د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په اشغال شوي پولنډ کې جنګي جرمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اټکل کېږي چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال شاوخوا ۶ میلیونه پولنډي وګړي وژل شوي دي. ډیری وژل شوي ملکي وګړي و چې د نازي جرمني، شوروي اتحاد، د لیتوانیا د امنیتي پولیسو (استخباراتو) او همدارنګه د اوکرایني ملت پالو او د هغو د اړوندو ډلو (د اوکراین د یاغي پوځ، د ځاني دفاع په موخه د کوش واحدونه او د اوکراین د خلق انقلابي پوځ) د یو لړ اقداماتو پر مهال ووژل شول. [۱][۲][۳][۴]

په هغه نړیواله پوځي محکمه کې چې د ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۴۶ زکال پورې د جرمني په نورنبرګ ښار کې جوړه شوې وه د جګړې د مهال جرایم په دریو حقوقي ډولونو وویشل شول: تېری کوونکې جګړه، جنګي جرایم او د بشریت پر ضد جرایم. په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دغه درې ډوله جرمونه د جګړې له پای وروسته په نړیوالو قوانینو کې داخلي (سیمه ییزو) قوانینو ته له پام او یا هم د عالي فرامینو له پیروي پرته د اساسي انساني ارزښتونو او معیارونو نقض کوونکي تعریف شول. په راتلونکو کلونو کې د نسل وژنې جرم هم له هغو راوروسته څلورم ځایګی خپل کړ.

دغه جرمونه د اروپا د نورو برخو په پرتله په اشغال شوي پولنډ کې په ډېر لوی او بې مخینې مقیاس ترسره شول. [۵][۶]

د جرمني – شوروي له خوا د پولنډ وېش او همکارۍ (سپټمبر ۱۹۳۹ – جون ۱۹۴۱ زکال)[سمول]

په پولنډ برید (د ۱۹۳۹ زکال سپټمبر میاشت)[سمول]

د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پولنډ پر وړاندې جګړه د هغې نقشې د پلي کولو په موخه وه چې اډولف هېټلر په خپل کتاب زما جګړه (Mein Kampf) کې تشرېح کړې ده. د دغې طرحې اصلي موخه دا وه چې ختیځه اروپا د لوي جرمني لپاره په لبنسراوم (حیاتي فضا) واړوي. جرمني تاریخ لیکونکي یوخن بولر څرګنده کړې چې دغه ویجاړونکې جګړه (دویمه نړیواله جګړه) د دغې اصلي موخې پر بنسټ پیل نه شوه بلکې په پولنډ باندې په برید سره له ځنډ پرته پیل شوه. د پولنډیانو پر ضد د غصې پارولو په موخه او د دې لپاره چې د دغې بشپړې جګړې لپاره عامه ملاتړ ترلاسه شي (یعنې دا چې له کوم قانوني او اخلاقي محدودیت پرته جګړه وشي)، د ګوبلز تر مشرۍ لاندې د تبلیغاتو وزارت ډېر ژر له ناسمو اطلاعاتو څخه په ګټنې د پولنډیانو د خونړیتوب د شواهدو (Dokumente polnischer Grausamkeit ) او د پولنډیانو د وینې تویولو د ګناه (Polnische Blutschuld ) په نومونو دوه کتابونه چاپ او خپاره کړل. جرمني استخباراتو د دروغين بیرغ په کارولو سره د ګلایویتس عملیات ترلاسه کړل څو د جګړې لپاره بهانه جوړه کړي. ورماخت (د جرمنی وسله وال پوځ) پرته له دې چې د جګړې اعلان وکړي په پولنډ یې برید وکړ؛ هېټلر د دغې جګړې امر خپلو پوځي قومندانانو ته د ۱۹۳۹ زکال د اګست په ۲۲مه د یوې وینا پر مهال کړی و او څرګنده کړې یې وه چې «په بې رحمۍ سره د پولنډ ټول نارینه، ښځې، ماشومان او نژاد له منځه یوسۍ». دغه امر کولای شو د یوه ملت د بشپړ له منځه وړو په توګه وبولو. بریدګرو جرمنانو باور درلود چې پولنډیان له نژادي پلوه له دوی څخه ډېر ښکته دي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه جرمني له لویدیځ لوري څخه په پولنډ برید وکړ؛ شوروي اتحاد هم د سپټمبر په اوولسمه د مولوتوف – ریبنتروپ د تړون د پټ پروتوکول د مفاداتو سره مطابق چې د همدغه کال په اګست میاشت کې یې له نازي جرمني سره په یو بل باندې د نه تیري کولو په موخه لاسلیک کړی و له ختیځ لوري څخه په پولنډ برید وکړ. د یوې میاشتې په ترڅ کې پولنډ د دوه اشغالګرو ځواکونو ترمنځ ووېشل شو او دواړو هېوادونو د خپلې بریا د لمانځنې ګډ پرېټ په بریسټ لیتوفسک کې ترسره کړ. جرمني د پولنډ ۹۱۹۰۲ کیلومتر مربع خاوره د ۱۰ میلیونو وګړو سره یوځای ځانته الحاق کړه او سربېره پر دې یې په ۹۵۷۴۲ کیلومتر مربع نوره خاوره کې چې ۱۲ میلیونه وګړي یې لرل تر خپل کنټرول لاندې یې په کې عمومي حکومت جوړ کړ چې د نازي جرمني له پولو څخه بهر هغو ته اړوند حکومت و. په دې سره په ټولیزه کچه جرمني د پولنډ ۱۸۷۶۴۴ کیلومتر مربع خاوره او ۲۲ میلیونه وګړي تر خپل اشغال لاندې راوړل. شوروي اتحاد هم د دغه هېواد ۲۰۲۰۶۹ کیلومتر مربع خاوره ونیوله چې ۱۳ میلیونه پولنډي وګړي په کې استوګن وو. د ۱۹۳۹ زکال پر مهال په دغه برید کې ۱.۵ میلیونه جرمنيو او شاوخوا نیم میلیون شوروي سرتېرو ونډه لرله. [۱۴][۱۵][۱۶]

د پولنډ قلمرو د نازي جرمني او سوسیالېستي شوروي اتحاد ترمنځ ووېشل شو او په مستقیم ډول د دواړو اشغال کوونکو هېوادونو له خوا اداره کېده پرته له دې چې کوم لاس پوڅی پولنډي حکومت تاسیس کړي. د اشغالګرو ځواکونو اقداماتو د پولنډ خپلواک دولت تر خپل اغېز لاندې راووړ او اړ شو چې تبعید ته مخه کړي، همدا و چې د دغه هېواد کلتوري میراث ته پام وړ زیان واوښت. د پولنډ پر وړاندې په نورو جنګي جرمونو کې د قومي تصفیې په موخه تبعید، د اجباري کار تحمیل، ګویا د سولې رامنځته کول او همدارنګه د نسل وژنې اقدامات شامل وو. د دغو دواړو اړخونو له خوا په اشغال شوو برخو کې سیستماتیک ظلم ډېر ورته والي لرل. دواړو لورو پولنډي ملکي وګړي او جنګي بندیان د قومي تصفیې په موخه د ګشتاپو – او د شوروي استخباراتو د غونډو د پرېکړو پر مټ اعدام کړل. «په اشغال شوي پولنډ کې د وحشیانه چارو کچه او پراختیا دومره زیاته وه چې په بل هېڅ اشغال شوي هېواد کې لا نه وه تجربه شوې».

د ۱۹۴۱ زکال په اوړي او مني کې د پولنډ د ختیځ هغه برخې چې د شوروي اتحاد له خوا الحاق شوې وې او په پریمانه کچه اوکرایني او بیلاروسي وګړي په کې استوګن و د جرمني له خوا د شوروي اتحاد پر وړاندې د باربروسا د بریالیو عملیاتو په لومړیو کې ونیول شوې.

له هلوکاسټ وړاندې د جرمني له خوا په اشغال شوي پولنډ کې له یهودانو سره چلن[سمول]

په داسې حال کې چې په خټه پولنډیان تر ډېره پورې د یو لړ انتخابي ځورونو سره مخ و څو هغوی د جرمنانو پر وړاندې له مقاومت زړتوري کړي خو له هماغه لومړیو څخه یهودان په نښه شوي و. د اشغال په لومړیو ۵۵ ورځو کې شاوخوا ۵۰۰۰ پولنډي یهودان ووژل شول. د ۱۹۳۹ زکال د نومبر له ۱۲مې نېټې څخه له ۱۲ کلونو څخه لویان ټول یهودان اړ وبلل شول څو د یهودانو ژېړ نښان یا د داوود ژېړ ستوری له ځانه سره ولري. دوی په قانوني بڼه په پام وړ صنایعو او دولتي ادارو کې له کار کولو منع شول. دوی ته اجازه نه ورکول کېده چې په نانوایي کې کار وکړي او یا هم په میاشت کې له ۵۰۰ پولنډي زلوټي پیسو څخه زیاتې وګټي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Project in Posterum, Poland World War II casualties. Retrieved 20 September 2013.
  2. Holocaust: Five Million Forgotten: Non-Jewish Victims of the Shoah. Remember.org.
  3. AFP/Expatica, Polish experts lower nation's WWII death toll Archived 6 April 2012 at the Wayback Machine., Expatica.com, 30 August 2009
  4. Tomasz Szarota & Wojciech Materski, Polska 1939–1945. Straty osobowe i ofiary represji pod dwiema okupacjami (Poland, 1939–1945: Human Losses and Victims of Repression under Two Occupations), Warsaw, Institute of National Remembrance (IPN), 2009, کينډۍ:ISBN (Introduction online. Archived 23 March 2012 at the Wayback Machine.)
  5. Davies 1986، صص. 65, 351–352, 361.
  6. Piotrowski 1998، ص. 10، Soviet policies..
  7. Davies 1986، ص. 437.
  8. Zaloga, S. J. (2003) Poland 1939 Osprey کينډۍ:ISBN
  9. 1 September – This Day in History. Archived 3 June 2009 at the Wayback Machine.
  10. Piotrowski 1998، صص. 8–9.
  11. Ministry of Foreign Affairs, Nazi German Camps on Polish Soil During World War II.
  12. Ministry of Foreign Affairs (2005), The 1939 Campaign, Republic of Poland, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Piotrowski 1998، ص. 77.
  14. Ferguson 2006، ص. 417.
  15. Radzilowski, John (2007), A Traveller's History of Poland Chastleton Travel, کينډۍ:ISBN. pp. 193–198. (Google Books preview)
  16. Borodziej 2006، p. 15: occupation policies.
  17. Ministry of Foreign Affairs, Nazi German Camps on Polish Soil During World War II.
  18. Marek Edelman. "The Ghetto Fights". The Warsaw Ghetto: The 45th Anniversary of the Uprising. Literature of the Holocaust, at the University of Pennsylvania. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Pogonowski 1993، صص. 97–99.
  20. Cyprian او Sawicki 1961، ص. 96.
  21. Gilbert 1986، ص. 85.