د دېون‌شایر دوکه، جورجیانا کاوندېش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دېون‌شایر دوکه (دوکس)، جورجیانا کاوندېش (په انګلیسي: Georgiana Cavendish, Duchess of Devonshire؛ کورنی نوم: سپنسر؛ پیدایښت: ۷-جون-۱۷۵۷، مړینه: ۳۰-مارچ-۱۸۰۶) یوه انګلیسۍ اشرافۍ، د ټولنې بانفوذه څېر، سیاسي تنظیموونکې، لیکواله او فعاله وه. هغه په سپنسر کورنۍ زېږېدلې وه او د کاوندېش کورنۍ ناوې شوه او د دېون‌شایر پنځم دوک «ویلیام کاوندېش» لومړۍ مېرمنه او د دېون‌شایر شپږم دوک مور وه.

د دېون‌شایر د دوکې په توګه، د ژوند په اوږدو کې یې په ټولنه کې ډېر شهرت ترلاسه کړ او د ډېرو پام یې ځان‌ته ورواړوه. د انګلستان اشرافي چارواکو په منځ کې د لوړ موقف لرلو ترڅنګ، جورجیانا د جذابیت، سیاسي نفوذ، ښایست، د ګډ ژوند غیرمعمولي ترتیباتو، د مینې اړیکو، معاشرت له پلوه هم مشهوره وه؛ خو په قمار روږدېدلو له‌امله یې نوم بد شو او په پورونو کې ډوبه شوه.[۱][۲]

د څلورم نسب په تسلسل سره هغه د وېلز شاهزادګۍ «دیانا» عمه کېدله. د هغوی د ژوندانه ترمنځ څو پېړۍ واټن شتون درلود، خو له تراژیدي پلوه سره پرتله شوې دي. همدا راز د ملکې مورنۍ انا د واده له‌لارې، د درېیم نسب په تسلسل سره د دوه‌یمې الیزابېت عمه کېدله.[۳]

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ[سمول]

دوکه (دوکس) پېغله جورجیانا سپنسر د ۱۷۵۷ کال د جون پر ۷مه نېټه په آلتورپ کې د سپنسر په کورنۍ کې زېږېدلې وه. پلار یې جان سپنسر (وروسته اېرل سپنسر) او مور یې جورجیانا (کورنی نوم: پوینتز، وروسته د سپنسر کونته (کونتس)) نومېدل. د لور له زېږېدو وروسته، مور یې «مېرمنې سپنسر» لیکي چې، «زه له خپلې ګرانې کوچنۍ ګي سره دومره مینه لرم، چې فکر کوم له هېچا سره به د دومره مینې احساس پیدا نه‌کړم». جورجیانا کاوندېش یوه کشره خور او یو کشر ورور درلودل: هنریتا («هریت») او جورج. خورزه یې (د هنریتا لور) «مېرمنه کارولین لمب» لیکواله او د لارد بایرون مینه‌واله وه. جان سپنسر د مارلبورو لومړی دوک «جان چرچیل» کړوسی او د انګلستان له یوې شتمنې اشرافي کورنۍ څخه ؤ. هغه د لندن په سېنت جېمز کې د سپنسر کورنۍ لپاره یو استوګنځی جوړ کړ او خپل ماشومان یې هلته لوی کړل. د جورجیانا او خور او ورور تر لویېدلو پورې، مور او پلار یې خوشحاله ژوند درلود او هېڅکله سره جلا نه‌شول، بل واده یې ونه‌کړ او همدا راز له بل چا سره یې پټې اړیکې نه‌درلودې، چې په هغه مهال کې له امکانه لېرې خبره وه. په ضمن کې، جورجیانا خپلې مور ته نږدې وه، او ویل کېږي چې مور یې د نورو لوڼو او زامنو په پرتله له هغې سره ډېره مینه درلوده.

کله چې پلار یې په ۱۷۶۱ز کال کې د ویسکونټ سپنسر لقب ترلاسه کړ، هغه نوره د آغلې جورجیانا سپنسر په نامه پېژندل کېدله. په ۱۷۶۵ز کال کې یې پلار د اېرل سپنسر لقب غوره کړ او په‌دې توګه هغه «مېرمن جورجیانا سپنسر» شوه.

واده او ماشومان[سمول]

د ژوند په اوولسم پسرلي کې، د زوکړې په ورځ (۷-جون-۱۷۷۴)، مېرمن جورجیانا سپنسر د ټولنې تر ټولو ممتاز ځوان، د دېون‌شایر پنځم دوک له ۲۵ کلن «ویلیام کاوندېش» سره واده وکړ. د واده مراسم د پاریس په وېمبلدون کلیسا کې ونیول شول. په دغو کوچنیو مراسمو کې یوازې د هغې مور او پلار، پلرنۍ انا مېرمن کَوپر، یو اوښي او نندرور یې د پورتلنډ دوکس (دوکه) ګډون کړی ؤ. مور او پلار یې له عاطفي پلوه نه‌غوښتل چې لور ته رخصت ورکړي، خو هغه د سیمې تر ټولو شتمن او واک لرونکي سړي سره واده کړی ؤ. پلار یې چې تل له خپلو ماشومانو سره مینه درلوده، لیکل چې، «زما ګرانې جورجیانا، زه تر دې وروستیو پورې نه‌پوهېدم چې څومره راباندې ګرانه یې؛ هر ورځ او هر ساعت درپسې لا زیات خپه کېږم». مور او لور د ژوند په اوږدو کې مکاتبې درلودې او د هغو ډېر خطونه لا تراوسه هم پاتې دي.

د واده له لومړیو راهیسې، د دېون‌شایر دوک، چې کورنۍ او ملګرو یې ورته «دوک» ویل، ثابته کړه چې له عاطفي پلوه بې‌مینې دی او د جورجیانا عاطفي اړتیاوې نه‌شي پوره کولای. مېرمنې او خاوند ډېرې لږې ګډې ځانګړنې درلودې. خاوند یې ځینې، ځینې وخت له مېرمنې سره وخت تېروه او ټوله شپه به په بروکس کې د قطعو لوبه کوله. دوک د ګډ ژوند په اوږدو کې له زنا او فحشا څخه لاس وانه‌خېست او له مېرمنې سره یې هغه مهال اختلافات رامنځ‌ته شول چې د جورجیانا ماشوم به یا نقصان کېده او یا هم لور زېږېدله.

تر واده مخکې، دوک د یوې نامشروعې لور «شارلوت ویلیامز» پلار ؤ، چې له یوې پخوانۍ خولۍګنډونکې معشوقې شارلوت سپنسر څخه د جنسي اړیکو لرلو په پایله کې زېږېدلې وه (شارلوت سپنسر د زموږ د بحث سپنسر کورنۍ سره کومه اړیکه نه‌لري). دغه موضوع د دوکې جورجیانا لپاره تر کلونو، کلونو پورې څرګنده نه‌وه. د ماشوم د مور له مړینې وروسته، جورجیانا د مجبوریت له‌مخې په خپله شارلوت لویه کړه. جورجیانا له شارلوت سره ډېره خوشحاله وه، که څه هم مور یې «مېرمن سپنسر» ورته لیکلي وو: «هیله لرم د هغې په هکله دې له خلکو سره خبرې نه‌وي کړې». خو جورجیانا په ځواب کې ورته ولیکل چې، «هغه تر ټولو ښه ملګرې ده چې ساری دې ورته لیدلی نه‌دی».

په ۱۷۸۲ز کال کې، کله چې جورجیانا له دوک سره په لندن کې وه، په بات ښار کې یې له مېرمن الیزابېت فوستر (چې تر ډېره د «بېس» په نامه پېژندل کېده) ولیدل. بېس، چې له مېړه او دوو زامنو څخه جلا شوې او ډېره بېوزله وه، او جورجیانا نږدې خورلڼې شوې. د دواړو ښځو ترمنځ د خورلڼۍ اړیکه جوړه شوه (چې یوه خورلڼه په سختو شرایطو کې ژوند کاوه) او د دوک په موافقت سره جورجیانا مېرمن الیزابېت له ځان سره کړه ترڅو له هغو سره یوځای ژوند وکړي. کله چې دوک له مېرمن الیزابېت سره جنسي اړیکې پیل کړې، یوه ménage à trois (درې‌اړخیزه مینه/اړیکې) رامنځ‌ته شوه او په دې توګه الیزابېت د تل لپاره له هغو سره ژوند وکړ. په داسې حال کې چې د ټولنې لوړې طبقې او اشرافیانو لپاره د معشوقې درلودل معمولي وو، خو دا د هېچا لپاره د منلو وړ نه وه چې معشوقه دې له یوه خاوند او مېرمنې سره دومره نږدې اړیکې ولري. سربېره پر دې، جورجیانا له دوک سره له واده راهیسې ډېره یوازې وه، او په پای کې د خپلې خوښې‌وړ خورلڼې په موندلو سره، له عاطفي پلوه مېرمن الیزابېت سره یې د مینې اړیکه ډېره ټینګه شوه. جورجیانا چې هېڅ بل بدیل نه‌درلود، د خپل خاوند مینه یې له خپلې خورلڼې سره ووېشله. د دغو درېیو ترمنځ اړیکې تر ډېره د ménage à trois (درې‌اړخیزه مینه/اړیکې) په نامه پېژندل کېږي. جورجیانا بېس ته په یوه خط کې ولیکل: «زما ګرانې بېس، د زړه غږ مې اورې چې تا پسې ژاړي؟ ایا احساسوې چې ستا له بېلتونه څه باسم؟». سره له‌دې، په خپله بېس له هغې سره حسادت کاوه او د هغې د موقعیت لرلو ارمان یې درلود. سره له‌دې، له حسادت سره، سره، په واقعیت کې جورجیانا پر بېس ګرانه وه؛ کلونه وروسته د هغې د مړینې پر مهال، د الیزابېت په غاړه کې د جورجیانا له وېښتانو څخه یوه جوړه شوې غاړه‌ګۍ او همدا راز د مړینې کټ ترڅنګ یې د یوه مېز پر سر د جورجیانا د وېښتانو یو لاسبندی وموندل شو. مېرمن الیزابېت د دوکس (دوکې) له ملګرتیا د خورلڼۍ له اړیکو څخه په ګټې‌اخېستنې سره د دوک په زړه کې لږ، لږ ځای پیدا کړ ترڅو ورسره واده وکړي او په دې توګه یې له دوک سره د جنسي اړیکو لرلو لپاره زمینه برابره کړه. مېرمن الیزابېت په داسې حال کې چې له دوک او دوکس (دوکې) سره «د مینې مثلث» یوه څنډه وه، له نورو نارینه‌وو سره یې هم جنسي اړیکې درلودې. د هغوی د هم‌مهالو خلکو ترمنځ د دېون‌شایر دوکې او مېرمن الیزابېت فوستر ترمنځ اړیکې د اټکل او ګومان مساله وه چې وخت په تېرېدو سره یې دوام موندلی. د مینې مثلث په خپله یوه بدنامه او د ډېریو ګډ ژوند او خاوند او مېرمنې ترمنځ یو بې‌دود او دستوره موضوع وه. د مېرمن الیزابېت او دوک د ناوړو اړیکو په پایله کې دوه نامشروع ماشومان وزېږېدل: د کارولین رزوالي سېنت جولز په نامه یوه لور او د اګوسټوس کلیفورد په نامه یو زوی.

سرچين[سمول]

  1. Foreman, Amanda (2001). Georgiana: Duchess of Devonshire. Modern Library. د کتاب نړيواله کره شمېره 0375753834. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  2. Blasberg, Derek (2011). Very Classy: Even More Exceptional Advice for the Extremely Modern Lady. Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1101563069. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  3. Hastings, Chris (9 August 2008). "Princess Diana and the Duchess of Devonshire: Striking similarities". The Telegraph. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore