د دهلې بند
د دهلې بند په کندهار ولایت کي په ۱۹۵۰-۱۹۵۲ کلونو کې د امریکا په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی، چې د هېواد دویم ستر بند هم بلل کېږي. یاد بند کرنې او کندهار ښار ته د څښاک اوبه برابروي، او جوړښت یې له خاورو څخه شوی چې اصلي برخه یې ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږوالی لري. د دې تر څنګ ۶ کوچني بندونه په ۱۵-۲۵ لوړوالي د بند غربي اړخ ته هم جوړ شوي تر څو د اوبو کچه لوړه کړي. په دې ترتیب د بند ټول اوږدوالی ۲۰۴۰ مترو ته رسېږي. پرچاوه یې په کلکه ډبرینه برخه ډیزاین شوې، او خپلي اضافي اوبه لاندې خوا ته پرېږدي. د کرنې اوبه د بند له ټیټي برخې د دروازو په مرسته قابو کېږي.
د دهلې بند په ټولیز ډول ۳۱۴ میلیون مترمکعبه اوبه زېرمه کوي، خو د ۷۰ کلونو په تېرېدو یې ۳۴٪ زېرمه له خاورو ډکه شوې. له همدې امله افغان حکومت غواړي دا بند ۱۰-۱۲ متره لوړ کړي تر څو د اوبو د زېرمې کچه یې لومړني حال ته ورسېږي. د دهلې بند اوبه په شاوخوا سیمه کې ۳۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي. له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې کاناډایانو په دې بند کې د ترسباتو د مخنیوي، د اوبو زېرمه کولو برج او پرچاوې د بیارغونې چارې پلې کړې، خو پلان دا دی چې د بند تر لوړولو وروسته ۳ توربینونه هم د برېښنا لپاره په کې ولګول شي، چې د ډېرو اوبو د زېرمه کولو ترڅنګ به ۲۲ میګاواټه برېښنا هم چمتو کړي. د هندوستان پلازمېني دهلي سره ددې بند د نوم د ورته والي له امله ځینې خلک فکر کوي چې دا بند هندوستان جوړ کړی چې دا سمه نه ده.
