د دویمې نړیوالې جګړې تلفات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دویمه نړیواله جګړه په تاریخ کې د تر ټولو خونړۍ پوځي جګړې په توګه پېژندل کېږي. اټکل دا دی چې په دغه جګړه کې په ټولیزه کچه له ۷۰ څخه تر ۸۵ میلیونه وګړي ووژل شول او په ۱۹۴۰ زکال کې یې د نړۍ د ټولو ۲.۳ میلیارده وګړو (اټکلي بڼه) ۳٪ برخه جوړوله. په مستقیم ډول د جګړې له امله د وژلو شوو کسانو (د پوځي او ملکي تلفاتو په ګډون) شمېره له ۵۰ څخه تر ۵۶ میلیونو تنو اټکل شوې ده چې اضافي ۱۹ – ۲۸ میلیونه نور هم د جګړې له امله رامنځته شوو ناروغیو او قحطۍ ووژل. په جګړه کې د وژل شوو ملکي وګړو شمېر په ټولیزه بڼه له ۵۰ میلیونو څخه تر ۵۵ میلیونو تنو پورې ښوول شوی دی. د وژل شویو پوځیانو شمېر هم ۲۱ – ۲۵ میلیونه وو چې په دغو کې ۵ میلیونه د جګړې بندیان هم شامل وو. د وژل شوو کسانو له نیمايي څخه ډېره برخه چین او شوروي اتحاد ته اړوند وه. [۱]

وروستیو تاریخي څېړنو د دویمې نړیوالې جګړې د تلفاتو موضوع روښانه کړې. د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته په روسیه کې څېړنې د دویمې نړیوالې جګړې د تلفاتو په اټکل کې د بیا کتنې لامل ګرځېدلې دي. د روسیې د دولتي ارقامو پر بنسټ د شوروي اتحاد تلفات له جګړې وروسته پولو ترمنځ ۲۶.۶ میلیونه تنه ښوول کېږي. چې له ۸ میلیونو څخه تر ۹ میلیونو پورې یې د قحطۍ او ناروغیو له امله دي. د ۲۰۰۹ زکال په اګست میاشت کې د پولنډ د ملي یادګاري انستیتیوت څېړونکو د پولنډي وژل شوو کسانو شمېر له ۵.۶ میلیونو څخه تر ۵.۸ میلیونو تنو اټکل کړ. د جرمني د پوځي تاریځ د څېړنیز دفتر تاریخ لیکونکي روډیګر اوفرمانز په ۲۰۰۰ زکال کې یو څېړنیز راپور خپور کړ چې په دغه جګړه کې یې د جرمني د وژل شوو او ورکو شوو کسانو شمېر ۵.۳ میلیونه تنه اټکل کړ؛ په دغو کې ۹۰۰ زره هغه کسان شامل وو چې د جرمني له پولو بهر په ۱۹۳۷ زکال کې په اتریش، ختیځې او مرکزي اسیا کې د سرتېرو په توګه استخدام شوي وو. شوروي پوځ د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د ورماخت د ډېری تلفاتو مسئولیت پر غاړه واخیست. د چین د خلکو جمهوریت هم په جګړه کې د خپلو وژل شوو کسانو شمېر ۲۰ میلیونه وښود، په داسې حال کې چې د جاپان دولت بیا د جګړې له امله د خپلو وژل شویو وګړو شمېر ۳.۱ میلیونه تنه اعلان کړ. اټکل کېږي چې له ۷ میلیونو څخه تر ۱۰ میلیونو نورو وګړو د آسیا په سویل او سویل ختیځ کې د هالنډ، بریتانیا، فرانسې او متحده ایالاتو په مستعمرو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې لوی لامل یې هم د جګړې له امله قحطي وه. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د تلفاتو ډل بندي[سمول]

د جګړو او یا هم د تاوتریخوالو څخه د ډکو نښتو له امله د وژل شوو او ټپیانو د شمېرو راغونډونه یا اټکل کول یوه بحث پارونکې موضوع ده. تاریخ لیکونکي تر ډېره پورې د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د وژل شوو او ټپیانو د شمېرو اړوند بېلابېل اټکلونه وړاندې کوي. د « Oxford Companion to World War II » تر عنوان لاندې کتاب لیکوالان څرګندوي چې د «تلفاتو شمېرې په بدنامه بڼه نه باور کېدونې دي». له دې امله چې په یوه هېواد کې د وژل شوو کسانو د شمېر اړوند علمي منابع بېلابېل ارقام وړاندې کوي، دا لوستونکو ته روښانه کېږي چې د وژل شویو کسانو موضوع بحث وړ ده. د دغې جګړې په پوځي تلفاتو کې د جګړې پر مهال وژل شوي او ورک شوي سرتېري او  همدارنګه په بندونو کې د یو شمېر پېښو، ناروغیو او شکنجې له امله وژل شوي بندي سرتېري شاملېږي. په ملکي تلفاتو کې یې بیا د ستراتیژیکو بمباریو له امله وژل شوي کسان، د هولوکاسټ قربانیان، د جرمني د جنګي جرمونو قربانیان، د جاپان د جنګي جرمونو قربانیان، شوروي اتحاد ته په تحمیلي بڼه لېږدول شوي کسان، د متفقینو د جنګي جرمونو قربانیان او همدارنګه د جګړې له امله د رامنځته شوې قحطۍ او ناروغیو له امله وژل شوي کسان شاملېږي. [۱۶][۱۷]

په هر هېواد کې د تلفاتو شمېرونکو منابعو له یو ډول کړنلارو څخه ګټنه نه ده کړې او د قحطۍ او ناروغیو له امله د ملکي وګړو تلفات یې هم په کې شامل کړي چې د چین او شوروي اتحاد تلفات د هغو لویه برخه جوړوي. دلته یاد شوي تلفات هغه واقعي تلفات دي چې په دغو کې د مړینو له امله په زیږونونو او زوکړو کې د کمښت څخه را ولاړېدونکي فرضي تلفات په کې نه دي حساب شوي. د جګړې او د هغو د جانبي اغېزو له امله د پوځي او ملکي تلفاتو ترمنځ توپیر تل څرګند نه دی. د شوروي اتحاد، چین، پولنډ، جرمني او یوګوسلاویا په څېر د هغو هېوادونو اړوند چې پام وړ زیانونه یې پر ځان منلي، منابع یې یوازې کولای شي د جګړې، د پوځي فعالیتونو، د بشریت پر ضد د جنایاتو او جګړې ته د اړوندې قحطۍ پر مټ د وګړیزو تلفاتو د ټولیزې کچې اټکل وړاندې کړي. [۱۸][۱۹]

یهودانو ته اوښتي تلفات[سمول]

هولوکاسټ هغه اصطلاح ده چې په عموم ډول د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نږدې شپږ میلیونه اروپايي یهودانو د وژلو لپاره کارول کېږي. مارټین ګلیبرټ اټکل کوي چې د جرمني له خوا د اشغال شوې اروپا له ۷.۳ میلیونه یهودانو څخه ۵.۷ میلیونه تنه (۷۸٪) یې د هولوکاسټ قربانیان وو. په هولوکاسټ کې د وژل شوو یهودانو اټکل شوی شمېره له ۴.۹ میلیونو څخه تر ۵.۹ میلیونو تنو پورې ښوول کېږي. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "International Programs – Historical Estimates of World Population – U.S. Census Bureau". 2013-03-06. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Geoffrey A. Hosking (2006). "Rulers and victims: the Russians in the Soviet Union". Harvard University Press. p. 242; کينډۍ:ISBN
  3. Michael Ellman and S. Maksudov, Soviet Deaths in the Great Patriotic War: a note – World War II – Europe Asia Studies, July 1994.
  4. Andreev EM; Darsky LE; Kharkova TL, Population dynamics: consequences of regular and irregular changes. in Demographic Trends and Patterns in the Soviet Union Before 1991. Routledge. 1993; کينډۍ:ISBN
  5. Rossiiskaia Akademiia nauk. Liudskie poteri SSSR v period vtoroi mirovoi voiny: sbornik statei. Sankt-Peterburg 1995; کينډۍ:ISBN, pp. 124–31 (these losses are for the territory of the USSR in the borders of 1946–1991, including territories annexed in 1939–40).
  6. Wojciech Materski and Tomasz Szarota. Polska 1939–1945. Straty osobowe i ofiary represji pod dwiema okupacjami Institute of National Remembrance (IPN), Warsaw, 2009; کينډۍ:ISBN
  7. Overmans, Rüdiger (2000). Deutsche militärische Verluste im Zweiten Weltkrieg (په الماني ژبه کي). Oldenbourg. د کتاب پاڼې Bd. 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 3-486-56531-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. China's Anti-Japanese War Combat Operations. Guo Rugui, editor-in-chief Huang Yuzhang Jiangsu People's Publishing House, 2005; کينډۍ:ISBN, pp. 4–9.
  9. Ishikida, Miki (July 13, 2005). Toward Peace: War Responsibility, Postwar Compensation, and Peace Movements and Education in Japan. iUniverse, Inc. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0595350636. د لاسرسي‌نېټه March 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Archived copy Archived May 16, 2017, at the Wayback Machine.
  11. "The Great Vietnamese Famine of 1944-45 Revisited1944−45". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Pierre van der Eng (2008). "Food Supply in Java during War and Decolonisation, 1940–1950". Munich Personal RePEc Archive | No. 8852. د کتاب پاڼي 35–38. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. John W. Dower. War Without Mercy 1986; کينډۍ:ISBN, p. 296 (300,000 forced laborers)
  14. Werner Gruhl, Imperial Japan's World War Two, 1931–1945 Transaction 2007 کينډۍ:ISBN, pp. 143–44
  15. Overmans 2000، ص. 228.
  16. "Source List and Detailed Death Tolls for the Twentieth Century Hemoclysm". Users.erols.com. د لاسرسي‌نېټه March 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. I. C. B. Dear and M. R. D. Foot Oxford Companion to World War II Oxford, 2005; کينډۍ:ISBN, p. 290
  18. John W. Dower War Without Mercy (1986); کينډۍ:ISBN
  19. R.J. Rummel. China's Bloody Century. Transaction 1991; کينډۍ:ISBN
  20. Niewyk, Donald L. The Columbia Guide to the Holocaust, Columbia University Press, 2000; کينډۍ:ISBN, p. 421.
  21. Martin Gilbert. Atlas of the Holocaust 1988 کينډۍ:ISBN pp. 242–244