د دښمن پیژندل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دوښمن پیژندل او د دوښمن سره د مقابلی او مبارزی لار د بحثونو اصلی بحث دي.

د قران الکریم له نظره دوښمنان په څو ډلو ویشل کیږی ، لکه : شیطان ، یهود ، مشرکان ، منافقان ، کافران او ځینی ماندینۍ او اولادونه دی .

د اسلام دوښمنان کوښښ کوی چې د مومنانو د ډلو په منځ کې بد بینی ، ایجاد کړی ، اختلاف او تفرقه منځ ته راوړی ، عقیده سسته کړی تحیر او تردد منځ ته راوړی ، دین او مذهب بد معرفی کړی ، د خلکو مخه له الهی دستورونو په بله خوا واړوی . قران الکریم د دوښمنانو سره د مبارزی ستراتیژی داسی بیانوی : د ایمان قدرت او تجهیز ، د نظامی قدرت زیادښت ، د بیگانه گانو سره د دوستی ممانعت، جهاد او مبارزه بولی . دوښمن په قران الکریم کی د «عدو » معادل راغلی .

عدو په دو ډوله ده :

  1. عداوت د دوښمنی په قصد چی وی .
  2. عداوت د دوښمنی په قصد چی نه وی .

د دوښمن انواع[سمول]

  1. شیطان : د ایمان او اعتقاداتو لوی دوښمن چې انسان په بی لاریو برابر وی او د سمي او مستقیمی لاری یی باسی . د انسان لوی او قوی دوښمن شیطان دی . په قران کریم سورة فاطر ایة ۶ کی داسی فرمایی :. (إِنَّ الشَّیْطانَ لَکُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا) ژباړه :باوری خبره ده البته چی شیطان ستاسو دوښمن دی ، نو هغه دوښمن وگڼی. .
  2. مشرکان : د مومنانو بل لوی دوښمن مشرکان دی چی قران الکریم د هغه یادونه کوی .د مشرکانو خصوصیت جاهل او گمراه انسانان دی، بی منطق،منحرف ، چی په دی ډله کی یهود د عناد اودښمی له امله راځی . په قران کریم سورة مائده ایة ۸۲ کی داسی راغلی :«لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَداوَةً لِلَّذِینَ آمَنُواالْیّهُوْدَ وَ الَّذِینَ أَشْرَکُوا» ژباړه :تاسی به د مومنانو په دوښمنی کی ترهرچا سخت یهودیان اومشرکان ومومی.
  3. منافقان : د منافقانو یادونه په قران الکریم کی په سختو الفاظو شویده دا هغه کسان دی چی وائی مونږ ایمان راوړی خو په اصل کی دروغ وائی چی په اصل کی په خدای ج او د خدای په رسول ایمان نلری . منافقان د زړه ناروغی لری چی همیشه د شریعت احکام ته د شک په سترگه گوری . په قران الکریم سورة بقره ایة ۱۰ کی داسی فرمایی :. «فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزادَهُمُ اللَّهُ مَرَضا...» ژباړه : د دوی په زړونو کی یو نوع ناروغی ده ، الله ج د دوی په ناروغی ور زیاتوی .
  4. کفار: کفار هم د مومنانو بله ډله ده چی د توحید مانع دی په قران کریم کی د مومنانو دوښمن گڼل کیږی که څه هم دا ډله د مشرکانو سره نږدی خصوصیات لری . په قران الکریم سورة النساء ایة ۱۰۱ کی الله ج داسی فرمایی : «إِنَّ الْکافِرِینَ کانُوا لَکُمْ عَدُوًّا مُبِینا » ﴿۱۰۱﴾ ژباړه :بی له شکه چی کافران ستاسی ښکاره دوښمنان دی
  5. د نارینه و ماندینی ( ښځی ) او اولادونه : ځینی ښځی او اولادونه د انسان د دوښمن په نامه هم په قران کریم کی د هغه یادونه شویده . په قران الکریم سورة تغابن ایة ۱۴ الله ج فرمایی : . «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْواجِکُمْ وَ أَوْلادِکُمْ عَدُوًّا لَکُم» ژباړه : ای هغه کسانوچی ایمان مو راوړی ،ستاسو ځینی ښځی او اولادونه ستاسو دوښمنان دی.

د دوښمنانو د مبارزی لار د قران کریم له نظره :

  • الف . دتردید او حیرانی ایجاد : دوښمنان همیشه کوښښ کوی چی د مومنانو په منځ کی د حیرانی او دوه زړه توب یعنی تردید را منځ ته کړی مختلفی وسوسی ایجاد کړی چی د مومنانو د عقیدو په انحراف کی عمده او اساسی ټکی دی چی عقیده سستوی چی د الهی امر په اجرا کی بی باوری گڼل کیږی .
  • ب . د اختلاف ایجاد د مومنانو په منځ کی : د دوښمنانو یو بله لویه وسیله ده چی د مومنانو په صفوفو کی گډوډی او شکست را منځ ته کوی .
  • ج . روانی جنگ : د دوښمنانو یوه بله لویه وسیله د روانی جنگ ایجاد دی چی شایعات منځ ته راوړی د مومنانو تحقیر او د مخالفانو لوړ خودل ، د وسوسو ایجاد ، شایعی ، د دینی باورونو تضعیف، د دروغو او ریاکارانه اظهارات ، د دروغو فریبکارانه وعدی دی . د دوښمنانو دا ډول اعمال د دوښمنی له امله دی .

دوښمنانو سره د مبارزه لار[سمول]

  1. د خلکو عقیدی د ایمان په قدرت تجهیزکول .
  2. دنظامی قدرت لوړول او تجهیزکول .
  3. بیگانه گانو سره د دوستی ممنوعیت .
  4. جهاد او مبارزه

مونږ باید هره لحظه او هروخت د خپل ځان ، دین ، مذهب او خپل وطن د ژغورلو د پاره اماده اوسو د هر دوښمن سره دمبارزی او مقابلی لار خپل کړو او د تل دپاره اماده اوسو او په دی فکر او چورت نه اوسو چی نور به مونږ ته وطن جوړ کړی او زمونږ ستونزی به را حل کړی د خیالی قهرمانانو په فکر کی نه باید اوسو بلکه پخپله قهرمان اوسو په گډه وایو مونږ قهرمانان یو او وطن جوړوو[۱]

نور ولولئ[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. لیکونکی الحاج سید رقیب شاه ( هاشمی )