د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د متحدینو جنګي جنایتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحدینو جنګي جنایتونه په دوهمه نړیواله جګړه کې د ځواک د لیکې نظامي پرسونل یا ملکي وګړو پر وړاندې د متحدینو لخوا د جنګ قانون ته د دواړو تور لګول شوی او له قانوني اړخه ثابت شوی تاوتریخوالی احاطه کوي. د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې، د لیکو د جنګي جنایتونو په هکله ډېرې محاکمې ترسره شوې چې ترټولو نامتو یې د نورنبرګ محکمه او د توکیو محکمه وې. په اروپا کې، دا محکمې د لندن منشور په اساس تاسیس شوې چې یوازې هغه جنګي جنایتونو تورونه یې په پام کې نیول چې د وګړو لخوا د محوري ځواکونو د ګټې لپاره ترسره شوي وو. د متحدینو اړوند پرسونل ځینې جنګي جنایتونه د متفقینو ځواکونو له لورې تحقیق شول او په ځینې مواردو کې نظامي محکمو ته ولېږدول شول. ځینې پېښې چې تاریخ لیکونکي ادعا کوي چې د هغه وخت د جنګ قانون پر اساس، جنایتونه وو، د بېلابېلو لاملونو له امله د متحدو ځواکونو له لورې د جګړې په اوږدو کې تر څارنې لاندې رانغلل، یا هم تر څارنې لاندې راغلل او د قضايي  څار د نه تر سره کېدو پرېکړه پرې وشوه.

د کلاوس ویګرف لخوا خپرې شوې در اشپیګل مقالې پر اساس، د متحدینو د عسکرو ډېری شخصي یاد داشتونه تراوسه په قصدي ډول د تاریخ لیکوونکو له خوا له پامه غورځول شوي دي، ځکه چې هغوی د دوهمې نړیوالې جګړې له افسانې «ترټولو لوی نسل» سره مخالف وو. دې نظر د ریک آټکینسون اثر، د جګړې ورځ، په کوم کې چې هغه په ایټالیا کې د متحدینو جنګي جنایتونه بیانوي، او د آنټوني بیور اثر، ورځ: د نورمانډي جګړه (D-Day: The Battle for Normandy)، کتابونو سره په بدلون پیل وکړ. د بیوور وروستنی کار ښکاروي چې په نورمانډي کې د متحدینو جنګي جنایتونه له هغه څه څخه چې پخوا یې تصور کېده ډېر پراخ وو.[۱][۲]

پالیسي[سمول]

متحدین ادعا کوي چې د هغوی ملېشو ته د هاګ کنوانسیون او ژنیو کنوانسیون رعایت کولو لارښوونه شوې او باور پر دې دی چې د دفاعي لاملونو لپاره یوه عادلانه جګړه ترسره کوي. په هرحال، د کنوانسیونونو څخه سرغړونه ترسره شوه، له هغې جملې څخه د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې شوروي اتحاد ته د هغو شوروي اتباعو اجباري بېرته تګ چې د محور له ځواکونو سره یې همکاري کوله. د شوروي اتحاد پوځ هم په مکرر ډول جنګي جنایتونه ترسره کړل چې نن ورځ په ډاګه شوه چې ټول د دې هېواد د دولت په امر ترسره شوي دي. په دې جرمونو کې یرغلیز جنګونه کول او د جنګي اسیرانو ډله‌ ییزه وژنه او د فتح کړل شویو هېوادونو د نفوسو ځپنه شامل دي.[۳]

آنټوني بیور د آلمان د اشغال په اوږدو کې د شوروي لخوا په آلماني ښځو باندې جنسي تېری د «د تاریخ په اوږدو کې د ډله‌ییز جنسي تېري ترټولو لویه پدیده» په توګه توصیفوي او اټکل کوي چې لږترلږه په ۱.۴ میلیون ښځو یوازې په ختیځ پروس، پومرانیا او سیلېسیا کې جنسي تېری شوی. هغه ټینګار کوي چې شوروي ښځې او نجونې، چې په آلمان کې د غلامۍ له کار څخه آزادې شوې وې، هم جنسي ځورول شوې دي.[۴]

انفرادي مبصرین لکه آلماني تاریخ لیکونکي او د کین اړخه جګړې ضد فعال یورګ فرډریش استدلال کړی چې د متحدینو له خوا د ملکي سیمو او د دښمن په قلمرو کې د کلتوري هدفونو هوایي بمباري، لکه د آلمان کولن، هامبورګ او درسډن ښارونه، د مونټ کاسینو جګړې په اوږدو کې ایټالیا کې د مونټ کاسینو سیمه، د جاپان ټوکیو، ناګویا، اوساکا ښارونه او په ځانګړې توګه په هیروشیما او ناګاساکي کې د اټومي بمونو کارول، چې د دې ښارونو د بشپړې ویجاړتیا او د سلګونو زرو ملکي وګړو د وژنې لامل شو، باید د جنګي جنایتونو په توګه وګڼل شي؛ په هرحال، نور څارونکي څرګندوي چې له دوهمې نړیوالې جګړې مخکې او د هغې په اوږدو کې د هوایي جګړو په هکله هیڅ نړیوال مثبت یا ځانګړی قانون شتون نه درلود او هیڅ کوم جاپانی او آلمانی افسر د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د متحدینو د جنګي جنایتونو په محکمو کې د شانګهای، چونګ کینګ، وارساو، روټردام او د Blitz په اوږدو کې د بریټانیا ښارونو د هوایي بریدونو له کبله تر څار لاندې ونه نیول شول.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

لویدیځ متحدین[سمول]

کاناډا[سمول]

چارلز پي سټېسي، د کاناډا د ټاکنیز کمپاین رسمي تاریخ لیکوونکی، رپوټ ورکوي چې د ۱۹۴۵م کال د اپریل په ۱۴مه ځینې اوازې خپرې شوې چې ګواکي د کاناډا د آرګیل او ساټرلنډ غرنۍ سیمې نامتو افسر، ډګروال فرډریک اي ویګل، د یو ملکي نښان ویشتونکي لخوا وژل شوی دی. دا اوازه د دې لامل شوه چې د غرنۍ سیمې وګړو له خوا په فریزویټه ښار کې د ملکي وګړو اموالو ته د غچ اخیستو په موخه اور واچول شو. سټېسي وروسته ولیکل چې کاناډایي پوځیانو مخکې له دې چې کورونو او توکو ته اور واچوي، لومړی یې ملکي آلمانیان له هغه ځایه ووېستل؛ هغه وویل چې «خوشحاله یم چې ووایم [هغه] هیڅکله داسې نور څه ندي اورېدلي». وروسته بیا په ډاګه شوه چې د آرګیل قومندان آلماني پوځیانو وژلی وو.[۱۲][۱۳][۱۴]

د میچام او وون سټافنبرګ په وینا، د کاناډا د اردو واحد،  «د اډمونټون وفاداره رژیم» آلماني جنګي اسیران د سیسیلي یرغل په اوږدو کې وژلي دي.[۱۵]

فرانسه[سمول]

ماګوېس[سمول]

د فرانسې په لویدیځ کې د ښامار عملیاتو د کښته کېدو او د ۱۹۴۴م کال په آګسټ کې د آلمان د نظامي اشغال د سقوط وروسته، د آلمان دېری پوځیانو ونشو کړای چې له فرانسې څخه وتښتي او د فرانسې داخلي پوځ ته تسلیم شول. مقاومت د ورماخت لږ او د ګسټاپو او اس اس زندانیانو ډېری کسان اعدام کړل.[۱۶]

ماګوېسانو هم د ۱۹۴۴م کال د سپټامبر په ۱۰مه نېټه په Saint-Julien-de-Crempse (د دوردوګنې سیمه کې) ۱۷ جنګي اسیران اعدام کړل چې له هغه وخته راهیسې تراوسه د هغوی څخه ۱۴ کسه پېژندل شوي دي. دا وژنې د ۱۹۴۴م کال د آګسټ په ۳مه د سنټ جولین کلي د آلماني ځايي ۱۷ اوسیدونکو د غچ وژنې وې چې هغه په خپله د سنټ جولین سیمه کې، چېرته چې د ماګوېس فعالې حجرې د اوسېدو ځای وو، د مقاومت فعالیتونو په ځواب کې غچ اخيستني وژنې وې.[۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. The Horror of D-Day: A New Openness to Discussing Allied War Crimes in WWII, Spiegel Online, 05/04/2010, (part 2), accessed 2010-07-08
  2. "The Horror of D-Day: A New Openness to Discussing Allied War Crimes in WWII", Der Spiegel, 4 May 2010, (part 1), accessed 8 July 2010
  3. Davies, Norman (2005). "War crimes". The Oxford Companion to World War II. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 983–984. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280670-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Antony Beevor (1 May 2002), "They raped every German female from eight to 80", The Guardian الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kershaw, Alex, "Monte Cassino, Ten Armies in Hell", World War II Magazine, September/October 2013, p. 73
  6. Terror from the Sky: The Bombing of German Cities in World War II. Berghahn Books. 2010. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-8454-5844-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 22 October 2003 باندې). Germany's forgotten victims. The Guardian.
  8. Bloxham, Donald "Dresden as a War Crime", in Addison, Paul & Crang, Jeremy A. (eds.). Firestorm: The Bombing of Dresden. Pimlico, 2006. کينډۍ:ISBN. Chapter 9 p. 180
  9. Davies, Norman (2005). "War crimes". The Oxford Companion to World War II. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 983–984. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280670-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Stanson, Gregory. "Dr". Genocide Watch. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Javier Guisández Gómez (30 June 1998). "The Law of Air Warfare". International Review of the Red Cross (323): 347–363. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  12. Stacey (1960), p. 558
  13. Stacey (1960), pp. 558
  14. Stacey (1982), pp. 163–164
  15. Mitcham, Samual W. and Von Stauffenberg, Stephen. 'The Battle of Sicily: How the Allies Lost Their Chance for Total Victory.' Stackpole Books, 2007, کينډۍ:ISBN.
  16. Beevor, Antony, D-Day, Viking, 2009 p 447
  17. After the Battle Magazine, Issue 143