د دویمې نړیوالې جګړې لاملونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تاریخپوهانو دو یمې نړیوالې جګړې لاملونو ته د پام وړ توجه کړې ده. فوري عاجله پېښه په پولند باندې د جرمني حمله وه چې د کال ۱۹۳۹ د سپتمبر په لومړۍ نېټه تر سره شو او په پایله کې بر تانیا اوفرانسې د جرمني په وړاندې د جګړې اعلان وکړ، خو له دی مخکې ځېنې نورو پېښو ته هم د دویمې نړیوالې جګړې د لاملونو په توګه اشاره شوې ده. د تاریخې تحلیلونو له مخې د جګړې لومړنۍ ريښې په لاندې پېښو کې وې : په کال ۱۹۳۳ کې نازې ګوند او آدولف هتلر له لوري سیاسي غلبه، د چېن په مقابل کې د جاپان نظامي پالنه چې په مانچوریا باندې د جاپان د یرغل او د چېن او جاپان د دویمې جګړې لامل شو، په ايتوپیا باندې د ايټالیا یرغل چې د ايتالیا او د ايتوپیا د دویمې جګړې لامل شو، د  اطریش ضمیمه کولو او د چکسلواکیا  د وېش په اړوند د جرمنې له اقداماتو سره د غربې هیوادونو رضایت،  له شوروي سره د مولوتوف ریبنتروپ د تړون په اړوند په  مقدماتي مذاکراتو کې د جرمني بریالیتوب چې له مخې یې  شرقي اروپا کنترول د دوي تر منځ تقسیمېده.

د دواړو نړیوالو جګړو تر منځ دوره کې، د ویمر د جمهوریت ژوره غصه د کال ۱۹۱۹ وارسیلس د ټړون د شرایطو په اړوند را وپارېده چې  په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني د هېواد د رول له امله یې دا هېواد د سترومالي غرامتونو او په پوځ باندې د جدې محدودیتونو له لارې مجازات کړ چې موخه یې داوه چې جرمني یوځل بیا نظامي قدرت نه شي. د رین لند ( دغربي جرمني یوه سیمه ده) غیر نظامي کول، له استریا سره د جرمني د یوځای کېدو مخنیوی، د خارجې مستعمرو له لاسه ورکول او له جګړې د مخه پورې اړوند ۱۲ سلنه ځمکنۍ ساحې او وګړو له لاسه ورکول د جرمني په سیاست کې د ریوانچیزم ( دا یو سیاسي نظریه ده چې موخه په جګړه یاسیاست کې د له لاسه ورکړل شوو سیمو بېرته ترلاسه کول دي) پراخ جریانونه یې را وپارول.  

  د ۱۹۳۰ په لسیزو کې د ستر رکود یا ستر بحران په وخت کې نړیوال اقتصادي بحران را منځ ته شوی و، ډېری خلکو لبرالي دیموکراسۍ ته وفاداري له لاسه ورکړې وه او د نړۍ ډېرو هېوادونو د مرکزي حکومت لرونکو رژيمونو ته مخه کړه. په جرمنی کې د ورسالېس د تړون د شرایطو په اړوند نارضایتي د سیاسي نظام د بې ثباتۍ له امله تشدید شوه او ډېریو ښي اړخي او چپ اړخې سیاسیونو د وایمر د جمهوریت لبرالیزم رد کړ. خورا افراطي سیاسی چې له دې حالت څخه بهر شو هغه د نازې ګوند مشر آدولف هتلر و. نازي ګوند له کال ۱۹۳۳ څخه مطلق قدرت تر لاسه کړ او د ورسالیس د تړون د شرایطو لغو کېدلو غوښتنه یې وکړه. د نازیانو خودخواهانه او یرغلیزه مدا خلي او بهرنۍ پالیسي د هغوی ایدیالوژي منعکسوله چې په دې ايډیالوژۍ کې یهود وژنې، د جرمنیانو یووالی، د اوسېدونکو لپاره د ژوند کولو ځای برابرول، د بلشوویزم امحاء، د یهودانو او مریانو په څېر له ځان ښکته خلکو باندې د آریایي/ نوردیک لوړ نژاد استیلا او برتري شامل وه. د جګړې نور عوامل د فاشیستي ايټالیا یرغل په ایتوپیا او د جاپان د سترواکۍ یرغل په چېن و.[۱]

په پیل کې، یرغلیز حرکات یواځې دنورو سترو نړیوالو قدرتونو له کمزورو او بې اغیزو پالیسیو چې په تساهل ولاړې وې سره مخامخ شول. د ملتونو ټولنه مرسته کوونکې ثابته نه شوه په تېره د چین او ايتوپیا په اړوند. یو  تقریبي قاطع رویداد  په کال ۱۹۳۸ کې د مونیخ کنفرانس و، چې په رسمي توګه یې د سودنتلند ( د چکسلواکیا په شمال غرب کې یوه سیمه وه ) الحاق له جرمني سره منظور کړ. هتلر وعده وکړه چې دا به د هغه وروستۍ ځمکنۍ ادعا وي خو په کال ۱۹۳۹ کې هغه نور هم یرغلګر شو، او اروپايي دولتونه بلاخره په دې پوه شول چې د  تساهل سیاست به نور سوله تضمین نه کړي خو دا ډېره ناوخته وه.

برتانیا او فرانسې دواړو له شوروي سره د نظامي ائتلاف د جوړېدو لپاره دپلوماتيکې هڅې رد کړې او په عوض کې یې هتلر، ستالین  ته د کال ۱۹۳۹ د اګست  د مولوتوف ریبنتراپ د تړون له مخې د یوې ښې معاملې وړاندیز وکړ. جرمني، ايټالیا او جاپان سره یوځای شول او د  محوري قدرتونو په نامه یې یو ائتلاف جوړ کړ.

وروستي لاملونه[سمول]

د لومړي نړیوالې جګړې میراثونه[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پایه ( د کال ۱۹۱۸ په وروستیو کې) د نړۍ ټولنیز او جغرافیایي سیاسي حالات په بنسټېزه ډول او نه جبران کېدونکي ډول تغیر موندلی و. متفقین بریالي و، خو د فاتحو هېوادونو په ګډون داروپا ډېری اقتصاد او بیخ بناوې تخریب شوې وې. فرانسه له نورو سوبمنو هېوادونو سره په یو ګډوډ اقتصادي، امنیتي او روحیه وي حالت کې وه او په دې پوهېدله چې موقف یې په کال ۱۹۸۱ کې(( تصنعي او تېرېدونکي )) و. له همدې امله د فرانسې لومړي وزېر جورجس کلیمینسیو په دې فکر کې شو چې دفرانسې امینت باید د ورسایلس د تړون له لارې تأمین کړي، د فرانسې امنیتي غوښتنې لکه غرامتونه، د زغالو په اړوند تأدیات او رینلند غېر نظامي کول د پاریس دسولې په کنفرانس ( ۱۹۱۹ـ۱۹۲۰) کې تقدم تر لاسه کړ چې همدې بیا د تړون دیزاین کړ. تاریخ پوهه مارګاریت مکمیلان ( د کانادا یوه تاریخپوهه وه) تحلیل کړی دی چې ((جګړه باید د یو چا تېروتنه  وي او دا د بشر یو  طبعي غبرګون دی)).  جرمني د لومړۍ نړیوالې جګړې د پیل د یوازينې مسؤل په توګه تورن  کړل شو، او د جګړې د تقصیر ماده ( د لته د وارسیلاس د تړون ۲۳۱ مادې ته اشاره ده چې دهغې مادې پیل دی چې دجګړې دغرامت په اړه بحث کوي) هغه لومړنی ګام و چې بریالیو هیوادونو ته یې کسات زمینه برابروله په ځانګړې توګه له جرمني څخه د فرانسې د کسات اخیسستلو لپاره.   روی اچ ګینسبرګ ( یو څېړونکی و)  استدلال کاوه (( فرانسه په پراخه کچه کمزورې شوه، د فرانسې کمزورې او له یوه طغیان کوونکي جرمني څخه د وېرې له امله به دې لټه کې شوه چې  جرمنۍ تجرید او مجازات کړي .... شل کاله وروسته د نازي جرمني د حملې اواشغال په لړ کې فرانسې خپل کسات واخیست.)[۲][۳][۴]

د فرانسې په امنیتي اجندا کې دوه شرایط درج شوي و، چې یو یې له جرمني څخه د پیسو او سکرو په بڼه د جګړې غرامت اخیستل، او بل یې له جرمني څخه د جدای شوی رین لند مطالبه . د جرمني جمهوري اضافي پیسې چاپ کړې چې انفلاسیون یې را منځ ته کړ. د دې لپاره چې د بودجې دکمښت ځواب ووایې له امریکا یې پیسې پور کړې. د جرمني له خوا فرانسې ته دغرامت کولو اړتیا  د فرانسې اقتصاد با ثباته کولو لپاره و. فرانسې همدارنګه له جرمني څخه وغوښتل چې دخپلو سکرو زېرمې چې د روهر په سمیه کې وې  فرانسې ته د سکرو دهغو کانونو د تخریب په تاوان کې ورکړې چې د جګړې په مهال له منځه تللي و. فرانسې له جرمني څخه هومره اندازه د سکرو پیسۍغِوښتې چې د جرمني لپاره یې اداینه له تخنیکی اړخه نا ممکنه وه. فرانسې همدارنګه ټینګار کاوه چې د جرمني رینلند باید غیر نظامي شي او دا ټینګار په دې هیله و چې په راتلونکې کې د جرمني له لورې د حملۍ امکان مخنیوی وشي او دا سمیه به د جرمني او فرانسې تر منځ یوفزیکي امنیتي حایله سیمه وي. د هومره ډېرو پیسو، سکرو په اړوند غوښتنې او د رینلند غیر نظامي کول د جرمنیانو له خوا یو توهین او نامعقول وبلل شول.  [۵][۶][۷]

د وارسایلس نتیجه ورکوونکی  تړون د جګړې د رسمي پاي لامل شو، خو په جګړه کې د ټولو غاړو له خوا پرې قضاوت سرته ورسېد. دا تړون نه هومره نرم و چې جرمني راضي کړي او نه هومره سخت و چې په قاره کې د جرمني بیا مسلط کېدو مخه ونیسي.   ډېری جرمني  خلکو دا تړون په جرمني، اطریش او هنګري باندی د پړې اچول یا د جګړې د تقصیر اچول وبلل نه دا چې دا د یو داسې هوکړه لیک وي چې اوږد مهاله سوله یقیني کړي. دې تړون په جرمني باندې د و سلو د کمېدو او ځمکنۍ تجزیې  لپاره  سخت مالي تاوانونه او شرایط کېښودل، د مجدد قومې اسکان لامل شو او په میلیونونو جرمنیان ګاونډیو هېوادونو ته جلا شول. [۸]

سرچينې[سمول]

  1. Dahl, Robert (1989). Democracy and Its Critics. Yale UP. د کتاب پاڼي 239–40. د کتاب نړيواله کره شمېره 0300153554. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Paxton, p. 145
  3. Winter, Jay (2009). The Legacy of the Great War: Ninety Years On. University of Missouri Press. د کتاب پاڼې 126. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0826218711. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ginsberg, Roy H. (2007). Demystifying the European Union: The Enduring Logic of Regional Integration. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780742536555. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Paxton, p. 153
  6. Keynes, John Maynard (1920). "History of World War I". THE ECONOMIC CONSEQUENCES OF THE PEACE. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Paxton, p. 151
  8. "The National Archives Learning Curve | The Great War | Making peace | Reaction to the Treaty of Versailles | Background". www.nationalarchives.gov.uk. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)