د دهلي اسمبلۍ ټاکنې، ۲۰۲۰

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دهلي اسمبلۍ ټاکنې د ۲۰۲۰م کال د فېبروري پر ۸مه نېټه ترسره سوې. د دهلي اسمبلۍ ۷۰ چوکۍ لري؛ د وزير اعلي د چوکۍ ګټلو ا و حکومت جوړولو لپاره بايد د اسمبلۍ ۳۶ سيټه په کار دي، معنا که يو ګوند يا شخص ۳۵ سيټه وګټي هغه د حکومت جوړلو لپاره د بل ګوند مرستې ته اړتيا لري. خو که ټوله ۳۶ چوکۍ دوي خپله وګټي، نو بيا دوي کولاي سي پرته له کومي مرستي خپل حکومت جوړ کړي. په د هلي کي د قانون جوړني لپاره هم د ۷۰ څخه بايد لږ تر لږه ۳۶ رايې ولي تر څو نوي قانون جوړ کړې.معنا د ۳۶ چوکيو په زور د حکومت چوکۍ او ټول واک ترلاسه کېږي.

په دې ټاکنو کي درې مهمو ګوندونو؛ عام آدمي پارټۍ، بهارتيه جنتا پارټۍ او انډين نېشنل کانګريس د يو بل سره زورونه ووهل. د ټاکنو پايلې د ټاکنو کمیسون د ژمنې سره سم د فېبروري پر ۱۱مه باندې وښودل سوې. او د تېر وار په شان دا وار هم ارويند کېجريوال ډېر شمېر چوکۍ وګټلې او د دريم وار لپاره د دهلي د وزير اعلی پر چوکۍ پاته سو.