د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال د پولنډ کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د پولنډ کلتور د نازي المان او شوروي اتحاد له خوا وځپل شو، چې دواړه د پولنډ د خلکو او کلتوري ميراث مخالف وو. د کلتوري نسل ختموني پر بنسټ د جوړو شويو تګلارو (پاليسيو) په پايله کې زرګونه پوهان او هنرمندان مړه شول، او بې شمېره کلتوري لاسي صنايع غلا او ويجاړې شوې. برتانوي تاریخ پوه «نيل فرګوسن» ليکلي "له پولنډيانو سره ناوړه چلند له هغو ډېرو لارو چارو يوه وه، په کومو کې چې ناريانو او شوروي حکوتونو يو له بل سره ورته والی درلود".[۱]

نيواکګرو د پولنډ ډېر کلتوري او تاریخي ميراثونه لوټ او ويجاړ کړل، پولنډي کلتوري مخور خلک (اشرافيه) يې ووژل او وځورول. ډيری پولنډي ښوونځي وتړل شول، او د پارنيستو پاتې شويو ښوونځيو په نصاب کې د پام وړ بدلونونه راغلل.

له دې سره سره، پټ سازمانونه او افراد - په ځانګړي ډول پټ پولنډي دولت – د پولنډ ډيری ارزښتمنې کلتوري خزانې وساتلې، او څومره چې ممکنه وه د هومره زياتو کلتوري ادارو او بېلګو د خوندي کولو لپاره يې کار وکړ. کاتوليکې کليسا او شتمنو افرادو د يو شمېر هنرمندانو او د هغوی د کارونو په خوندي کولو کې ونډه درلوده. د نازيانو او شوروي اتحاد د سخت غچ سره سره، پټو پولنډي کلتوري فعاليتونو د جګړې په جريان کې هم دوام درلود، چې په هغې کې خپرونې، کانسرتونه، ژوندۍ نندارې (نندارغالی/نندارځای)، زده کړه، او اکاډميکې څېړنې شاملې وې.

مخينه[سمول]

په 1795ز کال کې، پولنډ د يو خپلواک دولت په توګه له منځه ولاړ او د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د پروشيايي، اتريشي او روسي سترواکيو په منځ کې د درجو په حساب ووېشل شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پايه د دې هېواد خپلواکي بېرته پر ځای شوه او دا ملت سره بيا متحد شو، په داسې حال کې چې د سرحدونو د کرښو کاږل په اړين ډول يوه لانجمه موضوع وه. خپلواک پولنډ يوازې تر يو ويشتو کلونو پورې دوام وکړ، مخکې تر دې چې يو ځل بيا تر بريد لاندې ونيول شي او د بهرنيو قدرتونو تر منځ ووېشل شي.

د 1939ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه، المان پر پولنډ بريد وکړ، په اروپا کې يې دويمه نړيواله جګړه پيل کړه، او د سپتمبر په اولسمه نېټه، د مولتوتوف- ريبنټروپ تړون تر مخې، شوروي اتحاد پر پولنډ بريد وکړ، له دې وروسته، پولنډ يو ځل بيا - د دې دوه قدرتونو تر منځ  - ووېشل شو، او د جګړې په ډېره موده کې تر نيواک لاندې پاتې شو. د اکتوبر تر لومړۍ نېټې، المان او شوروي اتحاد پولنډ په بشپړ ډول ونيو، که څه هم د پولنډ حکومت هېڅکله په رسمي ډول تسليم نه شو، او د پولنډ پټ دولت ډېر ژر جوړ شو، کوم چې د پولنډ د تبعيدي دولت ماتحت و. د اکتوبر په اتمه نېټه، نازي المان له جګړې مخکې د پولنډ لوېديځې سيمې له خپل هېواد سره ضميمه کړې، په پاتې اشغال شويو سیمو کې، عام حکومت جوړ شو. شوروي اتحاد، پر شوروي اتحاد د المان د بريد له امله په 1939ز کال کې تر لاسه کړيو سيمو واک په موقت ډول خوشې کولو ته اړ شو، خو د 1944ز کال په نيمايي کې د بېا تر لاسه کولو وروسته يې د دې سيمې ډېرې برخې په دايمي ډول له خپل هېواد سره يوځای کړې. د جګړې په اوږدو کې، پولنډ له جګړې څخه مخکې، د خپل نفوس له 20٪ څخه زياته برخه د يو اشغال پر مهال له لاسه ورکړه، کومې جګړې چې دويم پولنډي جمهوريت پای ته ورساوه.

د پولنډي کلتور ويجاړي[سمول]

الماني نيواک[سمول]

تګلاره (پاليسي)[سمول]

د پولنډي ملت او د دې هېواد د کلتور په اړه د المان تګلارې د جګړې پر مهال چمتو شوې. ډيريو الماني چارواکو او پوځي افسرانو ته په ابتدايي ډول د پولنډي کلتور له ادارو سره د چلند په اړه لارښوونې نه وې ورکړل شوې، خو په چټکۍ سره يې بدلون وموند. د 1939ز کال په سپتمبر مياشت کې پر پولنډ له بريد سملاسي وروسته، نازي المان حکومت د «Generalplan Ost» لومړي پړاونه (کوچنی پلان) پلی کړل. بنسټيزه تګلاره د برلن د «توکميزې تګلارې دفتر» د توکميز سياسي ليدلوري پر بنسټ په يو سند کې بیان شوې وه چې دا سند د «د پخوانيو پولنډي سیمو د اوسېدونکو سره د چلند» په عنوان و. له جګړې مخکې د المان د پولې په ختيځ کې اوسېدنکي سالوي خلک المانيان کېدل، مريان کېدل يا له منځه وړل کېدل، تر دې پورې يې اړه درلوده چې ايا هغوی په الماني دولت کې نېغ په نېغه ضميمه شويو سيمو کې اوسېږي او که په عمومي دولت کې.

د پولنډي کلتور په اړه د المان د تګلارې ډېره برخه د عمومي حکومت د والي «هانس فرينک» او د نازي حکومت د تبليغاتو د وزير «جوزف ګويبلز» تر منځ د 1939ز کال د اکتوبر د مياشتې په يو دېرشمه نېټه په «Łódź» کې د شوې لیدنې پر مهال جوړه شوې وه. «ګويبلز» اعلان وکړ چې "پولنډي ملت د يو باکلتوره ملت د بللو وړتيا نه لري". هغه او «فرانک» په دې متفق شول چې د پولنډيانو لپاره د خپل کلتور تجربه کولو فرصتونه بايد په سختۍ سره محدود کړای شي: نه بايد بايد ننداځايونه وي، نه سينماګانې يا کابريټونه؛ نه راډيو يا مطبوعاتو ته لاسرسی؛ او نه زده کړې ته لاسرسی موجود وي. فرينک وړانديز وکړ چې پولنډيانو ته بايد وخت په وخت د «Third Reich» د لاسته راوړنو ښکاره کونکي فلمونه وښودل شي، او بايد يوازې د ميګا فون (لاسي لوړ غږی يا لاوډسپيکر) په مټ هغوی ته وينا وکړای شي. په راتلونکو اونيو کې، پولنډي ښوونځي، چې د منځنۍ کچې مسلکي سطحې څخه مخکې و، وتړل شول، همدا راز ډېر نندارځآيونه او نور کلتوري ادارې هم بندې شوې. په اشغال شوي پولنډ کې يوازېنۍ د پولندي ژبې خپرېدونکې ورځپاڼه هم بنده کړای شوه، او د پولنډي روښانفکرانو نيول پيل شول.[۲]

د 1940ز کال د مارچ په مياشت کې، ټول کلتوري فعاليتونه د عمومي حکومت د خلکو د زده کړې او تبليغاتو د ادارې (Abteilung für Volksaufklärung und Propaganda) تر واک لاندې راغلل، د کومې ادارې نوم چې کلونه وروسته "د تبليغاتو مرکزي اداره" (Hauptabteilung Propaganda) ته واړول شو. د پسرلي او دوبي په لومړيو کې صادرو شويو نورو لارښونو د هغو تګلارو ښودنه کوله، د کومې نقشه چې فرينک او ګويبلز په تېر مني کې چمتو کړې وه. د دې ادارې له ابتدايي فرمانونو څخه يو يې دا و، چې د ډېرو ابتدايي فعالیتونو پرته، د نورو ټولو کلتوري فعاليتونو په ترتيب کولو بنديز لګیدلی دی، او بايد له تر سره کولو مخکې د دې ادارې تاييد تر لاسه کړای شي. د شهوت پارونکي يا فحش نوعيت درلودونکو په ګډون د ټيټ کيفيت نندارو ته استثناء ورکړل شوې وه – کوم چې د ولس د ډاډه کولو او نړۍ ته د حقيقي پولنډي کلتور د ښودلو تر څنګ د دې تاثر ورکولو لپاره خپرېدل چې المان پولنډيان د خپل ځان له ښودلو نه منع کوي. الماني تبليغاتي ماهرانو له بې پري هيوادونو څخه نيوکه کونکي په ځانګړي ډول تنظیم شويو پولنډي فعاليتونو لپاره راوغوښتل، کوم فعاليتونه چې په خاص ډول په دې ډول طرحه شوي و چې ستړي کونکي او فحش وي، او دا يې د بيلګه ييز پولنډي کلتوري فعالیتونو په توګه وړاندې کړل. په کلتوري موضوعاتو کې پولنډي-الماني همکاري، لکه شريک عام فعاليتونه، په سختۍ سره منع وې. په ورته وخت کې، د 1940ز کال د اګست په مياشت کې د اديبانو او فنکارانو لپاره د راجستر کولو يو لازمي پروګرام وړاندې کړای شو. له هغې وروسته، د اکتوبر په مياشت کې، د پولنډي ژبې د نويو کتابونو پر چاپ بنديز ولګېد؛ شته عنوانات چاڼ کړای شول، او اکثر به مصادره يا بېرته ټولېدل.

په 1941ز کال کې، د المان تګلاره نوره هم بدله شوه، چې د پولنډيانو د بشپړې ويجاړۍ غوښتنه يې کوله، څوک چې نازيانو د غېر انسانانو (Untermenschen) په توګه بلل. له لسو تر شلو کلونو په موده کې، د المان تر نيواک لاندې پولنډي سيې له توکميزو پولنډيانو په بشپړ ډول تصفيه کېدې او الماني نيواکګر پکې مېشتېدل. د نیواک په وروستيو کلونو (1943-44) کې د الماني پوځي ماتو او ختيځ محاذ رانږدې کېدو ته په پام سره دا تګلارې يو څه نرمې کړای شوې. المانيانو هيله درلوده چې ډېره نرمه کلتوري تګلاره به نا امني کمه کړي او د پولنډ مقاومت به کمزوری کړي. پولنډيانو ته هغو موزيمونو ته د بېرته تګ اجازه ورکړل شوه چې اوس يې د المان د تبليغتاو او تلقين څخه ملاتړ کاوه، لکه نوی جوړ شوی چوپين موزيم، کوم چې د موسيقار په ابداع شويو الماني جرړو ټينګار کاوه. په زده کړه، نندارغاي او موسيقۍ فعاليتونو محدوديتونه کم کړای شول.

سرچينې[سمول]

  1. Schabas 2000.
  2. Madajczyk, Czesław (1980). "Die Besatzungssysteme der Achsenmächte: Versuch einer komparatistischen Analyse". Studia Historiae Oeconomicae (په جرمني ژبه کي). 14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)