د دنمارک هېواد دویمه مارګاریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دنمارک دویمه مارګاریت (په دنمارکي ژبه: [mɑˈkʁeˀtə]؛ Margrethe Alexandrine Þórhildur Ingrid، چې د ۱۹۴۰ کال د اپرېل ۱۶مه زېږېدلې) د دنمارک هېوادو ملکه ده. هغې له ۵۰ کلونو څخه ډېر د دنمارک د شاه په توګه واکمني کړې ده چې په نړۍ کې یواځینۍ فعلي ملکه او تر ټولو اږودمهال لپاره د دولت فعلي ښځينه رئیسه ده. 

مارګاریت چې د اولدنبورګ کرړې د کادتي څانګې په ګلوکسبورګ کورنۍ کې نړۍ ته راغلې، د نهم فریدریک او ملکې اینګرید مشره بچۍ ده. هغه په ۱۹۵۳ کال کې کله چې د اساسي قانون تعدیل ښځو ته دا اجازه ورکوله چې تاج او تخت په میراث کې ترلاسه کړي، د خپل پلار وارثه شوه. مارګاریت د خپل پلار تر مړینې وروسته د ۱۹۷۲ کال د جنوري په ۱۴مه د خپل پلار ځای ناستې شوه. د هغې د واکمنۍ پر مهال هغه د لومړنۍ مارګاریت له واکمنۍ راهیسې چې د ۱۳۷۶- ۱۴۱۲ کلونو تر منځ د کالمار اتحادیې په دوران کې د سکندیناویایي پاچاهیو واکمنه وه د دنمارک لومړنۍ ښځينه پاچا شوه. هغې په ۱۹۶۷ کال کې له هېنري ډي لابورډ ډي مونپزات سره واده وکړ چې له هغه څخه د دوو زامنو مور شوه: ولیعهد فریدریک او شهزاده یواکیم. [۱]

مارګاریت له لرغونپوهنې سره د خپلې شدیدې علاقې له امله پېژندل شوې ده او د ایټالیا، مصر، دنمارک او سویلي امریکا په څوګونو اکتشافاتو کې يې برخه اخیستې ده. هغې دا علاقه له خپل نیکه شپږم ګوستاف ادولف سوئدي سره شریکه کړه چې په ۱۹۶۲ کال کې یې اتروریا ته نږدې له هغه سره څه موده د لرغونو اثارو په کشف کې تېره کړه. [۲]

تر ۲۰۲۳ کال پورې مارګاریت د یوې خپلواکې حاکمې په توګه ۴۲ د رسمي لیدنو بلنې ترلاسه کړې او هغې په‌خپله له ۵۲ خارجي هېوادونو څخه لیدنه کړې. هغې او شاهي کورنۍ څو نورې خارجي لیدنې هم تر سره کړې دي. په دنمارک کې له شاهي واک څخه ملاتړ په مداوم ډول شاوخوا له ۸۲ سلنه څخه لوړ پاتې شوی لکه څنګه چې خپله د مارګاریت شخصي محبوبیت هم همداسې دی. [۳][۴][۵]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

شهزادګۍ مارګاریت د ۱۹۴۰ کال د اپرېل په ۱۶مه د اتم فریدریک په ماڼۍ کې د کپنهاګ په پلازمېنه کې د فردریکستان په سیمه کې د شاهي کورنۍ په اصلي مېشت ځای کې د امالینبورګ د ماڼیو په مجتمع کې د خپل مور او پلار په مېشت‌ځای کې نړۍ ته راغله. هغه د ولیعهد شهزاده او ولیعهدې شهزداګۍ (چې وروسته پاچا نهم فریدریک او ملکه اینګرید شول) لومړۍ ماشومه وه. پلار یې د وخت د ستر پاچا لسم کریستین مشر زوی و، حال دا چې مور یې د سویډن د ولیعهد (وروسته پاچا شپږم ګوستاف ادولف) یواځینۍ لور وه. د هغې زېږون یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه پېښ شو چې نازي المان د ۱۹۴۰ کال د اپرېل په ۹مه پر دنمارک برید وکړ.    [۶]

مارګاریت ته د مې په ۱۴مه نېټه د هولمن په کلیسا کې د تمعید غسل ورکړل شو. د شهزادګۍ تمعیدي والدین پاچا لسم کریستین (پلارنی نيکه)؛ د دنمارک مورثي شهزاده کنود (تره/کاکا)؛ د دنمارک اکسل شهزاده (د هغې د پلارني نیکه لومړنی د تره زوی)؛ د سویډن پاچا پنځم ګوستاف (مورني -غورنیکه)؛ د سویډن ولیعهد شهزاده ګوستاف اډولف (مورنی نیکه)؛ د ویستربوتن دوک شهزاده ګوستاف ادولف (د هغې ماما) او د کانات او ستراثارن دوک شهزاده ارتور (د هغې مورنی غور نیکه) وو.  

هغه د خپلې مرحومې مورنۍ انا د سویډن ولیعهدې شهزداګۍ مارګاریت او پلرنۍ انا ملکې الکساندرین او او خپلې مور اینګرید له نوم څخه په اخیستلو مارګاریتا ونومول شوه. دا چې د هغې پلرنی نیکه هم ایسلنډي پاچا و په دې وجه هغې ته د Þórhildur ایسلنډي نوم هم ورکړل شو. [۷]

په ۱۹۴۴ کال کې کله چې مارګاریت ۴ کلنه وه، د هغې کشرۍ خور شهزادګۍ بندیکت نړۍ ته راغله. شهزادګۍ بندیکت وروسته د برلبورګ – ویتګنشتاین له شهزاده ریچارډ سین سره واده وکړ او له څه مودې په المان کې ژوند کوي. د هغې دویمه خور شهزداګۍ ماري په ۱۹۴۶ کال کې نړۍ ته راغله. هغې ماري بیا وروسته د یونان له پاچا دویم کنستانتین سره واده وکړ او اوس‌مهال په یونان کې ژوند کوي.

مارګاریت او خویندي يې په پلازمېنه کپنهاګ کې په امالینبورګ کې د اتم فریدریک د ماڼۍ په اپارتمانو کې او په شمالي نیوزیلانډ کې د فردنسبورګ په ماڼۍ کې لویې شوې. هغې د اوړې رخصتیانې له شاهي کورنۍ سره د خپل مور او پلار په اوړني مېشت ځای کې د ګراستن په ماڼۍ کې په سویلي یوتلنډ کې تېرې کړې. د ۱۹۴۷ کال د اپرېل په ۲۰مه پاچا لسم کریستین ومړ او د مارګاریت پلار نهم فردریک د پاچا په توګه د واک پر تخت کېناست.

کورنۍ او ملګري یې مارګاریت له مینې د «دیزي» په نوم پېژني. [۸]

احتمالي وارث‌والی[سمول]

د هغې د زېږون پر مهال د هغو بدلونونو له امله چې په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د ځای ناستۍ په قوانینو کې د ګلوکزبورګ څانګه د ځای ناستۍ لپاره وټاکل شوه، یواځې نارینه‌وو کولی شوی چې د دنمارک هېواد د تاج او تخت واک ترلاسه کړي. دا چې مارګاریت هېڅ ورور نه درلود، احتمال دا و چې د هغې تره شهزاده کنود به یوه ورځ تاج او تخت ترلاسه کړي.

د اساسي قانون د بدلون بهیر په ۱۹۴۷ کال کې لږ ځنډ وروسته له هغه پیل شو چې د مارګاریت پلار پر تخت کېناست او دا مشخصه شوه چې ملکه اینګرید به نور بچي ونه لري. د فریدریک او د هغه د لوڼو شهرت او په دنمارکي ژوند کې د ښځو مخکښ رول د اساسي قانون د بدلون پېچلې لړۍ پیل کړه. د دې قانون لپاره لازمه وه چې دا وړاندیز د دوو پرلپسې پارلمانونو او وروسته د ۱۹۵۳ کال د مارچ په ۲۷مه د یوې ټولپوښتنې په‌واسطه تصویب شوی وی. د ځای ناستۍ نوي قانون د دنمارک پر تاج او تخت د ښځینه‌وو ځای ناستۍ ته د نارینه‌وو جنسیتي لومړیتوبونو ته په پام اجازه ورکوله، چې په هغه کې ښځه یواځې هغه وخت واک ته رسېدلی شي چې ورور ونه لري. په دې توګه شهزادګۍ مارګاریت فرضي/احتمالي وارثه شوه. په ۲۰۰۹ کال کې د ځای ناستۍ قانون له مطلق لومړیتوب سره سم شو.  [۹][۱۰]

د ۱۹۵۸ کال د اپرېل په ۱۶مه د هغې د ۱۸ کلنۍ په کلیزه کې مارګاریت ته په ایالتي شورا کې یوه چوکۍ ورکړل شوه. ورپسې هغې د پاچا د موجودیت په حالت کې د غونډو مشري پر غاړه لرله. په ۱۹۶۰ کال کې یې د سویډن او ناروې له شهزادګیو سره په ګډه متحده ایالاتو ته سفر وکړ چې له لاس انجلس ښار څخه لیدنه په کې شامله وه او د پارامونت سټیدیو ته لاړه دا هغه پېژندل شوی ځای و چې د جری لوئیس او الویس پریسلي په څېر نامتو څېرو سره یې وکتل. [۱۱][۱۲]

زده‌کړې[سمول]

مارګاریت په کوپنهاګ کې د ن. زحله په خصوصي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې چې په ۱۹۵۹ کال کې ترې فارغه شوه. هغې یو کال د انګلستان په همپشایر کې د شمالي فورلینډ لاج د نجونو په لیلیه ښوونځي کې تېر کړ او وروسته یې د ۱۹۶۰-۱۹۶۱ کلونو په بهیر کې د کمبرېج په ګیرټون کالج کې تر تاریخ مخکې لرغونپوهنه ولوسته، د ۱۹۶۱ او ۱۹۶۲ کلونو په بهیر کې یې د ارهوس په پوهنتون کې سیاسي علوم ولوستل، په ۱۹۶۳ کال کې د سوبرن پوهنتون ته لاړه او په ۱۹۶۵ کال کې د لندن د اقتصاد په ښوونځي کې وه. هغه د لندن د لرغونو اثارو د ټولنې غړې ده. [۱۳][۱۴][۱۵]

مارګاریت په دنمارکي، فرانسوي، انګلیسي، سویډني او الماني ژبو بشپړه بلدتیا لري او د فارويي ژبې محدوده پوهه لري. [۱۶][۱۷]

واده او بچیان/ماشومان[سمول]

په لندن کې د شهزادګۍ مارګاریت د اوسېدلو په بهیر کې هغې له فرانسوي دیپلومات هېنري- ماري – ژان – اندره ډي لابورد ډي مونپزات سره چې په لندن کې د فرانسې سفارت منشي و ولیدل. د هغوی کوژده د ۱۹۶۶ کال د اکتوبر په ۵مه اعلان شوه. هغوی د ۱۹۶۷ کال د جون په ۱۰مه په کوپنهاګ کې د هولمن په کلیسا کې واده وکړ او د واده مراسم د فردنزبورګ په ماڼۍ کې ترسره شول. لابورد ډي مونپزات د دنمارک د تاج او تخت د احتمالي وارثې د خاوند په توګه د خپل نوي موقف له امله د «د دنمارک د هنریک شهزاده عالي سلطنتي» نوم او سبک ترلاسه کړ. هغوی ۵۰ کاله واده شوی ژوند وکړ تر هغه چې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۳مه ومړ.  [۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Scocozza, Benito (1997). Politikens bog om danske monarker (الطبعة 1. udg). København: Politiken. د کتاب پاڼي 204–205. OCLC 57288915. د کتاب نړيواله کره شمېره 87-567-5772-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Montgomery-Massingberd, Hugh, المحرر (1977). Burke's Royal Families of the World. I. London: Burke's Peerage Limited. د کتاب پاڼي 62–63. OCLC 18496936. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-85011-023-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Stats- og officielle besøg" [State and official visits]. Kongehuset (په ډېنمارکي ژبه کي). 2020-08-04. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Statsbesøg til Forbundsrepublikken Tyskland" [State visit to the Federal Republic of Germany]. Kongehuset (په ډېنمارکي ژبه کي). 2021-09-22. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Stjer, Christian (2012-06-02). "Danskerne er vilde med kongehuset | Voxmeter" (په ډېنمارکي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Navnet til den ny prinsesse..." nfi.ku.dk. Nordisk Forskningsinstitut, University of Copenhagen. 18 مې 2012. د اصلي آرشيف څخه پر 2 فبروري 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 جنوري 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Morris, Chris (13 January 2012). "Denmark's Queen Margrethe marks 40 years". BBC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Royal House - The Danish Monarchy". www.kongehuset.dk. Danish Royal Court. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Elvis Presley with Princesses Margrethe of Denmark, Astrid of Norway, and Margaretha of Sweden". Elvispresleymusic.com.au. 7 جون 1960. د اصلي آرشيف څخه پر 9 سيپټمبر 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 11 دسمبر 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. . [{{{url}}} Princess Margrethe, who is fifteen and is heir presumptive to the Danish throne, is to study for a year in England at North Foreland Lodge, a girls' boarding school near Basingstoke, in Hampshire...]. The Illustrated London News.
  14. "Margrethe and Henrik Biography". Royalinsight.net. 16 April 1940. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Margrethe and Henrik Biography". Royalinsight.net. 16 April 1940. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Her Majesty Queen Margrethe II". Kongehuset.dk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)