د دویمې الیزابت مړینه او د جنازې دولتی مراسم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دد سمبر په اتمه، دویمه الیزابت، دانګلستان او د ګډو ګټو درلودونکو هېوادونو ملکه، د ډیر عمر لرونکې او د برتانیایي شاهۍ کورنۍ  تر ټولو اوږدمهاله واکمني کوونکې د ۹۶ کلونو په عمر د سکاتلند د بلمورال Balmoral په ماڼۍ که مړه شوه. د هغې د مړینې خبر په ۱۸:۳۰ بجو په ښکاره ډول خپور شو او د هغه مشر ځوی دریم چارلس دهغې ځای ناستی شو.

د لندن  په برج کې د ملکې د مړينې له امله یولړ عملیات پیل شول چې په هغه کې  هغه پلانونه شامل و چې له امله یې د جنازې لپاره ترتیبات نیول کیدل او هغه یو شوي عملیات هم شامل وه چې له امله یې د ملکې د مړينې لپاره چې په سکاتلند کې پېښه شوې وه لازم تشریفات تنظیم کړي.  

برتانیا لس ورځې ملی ماتم اعلان کړ. د جنازې دولتي مراسم د ۲۰۲۲ زکال د  سپتمبر په ۱۹د وینست مینستر Westminster Abbey په کلیسا کې له هغو مراسمو وروسته تر سره شول چې په همدې ورځ د ویندسورWindsor په ماڼۍ کې دسنت جورج St George's Chapel په کلیسا کې دکميټوي خدماتو په ترڅ کې تر سره شوي و.

هغه په سنت جورج  کې د پاچا شپږم جورج د یاد په کلیسا کې خښه شوه. دهغې د جنازې او خښولو په مناسبت په برتانیا کې د ملی بانک رخصتي او په کاناد کې رسمي رخصتی وه او له هغې وروسته دهغې د یاد په پارد سپتمبر په ۲۲ په استرالیا کې او د  سپتمبر په ۲۶ په نوي زیلاند کې عمومی رخصتۍ په پام کې نیول شوي دي.  [۱]

مخینه[سمول]

ملکه د خپل ژوند ډېر وخت کې د ښې روغتیا درلودونکې وه. هغه د خپل مېړه شهزاده فلیپ ( د د ینبرګ دک)  له مړينې وروسته له روغتیایي ستونځو سره مخ شوه او د ۲۰۲۱ ز کال کې د اکتوبر په میاشت کې د یوې لرګینې لکړې نه یې استفاده پېل کړه ترڅوپه دولتې بوختیاوو کې برخه واخلي. د اکتوبر په ۲۰، د مرکزي لندن د پاچا اوم ادوارد په روغتون کې بستري شوه او له شمالي ایرلند څخه یې خپلې کتنې په مهالویش باندې منظمې او په ګلاسګو Glasgow کې یې د اقلیم د تغیر په اړوند د خواوو په شپږویشتم کنفرانس COP26  کې خپل ګډون لغو کړ. هغه  د نومبر په میاشت کې د ملا له درد رنځیدله نو له همدې امله یې ونشو کولای چې د ۲۰۲۱ ز کال د ملي خدماتو د یاد په غونډه کې ( دا غونډه هر کال په لندن کې ترسره کیږي ترڅو په دوونړیوالو جګړو او له هغو ورسته جګړو کې د برتانیا او ګډوګټو لرونکو هېوادونو د نارینه او ښځینه خدمت کوونکو یاد ته درناوی وشي) ګډون وکړي. په برتانیا کې د کوید ۱۹ له خپرېدو وروسته ، ملکه د ویندسور په ماڼې کې یو له هغو وه چې د کوید ۱۹ تست یې مثبت و. دهغې د کوید ۱۹ علایم نرم و او د هغې ناروغي یوعادی زکام وبلل شوه، خو هغې وویل چې  "دا ناروغی هرڅوک ډېر کمزوری اوستړی کوي ". که دا فرض کړو چې د کوېد ۱۹ اغیزې او اوږد مهاله کوېد ۱۹ اغېزې په زړو خلکو ډېرې شدیدې وي نود دملکې روغتیا د ډېرو مبصرینو د اندېښنې لامل شوه. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

هغې ته وویل شول چې هغه به د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ تر لومړۍ نیټې  پورې روغه شی او وبه کولای شي چې خپله رسمی دنده بیرته له سره پیل کړي. هغې د شهزاده فلیپ د شکر کولو په مراسمو کې ګډون وکړ چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۹ د ویست منیستر په کلیسا کې ترسره شول خو ویې پتېله چې د ګډو ګټو لرونکو د ورځې Commonwealth Day او ماوندی Maundy  ( د عیسویت یوډول مراسم دي) په تشریفاتو کې به برخه نه اخلي. د ۲۰۲۲ ز کال د مې په میاشت کې هغې ونه شوکولای چې د لومړي ځل لپاره د ۵۹ کلونو په موده کې د دولتی پارلمان د پرانستلو په مراسمو کې ګډون وکړي ( هغې په ۱۹۵۹ او ۱۹۶۳ ز کالونو کې په  شهزاده اندریو او شهزاده ادوارد باندی د امیندواریدو له امله  هم ونشو کولای چې د پارلمان د پرانستې په مراسمو کې برخه واخلي). دهغې په غیابت کې پارلمان د شهزاده چارلس  Charles د ویلز شهزاده، شهزاده ویلیم  William د کمبریج  Cambridge  دک ( دک په انګلستان  کې د اشرافو یو لقب دی)  له خوا د دولت د سلاکارانو په توګه پرانستل شو. شهزاده چارلس، دهغه ښکاره وارث په توګه دهغې ترمړينې پورې ډیر رسمي مسؤلیتونه تر لاسه کړل. د جون په میاشت کې هغې د شکر کولو په ملی مراسمو کې چې د هغې د پلاتینومی کالیزې جشن  په پار تر سره کیدل ګډون ونه کړ، رسمي سرچینو د هغې د رسمي زوکړې د کلیزې په لومړۍ ورځ پوځي پریټ ته  له دریدو وروسته دهغې رنځیدل یادکړل او په پلاتینومی جشن کې د نه ګډون لامل وباله. د ملکې حضور ترډیره په دې جشنو او مراسمو کې په برنډه کې تر درېدو محدود شول. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د۲۰۲۲ زکال د سپتمبر په ۶، دهغې له مړينې دوه ورځې مخکې، ملکې د لومړي وزیربوریس جانسون استعفا منظوره او په ځای یې لیز تروس     Liz Truss د انګلستان د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله؛ دعرف د ماتیدو په توګه، دا ټولې ليدنی کتنې د بالمورال په ماڼۍ کې ( چې ملکه هلته په رخصتۍ تللې وه ) تر سره شوې نه د بکینګام په ماڼۍ کې. د سپتمبر په اومه په پام کې وه چې هغه به په آنلاین توګه د انګلستان د سلطنتی مشاورینو په ناسته کې چې د لیز تروس په حکومت کې یې نویو وزیرانو ته قسم ورکاوه ګډون وکړي خو وروسته اعلان وشو چې مجلس لغوه شوی او ملکې ته توصیه شوې چې له داکترانو سره نژدې پاتې شي. د ملکې وروستۍ دولتې بیانیه چې په همدې ورځ صادره شوه هغه د ۲۰۲۲ زکال کې د کانادا د ساسکچاوین  Saskatchewan ( دکانادا یو ولایت دی چې له امریکا سره ګډه پوله لري) په ښار کې د چاقوښکلو د پېښې قربانیانو ته تسلیت ویل و. [۲۱][۲۲][۲۳]

مهالیون[سمول]

د سپتمبر ۸[سمول]

د برتانیا د اوړي په وخت په ۰۶:۵۰ بجو ، دملکې چورلکه د ویندسور له ماڼۍ والوته ترڅو شهزاده چارلس د دمفریس له کور څخه د بالمورال مانۍ ته ولېږدوي. هغه په ۱۰:۳۰ ماڼۍ ته ورسید. شهزادګی ان  Anne  لا دمخه په بلمورال ماڼې کې اوسېده اوله چارلس سره یې هلته ولیدل. کامیلا د کورن وال د سیمې ددک میرمن هم بالمورال ته ورسیده که څه هم عامو خلکوته نه وه معلومه چې هغه له خپل مېړه سرهلته لاړه او که یواځې تللې وه. په همدې سهار لومړۍ وزیره لیز تروس Liz Truss د کابینې د سکرتر سایمون کیس Simon Case له خوا خبره شوه چې ملکه سخته ناروغه ده.

په دولسو بجو لومړۍ وزیرې ته نوې معلومات ورکړل شول اود اپوزسیونو مرستیال مشرانجیلا راینرAngela Rayner د ملکې  له خراب روغتیایي وضعیت په هکله دهغه نوټونو دنشر له لارې  هغه وخت خبر کړل شو چې په پارلمان کې د اپوزیسونو د مشر سر کېر سترامر له خوا وېنا ترسره کېده. شااوخوا ۱۲:۳۰ بجې وې چې د بکینګام قصرپه عامه توګه اعلان وکړچې ملکه وروسته له هغې د بلمورال په ماڼۍ کې له طبي څارنې لاندې ده چې داکترانو د هغې د روغتیا په اړه یې اندېښنه ښودلې ده. د اعلان یوه برخه داسې وه "  دنن سها ر له ارزونې وروسته د ملکې داکتران د هغې د روغتیا په اړوند اندښمن دي او سپارښتنه کوي چې هغه باید تر طبي څارنې لاندې پاتې شي". ملکه د بلمورال په ماڼې که ارامه پاتې کیږي او د اعیانو د مجلس ویاند سر لیندسی هویل Sir Lindsay Hoyle په یوه لنډه بیانیه کې د حالاتو په ځواب کې د خیر دعا څرګندوي.

شهزاده ویلیم William ، شاهزاده اندریو Andrew ، شاهزاده ادوارد Edward او دهغه ښځه سوفیه  Sophie د ویسیکس Wessex او فورفار Forfar کونتیس ( د اشرافو یو لقب دی) او شهزاده هری Harry اعلان وکړ چې هغوی بلمورال Balmoral ماڼۍ ته روان دي په داسې حال کې چې کترینا Catherine د کمبرېج دکه او میغان Meghan د سوسیکس Sussex دکه  د لندن د ویندسور Windsor  ماڼې کې پاتې شول. په ۱۲:۴۰ بجو د بي بي سي د برتانیا ملی خپروونکې ادارې خپلې منظمې خپرونې له لومړی بی بي سي شبکې څخه پرې کړې ترڅو د بي بي سي خبري  ژورنالستانو لپاره د ملکې وضعیت ترپوښښ لاندې راولي او په ناوخته ماسپښین کې د بي بي سي کاروکوونکو تورې جامې واغوستې. د برتانیا په نورو عمده تلویزوني چنلونو کې لکه ITV ، څلورم چنل او پنځم چنل کې د ملکې د وضعیت په اړوند ځانګړي راپورونه خپرېدل. په ۱۴:۳۰ بجو، شهزاده ویلیم ، شهزاده اندریو شهزاده ادوارد او د ویسیکس Wessex او فورتفار Forfar's کونتسېسانوالوتکه له RAF Northolt څخه د ابردین Aberdeen هوایي ډګر په لور والوتله.

تر ۱۶:۳۰ بجو پورې ملکه مړه شوې وه. د کابینې د سکرتریت مشر سایمون کېس Simon Case لومړۍ وزیره  شاواوخوا په همدې وخت کې د ملکې له مړينې خبره کړه. دیرش دقیقې وروسته شهزاده ویلیم William ، شاهزاده اندریو Andrew ، شاهزاده ادوارد Edward او ویسیکس او فارفارد کونتسانې بلمورال ته ورسېدل. دوه ساعته وروسته شاهي کورنۍ د ملکې مړینه په دې اعلامېې سره اعلان کړه: " ملکه نن ماسپښین په آرامۍ سره په بلمورال کې مړه شوه.پاچا او ملکه به نن شپه په بلمورال کې پاتې اوسبا ته به لندن ته لاړشي   " له دې اعلامېې سره یوه خبرتیا  هم د بوکینګام ماڼۍ دروازې ته هم ضمیمه شوه او همدا اعلامیه په تویتر او د شاهي کورنۍ په ویب پاڼې هم پوست شوه. 

سرچينې[سمول]

  1. "The Queen's funeral watched by 28 million viewers in UK". BBC News. 20 September 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 8 September 2022 باندې). Elizabeth II enjoyed robust health throughout long reign. The Guardian.
  3. Murray, Jessica (12 October 2021). "Queen seen using walking stick for first time in 20 years". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 21 October 2021 باندې). The Queen spent night in hospital after cancelling Northern Ireland visit. The Guardian.
  5. (په 26 October 2021 باندې). Queen will not attend COP26 climate change summit. BBC News.
  6. (په 14 November 2021 باندې). The Queen to miss Remembrance Sunday service. BBC News.
  7. Lee, Dulcie; Durbin, Adam (20 February 2022). "The Queen tests positive for Covid". BBC News. مؤرشف من الأصل في ۲۰ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 20 February 2022 باندې). Britain's Queen Elizabeth catches 'mild' Covid-19. France 24
  9. Couzens, Jo (10 April 2022). "Queen reveals Covid left her 'very tired and exhausted'". BBC News. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جولای ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 11 April 2022 باندې). Queen Elizabeth says COVID left 'one very tired and exhausted'. Reuters.
  11. "Who would take over from the Queen if she could not perform her duties?". ABC News (Australia). 13 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Quinn, Ben (21 February 2022). "Covid antivirals an option for the Queen under care of medical household". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 14 November 2021 باندې). Sprained back forces Queen Elizabeth to miss remembrance event for Britain's war dead. NPR
  14. (په 1 March 2022 باندې). Queen Elizabeth resumes work 9 days after a positive coronavirus test.. The New York Times.
  15. (په 29 March 2022 باندې). Queen attends Prince Philip memorial service at Westminster Abbey. BBC News.
  16. (په 14 March 2022 باندې). Prince Charles Fills in for Queen Elizabeth II at Commonwealth Day Service Alongside Prince William. Us Weekly.
  17. (په 14 April 2022 باندې). Prince Charles stands in for Queen at Maundy Service. BBC News.
  18. (په 9 May 2022 باندې). Queen to miss State Opening of Parliament – Prince of Wales to read speech instead. Sky News
  19. (په 2 June 2022 باندې). Queen Elizabeth will skip Friday's church service after 'discomfort' during the jubilee's first day.. The New York Times.
  20. (په 2 June 2022 باندې). The Queen to miss service of thanksgiving after suffering discomfort. The Telegraph.
  21. (په 6 September 2022 باندې). The queen will meet the new prime minister at Balmoral Castle in Scotland.. The New York Times.
  22. (په 7 September 2022 باندې). Queen postpones senior ministers meeting to rest. BBC News.
  23. (په 8 September 2022 باندې). In last public statement, Queen Elizabeth extended condolences following Saskatchewan stabbing rampage. Saskatoon StarPhoenix.