Jump to content

د دوام وړ ځنګل مديريت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دوام وړ ځنګل مديريت د دوام وړ پرمختګ د اصولو له مخې د ځنګلونو مديريت ته وايي. د دوام وړ ځنګل مديريت بايد د درې اصلي رکنونو (ايکولوژيکي، اقتصاد او ټولنيز – کلتوري) تر منځ توازن وساتي. په بريالي ډول د تلپاتې ځنګل مديريت تر لاسه کول به ټولو ته ګډې ګټې چمتو کړي، چې د ځنګلونو، د کليوالي غربت د کمښت او د اقليم بدلون د ځينو اغېزو د کمولو په واسطه د برابرو شويو ايکوسيستمونو او د ژوند تنوع د ساتنې په موخه د سيمه یيز معيشيت له ساتنې نه پراختيا مومي. د ځنګلونو ساتنه د اقليم بدلون د تم کولو لپاره اړينه ده. [۱][۲][۳]

د انسانيت تغذيه او ساتنه او په تلپاتې ډول د ايکوسيستمونو نه ګټه اخيستل بشپړوونکي او په نږدې ډول يو پر بل باندي تکيه کوونکې موخې دي. ځنګلونه اوبه وړاندې کوي، د اقليم بدلون کموي او د زياتو هغو القاح کوونکو لپاره هستوګنځای برابروي، چې د تلپاتې خوړو د توليد لپاره اړين دي. اټکل شوې ده چې د نړۍ د خوړو حاصلاتو ۷۵ سلنه د نړيوالو خوړو د ٪۳۵ توليد استازولي کوي، چې د مېوې، ترکاري يا د تخم توليد لپاره د ژوو له القاح نه ګټه پورته کوي. [۴]

«د ځنګل اصول» د ځمکې په ناسته (Earth Summit) يعنې [د چاپيريال او پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس]، چې په ۱۹۹۲ ز په ريو ډي جانيرو کې تصويب شو، په هغه وخت کې يې د دوام وړ ځنګل مديريت په اړه عمومي نړيوال ادارک تر لاسه کړ. د آرونو او شاخصونو يو شمېر ټولګو ته په نړيواله، سيمه یيزه، د هېواد او د مديريتي واحد په کچه د SMF [د دوام وړ ځنګل مديريت] د لاسته راوړنې د ارزولو په موخه وده ورکړل شوې ده. دا ټولې د هغې درجې د ارزونې لپاره د قوانينو د تدوين او چمتو کولو هڅې وې، چې د تلپاتې ځنګل مديريت پراخه موخې ورته په عمل کې تر لاسه کېږی. په ۲۰۰۷ ز کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې (Non-Legally Binding Instrument on All Types of Forests) [د ځنګلونو د ټولو ډولونو ناقانوني اجباري وسيله (قانون)] تصويب کړ. دا وسيله د خپل ډول لومړنۍ وه او د ټولو ونډه والو د يوې نوې يوځای کوونکې طريقې په واسطه د تلپاتې ځنګل مديريت عملې کولو ته د ودې ورکولو په موخه پياوړې نړيواله ژمنتيا منعکس کړه. [۵]

د دوام وړ پرمختګ ۱۵ موخه هم يو نړيوال نوښت دی، چې د دوام وړ ځنګل مديريت پر لارې اچول په نښه کوي. [۶]

پېژندنه

[سمول]

د تلپاتې ځنګل مديريت يوه پېژندنه، د ځنګلونو د ساتنې په اړه په اروپا کې د حکومتي ناستې له خوا وشوه او له همغه راهيسې د خوړو او کرنې سازمان له لورې تصويب شوی دی، چې د دوام وړ ځنګل مديريت په دې ډول راپېژني: [۷]

په داسې ډول او قېمت د ځنګلونو او ځنګلي ځمکو څارنه او کارول، چې د ژوند تنوع، ګټورتوب، د بيا توليد وړتيا، بيارغونه او په اوس او راتلونکي کې د ترسره کولو ځواک، په سيمه یيزو، ملي او نړيوالو کچو اړوند ايکالوژيکي، اقتصادي او ټولنيزې دندې او د هغه څه ساتنه کوي، چې د نورو ايکو سيستمونو د ويجاړۍ سبب نه کېږي.

ياد مفهوم، په يو څه ساده اصطلاحاتو کې د ځنګل توليداتو او ګټو لپاره د ټولنې د زياتېدونکو غوښتنو او د ځنګل د روغتيا او نه ورته والي تر منځ د توازن او ميزان د ترلاسه کولو په توګه تشرېح کېدلی شي. ياد ميزان د ځنګلونو د پايښت (ژوندي پاتې کېدنې) او پر ځنګل د تکيه ټولنو د نېکمرغۍ (هوساينې) په برخو کې ناډاډمن دی.

د ځنګل د مديرانو لپاره د يوه ځانګړي ځنګل د څانګې په تلپاتې ډول اداره کول، د حس کېدلو وړ په يوه لاره کې د دې مشخص کولو معنا لري، چې ځنګل نن څه ډول وکاروو، چې په راتلونکي کې ورته ګټې، روغتيا او ګټورتوب ډاډمن کړو. د ځنګل مديران بايد ځيني وختونه د مبارزه کوونکو عواملو – سوداګريزو او ناسوداګريزو ارزښتونو، چاپېريالي پاملرنې، د ټولنې اړتياوې، د ځنګل اړوند سالمو پلانونو د توليدولو په موخه ان نړيواله اغېزه وارزوي او د يوې پراخې لړۍ يا ترتيب يې سره يو ځای يا يو لاس کړي. په زياتره حالتونو کې د ځنګل مديران له ښاريانو، سوداګريو، سازمانونو او په ځنګل او د ځنګل د برخې شاوخوا اداره کېدونکو لېواله ډلو سره په سلا او مشوره، د ځنګل په اړه خپلو پلانونو ته وده ورکوي. توکي او تصور يا تجسم د غوره مديريتي لارو چارو لپاره په وروستيو کې بشپړېږي (تکامل کوي). [۸][۹]

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د غړو دولتونو (Member States) په غوښتنه په ۲۰۱۴ ز کې د تلپاتې ځنګل د مديريتي توکو صندوق (Sustainable Forest Management Toolbox) ته وده ورکړه او عملي يې کړ، چې دا د دوام وړ ځنګل مديريت عملي کوونکو هېوادونو د ملاتړ په موخه د توکو، غوره لارو چارو او د دوی د کاريال بېلګو يوه پر ليکه ټولګه وه. [۱۰]

دا چې ځنګلونه او ټولنې په ثابت پرله ‎پسې اوښتون کې دي، نو د دوام وړ ځنګل مديريت غوښتونکې پايله ثابته نه ده. هغه څه چې په تلپاتې ډول يو اداره شوی ځنګل رامنځته کوي، د وخت په تېرېدو سره به ځکه بدلون وکړي، چې ارزښتونه د عامه بدلون په واسطه ساتل شوي دي. [۱۱]

معيارونه او شاخصونه

[سمول]

معيارونه او شاخصونه هغه توکي دي، چې د دوام وړ ځنګل مديريت د ادراک، ارزونې او عملي کولو په موخه کارېدلی شي. ارونه اړين عناصر او د حالتونو يا پړاوونو يوه ټولګه راپېژني او مشخص کوي، چې په واسطه يې کېدای شي تلپاتې يا د دوام وړ ځنګل مديريت وارزول شي. په دوره يي ډول اندازه شوي شاخصونه بل هر معيار ته په احترام سره د بدلون لوری څرګندوي. [۱۲]

د تلپاتې (د دوام وړ) ځنګل د مديريت معيارونه او شاخصونه په پراخ ډول کارول کېږي او زيات هېوادونه ملې راپورونه چمتو کوي، چې د دوام وړ ځنګل مديريت پر لور (په اړه) د دوی وده ارزوي. نهه نړيوال او سيمه یيز معيارونه او شاخصونه شته، چې په ټوليز ډول له ۱۵۰ نه زيات هېوادونه رانغاړي. د پرمختللو معيارونو له ډلې درې معيارونه يې د معتدلو او شمالي ځنګلونو (چې Montréal Process هم ورته وايي) د ساتنې او دوام لرونکي مديريت لپاره پر معيارونو او شاخصونو باندې بوخته ډله، (Forest Europe) او د تودو سيمو د ځنګل نړيوال سازمان (International Tropical Timber Organization) دي. هغه هېوادونه چې د ورته نوښت غړي دي، په عادي ډول په ورته وخت کې د راپور جوړولو او ورته شاخص کارولو هوکړه لري. د هېوادونو په دننه کې د مديريتي واحد په کچه د پايښت وړ ځنګل د مديريت په سيمه یيزه کچه د معيارونو او شاخصونو ته په ودې ورکولو کې direct شوي دي. د نړيوال ځنګل پوهې د څېړنې مرکز (Center for International Forestry Research)، د موډل ځنګل نړيواله شبکه او د بریتانوي کلمبيا په پوهنتون کې څېړونکو يو شمېر توکو او تخنيکونو ته وده ورکړې ده، چې پر ځنګل تکيه شويو ټولنو سره د هغوی په سيمه یيزه کچه د معيارونو او شاخصونو په جوړولو کې مرسته کوي. معيارونه او شاخصونه د درېيمې ډلې ځنګل د تاييد پروګرامونو بنسټ جوړوي. لکه: د کاناډايي معيارونو د ټولنې معيار، د پايښت وړ ځنګل مديريت معيارونه او د پايښت وړ ځنګل پوهنې نوښت معيار. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ښکاري چې، د پايښت وړځنګل مديريت د کليدي عناصرو په اړه وده واله (مخ پر وده) نړيواله هوکړه يا اجماع شته ده. د دوام وړ ځنګل مدیريت اووه عامې موضوعې برخې د نهه(۹) دوام لرونکو سیمه ییزو او نړيوالو معيارونو او شاخصونو د نوښتونو پر بنسټ رامنځته شوې دي. يادې اووه عامې موضوعي برخې دا دي:

  • د ځنګلي سرچينو پراختيا.
  • د بيولوژيکي ژوند بېلوالی (تنوع).
  • د ځنګل روغتيا او بيارغونه.
  • د ځنګل سرچينو ګټورې دندې.
  • د ځنګل سرچينو ژغورونکې دندې.
  • ټولنيزې -اقتصادي دندې.
  • روا کړنلاره او بنسټيز چارچوکاټ.

د عامو موضوعي برخو (معيارونو) په اړه د نظريو دا موافقه (اجماع) په اغېزناک ډول د دوام وړ ځنګل د مديريت يوعام او ضمني پېژند وړاندې کوي. يادې اووه موضوعي برخې د ځنګلونو په اړه د ملګرو ملتونو د جرګه ځای (United Nations Forum on Forests) په څلورمه غونډه کې د ځنګل د نړيوالې کمېټې له خوا او د ځنګلونو په اړه د يادې کمېټې په شپاړسمه غونډه کې منل شوي وو. ذکر شوې اووه موضوعي برخې، اوس هم د ځنګلونو پر ټولو ډولونو باندې د ناقانونه زور وسيلې (Non-Legally Binding Instrument on All Types of Forests) کې د وسيلې د موخې ترلاسه کولو کې د مرستې په موخه د يوه ریفرنس چارچوکاټ په توګه نمانځل کېږي. [۲۳][۲۴]

۲۰۱۲ ز کال د جنوري پر ۵ نېټه د (Montréal Process)، (Forest Europe)، (International Tropical Timber Organization) او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د اووه موضوعي برخو منونکو د مرستې يوه ګډه وینا لاسليک کړه، چې له مخې يې د ځنګل اړوند د نړيوالو معلوماتو راټولونې او راپور ورکولو ته وده ورکړي او د څارنې د غوښتنو او ګډ راپور ورکولو د مسووليت پېټي د زياتوالي مخنيوی وکړي.

سرچینې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Guidelines for Developing, Testing and Selecting Criteria and Indicators for Sustainable Forest Management Ravi Prabhu, Carol J. P. Colfer and Richard G. Dudley. 1999. CIFOR. The Criteria & Indicators Toolbox Series.
  13. Criteria and Indicators for Sustainable Forest Management: A Compendium. Paper compiled by Froylán Castañeda, Christel Palmberg-Lerche and Petteri Vuorinen, May 2001. Forest Management Working Papers, Working Paper 5. Forest Resources Development Service, Forest Resources Division. FAO, Rome (unpublished).
  14. ITTO
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. MCPFE indicators Archived 14 June 2010 at the Wayback Machine.
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. International Model Forest Network Criteria and Indicators Archived 23 October 2006 at the Wayback Machine.
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. United Nations Forum on Forests (2004)
  24. Committee on Forestry (2003)