د رادار تاريخ
د رادار د تاريخ (چې د رادار څخه موخه د راديو د کشف او اندازه کول دي) پيل د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د «هينرک هرټز» په تجربو سره وشو، کومو چې وښودله چې راديوي څپې په وسپنيزو شيانو انعکاس کوي. دا شونتيا د «جيمز کلرک ميکسويل» د اليکترومقناطيسيت په اړوند بنسټيز کار کې وړانديز شوې وه. په هرحال، د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې د دې اصولو د کارولو وړتيا لرونکی سيستم په پراخه کچه د لاسرسي وړ و، او دا المانی مخترع «کرسچن هلسمير» و، چا چې په لومړي ځل دا اصول وکارول، تر څو د بېړۍ د کشف ساده وسيله جوړه کړي، او موخه يې دا وه چې په ګردله (ګرد و غبار) کې د ټکر کېدو په مخنيوي کې مرسته وکړي (Reichspatent Nr. 165546). حقيقي رادار په راتلونکو دوه لسیزو کې جوړ شو، لکه British Chain Home، کوم چې له مخکې څخه د خبرتيا سيستم و، چې په لنډ واتن يې د شيانو په اړه د سمت معلومات چمتو کول.
د راديو د انرژي د لنډو نبضونو (د نبض د جريان په بڼه د انرژۍ توليد) د توليد د وړتيا لرونکو سيستمونو وده مهم پرمختګ و، کوم چې د عصري رادار د سيستمونو په وجود کې مرسته وکړه. په يو «اوسيلوسکوپ» (د څپې د سينګنل د شکل د ليدلو وسيله) د نبضونو په وخت ټاکلو سره، د اندازې ټاکنه کېدای شي، او د انتن د اهدافو زاويه يي موقعيت لوری ښودل کېدای شي. دې دواړو په شريکه يو «فکس» جوړ کړ، کوم چې د انتن په نسبت هدف معلومولای شي. په 1934-1939ز کلونو کې، اته هېوادونه په خپلواک ډول، او په ډېره رازدارۍ سره، دا ډول سيستمونه جوړ کړل، چې هغه هېوادونه دا دي: متحده ايالات، المان، انګلستانو شوروي اتحاد، جاپان، هالنډ، فرانسه، او ايټاليه. سربېره پر دې، برتانيې له متحده ايالاتو او د مشترک المنافع څلورو هېوادونو سره خپل معلومات شريک کړل چې هغه هېوادونه دا دي: استراليا، کاناډا، نيوزيلينډ او سويلي افريقا، او دې هېوادونو هم د رادار خپل سيستمونه جوړ کړل. د جګړې پر مهال، هنګري هم دې لست کې اضافه شو. د RADAR اصطلاح په 1939ز کال کې د متحده ايالاتو د سيګنل د قول اردو له خوا وضع شو، ځکه چې دې قول اردو د سمندري ځواک لپاره په دې سيستمونو کار کړی و.[۱][۲]
د جګړې پر مهال پرمخګت چټک او د زيات اهميت څخه برخمن و، او ښايي چې همدا د ايتلافي ځواکونو د برياليتوب لپاره يو پرېکنده لامل هم و. په برتانيه کې يو مهم پرمختګ ميګنيټرون (رادار کې کارېدونکې يوه وسيله) و، کوم چې په پرتليز ډول له ميتر څخه د کم وضاحت لرونکي د کوچنيو سيستمونو د جوړولو لپاره زمينه برابره کړه. د دوښمنۍ په پای سره، برتانيې، المان، متحده ايالاتو، شوروي اتحاد او جاپان په پراخه کچه په ځمکه او سمندر کې نصب شوي رادارونو بېلا بيل ډول رادارونه درلودل، تر څنګ يې د کوچنيو هوايي سيستمونو لرونکي وو. له جګړې وروسته، د رادار استعمال، تر ګڼو برخو پورې پراخه شو، چې دا برخې پکې شاملې دي: ملکي هوايي چلند، سمندري سفرونه، د پوليسو لپاره د رادار ټوپکونه، هوا پوهنه او ان په درملو کې. له جګړې وروسته پړاو په مهمو پرمختګونو کې لاندې موارد شامل وو: په زياته اندازه د منسجمو کوچنيو څپو د توليد د يوې لارې په توګه، د څپو د سفر لپاره د نل جوړېدل، د سيګنل د ځنډ د سيستم پرمختګ، کوم چې د پړاويزو کتارونو د رادارونو د جوړېدو لامل وګرځېد، او په مسلسل ډول زياتېدونکي فريکوينسيانې، کومې چې د لوړې روڼتيا سره مرسته کوي. د جامد حالت د کمپیوټرو د متعارف کېدو له امله د سيګنل د پروسس کولو وړتيا کې زياتوالي هم د رادار پر استعمال ژور اغېز درلود. [۳]
اهميت
[سمول]د ساينس او ټيکنالوژۍ په پراخه کيسه کې د رادار په حيثيت او اهميت، بېلا بېل لېکوالان په ډول ډول طريقو استدلال وايي. له يو اړخه، رادار په تېورۍ کې ډېره کمه ونډه لري، کوم چې ان د «ميکسويل» او «هرټز» له وختونو څخه ډېر مشهور و. له همدې امله، رادار ساينس ته پرمختګ ورنه کړ، بلکې په ساده ډول د ټيکنالوژۍ او انجنيرۍ يوه موضوع وه. «ماوريس پونټي»، څوک چې په فرانسه کې رادار ته د وده ورکونکو څخه يو دی، وايي:
د رادار بنسټيز اصل د فيزيک پوهانو تر شريک ميراث پورې اړه لري؛ له هر څه وروسته، هغه څه چې د تخنيکرانو حقيقي امتياز ته پرېښودل شوي دي، هغه د عملیاتي موادو په اغېزناک تحقق سره اندازه کېدای شي. [۴]
خو نور د رادار د پرمختګ سترو عملي پايلو ته اشاره کوي. رادار په دويمه نړيواله جګړه کې، له اتومي بم څخه ډېر زيات د متحدینو له بریا سره مرسته وکړه. «رابرټ ابډري» وايي چې دا د ډېرو عصري ټيکنالوژيو لپاره هم مخينه وه. د هغه د کتاب د ارزونې لپاره:[۵][۶]
...رادار د جګړې له وخته د پراخه برياليتوبونو جرړې وې، چې د عصري ټيکنالوژيو د کورنۍ حقيقي شجره جوړوي. د رادار له امله، ستورپوهان د لرې موقعيت لرونکو سيارو د بڼې نقشه جوړولای شي، ډاکټران کولای شي چې د داخلي غړيو انځورونه وګوري، هواپوهان په لرې پرتو سيمو کېدونکی باران اندازه کولای شي، هوايي سفر په سرک له سفر کولو څخه ډېر خوندي دی، د اوږد واټن تيليفوني اړيکې له پوسته خانې څخه ډېرې ارزانه دي، کمپيوټرونه هر ځای شته، او عام خلک کولای شي چې ورځني خواړه د يو خندونکي پروګرام د وقفې په منځ کې پاخه کړي، دا ټول د هغه څه په مرسته چې د رادار اندازه بلل کېږي.[۷]
په وروستیو کلونو کې رادار په ساينسي وسايلو کې کارول کېږي، لکه د هواپوهنې رادار او د رادار ستورپېژندنه.
ابتدايي ونډه لرونکي
[سمول]هينرک هرټز
[سمول]په 1886-1888ز کلونو کې، الماني فيزيک پوه «هنرک هرټز» د خپلو تجربو يوه لړۍ تر سره کړه، کومو کې چې د اليکترمقناطيسي څپو (د راديوي څپو په ګډون) شتون ثابت شو، کومې چې په هغو معادلو کې اټکل شوې وې چې په 1862-4 کلونو کې د سکاټلينډي فيزيک پوه «جيمز کلرک ميکسويل» له خوا جوړې شوې وې. د «هرټز» د 1887ز کال په تجربه کې، هغه وموندله چې دا څپې به د مختلف ډول موادو څخه ولېږدول شي، او همدا راز د هغه په لابراتوار کې به له وسپنيزو سطحو او همدا راز د موصلونو او «ډاي اليکټريکټونو» څخه منعکسې شي. د دې څپو ماهيت د ليدلو وړ رڼا سره ورته والی لري، چې د هغې د انعکاس، ماتېدنې، او قطبيت (يو لوري ته محدوديت) وړتيا د «هرټز» او له هغه وروسته د نورو فيزيک پوهانو له تجربو څخه روښانه شوې وه.[۸]
ګوګليلمو مارکوني
[سمول]د راديو مخکښ ګوګليلمو مارکوني، د 1899ز کال د مارچ په درېيمه نېټه د «سيلسبري» په بيديا کې د راديو څارنځي کې په شيانو، د خپلو تجربو پر مهال وليدل چې راديوي څپې بېرته ټرانسميټر ته منعکسې کېږي. په 1916ز کال کې، هغه او برتانوي انجنير «چارلس سمويل فرانکلين» په خپلو تجربو کې لنډې څپې وکارولې، کومې چې د رادار د عملي پرمختګ لپاره مهم و. شپږ کاله وروسته په لندن کې د اليکټريکل انجنير انسټيټيوشن ته وړاندې کړې، د 1922ز کال په يوه ليکنه کې نوموړې خپلې ليکنې تشریح کړې:[۹][۱۰]
ما همدا راز په ټول هېواد کې د منعکس کېدونکو څپو د يوې ميلې د لېږدولو لپاره شوې ټولې ازموينې هم تشریح کړې...او که چېرې په څار برجونو او د څار په بېړيو پلي شي، نو دا ډول سيستم څخه د ګټې اخيستلو شونتيا مې هم روښانه کړه، تر څو په ګرد لرونکي موسم کې بېړۍ د ساحلونو په شا او خوا کې د خطرناکو سيمو د معلومولو وړ وګرځوي.... اوس ماته داسې ښکاري چې دا بايد ممکنه وي چې داسې يوه دستګاه ډيزان شي، د کومې په مټ چې يوه بېړۍ وکولای شي د دې وړانګو يوه مختلفه ليکه د خپلې خوښې په لور وځلوي يا يې واچوي، کومې وړانګې، چې که چېرې په يو وسپنيز شي پريوزي، لکه پر يو بل بخار کونکي يا بېړۍ باندې، بايد بېرته هغه ريسيور ته انعکاس وکړي، چې په استونکې بېړۍ شته سيمه يیز ترانسميتر کې لګول شوی دی، او په دې ډول په ګرد لرونکې يا کثيفه هوا کې د نورو بېړيو شتون او حالت په سملاسي ډول روښانه کړي.[۱۱][۱۲][۱۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Raymond C. Watson, Jr.; Radar Origins Worldwide, Trafford Publishing, 2009.
- ↑ Part 4 – America Between The Wars; "Signal Corps Officer Candidate School Association". Archived from the original on 2013-11-10. نه اخيستل شوی 2013-09-13.
- ↑ Harford, Tim (9 October 2017). "How the search for a 'death ray' led to radar". BBC World Service. Archived from the original on 9 October 2017. نه اخيستل شوی 9 October 2017.
But by 1940, it was the British who had made a spectacular breakthrough: the resonant cavity magnetron, a radar transmitter far more powerful than its predecessors.... The magnetron stunned the Americans. Their research was years off the pace.
- ↑ "L'histoire du "radar", les faits". Archived from the original on October 5, 2007.
Le principe fondamental du radar appartient au patrimoine commun des physiciens : ce qui demeure en fin de compte au crédit réel des techniciens se mesure à la réalisation effective de matériels opérationnels
- ↑ Buderi, Robert; The Invention that Changed the World, Simon & Schuster, 1996
- ↑ van Keuren, D.K. (1997). "Science Goes to War: The Radiation Laboratory, Radar, and Their Technological Consequences". Reviews in American History. 25 (4): 643–647. doi:10.1353/rah.1997.0150. S2CID 201792951. Archived from the original on 2012-09-12.
- ↑ Wald, Matthew L. (June 22, 1997). "Jam Sessions". New York Times. Archived from the original on March 7, 2016.
- ↑ Such experiments were conducted by Oliver Lodge, Jagadish Chandra Bose, and Alexander Stepanovich Popov.
- ↑ Andia, Gianfranco; Duroc, Yvan; Tedjini, Smail (2018-01-19). Non-Linearities in Passive RFID Systems: Third Harmonic Concept and Applications. John Wiley & Sons. ISBN 9781119490739.
- ↑ "Marconi Radar History / Franklin and Round". marconiradarhistory.pbworks.com. Archived from the original on 25 April 2018. نه اخيستل شوی 25 April 2018.
- ↑ Marconi, Guglielmo (1922). "Radio Telegraphy". Proc. IRE. 10 (4): 215–238. doi:10.1109/JRPROC.1922.219820.
- ↑ "Development of A Monopulse Radar System", Kirkpatrick, George M., letter to IEEE Transactions on Aerospace and Electronic Systems, vol. 45, no. 2 (April 2009).
- ↑ James B. Campbell, Randolph H. Wynne, Introduction to Remote Sensing, Fifth Edition, Guilford Press – 2011, page 207