګه تر دفع کولو وړاندې د لنډ وخت لپاره په پرېښودلو سره له منځه وړلی شو.

صنعت[سمول]

د صنعتي سرچینو په ضایعاتو کې ښايي الفا، بېټا، نیوټرون یا ګاما شامل وي. د ګاما خپروونکي په راډیوګرافۍ کې کارول کېږي، په داسې حال کې چې د نیوټرون خپروونکې سرچینې په پراخو کچو کې کارېږي، لکه د تېلو د څاه‌ګانو په ثبت کې. [۱۰]

د ضایعاتو[سمول]

د ضایعاتو د تراکم را کمولو لپاره په راتلونکي کې یوه لاره د څلورم نسل په ګټه د اوسنیو اټومي بټیو یا اتومي برېښناکوټونو تدریجي له منځه وړل دي چې په هر تولیدي توان کې لږه اندازه ضایعات تولیدوي. چټکې اټومي بټۍ لکه BN-800 په روسیه کې د MOX سون‌توکي مصرفولی شي چې د دودیزو اټومي بټیو د مصرفي سون‌توکو له بیا کارولو څخه تولیدېږي. [۱۱]

مدیریت[سمول]

په متحدو ایالتونو کې د ضایعاتو د مدیریت پالیسي د یوکا غره پر ناکام مخزن د کار له پای ته رسېدو سره په بشپړ ډول ناکامه شوه. اوس مهال ۷۰ اتومي بټۍ یا اتومي برېښناکوټونه شته چې مصرف شوي سون‌توکي په کې ساتل کېږي. په متحدو ایالتونو کې د پخواني ولسمشر اوباما له‌خوا د بلو رایبون په نامه یو کمیسیون وټاکل شو تر څو د راتلونکي لپاره دغو ضایعاتو ته انتخابونه پیدا کړي. داسې ښکاري چې په ځمکه کې د یوه ژور مخزن د جوړولو پلان شته.[۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. "The Geological Society of London - Geological Disposal of Radioactive Waste". www.geolsoc.org.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Joint Convention". IAEA. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The 2007 Recommendations of the International Commission on Radiological Protection". Annals of the ICRP. ICRP publication 103 37 (2–4). 2007. ISBN 978-0-7020-3048-2. http://www.icrp.org/publication.asp?id=ICRP%20Publication%20103. 
  4. Gofman, John W. Radiation and human health. San Francisco: Sierra Club Books, 1981, 787.
  5. Sancar, A. et al Molecular mechanisms of mammalian DNA repair and the DNA damage checkpoints. Washington D.C.: NIH PubMed.gov, 2004.
  6. Cochran, Robert (1999). The Nuclear Fuel Cycle: Analysis and Management. La Grange Park, IL: American Nuclear Society. د کتاب پاڼي 52–57. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-89448-451-6. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. U.S. Department of Energy Environmental Management Archived 2007-03-19 at the Wayback Machine. – "Department of Energy Five Year Plan FY 2007-FY 2011 Volume II Archived 2007-07-05 at the Wayback Machine.." Retrieved 8 April 2007.
  8. American Scientist Jan/Feb 2007
  9. U.S. Department of Energy Environmental Management Archived 2007-03-19 at the Wayback Machine. – "Department of Energy Five Year Plan FY 2007-FY 2011 Volume II Archived 2007-07-05 at the Wayback Machine.." Retrieved 8 April 2007.
  10. "Nuclear Logging". مؤرشف من الأصل في ۲۷ جون ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Larson, Aaron (2020-01-28). "MOX Nuclear Fuel Loaded in Russian Reactor, More to Come". POWER Magazine (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Vandenbosch, p. 21.