د دویمې الیزابیت شخصیت او انځور
د بریتانیا ملکه او د ټولګټو هېوادونو مشره له ۱۹۵۲ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې، د خپلې ټولې واکمنۍ د کلونو په بهیر کې د خلکو په زړونو کې ځای درلود. هغه د خپلو جامو اغوستلو په طرز کې د پخواني دود پلوۍ وه او د خپلو منسجم رنګ لرونکو بالاپوشونو لپاره چې خولۍ به یې ورسره ورته والۍ درلود پېژندل شوې وه. چې دې ځانګړنې هغې ته اجازه ورکوله ترڅو په ګڼهګوڼه کې په اسانۍ سره ولیدل شي. هغې د خپل عامه رول د یوې برخې په توګه په ډېری کلتوري پېښو کې برخه واخیسته. هغه لېواله وه چې خپل اضافي وخت له اس ځغلونې،عکاسۍ/انځورګرۍ او سپیانو په ځانګړي ډول د هغې په خپل مالت کې د شته وېلزي بومبروک ګرجیانو (سپیو کوچني بچیان) سره تېر کړي. د سیاسي مسائلو او نورو موضوعاتو په اړه د هغې لیدلوری تر ډېره پر اټکل او ګومان ولاړ و. هغې هېڅکله مطبوعاتي مرکه نه ده کړې هغه له دې پرته په ډاګه د خپلو نظریو د مطرح کولو لپاره پېژندل شوې وه.[۱][۲]
شخصیت[سمول]
ډېر هغه څه چې د ملکې الیزابیت د شخصیت او لیدلوري په اړه پېژندل شوي د هغه کسانو له اغېزمنتیا او تشرېحاتو څخه اخیستل شوي دي چې له هغې سره یې لیدلي دي. کاناډایي سیاستوال ایګناتیف په ۲۰۱۰ کال کې له ملکې سره تر یوې خصوصي لیدنې وروسته داسې څرګندونه وکړه چې "هغه څه ډول د هغې له نامعقوله احساس سره حیران شو او زیاته یې کړه چې د «هغې د ژوند دا نامعقول، د شوخطبعۍ او کومیډي حس له ۶۰ کاله ستړېکوونکي عام ژوند څخه ژوندی پاتې شوی و.» د ملکې په کوربهتوب په بالمورال کلا کې د اونۍ د پای تر رخصتیو وروسته د کاناډا د دولت جنرال میشایل ژان د ملکې د عادي، هوسا او غیر رسمي کورني ژوند شاهد و: اليزابیت او د هغې کورنۍ د یو څاښت خواړه په ګډه سره چمتو کول- چې د ملکې په نوښت يو ډول د سلاډ تبی/ساس پهکې شامل و – ورپسې هم مینځل وو. د اېډېنبورګ د ډوک شهزازه فليپ د تره لور مېرمن پاميلا هېکس د ملکې الیزابیت شخصیت فردپاله وباله. د هېکس مور هغه وخت یاد کړ کله چې پاچا شپږم جورج مړ و. الیزابیت لهخپل خاوند سره په کينيا کې وه چې خبره شوه؛ هغه یادونه وکړه چې الیزابیت وويل: «زه ډېره بښنه غواړم خو موږ باید بېرته انګلستان ته ستانه شو.» [۳][۴][۵]
باورونه، فعالیتونه او لېوالتياوې/علاقې [سمول]
الیزابیت د مذهبي او مدني دندو ژور احساس درلود او د خپلې تاجاېښودنې پر مهال په ترسره شوې لوړه کلکه ولاړه وه. هغې د انګلستان کلیسا د عالی واکمنې په توګه له خپل رسمي مذهبي رول څخه جلا په یاده کلیسا او همدارنګه د سکاټلنډ په ملي کلیسا کې عبادت کاوه. هغې د بېلابېلو دينونو تر منځ له اړيکو څخه ملاتړ کاوه او د کلیساګانو او نورو مذهبونو له مشرانو سره یې لېدل چې له ډلې يې دا پنځه پاپان: دوولسم پيویو ۲۳م جان، دويم ژان پل، ۱۶م بنېډېکت او فرانسیس یادولی شو. د هغې د باورونو په اړه یوه شخصي لیکنه معمولاً د کرېسمس په کلني پیغام کې ټولګټو هېوادونو ته خپرېده. هغې په ۲۰۰۰ کال کې وويل: [۶][۷][۸][۹]
زموږ ډېرو لپاره زموږ باورونه بنسټیز اهمیت لري. زما لپاره د عیسویت ښوونې او د خدای پر وړاندې زما خپل مسؤلیت منل ماته داسې يو چارچوکاټ جوړوي چې په ترڅ کې يې زه د خپل ژوند د هدایت کولو هڅه کوم. ماهم ستاسو د ډېرو په شان په ستونزمنو حالاتو کې د عیسی (ع) له خبرو او مثالونو څخه ډېره آرامتیا ترلاسه کړې.
الیزابیت له ۶۰۰ څخه د زیاتو خیریه بنسټونو او سازمانونو حامي/ساتندویه وه. د خیریه مرستو بنسټ د اټکل له مخې الیزابیت د خپلې واکمنۍ په دور کې له ۱.۴ پونډ څخه زیاتې پيسې د خپل ملاتړ لپاره په مرستو لګولې دي. د اوزګارتیا پر مهال د هغې لېوالتیاوې د اس ځغلول او سپيان وو، په ځانګړي ډول د هغې پامبروک وېلزي ګرجيان. د ټول عمر لپاره له ګرجيانو سره د هغې مينه په ۱۹۳۳ کال کې له ډوکيي سره پيل شوه چې د هغې د کورنۍ لومړنۍ ګرجي و. [۱۰][۱۱][۱۲]
سیاسي لیدلوري[سمول]
الیزابیت په څرګند ډول د يو دريځ تر شا په عمومي توګه خپلې سیاسي نظریې نه دي تشرېح کړي او دا له قانون سره په ټکر کې ده چې له شاه/واکمن څخه د هغه د نظریاتو د ښکاره کولو پوښتنه وشي.
کله چې د ټایمز ورځپاڼې ژورنالیست پاول رالتج د ۱۹۸۴-۱۹۸۵ کلونو تر منځ د کانکېندونکو د اعتصاب په اړه له ملکې څخه لانجمنه پوښتنه وکړه، هغې ارټور سکارګېل ته په اشاره داسې ځواب ورکړ چې «دا هر څه د یوه سړي په اړه وو.» [۱۳]
ملکه د ۱۹۹۵ کال په اکتوبر کې د مونترال راډیو د خپرونو د چلوونکي پېري براسارډ لهخوا د کاناډا د لومړي وزیر ژان کرتين له جعلي هویت څخه په ګټې اخیستنې په یوه تلیفوني اړيکه کې وغولول شوه. ملکه پهدې باوري وه چې له کریتن سره خبرې کوي، ويې ويل چې د کاناډا له اتحاد څخه ملاتړ کوي او له کاناډا څخه به د کیوبيک د جلا کېدنې په ټولپوښتنه کې پر وړاندیزونو د اغېز شیندنې هڅه وکړي. [۱۴][۱۵]
په ۲۰۱۴ کال کې د سکاټلنډ د خپلواکۍ تر ټولپوښتنې وروسته، لومړي وزیر ډېوېډ کامرون څرګندونه وکړه چې ملکه له دې پایلې څخه راضي وه. هغې په احتمالي ډول د ټولپوښتنې په اړه یوه پټه بیانیه وړاندې کړې وه او د بالمورال کرېک څخه بهر یې يوې ښځې ته ويلي و چې هيلهمنه ده د دې کار د پايلې په اړه «په پوره غور فکر وکړي.» وروسته دا مشخصه شوه چې کامرون په خاص ډول له هغې څخه د اندېښنې د ثبتولو غوښتنه کړې وه. [۱۶][۱۷]
ملکې د اقليمي بدلونونو د اغېزو د کمولو له اقداماتو څخه ملاتړ وکړ. هغې په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو د اوبو او هوا د بدلون په کنفرانس کې وويل: «موږ هېڅوک به د تل لپاره ژوندي پاتې نهشو، خو موږ دا کار د خپل ځان لپاره نه بلکې د خپلو بچیانو او د خپلو بچیانو د بچیانو او هغو نورو کسانو لپاره کوو چې د دوی لار به وڅاري.»[۱۸]
عامه انځور[سمول]
په ۱۹۷۷ کال کې د الیزابیت د سپينوزرو په جشن (دا د ملکې د واک ته رسېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت رامنځته شوی یو رسمي جشن و چې د هغې د زوکړې له ورځې سره هممهال نمانځل کېده، ژباړڼ) کې ګڼهګوڼه او نمانځنې په ریښتیا سره په زړه پورې او تودې وې. که څه هم ۱۹۹۰ لسیزه کې د شلو کلونو وروسته د هغې د محبوبیت له کمښت سره پهکې د پاموړ بدلون راغی. هغې د عامه افکارو تر اغېز لاندې د لومړي ځل لپاره د عایداتو د مالیې ورکړه پيل کړه او د باکېنګهام ماڼۍ يې د عامو خلکو پر مخ پرانیسته. له دې سره چې په بریتانیا کې له جمهوریت غوښتنې څخه ملاتړ تر بل هر وخت ډېر زیات په اذهانو ژوندی برېښېده خو د جمهوریتغوښتنې اېډیالوژي همداسې د لږکيو نظریه پاتې شوه او الیزابیت پهخپله له خورا زیات محبوبیت څخه برخهمنه وه. نیوکې د هغې پر کړنو او چلند نه بلکې پهخپله پر شاهي واکمنۍ او د الیزابیت د کورنۍ پر مشرانو متمرکزې وې. له شاهي واکمنۍ څخه د نارضایتۍ کچه د وېلز د شهزادګۍ دیانا له مړینې سره اوج ته ورسېده، که څه هم د الیزابیت خپل شخصي محبوبیت – او همدارنګه له شاهي واکمنۍ څخه د عمومي ملاتړ کچه په نړیواله کچه په ژوندۍ تلويزوني خپرونه کې د هغې تر وينا وروسته لا لوړه شوه چې دا وينا هغې د ديانا تر مړینې ۵ ورځې وروسته وکړه. ملکه په ۲۰۰۲ کال کې د ۱۰۰ غوره بریتانویانو په رتبهبندۍ کې په ۲۴مه درجه کې راغله. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
په استرالیا کې د ۱۹۹۹ کال په نوامبر کې په غیر مسقیم ډول د دولت د یو ټاکلي مشر د لرلو پر وړاندې د استرالیا د راتلونکې شاهي واکمنۍ د خوندیتوب لپاره یوه ټولپوښتنه وشوه. ډېری جمهوري غوښتونکي په استرالیا کې د شاهي واکمنۍ د پايښت امتياز د الیزابیت شخصي محبوبیت ته ورکوي. لومړي وزیر جولیا ګیلارډ په ۲۰۱۰ کال کې څرګندونه وکړه چې په اسرالیا کې د الیزاابیت لپاره یو ژور ګرانښت شته دی او د شاهي واکمنۍ په اړه یوه بله ټولپوښتنه باید د هغې د واکمنۍ تر پای پورې په تمه پاتې شي. د ګېلارډ ځایناستی مکولم ټرنبول چې په ۱۹۹ کال کې يې د جمهوري غوښتونکو د ټاکنیزو مبارزاتو مشري وکړه هم په همدې باور و چې د هغې د ژوند په بهیر کې به استرالیایان کله هم جمهوري کېدلو ته رایه ورنه کړي. ټرنبول په ۲۰۲۱ کال کې وويل: «هغه د دولت یو تر ټولو فوقالعاده مشره ده، او په زغرده دا فکر کوم چې په استرالیا کې د الیزابیتيانو شمېر د شاهي نظام تر غوښتونکو زیات دی.» په ورته ډول په ۲۰۰۸ کال کې ټووالو او په ۲۰۰۹ کال کې په سېنټ وېنسټ او ګرېناډين کې یوه ټولپوښتنه د دې لامل شوه چې رایې ورکوونکي جمهوري نظام ته د بدلون وړاندیز رد کړي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
سرچينې[سمول]
- ↑ (په 10 May 2007 باندې). Elizabeth II, belated follower of fashion. The Guardian.
- ↑ "80 Facts About The Queen". Royal Household. مؤرشف من الأصل في ۱۲ فبروري ۲۰۰۷. د لاسرسينېټه ۱۸ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2 July 2010 باندې). Queen Elizabeth meets Michael Ignatieff on her 'day off'.
- ↑ (په 25 May 2012 باندې). When the Queen is your boss.
- ↑ Perry, Simon. "What Really Happened the Moment Elizabeth Discovered She Was Queen". People. مؤرشف من الأصل في ۰۳ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Queen 'will do her job for life'", BBC News, 19 April 2006, د لاسرسينېټه ۰۴ فبروري ۲۰۰۷ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)Shawcross, pp. 194–195 - ↑ Our structure, Church of Scotland, 22 February 2010, د لاسرسينېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۲ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Queen meets Pope Francis at the Vatican", BBC News, 3 April 2014, د لاسرسينېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۷ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Christmas Broadcast 2000, Royal Household, 25 December 2000, د لاسرسينېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۶ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)Shawcross, pp. 236–237 - ↑ About The Patron's Lunch, The Patron's Lunch, 5 September 2014, د لاسرسينېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۶ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Hodge, Kate (11 June 2012), "The Queen has done more for charity than any other monarch in history", The Guardian, د لاسرسينېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ 80 facts about The Queen, Royal Household, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مارچ ۲۰۰۹ باندې, د لاسرسينېټه ۲۰ جون ۲۰۱۰ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Routledge, Paul (1994). Scargill: the unauthorized biography. London: Harper Collins. د کتاب پاڼې xiii. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-00-638077-8. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 29 October 1995 باندې). Allo! Allo! Ici the Queen. Who's This?. The New York Times.
- ↑ (په 28 October 1995 باندې). Queen falls victim to radio hoaxer. The Independent.
- ↑ Quinn, Ben (19 September 2019), "David Cameron sought intervention from Queen on Scottish independence", The Guardian, مؤرشف من الأصل في ۰۷ نومبر ۲۰۲۱, د لاسرسينېټه ۰۷ جون ۲۰۲۲ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Dominiczak, Peter (24 September 2014), "David Cameron: I'm extremely sorry for saying Queen 'purred' over Scottish Independence vote", The Daily Telegraph, مؤرشف من الأصل في ۱۰ جنوري ۲۰۲۲ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore - ↑ "COP26: The Queen says 'none of us will live forever' as she urges leaders to act for 'our children's children'". مؤرشف من الأصل في ۰۲ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bond, p. 97; Bradford (2012), p. 189; Pimlott, pp. 449–450; Roberts, p. 87; Shawcross, pp. 114–117
- ↑ (په 1992-11-27 باندې). In Switch From Tradition, Queen Will Pay Taxes. The New York Times.
- ↑ MORI poll for The Independent newspaper, March 1996, quoted in Pimlott, p. 578 and O'Sullivan, Jack (5 March 1996), "Watch out, the Roundheads are back", The Independent, د لاسرسينېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Pimlott, p. 578
- ↑ Bond, p. 134; Pimlott, pp. 624–625
- ↑ (په 26 September 2009 باندې). Criticism of Queen after death of Diana 'hugely upset' Queen Mother. The Telegraph.
- ↑ Hardman, p. 310; Lacey, p. 387; Roberts, p. 101; Shawcross, p. 218
- ↑ "Australia's PM says Elizabeth II should be country's last British monarch", The Guardian, Associated Press, 17 August 2010 الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Ireland, Judith (15 July 2017), "We're all Elizabethans now: When Malcolm Turnbull met the monarch", The Sydney Morning Herald الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lagan, Bernard (9 March 2021), "Australians in new push to break royal links after Meghan and Harry interview", The Times الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Vincies vote 'No'", BBC News, 26 November 2009, د لاسرسينېټه ۲۶ نومبر ۲۰۰۹ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)