د ذهن او جسم دوه ګونی اصالت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د ذهن په فلسفه کې د ذهن او جسم دوه ګونی اصالت په هغه نظريه باندې دلالت کوي چې ، ذهني ښکارندې غير فزيکي دي او يا په هغې نظريې باندې دلالت کوي چې ذهن او جسم سره جلا او بېل دي. په دې ډول، د ذهن او جسم دوه ګونی اصالت، د ذهن او مادې تر منځ او د فاعل او مفعول تر منځ د اړيکې په اړه د نظرونو يوه ټولګه جوړوي، لکه د ذهن او جسم په ستونزه کې د فزيک پلوي (physicalism) [د دې نظريې له مخې هر څه په فزيک پورې تړلي دي. يعنې هر څه فزيکي دي.] او (enactivism) [دا د ادراکي علم يو حالت دی، چې له مخې يې ادراک د ژوندي موجود او چاپېريال تر منځ د يوه خوځند (متحرک) متقابل عمل په واسطه راپورته کېږی] حالتونو څخه بېل شوی دی. [۱][۲]

ارستو د اپلاتون د مضاعف (له يوه څخه زيات) روح نظریه شريکه کړه او له دې ورهاخوا يې يو لړيز ( سلسله يي) تنظيم تشرېح کړ، چې د نباتاتو، حيواناتو او خلکو ټاکلو دندو ته يې په دې ډول ځواب ويه: ۱) د ودې او ميتابوليزم يو مغزي روح چې ټول درې واړه يعنې حيوانات، نباتات او خلک يې شريکوي، ۲) د درد، خوښۍ او غوښتنې يوه ادراکي روح، چې يوازې خلک او نور حيوانات يې شريکوي او ۳) د دليل توان، چې يوازې په خلکو کې بې ساری دی. په دې نظريه کې، روح د يوه ژوندي موجود د جسم او مادې ترکيب دی، چې په کې د مراتبو د سلسلې هره کچه په رسمي ډول د مخکينۍ کچې په مادې باندې په ناڅاپي توګه پېښېږي. د ارستو لپاره لومړني دوه روحونه، چې د جسم پر بنسټ دي، د ژوندي موجود په مړه کېدلو سره له منځه ځي، په داسې حال کې چې د ذهن يوه نه پناه کېدونکې او ابدي فکري برخه پاتې کېږي. د اپلاتون لپاره، که څه هم روح په جسم پورې تړلې نه وې، نوموړي په (metempsychosis) يعنې يوه نوي فزيکي جسم ته د روح په لېږد باندې باور وکړ. دا د ځينو فيلسوفانو په واسطه د لږپلوۍ (reductionism) د يوې بڼې په توګه په نظر کې نيول شوی دی، نظر دې ته چې دې طبيعي ميلان ته د دې توانايي ورکوي، چې د بدلونونو په ډېرو ستروډلو باندې سترګې پټې کړي. په ذهن او جسم سره د دې په غاړه اخيستل شوې ملتيا په واسطه، نه د دې په ريښتيني ارزښت سره چې، د يوې څېړل شوې ښکارندې د روښانتیا او اټکل لپاره راځي. [۳][۴][۵][۶][۷]

د روح او مادې اصالت، د رينی دکارت (René Descartes) ۱۶۴۱ ز له فکر سره په نږدې ډول ملګرې ده، چې له مخې يې ذهن غير فزيکي دی او ځکه غير درې بعدي ماده ده. دکارت (Descartes) په څرګند ډول ذهن له شعور او ځان پېژندنې سره مشخص کړ او له مغزو څخه يې د ذکاوت د مرکزپه توګه بېل کړ. که څه هم، نوموړی لومړنی هغه شخص و، چې د ذهن او جسم ستونزه يې په داسې بڼه تشکيل کړه، چې اوس هم شتون لري. د روح او مادې اصالت، د مونيزم (يو پالنې) له بېلابېلو ډولونو سره توپير لري. د مادې دوه ګونی اصالت، د مادې اصالت له ټولو بڼو سره توپير لري، مګر د ځانګړتيا(خاصيت) دوه ګونی اصالت کېدای شي، د (emergent materialism) [هغه نظريه ده، چې له مخې يې ذهن نه کمېدونکی موجود دی] مادې اصالت د يوې بڼې په توګه يا په ځينو مفاهيمو کې د نه کمېدونکي فزيک پلوي (physicalism) په توګه وګڼل شي. [۸][۹]

ډولونه[سمول]

انټولوژيکي اصالت، د موجود طبيعت په اړه، لکه څرنګه چې په ذهن او مادې پورې اړه لري، دوه ګونې ژمنتياوې رامنځته کوي او په درې بېلابېلو ډولونو وېشل کېدلی شي:

  1. د مادې اصالت څرګندوي چې، ذهن او ماده په بنسټيز ډول د بنسټونو دوه جلا ډولونه دي.[۱۰]
  2. د ځانګړتيا يا خاصيت اصالت وړانديز کوي چې، انټولوژيکي توپير د ذهن او مادې د ځانګړتياوو تر منځ په توپيرونو کې پروت دی. [۱۰]
  3. د موجوديت ثابتوونکی اصالت، فزيکي خبرونو ته د عصبي خبر د لږوالي د ناتوانۍ ادعا کوي. [۱۰]

د مادي اصالت يا (Cartesian) اصالت[سمول]

د مادې يا (Cartesian) اصالت، په ډېره مشهوره توګه د رينی دکارت (René Descartes) دفاع شوې او د هغه نظریه خوندي شوې ده. نوموړی بحث کوي چې، دوه ډوله بنسټونه دي، چې يو يې ذهني او بل يې فزيکي دي. دا فلسفه بيانوي چې: ذهني کېدلی شي، له جسم نه د باندې وي، مګر بدن فکر نه شي کولی. د مادې اصالت د ذهن او بدن د نامتو ستونزې له مخې زيات فکر ته د ورکړ شوي لوړوالي د لرلو لپاره په تاريخي ډول مهم دی. [۱۱]

کوپرنينيکي انقلاب (Copernican Revolution) او د ۱۷مې پېړۍ عملي کشفياتو هغه باور پياوړی کړ،چې علمي مېتود د پوهې يوازينۍ طريقه وه. جسمونو يا بدنونو ته د بيولوژيکي ارګانيزمونو (ژونديو موجوداتو) په توګه کتل کېدل، چي بايد د اناتومي، فزيالوژي، حياتي کيميا او فزيکي مفاهيمو په واسطه په خپلو تشکيلوونکو برخو کې وڅېړل شي. د ذهن او جسم دواړو د اصالت فلسفه، د راتلونکو درېيو پېړيو لپاره (biomedical) نمونه پاتې شوه. [۱۲]

د مادې دوه ګونی اصالت، له زياتو ديني علومو سره، یو فلسفي حالت دی چې ادعا کوي چې نه فنا کېدونکی روح له فزيکي نړۍ څخه بېله يوه خپلواکه ساحه نيسي. د مادې د دوه ګوني اصالت د بحثونو برعکس فيلسوفان د دوه ګوني پلوو د حالتونو وړانديز کوي، چې د دکارت (Descartes) په پرتله په څرګند ډول لږ بنسټ پال دي. د بېلګې په ډول: هغه حالت چې د ويليم هاسکر (William Hasker) په واسطه يې پلوي شوې ده او راپورته کېدونکی دوه ګونی اصالت (Emergent Dualism) ورته وايي، ځينو فيلسوفانو ته په زيات شعوري ډول د دکارت (Descartes) د تکامل نظريې ته د منسوبې بيولوژي سره په ليکه کې د دې د شتون په غوره والي کې، د مادې د دوه ګوني اصالت په پرتله په زړه پورې ښکاري. [۱۳]

د خاصيت دوه ګونی اصالت[سمول]

د خاصيت دوه ګونی اصالت ادعا کوي چې، يو انټولوژيکي غوره والی د ذهن او مادې د ځانګړتياوو تر منځ په توپيرونو کې پروت دی او دا فهم کېدای شي، د اعصابو بيولوژي (neurobiology) او فزيک ته په په انټولوژيکي ډول پېچلی وي. دا ادعا کوي: هر کله چې ماده په يوې مناسبې طريقې (هغه طريقه چې د ژونديو انسانانو جسمونه جوړ او تنظیم شوي دي) سره تنظیم شي، ذهني ځانګړتياوې راڅرګندېږي. له دې سره سره، دا د (emergent materialism) [هغه نظريه ده، چې له مخې يې ذهن نه کمېدونکی موجود دی] يوه فرعي څانګه ده. هغه نظريات چې د خاصيت د دوه ګوني اصالت تر عنوان لاندې راځي، په خپله د شخړې يوه مسئله ده. د خاصيت د دوه ګوني اصالت بېلابېلې نسخې شته، چې ځينې يې د خپلواکې ډلبندۍ غوښتنه کوي. [۱۴]

Non-reductive physicalism د خاصيت د دوه ګوني اصالت يو شکل دی، چې دليل راوړي په کې، چې ټول ذهني حالتونه فزيکي حالتونو ته په سببي ډول د کمېدو وړ دي. په دې اړه يو بحث د نامنظم يا غير عادي يو پلوۍ يا (anomalous monism) په بڼه د ډونالډ ډاويدسن (Donald Davidson) له خوا څرګند شو، چې دا په کې بحث شوي وو ،چې ذهني پېښې فزيکي پېښو ته ورته دي، که څه هم د ذهني پېښو اړيکې د کلکو قانوني تابع شوو سببي اړيکو په واسطه نه شي تشرېح کېدی. د دې نظريې اړوند يو بل بحث د جان سيرل (John Searle) په واسطه تشرېح شو. (John Searle) د فزيکالېزم د مشخصې بڼې مدافع دی، چې نوموړی يې بيولوژيکي طبيعت پالنه (biological naturalism) نوموي. د نوموړي نظر دا دی چې، که څه هم ذهني حالتونه د فزيکي فعاليتونو په پرتله په انټولوژيکي ډول نه کمېدونکي دي، مګر په سببي ډول د کمېدو وړ دي. نوموړي خپله دا نظريه ډېرو خلکو ستایلې ده او د خاصيت د دوه ګوني اصالت پلويانو، له نظريې سره ډېره ورته ښکاري، مګر هغه فکر کوي، چې پرتلنه ناسمه رهبري ده. [۱۵]

Epiphenomenalism[سمول]

Epiphenomenalism د خاصيت د دوه ګوني اصالت يوه بڼه ده، چې په کې ادعا شوې ده چې، يو يا زيات ذهني حالتونه په فزيکي حالتونو باندې کومه اغېزه نه لري. دا بڼه ادعا کوي: په داسې حال کې چې مادي سببونه احساساتو، ارادو، نظريو او داسې نورو ته لوړوالی ورکوي، دا ذهني ښکارندې په خپله د نور هېڅ شي سبب نه ګرځي، يعنې دوی سببي بې پایلې يا بې روحه ښکارندې دي. دا کولی شي، په (interactionism) [هغه فلسفي نظريه ده چې ذهن او ماده يو له بله بېلې خپلواکې مادې ګڼي، چې يو پر بل سببي اغېزې اچوي] کې بېل شي، له بله اړخه په کوم کې چې ذهني سببونه کولی شي، مادي اغېزې توليد کړي او يا برعکس مادی اغېزې کولی شي، ذهني سببونه توليد کړي. [۱۶]

د موجوديت ثابتوونکی دوه ګونی اصالت[سمول]

د موجوديت ثابتوونکی دوه ګونی اصالت يو نظر دی چې، لکه: د ډونالډ ډاوېډسن (Donald Davidson) او جيرري فوډر (Jerry Fodor) غوندې د (non-reductive) فزيکپوهانو په واسطه ونومول شوه. دې عالمانو داسې يوه نظريه درلوده چې: کله چې د مادو او د مادو د ځانګړتياوو (معمولاً فزيکي) يوازې يوه انټولوژيکي ډلبندي شته، د موجوديت هغه ثابتوونکي ،چې موږ يې د ذهني پېښو د تشرېح کولو لپاره کاروو، نه شي کولی، د طبيعي ژبو د فزيکي موجوديت ثابتوونکو په اصطلاحاتو کې تشرېح شي. [۱۷][۱۸]

د موجوديت ثابتوونکی دوه ګونی اصالت په ډېرې اسانۍ سره د موجوديت ثابتوونکي يو ګوني اصالت د منفي په توګه تعريف شوی دی. د موجوديت ثابتوونکی يو ګونی اصالت کولی شي ،د له منځه وړونکې مادي اصالت پلويانو (eliminative materialists) [eliminativism هم ورته وايي. هغه نظريه ده چې، له مخې يې اکثريت ذهني حالتونه په معاصره روانپوهنه کې نشته] په واسطه د تشرېح شوې نظريې په توګه مشخص شي. د مادې د اصالت ذکر شوي پلويان نظر لري چې، د ارادي موجوديت ثابتوونکي ،لکه: عقيده، غوښتنه، فکر، احساس او داسې نور به په پای کې د پوهې د ژبې او عادي يا باقاعده ژبې په واسطه ځکه له منځته ولاړ شي، چې کوم وجود ( شته والي) ته چې دوی راجع کېږي؛ وجود نه لري. د موجوديت ثابتوونکي د دوه ګوني اصالت پلويان عقيده لري، چې تش په نامه «د عمومي حس روانپوهنه» د خپلو ټولو ورته سلوکياتو په نسبتونو سره، د انسان د ذهني حالتونو او سلوک د روښانولو، تشرېح کولو او پرې د پوهېدلو د دستګاه يوه نه پناه کېدونکې برخه ده. [۱۹]

سرچینۍ[سمول]

  1. Hart, W. D. 1996. "Dualism." Pp. 265–67 in A Companion to the Philosophy of Mind, edited by S. Guttenplan. Oxford: Blackwell.
  2. Crane, Tim; Patterson, Sarah (2001). "Introduction". History of the Mind-Body Problem. د کتاب پاڼي 1–2. the assumption that mind and body are distinct (essentially, dualism) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Aristotle. [c. mid 4th century BC] 1907. On the Soul (De anima), edited by R. D. Hicks. Cambridge: Cambridge University Press; 1968. Books II-III, translated by D.W. Hamlyn, Clarendon Aristotle Series. Oxford: Oxford University Press.
  4. Aristotle. [c. mid 4th century BC] 1924. Metaphysics (Metaphysica), edited by W. D. Ross. Oxford: Oxford University Press, 2 vols.
    • 1971. Books IV-VI, trans. C. A. Kirwan, Clarendon Aristotle Series. Oxford: Oxford University Press;
    • 1976. Books XIII-XIV trans. J. Annas, Clarendon Aristotle Series, Oxford: Oxford University Press;
    • 1994. Books VII-VIII trans. D. Bostock, Clarendon Aristotle Series, Oxford: Oxford University Press.
  5. Aristotle, De Anima III:
    • "For whereas the sensitive faculty is not found apart from the body, the intellect is separate." (4, 429b3)
    • "When mind is set free from its present conditions it appears as just what it is and nothing more: this alone is immortal and eternal." (5, 430a22)
  6. Duke, E. A., W. F. Hicken, W. S. M. Nicoll, et al., eds. 1995. Platonis Opera, Vol. 1: Tetralogiae I-II, Oxford Classical Texts. Oxford: Clarendon Press. doi:10.1093/actrade/9780198145691.book.1. (includes Euthyphro, Apologia Socratis, Crito, Phaedo, Cratylus, Theaetetus, Sophistes, and Politicus.)
  7. "Reductionism in Biology". Stanford Encyclopedia of Philosophy. https://plato.stanford.edu/entries/reduction-biology/. 
  8. Robinson, Howard. [2003] 2016. "Dualism" (rev.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy, edited by Edward N. Zalta.
  9. Descartes, René. [1641] 1984. "Meditations on First Philosophy." Pp. 1–62 in The Philosophical Writings of René Descartes 2, translated by J. Cottingham, R. Stoothoff, and D. Murdoch. Cambridge: Cambridge University Press.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Hart, W. D. 1996. "Dualism." Pp. 265–67 in A Companion to the Philosophy of Mind, edited by S. Guttenplan. Oxford: Blackwell.
  11. Robinson, Howard. [2003] 2016. "Dualism" (rev.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy, edited by Edward N. Zalta.
  12. Mehta, Neeta (2011). "Mind-body Dualism: A critique from a Health Perspective". Mens Sana Monogr. 9 (1): 202–209. doi:10.4103/0973-1229.77436. ISSN 0973-1229. OCLC 8663197050. PMID 21694971. PMC 3115289. https://www.msmonographs.org/article.asp?issn=0973-1229;year=2011;volume=9;issue=1;spage=202;epage=209;aulast=. 
  13. Hasker, William. (2015). Emergent Self. Cornell University Press. OCLC 985885787. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5017-0288-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Searle, John. [1983] 2002. "Why I Am Not a Property Dualist." Archived from the original on 10 December 2006.
  15. Searle, John. [1983] 2002. "Why I Am Not a Property Dualist." Archived from the original on 10 December 2006.
  16. Robinson, Howard. 2003. "Dualism." Pp. 85–101 in The Blackwell Guide to Philosophy of Mind, edited by S. Stich and T. Warfield. Oxford: Blackwell.
  17. Davidson, Donald. 1980. Essays on Actions and Events. Oxford University Press. کينډۍ:ISBN.
  18. Fodor, Jerry. 1968. Psychological Explanation. Random House. کينډۍ:ISBN.
  19. Davidson, Donald. 1980. Essays on Actions and Events. Oxford University Press. کينډۍ:ISBN.