د خړکمر خونړۍ پېښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خړکمر خونړۍ پېښه يا د خړکمر پېښه هغه پېښه ده چې د پاکستان ارمي ځواکونو په پښتون ژغورنې غورځنګ لاريون کوونکو ډزې وکړې. دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ورسره د وزيرستان خلکو لاريون کولی. دا لاريون د هغه ظلمونو په ضد وو کوم چې د پاکستان ارمي ځواکونو لخوا په دغه علاقه کې وهل ټکول شوي وو. دا پېښه په ۲۶ مې ۲۰۱۹ باندې را مخې ته شوه. په دې پېښې کې د پاکستان ارمي لخوا ۱۳-۱۷ بې وزله خلک په ډزو ووژل او تر پنځوسو زيات يې ژوبل کړل. او بيا يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران هم بنديان کړل.[۱][مړه لينکونه]