د دویمې نړیوالۍ جګړې پرمهال کورنۍ جبهه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

«کورنۍ جبهه» په یوه هېواد کې د ملکي خلکو د جګړې فعالیتونه پوښي. دویمه نړیواله جګړه یوه بشپړه جګړه وه. د وطن تولید د متحدینو او متفقینو دواړو قدرتونو لپاره نور هم ډېر ارزښتناک شو. د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د کور په محاذ کې ژوند د ټولو برخه اخیستونکو لپاره د جګړې د هڅو یوه مهمه برخه وه او د جګړې پر پایلو یې لوی اغېز درلود. حکومتونه په نویو مسلو کې ښکېل شوو لکه جیره بندي، د خلکو د ځواک تخصیص، د کور دفاع، د هوایي بریدونو پر وړاندې راوتل او د دښمن ځواک له خوا د اشغال ځواب. د خلکو مورال او ارواپوهنه د مشرتابه او تبلیغاتو ځواب وو. معمولاً ښځې په بې ساري ډول متحرکې شوې وې.

ټولو قدرتونو د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په کور دننه له خپلو تجربو نه درس واخیست. د مورال لوړولو فعالیتونو په منځ کې چې له جنګي هڅو یې هم ګټې پورته کړې، کورنۍ جبهه د جګړې لپاره د ځینو اړینو موادو لکه فلزاتو، ربړ او پارچو یا ټوټو له ضایعاتو یا کمښت سره مخ وه. دې ډول مفکورو د ملکي خلکو مورال او د جګړې د هڅو په ملاتړ کې مرسته وکړه. هر هېواد د هغو اوازو د ځپلو هڅه وکړه، چې عموماً منفي یا ناکاموونکې وې.

متحدین[سمول]

متحدینو ځانونه «ملګري ملتونه» وبلل (ان مخکې له دې چې دا سازمان په ۱۹۴۵ کې جوړ شوی و) او د ۱۹۴۱ اتلانتیک منشور ته یې د خپل ملاتړ ژمنه وکړه. منشور د جګړې مثالي اهداف بیان کړل: دځمکني غصب نشتون، د خلکو د هیلو خلاف هېڅ ځمکني بدلون نه دی راغلی، د هغو کسانو لپاره چې له دې نه بې برخې شوي، د خپل حکومت بیا رغونه؛ خامو موادو ته وړیا لاسرسی؛ د سوداګرۍ محدودیتونو کمول؛ د ټولو لپاره د غوره اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د خوندي کولو لپاره نړیواله همکاري؛ له وېرې او غوښتنې ازادي؛ د سمندرونو ازادي او د ځواک د کارولو پرېښودل، همدارنګه د تېري کوونکو هېوادونو بې وسلې کول.

بلجیم[سمول]

د ۱۹۴۰ ز کال د می په میاشت کې پر بې پرې بلجیم باندې د المان ناڅاپي برید په ۱۸ ورځو کې د بلجیم د پوځ د سقوط لامل شو. پاچا لیوپولډ یو اوربند ترلاسه کړ، چې د المان مستقیمه نظامي اداره په کې شامله وه. پاچا د حکومت دا غوښتنه رد کړه، چې له دوی سره برتانیې ته ولاړ شي. هغه د المان تر کنټرول لاندې د ګوډاګي واکمن په توګه پاتې شو. د بلجیم بیوروکراسي پر خپل ځای پاتې شوه او عموماً د آلمان له واکمنانو سره یې همکاري کوله. دوه المان پلوه خوځښتونه، د فلاند ملي اتحادیه چې فلاندي (هالینډي) بېلتون غوښتونکي او والون (فرانسوي خبرې کوونکي) ریکسیسټان چې مشر یې لیون ډیګریل ( ۱۹۰۶-۱۹۹۴) و، د یرغلګرو ملاتړ یې وکړ او خپل ځوانان یې وهڅول چې د المان پوځ لپاره رضاکارانه کار وکړي. کوچني خو فعال مقاومتي خوځښتونه، چې تر ډېره کمونیستي وو، متحدینو ته یې استخباراتي معلومات ورکړل. په بلجیم کې د هولوکاسټ پر مهال نازیانو په بلجیم کې مېشت ۷۰۰۰۰ یهودیان چې اکثره یې کډوال وو، ښکار کړل او ۲۹۰۰۰ یې ووژل.[۱][۲]

المانیانو تمه درلوده، چې د بلجیم صنعتي سرچینې د دوی د جنګي ماشین د ملاتړ لپاره وکاروي. د دوی تګلارو د بلجیم خلکو ته سخت کمښت رامنځته کړ؛ خو د المان له تمې نه ډېر لږ ولیږدول شول. دوی په ۱۹۴۰ز کال کې «د وسلو د تفتیش بورډ» تاسیس کړ، چې فابریکو ته د وسلو سفارشونه ورسوي؛ بورډ په ۱۹۴۳ز کال کې د المان د وسلو د وزیر البرټ سپیر تر کنټرول لاندې راغی او په صنعتي سیمو کې یې دفترونه درلودل، چې باید د موادو لپاره سفارشونه اسانه کړي او د تولید څارنه وکړي. په هر حال د فابریکې تولید له ۱۹۴۲ ز کال وروسته په چټکۍ سره راټیټ شو. که څه هم په ۱۹۴۰ ز کال کې له نازیانو سره همکاري په ځانګړې توګه د فلیمش ترمنځ ښکاره شوه، خو ډېر ژر یې ارزښت کم شو. د کارګرانو اعتصابونو او سیسټماتیک تخریب، کلیوالو سیمو ته د کارګرانو مهاجرت، د متحدینو بمبارۍ، د خوړو کمښت او د اجباري کار پر وړاندې د کارګرانو د کرکې په څېر چارو تولید سست کړی و.[۳]

متحدینو د ۱۹۴۴ ز کال په سپتمبر کې د المانیانو په شاتګ سره ټول بلجیم بېرته ونیوه. دوی د ۱۹۴۴ ز کال د ډسمبر په میاشت کې د بلج د سختې جګړې په ترڅ کې بیا راڅرګند شوو؛ خو په پای کې د ۱۹۴۵ ز کال په جنورۍ کې وشړل شول. په لندن کې مېشت جلاوطنه حکومت بېرته راستون شو؛ خو له مقاومتي خوځښتونو سره مخامخ شو، چې د بنسټپال سیاسي بدلون غوښتنه یې کوله.[۴]

چین[سمول]

چین په ټولې جګړې کې د تلفاتو دویم لوی شمېر درلود. په نیول شویو سیمو کې ملکي وګړي د نانجینګ، جیانګ سو او پینګ دینګشان او لیاو نینګ په شمول ډېر لوی قتل عامونه زغملي. په يو شمېر سيمو کې د جاپان پوځ هم پر چينايانو نوې پرمختللې بيولوژيکي وسلې وغورځولې، چې له امله يې د اټکل له مخې دوه سوه زره کسان ووژل شوو. د چین د پلازمینې نانجینګ له لاسه ورکولو وروسته د جاپاني پرمختګ د مخنیوي لپاره د کومینتانګ (ملي ملتپال) لسګونه زره سرتېري مړه شوو. په میلیونونو نور چینایان د جګړې پر مهال د قحطۍ له امله مړه شوو.[۵]

د جګړې په پای کې پر جاپان دوه اټومي بمونه وغورځول شول او تسلیم شو. جاپان د جګړې په پیل کې د شانګهای په څېر لوی ساحلي ښارونه ونیول او د چین پاتې برخه یې د مالي او صنعت له مهمو سرچینو نه پرې کړه. په میلیونونو چینایان د یرغل د مخنیوي لپاره لرې پرتو سیمو ته لاړل. ټولې فابریکې او پوهنتونونه خوندي سیمو ته ولېږدول شول، ترڅو ټولنه خپل فعالیت وکړي. جاپان نوې پلازمېنې چونګ چینګ ته له سلګونو هوایی بریدونو سره ځواب ورکړ.

که څه هم چین له متحده ایالاتو نه ډېرې مرستې ترلاسه کړې، چین کافي زیربېنا نه درلوده، چې په سمه توګه وسلې ورکړي یا ان خپل نظامي ځواکونه تغذیه کړي، خپل ملکي وګړي یې یوازې پرېښودل.

چین په درېوو زونونو وېشل شوی و، په جنوب لوېدیځ کې د چیانګ کای شیک (چیانګ یا جیانګ) په مشرۍ له ملتپال او د شمال لوېدیځ ډېره برخه د ماو زیډونګ (ماو) په مشرۍ له کمونیسټانو سره وه. ساحلي سیمې د جاپانیانو له خوا نیول شوې وې او له ملکي وګړو سره سخت چلند کېده. يو شمېر ځوانان د چين د ګوډاګي پوځ په ليکو کې شامل شوو.

فرانسه[سمول]

د ۱۹۴۰ز کال د جون په میاشت کې له چټکې حیرانوونکې ماتې وروسته فرانسه له جګړې نه وشړل شوه. یوه برخه یې په ویچي کې له پلازمېنې سره د المانیانو غیر رسمي متحده شوه. کله چې المانیانو د متحدینو د یرغل پر وړاندې ساحلونه پیاوړي کړل او د هیواد شمالي نیمه برخه یې ونیوله، نو د مقاومت یو ځواکمن غورځنګ راڅرګند شو. جرمنيانو دوه لکه فرانسوي سرتېري ونیول او د جګړې د مودې لپاره یې د المان دننه کمپونو کې د جنګی بندیانو په توګه وساتل او د فرانسې د همکارۍ د تضمین لپاره یې د یرغمل په توګه وکارول. د ویچي فرانسوي حکومت له المان سره نږدې همکاري وکړه، المان ته یې خواړه، ماشینونه او کارګران ولېږل. څو سوه زره فرانسویان او مېرمنې د المان په فابریکو کې کار کولو ته اړ ایستل شوې، یا په رضاکارانه توګه کار کولو ته اړ شوې، ځکه چې د فرانسې اقتصاد پخپله خراب شوی و. په هر حال د مقاومت یو پیاوړی غورځنګ موجود و، چې د نازیانو او فرانسوي پولیسو له خوا د مقاومت ضد سخت فعالیتونه ترسره شوو. ډېری یهودیان د ویچي پولیسو له خوا ونیول شول او المانانو ته یې وسپارل، چې دوی یې د مرګ کمپونو ته واستول.[۶][۷][۸]

سرچينې[سمول]

  1. Bob Moore, "Jewish Self-Help and Rescue in the Netherlands during the Holocaust in Comparative Perspective", Tijdschrift voor Geschiedenis (2011) 124#4 pp 492–505.
  2. Martin Conway, Collaboration in Belgium: Leon Degrelle and the Rexist Movement, 1940–1944 (1993)
  3. José Gotovitch, La Rüstungs-Inspektion Belgien, Archives et Bibliothèques de Belgique (1969) 40#3 pp 436–448.
  4. Peter Schrijvers, Liberators: The Allies and Belgian Society, 1944–1945 (2009)
  5. Peter Williams and David Wallace, Unit 731: Japan's Secret Biological Warfare in World War II (Free Press, 1989).
  6. Rod Kedward, Occupied France: Collaboration And Resistance 1940–1944 (1991)
  7. Julian Jackson, France: The Dark Years, 1940–1944 (2003)
  8. Matthew Cobb, The Resistance: The French Fight against the Nazis (2009)