د دویمې نړیوالې جګړې د دیپلماسۍ تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دویمې نړیوالې جګړې د دیپلماسۍ په تاریخچه کې له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې مهم بهرني سیاستونه او د دویمې نړیوالې جګړې د مخالفو ائتلافونو یا د متفقینو او محور ځواکونو ترمنځ د یوبل پر وړاندې چارې شاملېږي.

په لوړه کچه باندې د دیپلماتیکو اړیکو ټینګېدو په ۱۹۳۹ زکال کې د جګړې له پیل څخه زور واخیست. د بریتانیا لومړي وزیر وینسټون چرچېل له فرانسې سره نږدې اړیکې جوړې کړې او د متحده ایالاتو له ولسمشر فرانکلین روزولټ سره یې د خپلو شخصي اړیکو پر مټ د نږدې اړیکو رامنځته کولو هڅه وکړه. د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې وروسته له هغه چې روسیه په جګړه کې ښکېل شوه دغه لوی اتحاد د چرچېل، روزولت او د شوروي اتحاد د ژوزف ستالین ترمنځ درې اړخیزې اړیکې ته پراختیا ومونده. د امریکا دیپلماتیکې اړیکې د ۱۹۴۱ زکال په ډسمبر میاشت کې په جګړه کې د متحده ایالاتو په ښکېل کېدو پیاوړې شوې؛ په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د پورونو او اجارې (Lend-Lease) پروګرام په ۱۹۴۳ زکال کې خپل اوج ته ورسېد. ورته مهال د روسیې دیپلماتیکه موخه په پیل کې د جرمني د لوی برید پر وړاندې د دفاع په موخه د ملاتړ ترلاسه کول و. په ۱۹۴۴ زکال کې بریا ته په نږدې کېدو مسکو په خپل چاپېر کې د اغېز لاندې هېوادونو په جوړولو کار پیل کړ؛ د دغې موخې لپاره یې په پیل کې پولنډ او ختیځ جرمني په نښه کړ. د بریتانیا اصلي موخه بیا د جرمني د ګواښ له منځه وړل، په مرکزي او ختیځه اروپا کې د بریتانیا د رول ساتل او همدارنګه د بریتانیا د سترواکۍ خوندیتوب و. هند او د بریتانیا تر ولکې لاندې نورو قلمرونو په جګړه کې پام وړ ونډه لرله خو د متفقینو په مهمو پرېکړو کې یې چندان ځای نه درلود. روزولټ د بریتانیا له سترواکۍ، فرانسې او نورو سترواکیو سره مخالفت درلود، خو چرچېل پر هغه فشار راوړ چې په هند کې د مداخلې اړوند خپل هوډ وځنډوي. تر ۱۹۴۳ زکال پورې د روزولټ اصلي موخه له جګړې وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان جوړول و چې د دریو ځواکمنو هېوادونو له خوا کنټرول کېدله او چین فرانسې هم په کې پام وړ رول درلود. ورته مهال چین او فرانسې د جګړې د مهال په دیپلماسۍ کې لږ رول درلود. د جګړې په وروستیو کې روزولټ په مخ پر زیاتېدوني ډول د مسکو له تهاجمي هیلو څخه اندېښمن و، خو پریکړه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو د سازمان له جوړولو او په ستالین باندې د متقاعد کوونکو شخصي اړیکو سره بیا هم له جګړې وروسته ستونزې حل کړي. [۱]

د محور ځواکونو لپاره بیا دیپلماسۍ زیات ارزښت نه درلود. د جرمني، ایټالیا او جاپان اتحاد د تل لپاره غیر رسمي او د ډېرې لږ مرستې یا همغږۍ پر مټ و. هیټلر د جرمني په دیپلماتیکو پالیسیو بشپړ واک درلود او خپله اراده یې په ختیځه اروپا کې په خپلو متحدینو او له ۱۹۴۳ زکال وروسته یې د ایټالیا په شمال کې په خپل لاس پوڅي حکومت تحمیل کوله. جاپاني دیپلماتانو په جګړه کې ډېر لږ رول درلود ځکه چې ټول واکونه د پوځ په لاس کې و. د توکیو پام وړ ماته له جرمني څخه د مصنوعي نفتو د تولیدي فرمول د لاسته راوړو له امله وه خو هغه مهال چې هغوی د جاپان د جنګي ماشین لپاره د سون توکو لپاره لار ومونده؛ ډېر ناوخته و. د جګړې له پای وړاندې نږدې ټولو بې پلوه هېوادونو په عملي توګه له جرمني سره اړیکه پرې کړه او په دې توګه یې لار وموندله له نوي جوړ شوي سازمان یا له ملګرو ملتونو سره مل شي.

متفقین[سمول]

د متفقینو اړخ د ۱۹۳۹ زکال په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغه مخ پر جوړېدو شو چې په پولنډ برید وشو او بریتانیا او فرانسې له نازي جرمني سره د جګړې اعلان وکړ. له ایرلنډ پرته چې په جګړه کې بې پلوه پاتې شو ټولو ټول ګټو قلمرونو (کاناډا، اسټرالیا، نیوزلنډ او سویلي افریقا) د بریتانیا په خوا کې د یو ځای جګړې کولو اعلان وکړ، خو نور هېوادونه د هغوی په آرمانونو کې ورګډ نه شول. د انګلیس – فرانسې د جګړې عالي شورا (SWC) چې په پیل کې تاسیس شوه یوه مشترکه پوځي ستراتیژي یې رامنځته کړه. له دغې ستراتیژۍ څخه تر هغه مهاله ګټنه وشوه چې د فرانسې برید د ۱۹۴۰ زکال په جون میاشت کې د جرمني په بریالي ځواب پای ته ورسېد، له دې وروسته فرانسه تسلیم شوه او بریتانیا او د هغې سترواکۍ په یوازې ځان د جرمني پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړ.

د متفقینو ترمنځ لومړنۍ ناسته د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې په بریتانیا کې وشوه؛ په دغه ناسته کې د بریتانیا تر اغېز لاندې څلورو همکارو هېوادونو (کاناډا، اسټرالیا، نیوزلنډ او سویلي افریقا)، په تبعید کې اتو حکومتونو (بلجیم، چکسلواکیا، یونان، لوکزامبورګ، هالنډ، ناروې، پولنډ، یوګوسلاویا) او آزادې فرانسې ونډه لرله.

شوروي اتحاد چې په پیل کې یې په پولنډ باندې په برید کې د جرمني سره مرسته وکړه په داسې حال کې چې د متفقینو – محور ځواکونو ترمنځ بې پلوه وه د ۱۹۴۱ زکال د جون میاشتې په وروستیو کې وروسته له هغه چې جرمني ورباندې برید وکړ له متفقینو سره مل شو. متحده ایالاتو د ۱۹۴۱ زکال په مارچ میاشت کې متفقینو ته د جنګي مرستو په برابرولو لاس پورې کړ، خو د ۱۹۴۱ زکال په ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه چې جاپان په پرل هاربر برید وکړ په رسمي ډول له متفقینو سره مل شو. چین لا له وړاندې په ۱۹۳۷ زکال کې د مارکوپولو له حادثې وروسته له جاپان سره په اوږد مهاله جګړه کې ښکېل و، خو د ۱۹۴۱ زکال په ډسمبر میاشت کې په رسمي ډول له متفقینو سره مل شو.

لومړۍ اروپا[سمول]

د ۱۹۴۱ زکال په ډسمبر میاشت کې په جګړه کې د متحده ایالاتو له ښکېل کېدو لږ وروسته د آرکادیا کنفرانس په اوږدو کې د متحده ایالاتو ولسمشر فرانکلېن روزولټ او د بریتانیا لومړي وزیر وینسټون چرچېل په واشنګټن کې له یوبل سره ولیدل. دوی دواړه د لویې ستراتیژۍ په کلیدي موضوعاتو هوکړې ته ورسېدل. دوی دې هوکړې ته ورسېدل چې متحده ایالات او بریتانیا به په اروپا کې له خپلو منابعو څخه لومړۍ په نازي جرمني باندې د تسلط په موخه ګټنه کوي. ورته مهال هغوی هوکړې ته ورسېدل چې له لږو منابعو څخه په ګټنې به دوی په آرام سمندر کې د جاپان د محدودو بریدونو پر وړاندې په محدودو مخه نیونکو اقداماتو سره مبارزه کوي. د جرمني له ماتې وروسته – چې د بریتانیا او شوروي اتحاد پر وړاندې لوی ګواښ بلل کېده – ټول متفق ځواکونه به په جاپان تمرکز کوي. [۲][۳]

په پیل کې اروپا یا د لومړۍ اروپا سیاست د جګړې په اوږدو کې په پیاوړې توګه پاتې شو، ورته مهال په آرام سمندر کې د «مخه نیونکو اقداماتو» او «محدودو بریدونو» اصطلاحات د متفقینو د رهبرانو په کنفرانسونو او د متحده ایالاتو د لوړ پوړو پوځي چارواکو ترمنځ په بحثونو کې د تفسیر او اصلاح موضوعات وګرځېدل. په آرکادیا کې متحده ایالاتو هوکړه وکړه چې خپلې بم غورځونکې الوتکې بریتانیا ته لېږي؛ په بدل کې یې بریتانویانو ژمنه وکړه چې په آرام سمندر کې خپل ځواکونه زیاتوي. ورته مهال بریتانویانو په ۱۹۴۲ زکال کې په شمالي اروپا کې د ځان مرګو بریدونو اړوند د امریکا وړاندیز رد کړ. [۴][۵][۶][۷][۸]

د تهران کنفرانس[سمول]

د ۱۹۴۳ زکال په اکتوبر – نومبر کې د مسکو له کنفرانس وروسته په چمتوالي سره دریو واړو مشرانو؛ ستالین، روزولټ او چرچېل د ۱۹۴۳ زکال د نومبر له ۲۸مې نېټې څخه د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په تهران کې غونډه وکړه. دوی په ۱۹۴۴ زکال کې په فرانسې («په دویمه جبهه کې») باندې د برید اړوند هوکړې ته ورسېدل؛ دوی همدارنګه له ترکیې، ایران او دیوګوسلاویا له فدرال دیموکراتیک حکومت سره په ګډه په جاپان باندې د برید اړوند هوکړه وکړه او له جګړې وروسته یې په حل لارو خبرې وکړې. [۹]

ملګري ملتونه[سمول]

د ۱۹۴۲ زکال په جنوري میاشت کې د ملګرو ملتونو اعلامیې متفقینو ته رسمیت ورکړ. له څلورو لویو هېوادونو (متحده ایالاتو، بریتانیا، شوروي اتحاد او چین) سره ګڼ شمېر نور هېوادونه هم د متفقینو په لیکه کې د دغې اعلامیې په لاسلیک کولو او له محور ځواکونو سره د جګړې په اعلانولو ورګډ شول. په ۱۹۴۵ زکال کې د روزولټ تر مشرۍ لاندې «ملګري ملتونه» په نوی سازمان واوښتل او د له منځه تللې د ملتونو ټولنې ځای یې ونیو. [۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Taylor, Mike (2010). Leaders of World War II (په انګلیسي ژبه کي). ABDO. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61787-205-1. the most important of the Allied leaders during the first half of World War II الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. John F. Shortal, Code Name Arcadia: The First Wartime Conference of Churchill and Roosevelt (Texas A&M University Press, 2021).
  3. Stoler, Mark A. "George C. Marshall and the "Europe-First" Strategy, 1939–1951: A Study in Diplomatic as well as Military History" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في April 1, 2016. د لاسرسي‌نېټه April 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mackenzie, S.P. (2014). The Second World War in Europe: Second Edition. Routledge. د کتاب پاڼي 54–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1317864714. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. David T. Zabecki; Carl O. Schuster; Paul J. Rose; William H. Van Husen, المحررون (1999). World War II in Europe: An Encyclopedia. Garland Pub. د کتاب پاڼې 1270. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780824070298. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ward, Geoffrey C.; Burns, Ken (2014). "The Common Cause: 1939-1944". The Roosevelts: An Intimate History. Knopf Doubleday Publishing Group. د کتاب پاڼې 402. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0385353069. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Routledge Handbook of US Military and Diplomatic History. Hoboken: Taylor and Francis. 2013. د کتاب پاڼې 135. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135071028. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gray, Anthony W. Jr. (1997). "Chapter 6: Joint Logistics in the Pacific Theater". In Alan Gropman (المحرر). The Big 'L' — American Logistics in World War II. Washington, D.C.: National Defense University Press. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mastny, Vojtech (1975). "Soviet War Aims at the Moscow and Teheran Conferences of 1943". The Journal of Modern History. 47 (3): 481–504. doi:10.1086/241341. JSTOR 1876003. S2CID 153563648. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Fraser J. Harbutt, Yalta 1945: Europe and America at the Crossroads (2010).
  11. Townsend Hoopes, and Douglas Brinkley, FDR and the Creation of the UN (Yale UP, 1997).