د دویمې الیزابت تاج ايښودنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دویمې الیزابت تاج ايښودنه د ۱۹۵۳ ز کال د جون په دویمه د لندن په ویست مینستر Westminsterکې تر سره شوه. هغه د خپل پلار شپږم جورج تر مړينې ( د ۱۹۵۲ ز کال د فبرورۍ په ۶) وروسته د ۲۵ کلونو په عمر دهغې د شخصي او اجرایي شورا ګانو له لورې د ملکې په توګه تر اعلانېدو وروسته د پا چایي تخت ته  ورسېده. د تاج ايښودنې مراسم یو کال وروسته د هغه رسم له مخې چې باید د یوه پاچا له مړينې وروسته  یوه  موده تیره شي چې دا ډول جشن جوړ شي تر سره شول. دې ځنډ د مراسمو د پلان کميټې ته بشپړ وخت ورکړ چې دې تاج ايښودنې ته بشپړ چمتو والی ونیسی. په مراسمو کې هغې په داسې حال کې چې سلطنتي نښانونه ورپورې و،  اوږده کالي یې اغوستي و او سپيڅلي غوړ پرې شیندل کیدل قسم یاد کړاو د انګلستان، کانادا، استرالیا، نوي زیلاند، جنوبې افریقا، پاکستان، سیلون ( اوسنۍ سریلانکا) ملکه شوه. [۱][۲][۳]

دا مراسم د همګټو په هېوادونو کې تر سرشول او یو یادګاري میډال هم صادر شو. دا په برتانیا کې د تاج ایښودنې یواځیني مراسم و چې په بشپړه توګه د تلویزیونو له خوا ترپوښښ لاندې راغلل ځکه په۱۹۳۷ز کال کې د هغې د موراو پلارد تاج ایښودنې په مراسمو کې کلیسا ته د  تلویزیوني کمرو د وړلو اجازه نه وه.  د دویمی الیزابت د تاج ایښودنې مراسم په شلمه پېړۍ کې  د تاج ایښودنې څلورم او وروستي مراسم و. په دې مراسمو په اټکلي ډول ۱.۵۷ میلیونه پونده چې په ۲۰۱۹ کې  ۴۳.۴۲۷.۴۰۰ پونډو ته رسیږي لګښت راغی. 

چمتووالي[سمول]

د يوې ورځې مراسمو تر سره کیدلولپاره چمتوالي  ۱۴ میاشتې وخت ونیو . د تاج ايښودنې د مراسمو د کمیسیون لومړی غونډه د ۱۹۵۲ زکال د اپرېل په میاشت کې  دملکې د مېړه فلیپ د ادینبرګ د دک ( په انګلستان کې د اعیانو موروثي لقب دی)  په مشرۍ تر سره شوه.نورې کمېتې هم لکه د تاج ايښودنې ګډه کمېټه او د تاج ایښودنې اجرایي کمېټه هم جوړې شوې. دا دواړه کمېټې د نورفولک د دک  Duke of Norfolk تر مشرۍ لاندې وې چې د ایرل مارشال  Earl Marshal په توګه د ټولو مراسمو مسؤلیت ور له غاړې و. فزیکي چمتووالی او د تګ لوري دیکور( ښکلي کول) د  دیوید ایکسلس  David Eccles د کارد وزیر مسؤلیت و. دیوید ایکسلس  David Eccles خپل او د Earl Marshal رول داسې تشریح کاوه:  ایرل مارېشال پرودیسر او زه د صحنې مدیر یم..... [۴][۵][۶][۷][۸][۹]   

کميټو د همګټو هېوادونو څخه کمېشنران هم ښکيل کول ترڅو د تاج ايښودنې ملي طبیعت منعکس کړي خود نورو همګټو هېوادونو چارواکو دې تاج ايښودنې کې د برخه اخیستلو بلنې رد کړې ځکه نوموړو هېوادونو دا مراسم یوډول مذهبي عرف وباله چې په برتانیا کې یې ساری نه درلود. د ساري په توګه د کانادا لومړي وزیر لویس سنت لورانت Louis St. Laurent  په دې وخت کې وویل “زما په اند دا تاج ايښودنه د برتانیا د ملکې په توګه په تخت دهغې رسمې کېناستل دی، مونږ خوښ یو چې د برتانیا د تاج ايښودنې په مراسمو کې ګډون وکړو او شاهد واوسو خو موږ په دې ځانګړي کار کې مستقیم ګډونوال نه یو ". د تاج ايښودنې کمیسیون د جون په میاشت کې اعلان وکړچې تاج ايښودنه به د ۱۹۵۳ ز کال د جون په ۲ ترسره شي.[۱۰][۱۱]

د ملکې له خوا نورمان هارتنیل Norman Hartnell توظیف شو چې د هغې د تاج ايښودنې د اوږده کمیس په ګډون د شاهی کورنۍ لپاره کالي دیزاین کړي. هغه د ملکې د اوږده کمیس لپاره  پنځه دیزاینونه وړاندیز کړل  چې وروستی یې د هغه د خپل تحقیق پایله وه چې د دې دیزاین په اړوند یې  له ملکې سره څو ځله ولیدل دا یوځانګړي ورښمین  ګل لرونکی لباس وه چې په هغه وخت کې د همګټو هېوادونوګل لرونکي نښانونه په کې ګلدوزي شوي و لکه: د انګلند تدور ګلاب (  Tudor rose) ( دا په انګلند  کې د څو اشرافي کهولونو داتحاد نښه ده)، د سکاتلند تیستل thistle (یوډول وحشي بوټی دی چې تیرې څوکې لزي او ګلان یې سپین اوبنفش رنګ لري) د ولش Welsh لیک leek ( ګندنې ته ورته سابه دی)َ، د شمالي آیرلند شمراک  shamrock ( د یوه شاخ یا ساقې برخې ته ویل کیږې چې ګلان اوپا‎ڼې لري اود دآیرلند نښان کې لیدل کیږي)، د آسترلیا واتل ,   wattle (څپره)، د کانادا د مپل ( یو ډول ونه ده چې کانادا کې ډیره لیدل کیږي)َ پاڼه، د نوي زیلاند نقره یی ډنډر بوتۍ ( یوډول بوټی دی چې ګلان نه لري او پاڼې یې لکه د وزرونو غوندې وي)، دشمالي افریقا پروتیا protea ( یوډول ګلان دي چې په شمالي افریقا کې ډیر موندل کیږي)، د هند اوسیلون لپاره دوه د لوټس ګلان ( لوټس هم د ګلانو یوډول دی)، اود پاکستان غنم، مالوچ او کتان .[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

الیزابت له خپلو افتخاري خدمتکارانو سره د دې مناسبت لپاره تمرینونه تر سره کړل. یوه تخته د بخملي قطار په ځای کارېدله او د چوکیو یو جوړښت د لېږد لپاره چمتو وه. هغې د ورځنیو کارونو تر سره کولو، د چای څښلو په وخت کې او ورځپانې د لوستلو په وخت کې دسترواکې دولتي تاج په سر کاوه ترڅو د هغه له وزن او احساس کولو سره عادت پیدا کړي. هغې  د تاج ايښودنې د مراسمو لپاره دوه ځله د ۱۹۵۳ زکال د  مې د میاشتې په ۲۲ او ۲۹  په  هغه تمرین کې برخه واخیسته  چې د ویست مینستر په کلیسا Westminster Abbey کې ترسره شول که څه هم ځينې سرچينی وایي چې هغې یو یا څو ځلې په دې اړوند تمرین کې برخه واخیسته. دچېس اف نور فولک ( یولقب وه چې میرمن لاونیا فیتزلان ته چې د اشرافو له ډلې یوه ښځه وه ورکړل شوی و)  به معمولا د الیزابت د تمرین په مهال ولاړه وه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ملکې نیا ملکې ماري چې د ۱۹۵۳ ز کال د مارچ په ۲۴ مړه شوې وه خپل وصیت کې ویلي و چې د هغې مړینه باید د الیزابت د تاج ايښودنې پلان باندې اغیزه و نه کړي نو له همدې امله له مهالوېش سره سم هرڅه  په مخ لاړل. په اټکلي ډول په دې مراسمو  ۱.۵۷ میلیون پونده چې په ۲۰۱۹ کې کابو ۴۱.۷۱۰.۰۰۰ پوندو سره معادل کیږي لګښت راغی چې دا پېسې د پرېټ تګ لورې کې د ۹۶۰۰۰ خلکو لپاره د نندارې کولو ځای برابرول، تشنابونو، دسړکونو په ښکلي کولو، جامو، د موټرو په کرایه کولو، د دولتې چوکیو په ترمیم او د ملکې الیزابت شاهانه لباس په تغیر ولګېدې.   [۲۱][۲۲]

پېښه[سمول]

د دوهمې الیزابت د تاج ايښودنې مراسم له دې مخکې  دنورو پاچایانواو ملکو ته په ورته والې سره د ویست مینستر Westminsterپه کلیسا کې تر سره شول او روحانیونو او اشرافو پکې ګډون کړی و خود دې مراسمو ځينې برخې د نورو تاج ایښودنې له مراسمو سره توپیر درلود.  

تلویزیون[سمول]

په میلیونونو خلکو په ژوندۍ بڼه د بي بي سي د  تلویزیون له لارې د تاج ايښودنې د دې مراسمو  ننداره وکړه، ډیرو خلکو د همدې پېښې د ليدلو لپاره تلویزیونونه واخیستل یا یې کرایه کړل. د تاج ايښودنې دا مراسم لومړني مراسم و چې په بشپړه توګه د تلویزیون له خوا تر پوښښ لاندې راغلل، دهغې دمور اوپلار د تاج ايښودنې په مراسمو کې چې په ۱۹۳۷ ز کې تر سره شول د بي بي سي کمرې  د ویست مینستر Westminsterکلیسا ته پرې نښودل شوې بلکې هغوی له کلیسا بهرپه همدې مناسبت پرېټ تر پوښښ لاندې راووست. د همدې موضوع په  اړوند په کابینه کې له لومړي وزیر وینستون چرچیل Prime Minister Winston Churchill سره بحثونه راولاړ شول، الیزابت دهغه توصیه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې مراسم تر کمرو د مخه تر سره شول او هغو کمرو چې فلمونه واخیستل هغه د 3D  د تکنالوژۍ امتحانی کمرې وې.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د الیزابت تاج ایښودنه لومړنې ستره پېښه وه چې په نړيواله کچه د تلویزیون له خوا خپره شوه. د دې لپاره چې دا اطمینان تر لاسه شی چې د کانادا خلک کولای شی چې په همدې ورځ دا مراسم وویني، نو د کنبراس Canberras په نامه د شاهي هوایي قواوو یوې جټ الوتکې د بي بي سي له خوا د مراسمو اخیستل شوي فیلمی ریکاردونه د اتلنتیک د له سمندر څخه تیرول تر څو د کانادایي خپروونکي کارپورېشن له خوا خپاره شی دا د انګلستان او د کانادا ترمنځ لومړی نه تم کیدونکې الوتنه وه چې تر سره شوه. د کانادا د ګوس بې لابرادار Goose   Bay, Labradorپه ښار ګوټي کې د دې فیلمونو لومړۍ ټولګه د کانادا د شاهي قواوو یوې CF-100 ‍جنګي الوتکې ته وسپارل شوه چې مونتریل Montreal ته یې ولېږدوي.  د کنبراس Canberras جټ الوتکې په ترتیب سره درې پروازونه تر سره کړل او د مراسمو د جریان فیلمونه یې په درې پروازونو کې مونتریول Montreal ته ورسول. په راتلونکې ورځ کې د مراسمو یوفلم  د کانادا د وانکور Vancouver لویدیځ  ته ورسول شو چې هلته د کانادایي خپرونکې کارپورېشن له خوا خپور شي. دا فلم  د کانادا د شاهي سپرو پولیسو له خوا د سولې د طاق تر دوه لاري Peace Arch Border Crossing (د امریکا او کانادا په پوله پروت دوه لاری)  پورې بدرګه شو او له هغه وروسته د واشنګتن د ایالتي ګزمې له خوا ترBellingham ښار ( په واشنګتن پورې تړلی یوبل ښار) پورې بدرګه شو او هلته  لیدونکو د ا فلم یوه ورځ وروسته ولید . دې ځای کې د پرانستې مراسم د  KVOS-TV تلویزیوني چنل له خوا چې زیګنالونه یې په کانادا کې د برتانوي کولمیبا تر لوور ماین لند Lower Mainland رسېدل خپاره کړي وه. [۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. (په 2 June 1953 باندې). 1953: Queen Elizabeth takes coronation oath. BBC News.
  2. "60 Fascinating Facts About The Queen's Coronation". Royal Central. 1 June 2013. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Museum of New Zealand. "The coronation and visit of Queen Elizabeth II". New Zealand Government. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bousfield, Arthur; Toffoli, Gary (2002). Fifty Years the Queen. Toronto: Dundurn Press. د کتاب پاڼې 74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55002-360-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bousfield 2002, p. 100
  6. (په 29 April 1952 باندې). Coronation June 2 Next Year. The Glasgow Herald.
  7. (په 2 June 1953 باندې). Family's Ancient Right to Prepare for Coronation. The Age.
  8. (په 1 June 1953 باندې). Staging Coronation Complex Problem. Ottawa Citizen.
  9. (په 27 April 1953 باندې). Here Comes the Queen. Life.
  10. Trepanier, Peter (2006), "A Not Unwilling Subject: Canada and Her Queen", in Coates, Colin M. (المحرر), Majesty in Canada, Hamilton: Dundurn Press, د کتاب پاڼي 144–145, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781550025866, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bousfield 2002, p. 77
  12. Thomas, Pauline Weston. "Coronation Gown of Queen Elizabeth II: The Queen's Robes, Part 2". Fashion-Era. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cotton, Belinda; Ramsey, Ron. "By Appointment: Norman Hartnell's sample for the Coronation dress of Queen Elizabeth II". National Gallery of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Newbold, Alice (5 June 2020). "The Queen's Coronation Shoes Are Making A Comeback 67 Years Later". British Vogue. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Coronation necklace 1858 - 1911". Royal Collection Trust. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. McDowell, Colin (1985). A Hundred Years of Royal Style. London: Muller, Blond & White. د کتاب پاڼې 70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-584-11071-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bradford, Sarah (1 May 1997). Elizabeth: A Biography of Britain's Queen. London: Riverhead Trade. د کتاب پاڼې 186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57322-600-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Brooke-Little, John (1980). Royal Ceremonies of State. London: Littlehampton Book Services Ltd. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-600-37628-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Diamond brooch given by Queen Elizabeth II as a thank-you for coronation duties". Antiques Trade Gazette. 30 May 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Thomas, Pauline Weston. "Coronation Gown of Queen Elizabeth II: The Queen's Robes, Part 2". Fashion-Era. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bousfield 2002, p. 77
  22. Morris, Bob (2018). Inaugurating a New Reign: Planning for Accession and Coronation. University College London. د کتاب پاڼي 23–24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-903903-82-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. BBC Handbook 1938. London: British Broadcasting Corporation. 1938. د کتاب پاڼي 38–39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Coronation of Her Majesty Queen Elizabeth II". Historic UK. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Early Color Television: British Experimental Field Sequential Color System". Early Television Museum. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Television reigns: Broadcasting Queen Elizabeth's coronation". Science Museum (په انګلیسي ژبه کي). 29 October 2018. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 10 June 2010 باندې). Put on those specs, couch potatoes – 3D poised to reinvent TV: tech guru. News1130
  28. Canadian Broadcasting Corporation. "Society > The Monarchy > Canada's New Queen > Coronation of Queen Elizabeth > Did You Know?". CBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)