د دېرشو کلونو په جګړه کې د سويډن مداخله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په سپيڅلي رومي سترواکۍ د سويډن بريد، يا د دېرشو کلونو په جګړه کې د سويډن مداخله، له تاريخي پلوه د دېرش کاله اوږدې جګړې منل شوې برخه ده. دا يو پوځي ټکر و چې د 1630 او 1635ز کلونو تر منځ د دېرش کاله اوږدې چګړې په دوران کې پېښ شوی و. دا د جګړې يو مهم پړاو و: پروټسټانټ قضيې، چې د ماتې په څنډه ولاړه وه، ګڼې سترې برياوې وګټلې او د جګړې رخ يې بدل کړ. هبسبرګ-کاتوليک ايتلاف، چې مخکې په صعودي حالت کې، د پروټسټانت قضيې د برياليتوبونو په پايله کې د پام وړ کمزوری شو. کله کله تاريخپوهان دا يوه جلا شخړه بولي.

په 1629ز کال کې د سترواک «دويم فرډينانډ» او کاتولیک ايتلاف د برياليتوب په لوړو کې د سترواک له خوا د استرداد د فرمان (هغه فرمان چې پروټسټانټ باید ټولې شتمنۍ کاتولیکې کليسا ته وسپاري) له صدور وروسته، په سپېڅلي رومي سترواکۍ کې پروټسټانيزم له سخت ګواښ سره مخ شو. د 1630ز کال د جولای په مياشت کې، د سوډين پاچا «ګوستاو دويم ايډولف» د الماني پروټسټانټ په پلوۍ د مداخلې کولو لپاره په «Duchy of Pomerania» کې پلي شو. که څه هم نوموړی د «ليپزګ» سويل لور ته په «لټزن» کې د جګړې پر مهال ووژل شو، سويډني پوځونو د خپلو کاتولیکو دوښمنانو په وړاندې ګڼې برياوې تر لاسه کړې. په هر حال، په 1634ز کل کې په «Nördlingen» کې پرېکنده ماتې، په جګړه کې د سويډن دوامدار ګډون له ګواښ سره مخ کړ. د پايلې په توګه، سترواک د پراګ په سوله کې د خپلو ډېرو الماني مخالفينو سره سوله وکړه- په بنسټيز ډول د استرداد فرمان يې بېرته منسوخ کړ – په داسې حال کې چې فرانسې نېغ په نېغه د هغه پر ضد مداخله وکړه، تر څو په ختيځو پولو کې د هيبسبرګ کورنۍ د زيات ځواک تر لاسه کولو مخه ونيسي.

سويډن په 1648ز کال کې د «ويسټ فيليا» سولې پورې د جنګېدو وړتيا درلوده، په کومه کې چې سترواک اړ شو د امپراتوري املاکو الماني خپلواکۍ ومني، او سويډين لوېديځ «پوميرانيا» د يوې شاهي شتمنۍ په توګه تر لاسه کړ.

مذهبي او سياسي مخينه: بوهيمين بغاوت[سمول]

د دېرشو کلونو اوږده جګړه په المان کې د پروټسټانټ او کاتولیک تر منځ يوه مذهبي شخړه وه. د دې جګړې پيل د سياست او مذهب د يوځای کېدو څخه وشو، کوم چې هغه مهال په اروپا کې عام و. د دې جګړې لېرې لاملونه په تېره پېړۍ کې د سپېڅلې رومي سترواکۍ په سياسي-مذهبي تصفيه کې موجود وو، کوم چې د اګسبرګ د سولې په نوم پېژندل کېږي. دا سوله د پنځم چارلس، سپېڅلي رومي سترواک او په شپاړسمه پېړۍ کې د سپېڅلي رومي سترواکۍ د پروټسټانټ قدرتونو تر منځ يو تړون و. دې په المان کې د لوترنيزم قانوني حيثيت منځ ته راوړ، ډيوک او لوړ پوړو واکمنو ته يې اجازه ورکړه، چې د خپل واک لاندې خلکو عقيده وټاکي، او تر څنګ يې هغه رعيت له خپلې سيمې وباسي، چې موافق نه وي، دا اصل د «Cuius regio, eius religio» په نوم پېژندل کېدو، سربېره پر دې، دې د مختلفو دينونو خلکو ته په سوله ييز ډول هغې سېمې ته د تګ اجازه ورکړه، چېرته چې د هغوی اعمال منل کېدل او درناوی يې کېدو. په دې کې د کليسايي مشرانو په اړوند هم مادې موجودې وې. کله چې په يوه سيمه واکمنو مشرانو خپل دين بدل کړ، نو له هغوی څخه دا تمه کېده چې هغوی به له خپلو مادي امتيازاتو څخه لاس په سر شي.بېلا بېلو وختونو کې د تړون له يو شمېر شرايطو سرغړونه وشوه، د بېلګې په ډول هغه څه چې د کولن د لوی ټاکونکي اسقف «Gebhard Truchsess von Waldburg» په قضيه کې پېښ شول. د اوګسبرګ په سوله کې له مادو څخه د سرغړونې د بېلا بېلو هڅو سره سره، د سرغړونو په پايله کې، کوم عام اروپايي يا الماني تاوتريخوالي منځ ته رانه غلل. د شخړو په پايله کې، په دې اتفاق وشو چې د اوګسبرګ د سولې په مادو به يو ځل بيا عمل وشي. يو تاریخپوه وايي، "د اوګسبرګ له سولې چې لوتري کليسا څخه تر لاسه کړل، هغه زغم و؛ ټول هغه څه چې [رومي] کليسا ومنل هغه د اړتيا قرباني وه، نه د عدالت وړانديز". په هر حال، د اګسبرګ سوله د لنډ مهال لپاره د دوښمنۍ د پای ته رسېدو څخه پرته نور هېڅ نه و. د دې سولې په مادو کې يوه ضميمه شامله وه، په کومه کې چې اعلان شوی و چې دا يوازې د عمومي شورا د ناستې او دوه اعترافاتو د بيا اتحاد د لازمي هڅې څخه وروسته بې قيد او شرط فعالېدای شي. د دې باور لپاره هېڅ دليل نه و چې داسې به کله وشي، تر څو لوتريان د دې کار لپاره اړ کړای شوي نه وي.[۱][۲]

که څه هم واقعي نظریاتي اختلافاتو الماني شهزاده ګان د مذهب بدلولو ته اړ کړل، خو د ډېرو ابتدايي محرک ډېر ځله د خپلو بې دفاع کاتولیک ګاونډيو او رعيت په قيمت د اسانه شتمنۍ او سيمې تر لاسه کول وو. شهزاده ګانو به په دې بنسټونو خپل دين بدلولو، چې هغوی ته به د رومي کاتولیک کليسا څخه د ارزښتمنې ځمکې او شتمنۍ تر لاسه کولو واک ورکړل شي، او دا شتمني به دوی په خپل بډايتوب بدله کړي.[۳]

پروسټيټنان  په دې پوه شوي وو او دا يې د عقیدې د يوې مادې په توګه منلې وه، چې دوی به د کاتوليک سرغړونو او بالاخره د کاتوليک لوړوالي پر ضد د خپل ځان د خوندي کولو لپاره د رومي کاتوليک کليسا پر ضد سره متحد کېږي. په هر حال، پروټسټانټ وېشل شوي وو. لوتريانو د عقیدې مادو ته پابند وو، کوم چې د کالونسټنانو له خوا تشریح شويو مادو سره په يو ډول ځانګړي وو. رومي کاتوليکې کليسا د دوه سترو پروټستانټ څانګو تر منځ د شخړې او دسيسې له لارې د اختلاف خپرولو لپاره په خپل واک کې هر څه وکړل. د پايلې په توګه، د الماني پروټسټانټ دولتونو تر منځ هېڅ راز سياسي اتحاد نه و، چې د يوې کاتوليکې مداخلې کولو پر ضد همغږي فعاليتونه تر سره کړي.

دا په منظم ډول د دواړو مذهبي اړخونو له خوا منل شوې وه، چې بل لوری په منظم ډول د اوګسبرګ د سولې پر روحيه يا لیک تيری کړی. په حقيقت کې، د پروټسټانت له خوا دا منل شوې وه چې کاتوليک چارواکي (په ځانګړي ډول سترواکي يا د کليسا چارواکي) د پروسټانټ له خوا تر لاسه کړيو امتيازاتو څخه کرکه يا ورسره کينه لري، او د پروټسټانټ قضيې ته د زيان رسولو لپاره به په خپل قدرت کې هر څه وکړي. په عملي ډول ثابته شوه، چې پاپ دا واک لري چې د خپلې ډلې غړي له جدي لوړې څخه خلاص کړي، او دا د کاتوليکانو په منځ کې د اصولو خبره وه چې عقيده بايد کله هم د بدعتيانو سره ونه ساتل شي. له بلې خوا، کاتولیکانو د پروټسټانټ په اړه هم همدا ډول باور درلود. هغه حرص چې پروسټاټنت د کليسا د شتمنيو په اړوند وشښود، ان د ډېرو اساني کونکو کاتولیکو مبصرينو له خوا هم له پامه نه شو غورځول کېدای. د المان د پروټستانټ او کاتولیک تر منځ د دا ډول دوه اړخيزې کرکې سره سره، داسې هېڅ څه نه و چې په تېروتنې سره درک نه شي.[۴]

د دېرشو کلونو جګړه د بوهيميا پروټسټانټ او د هغوی د هيبسبرګ سترواکانو تر منځ له يوې سيمه ييزې شخړې څخه پيل شوه. دويم روډولف، سپېڅلی رومي سترواک يو سرټمبه او سرزوری ټولواک و. د هغه تګلارو نوموړی د خپلو متضاد رعيت، د هغه د دربار او د هغه د کورنۍ په وړاندې په چټکۍ سره کمزوري دريځ ته اړ کړ. د عثماني سترواکۍ سره د خپلې ناپرېکنده جګړې لپاره د خپل هنګري رعيت د ارامولو په موخه هغوی د امتيازاتو ورکولو ته اړ شو، روډولف خپل د هنګري، اتريشي او موراويايي شتمنۍ خپل ورور «ميتهياس» ته وسپارلې. د خپلو الماني حاکمانو په لیکو کې کمزورۍ او اختلاف په ليدلو سره، د هغه بوهيميا رعيت بغاوت وکړ. په 1609ز کال کې، روډولف دوی ته د اعليحضرتۍ په ليک سره امتيازات ورکړل، په کومو کې چې مذهبي زغم او د پروټسټنټ مشرانو تر واک لاندې د بوهيمين ايالت لپاره يوه کليسا هم شامله وه. کله چې په بوهيميا کې پروټسټنټ ايالتونو د لا زياتې ازادۍ غوښتنه وکړه، نو روډولف د هغوی د چوپ کولو لپاره پوځ واستاوه. په هر حال، ميتهياس د پروټسټنټ بوهيمينانو په غوښتنه خپل ورور ونيو، يوازې هغه وخت يې خوشې کړ، کله چې هغه خپل د بوهيميا تاج ميتهياس ته وسپاره. څو مياشتې وروسته په 1611ز کال کې دويم روډولف مړ شو، دا هغه وخت و چې د هغه ورور ميتهياس خپل پاتې لقبونه تر لاسه کړل، په کومو لقبونو کې چې د سپيڅلي رومي سترواک لقب هم شامل و.[۵]

سرچينې[سمول]

  1. Schiller, Frederick (1846). History of the Thirty Years' War. New York: Harper & Brothers, Publishers. مؤرشف من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Schiller, Frederick (1846). History of the Thirty Years' War. New York: Harper & Brothers, Publishers. مؤرشف من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Schiller, Frederick (1846). History of the Thirty Years' War. New York: Harper & Brothers, Publishers. مؤرشف من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schiller, Frederick (1846). History of the Thirty Years' War. New York: Harper & Brothers, Publishers. مؤرشف من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gutmann, Myron P. (1988). "The Origins of the Thirty Years War". Journal of Interdisciplinary History. 18 (4): 764–765. doi:10.2307/204823. JSTOR 204823. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)