د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې مقاومت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې په هر اشغال شوي هیواد کې د مقاومت خوځښتونه په بېلابېلو لارو ترسره شوي چې له نه همکارۍ نه نیولې تر پروپاګند پورې، د نسکورو شويو طیارو د پیلوټانو پټول او ښکاره جګړې او د ښارونو بیرته نیول هم پیل شو. په ډېریو هېوادونو کې، کله ناکله د مقاومت خوځښتونو ته د ځمکې لاندې اصطلاح هم کارېدله.

په دویمې نړیوالې جګړې کې د مقاومت غورځنګونه په دوو اصلي سیاسي قطبي کمپونو ویشل کیدای شي: د کمونیست ګوند په مشرۍ په ځانګړې توګه د فاشیست ضد نړیوال مقاومت د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې شتون درلود، او د فاشیت/کمونیست ضد ملتپالې مقاومتي ډلې د نازیانو یا شوروي تر اشغال لاندې هېوادونو کې چې له بهرنیو فاشیستانو او کمونیستانو سره یې مخالفت کاوه، ډیری وختونه د جګړې د ناڅاپي بدلونونو او دا چې کومه لومړۍ نظامي لیکه یا برخه تل د بدلون په حال کې ده، هغوی په خپله هغه برخه پیدا کوله.

د مقاومت د پام وړ خوځښتونو له ډلې د پولنډ مقاومت (د پولنډ د کورني پوځ، لشني، او د پولنډ د ځمکې لاندې د دولت په ګډون)، د یوګوسلاو پلویان، د شوروي پلويان، د چین مقاومت، ایټالوی مقاومت (چې په ځانګړې توګه د ایټالیا د CLN له خوا رهبري کېده)، د یونان مقاومت، د فرانسې مقاومت، د بلجیم مقاومت، د ناروې مقاومت، د ډنمارک مقاومت، د چک مقاومت، البانیا مقاومت، د هالنډ مقاومت (په ځانګړې توګه «LO» (پټ ملي سازمان)) په ګډون او په خپله المان کې د سیاسي مخالفت تر تعقیب لاندې (د مقاومت ۱۶ اصلي ډلې او د هټلر د وژلو لپاره لږ تر لږه ۲۷ ناکامو هڅو د ډیرو نورو پلانونو په ګډون شتون درلود).[۱][۲][۳][۴]

کچه یا اندازه[سمول]

په اروپا کې د مقاومت پنځه لوی غورځنګونه هالنډي، فرانسوي، پولنډي، شوروي او یوګوسلاویا وو. په ټولیز ډول د دوی اندازې، په ځانګړې توګه په ۱۹۴۱-۱۹۴۴ کلونو کې د پرتله کولو وړ دي.

یو شمیر سرچینې یادونه کوي چې د پولنډ کورنی اردو د نازیانو تر اشغال لاندې اروپا کې د مقاومت ترټولو لوی غورځنګ و. نارمن ډیویس لیکي چې «ارمیا کراجوا Armia Krajowa (کورنی اردو)، یا AK... کولای شي په عادلانه توګه ادعا وکړي چې د اروپا د مقاومت ترټولو لوی سازمان دی». د ۱۹۴۳ کال په وروستیو کې د هغوی شمېر شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ تنه وو، چې هغه یې د اروپا د ترټولو لوی مقاومتي سازمان باندې بدل کړ. مارک وایمن لیکي « په اروپا کې د جګړې پرمهال ارمیا کراجوا د ځمکې لاندې مقاومت د لوی واحد په توګه ګڼل کېده». [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د مقاومت عملیات[سمول]

۱۹۳۹-۱۹۴۰[سمول]

د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په ۱۵مه نېټه Ctibor Novák د چک مقاومت د غورځنګ غړي په برلین کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړل. لومړی بم د هوايي چلند وزارت مخې ته او دویم بم د پولیسو امنیه قوماندانۍ مخې ته وچاودېد. دواړه ودانۍ زيانمنې شوې او ګڼ شمېر المانيان ټپيان شوو.

د ۱۹۳۹ کال د اکټوبر په ۲۸مه (په ۱۹۱۸ کې د چکسلواکیا د تاسیس کلیزه) د نازیانو د اشغال پر ضد په پراګ کې پراخې مظاهرې وشوې، چې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ چکیانو په کې ګډون درلود. مظاهره کوونکو د ښار په واټونو کې ګڼه ګوڼه رامنځته کړه. د جرمني پولیس اړ شوو، ترڅو مظاهره کوونکي سره تیت کړي او له ماښامه یې ډزې پیل کړې. لومړی قرباني نانوای Václav Sedláček و، چې په ډزو ووژل شو. دویم قرباني زده کوونکی Jan Opletal و، چې سخت ټپي شوی و او وروسته د نومبر په ۱۱ مړ شو. ۱۵ نور کسان هم سخت ټپیان شوي وو او په سلګونو نور کسان برسېرن ټپیان شوي وو. شاوخوا ۴۰۰ کسان ونیول شوو.

۱۹۴۱[سمول]

د ۱۹۴۱ په فبروري میاشت کې، د هالنډ کمونست ګوند، د نازي نیواکګر ځواک له خوا د یهودانو پر ضد کړنو او د یهودانو پر وړاندې د واټونو فاشیستي جنګیالیو له خوا د تاوتریخوالي پر وړاندې په اعتراض کې په امستردام او شاوخوا ښارونو کې عمومي اعتصاب تنظیم کړ، چې د فبروري اعتصاب په نوم یادیږي. دې اعتصاب کې په سلګونو زرو کسانو برخه اخیستې وه. اعتصاب د نازیانو له خوا وځپل شو او ځینې ګډونوال یې اعدام شوو.

د ۱۹۴۱ په اپریل میاشت کې، په Ljubljana ولایت کې د اسلوونی د ملت د ازادۍ جبهه رامنځته شوه. وسله واله برخه یې اسلووني پلویان وو. چې هم یې د کارګرې طبقې او هم یې د اسلوونیایی توکمونو استازیتوب کاوه.[۱۱]

۱۹۴۲[سمول]

د ۱۹۴۲ کال د فبرورۍ په ۱۶مه د ملي ازادۍ جبهې د یونان د کمونست ګوند (KKE) په مشرۍ یوه تجربه کاره کمونست، اتاناسیوس (تاناسیس) کلاراس (چې وروسته د ایریس ویلوچیوټیس په نامه وپیژندل شو) ته اجازه ورکړل شوه ترڅو چې د وسله وال مقاومت غورځنګ امکانات وڅېړي، چې د یونان د خلق ازادۍ (ELAS) د اردو د رامنځته کېدو لامل شو. ELAS په ۱۹۴۲ کې د جون په ۷ په یونان کې د المان او ایټالوي اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې عملیات پیل کړل. په یونان کې ELAS د فاشیستانو پر وړاندې د ترټولو لوی مقاومتي غورځنګ باندې بدل شو.

د لوګزامبورګ عمومي اعتصاب په ۱۹۴۲ کې د مقاومت یو غیر فعال غورځنګ و چې په لنډ وخت کې د هغه لارښود پر وړاندې د لاریون لپاره تنظیم شوی و چې د لوګزامبورګ ځوانان یې په ویرماچټ کې شامل کړل. دغه عمومي ملي اعتصاب، چې په ولټز کې پیل شو، هیواد یې فلج کړ او د المان نیواکګر چارواکي یې اړ کړل چې د ۲۱ عتصاب کوونکو د مرګ سزا په محکومولو سره په تاوتریخوالي ځواب ورکړي.

د ۱۹۴۲ کال د می په ۲۷ نیټه د Anthropoid عملیات ترسره شو. په جلاوطنۍ کې د اردو دوو وسله والو چیکوسلواکي غړو (جان کوبیش او جوزف ګابیک) هڅه وکړه چې راینهارد هایدریچ د SS-obergruppenführer رییس ووژني. هایډریچ په هغه ځای کې مړ نه شو خو وروسته په روغتون کې د ټپونو له امله مړ شو. هغه تر ټولو د لوړې رتبې لرونکی نازي دی چې د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

۱۹۴۳[سمول]

د ۱۹۴۳ کال په نیمایي کې د المانیانو او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د ګوندونو مقاومت له ربړوونکي بعد نه په عمومي وضعیت کې د یوه اصلي عامل په توګه بدلون وکړ. د اشغال شوې اروپا په ډیرو برخو کې المان د ګوندونو له خوا د زیانونو سره مخ و چې د هغو د زغملو توان یې نه درلود. دا زیانونه د یوګوسلاویا په پرتله په بل هیڅ ځای کې په دې کچه نه وو.

۱۹۴۴[سمول]

د ۱۹۴۴ کال د فبروري په ۱۱ مه د پولنډ د کورني پوځ د اګات د مقاومت واحد جنګیالیو په وارسا کې فرانز کوچرا، ایس ایس او د رایش د پولیسو مشر، د کوچرا په نوم عملیاتو په ترڅ کې اعدام کړل.[۱۲][۱۳]

د ۱۹۴۴ په پسرلي کې، د جنرال مولر د تښتولو لپاره د متحدینو له خوا پلان ترتیب شوی و، چې هغه ته د سختو بې رحمو کړنو په پار د «کرت قصاب» لقب ورکړل شوی و. دا عملیات د میجر پیټریک لی فیرمور، د کپټان ډبلیو سټینلي ماس، د یونان SOE ماموران او د کرت مقاومت جنګیالیو له خوا رهبري شوی و. په هرحال، مولر د پلان له ترسره کېدو دمخه ټاپو پرېښود. فیرمور له خپلې پریکړې لاس وانخیست او پرېکړه یې وکړه چې پر ځای یې جنرال هینریچ کریپ وتښتوي.

سرچينې[سمول]

  1. Atkin, Malcolm (2015). Fighting Nazi Occupation: British Resistance 1939-1945. Barnsley: Pen and Sword. د کتاب پاڼي Chapter 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-47383-377-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "British Resistance Archive – Churchill's Auxiliary Units – A comprehensive online resource". www.coleshillhouse.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rosbottom, Ronald C. (2014), When Paris Went Dark, New York: Little, Brown and Company, pp. 198-199
  4. Wieviorka, Olivier and Tebinka, Jacek, "Resisters: From Everyday Life to Counter-state," in Surviving Hitler and Mussolini (2006), eds: Robert Gildea, Olivier Wieviorka, and Anette Warring, Oxford: Berg, p. 153
  5. Norman Davies (28 February 2005). God's Playground: 1795 to the present. Columbia University Press. د کتاب پاڼې 344. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-12819-3. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gregor Dallas, 1945: The War That Never Ended, Yale University Press, 2005, کينډۍ:ISBN, Google Print, p.79
  7. Mark Wyman, DPs: Europe's Displaced Persons, 1945–1951, Cornell University Press, 1998, کينډۍ:ISBN, Google Print, p. 34
  8. See, for example, Leonid D. Grenkevich, The Soviet Partisan Movement, 1941–44: A Critical Historiographical Analysis, p. 229, and Walter Laqueur, The Guerilla Reader: A Historical Anthology, New York, Charles Scribner's Sons, 1990, p. 233.
  9. Resistenzialismo versus resistenza
  10. Laffont, Robert (2006). Dictionnaire historique de la Résistance. Paris: Bouquins. د کتاب پاڼې 339. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-221-09997-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hribar, Tine (2004). Euroslovenstvo [European Slovenehood] (په سلووین ژبه کي). Slovenska matica. د کتاب نړيواله کره شمېره 961-213-129-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Piotr Stachniewicz, "Akcja" "Kutschera", Książka i Wiedza, Warszawa 1982,
  13. Joachim Lilla (Bearb.): Die Stellvertretenden Gauleiter und die Vertretung der Gauleiter der NSDAP im "Dritten Reich", Koblenz 2003, S. 52-3 (Materialien aus dem Bundesarchiv, Heft 13) کينډۍ:ISBN