د خپګان بیولوجي
علمي مطالعاتو ښودلې ده چې د ماغزو بېلابېلې برخې، د عمده خپګان پر اختلال (MDD) باندې اخته کسانو کې بدلون موندلي فعالیتونه ښیي او د بېلابېلو نظریو پلویان یې هڅولي دي ترڅو د هغو تیوريګانو پر خلاف، چې پر ساپوهنیزو یا شرایطو ته اړوند لاملونو باندې ټینګار لري، د نوموړې ناروغۍ بیوکېمیاوي منشا ومومي. هغه فکټورونه چې دغه لاملونه په کې شتون لري، د مګنیزیم، ویټامین D او تریپوتوفان تغذیوي نیمګړتیاوې دي چې شرایطو ته اړوند منشا خو بیولوجیکي اغېزې لري. د کلونو، کلونو په اوږدو کې، د مونوامین عصبي لېږدوونکو، عصبي انعطافوالي، د عصبي نسجونو تکثر، التهاب او ورځني نظم پورې اړوند تیوريګانو په څېر د خپګان د بیولوجیکي لامل په هکله څوګونې تیوريګانې مطرح شوې دي.[۱][۲]
په خپګان کې ښکېلو عصبي شبکو کې هغه شبکې شاملې دي چې د احساساتو په رامنځته کولو او تنظیم او همدا راز تلافي کولو کې ونډه لري. بېًقاعدهګي، په ټولیز ډول، د جانبي دماغ په مخکېني قشر کې لېدل کېږي، چې فرضي کارکړنه کې یې، په ټولیزه توګه، د احساساتو تنظیمول شامل دي. د امیګدالا، مخکېنی کمربندي قشر (ACC)، اوربیتوفرنتال قشر (OFC) او مخطط جسم په څېر د احساساتو په رامنځته کولو او تلافي کولو کې ښکېلې برخې تر ډېره دخیلې دي. دغه برخې د مونوامینېرجیک هستو عصببندي کېږي او ازمایښتي شواهد د مونوامینېرجیک غیرطبیعي فعالیت په تړاو یوه بالقوه ډوله ونډه ښیي.[۳][۴]
جنتیکي لاملونه
[سمول]د جېن د مطالعاتو ستونزه
[سمول]له تاریخي پلوه، د څېړنو تمرکز د مناسب جېن پر مطالعاتو باندې ؤ. سره لهدې، څرنګه چې د جېنونو شمېر د مناسب جېن د انتخابولو د احتمال کچه راټیټوي، د لومړی ډول خطاګانو (کاذب مثبتونه) د رامنځته کېدو احتمال لوړ دی. د مناسبو جېنونو مطالعات په وار، وار سره یو لړ نېمګړتیاوې لري؛ لکه: تکراري جېنوټایپي خطاګانې او له احصائیوي پلوه ضعیفې. دغه اغېزې د جېنونو معمولي ارزونې لهلارې، پرته د جېن-جېن متقابل عمل په پام کې نیولو سره، ترکیب کېږي. دغه محدودیتونه په هغه واقعیت کې څرګندېږي چې هېڅ مناسب جېن جېنومي ستر اهمیت ته نهدی رسېدلی.[۵]
مناسب جېنونه
[سمول]5-HTTLPR
[سمول]5-HTTLPR یا د سېروتونین لېږدوونکي پروموتر جېن لنډ الېل، د خپګان له زیاتېدونکي خطر سره اړوند ګڼل شوی دی؛ سره لهدې، له ۱۹۹۰ز لسیزې راهیسې، متناقضې پایلې لاسته راغلې دي. نور هغه جېنونه چې د جېن-چاپېریال یوه متقابل عمل ته اړوند ګڼل شوي، CRHR1، FKBP5 او BDNF دي، چې لومړني دوه یې د HPA محور د سترېس غبرګون پورې تړاو لري او وروستی جېن د عصبي نسج په تکثر کې ښکېل دي. د 5-HTTLPR مناسب جېن تحلیل او شننه، نه په یوازې توګه او نه هم د ژوند له سترېس سره په یوځایي ډول، قطعي نهوه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د ۲۰۰۳ز کال د یوې مطالعې لهمخې، د جېن-چاپېریال (GxE) متقابل عمل لهلارې کېدای شي وښودل شي چې ولې د ژوند سترېس (د سېروتونین لېږدوونکي اړوند پروموتر برخې (5-HTTLPR) الېلي تنوع ته په کتو سره)، په ځینو وګړو کې د خپګان د بېلابېلو دورو په معنی، خو په ځینو کې نهدی. دغې فرضیې باندې په پراخه توګه، هم په علمي لیکنو او هم په مطبوعاتو کې، بحث شوی دی، چې هغه ته «ارکید جېن» نوم ورکړل شو؛ خو په قطعي توګه، په لا غټو بېلګو کې ورته پایلې لاسته رانهغلې او په لومړي ازمایښت کې د مشاهده شویو اغېزو کچه د خپګان له مشاهده شوي پوليجېنوالي سره مطابقت نهدرلود.[۱۲][۱۳]
BDNF
[سمول]داسې فرض شوې ده چې، BDNF پوليمورفیزمونه هم جنتیکي اغېزه لري، خو لومړنۍ موندنې په لا غټو بېلګو کې ونهموندل شوې او د لومړیو اټکلونو لهمخې د اغېزو موندل شوې کچې د خپګان له مشاهده شوي پولیجېنوالي سره مطابقت نهدرلود.[۱۴]
SIRT1 او LHPP
[سمول]په ۲۰۱۵ز کې، د هان چینایي ښځو باندې د GWAS مطالعې، په مثبته توګه، دوه ډوله په منځنیو برخو کې، SIRT1 او LHPP ته نږدې تشخیص کړې، چې په ټول جېنوم کې یو د پاموړ تړاو لري.[۱۵][۱۶]
د نوراپينفرین لېږدوونکي پوليمورفیزمونه
[سمول]د نوراپينفرین لېږدوونکو پوليمورفیزمونو او خپګان ترمنځ د یوې اړیکې د موندلو لپاره ترسره شوې هڅې له نیمګړو پایلو سره مل وې.[۱۷]
د یوې کرهکتنې لهلارې یو لړ مناسب جېنونه، چې په وار، وار سره تر مطالعې لاندې نیول شوي دي، وپېژندل شول. د 5-HTT او د 5-HT2A اخېستونکي لپاره کوډ جوړوونکي جېنونه، په متناقضه توګه، له خپګان او درملنې سره تړاو درلود. له ماغزو څخه د مشتق شوي نیوروتروفیک فکټور (BDNF) د Val66Met پوليمورفیزمونو لپاره ترکیبي پایلې وموندل شوې. د موندنو لهمخې، د تریپتوفان هایدروکسیلېز جېنونو پوليمورفیزمونه، په ازمایښتي توګه، د ځانوژنې له چلند سره تړاو لري. د جنتیکي مطالعاتو ۱۸۲ کنټرول شویو قضیو یو مېتاانالیز، چې په ۲۰۰۸ز کې خپور شو، وموندله چې اپوليپوپروتین E وراېپسیلون 2 ساتندویه دی او د GNB3 825T، MTHFR 677T، SLC6A4 44bp درج یا حذف، او SLC6A3 40 bpVNTR 9/10 جېنوټایپ خطر رامنځته کوي.[۱۸][۱۹]
ورځنی نظم
[سمول]خپګان په ورځني نظم یا بیولوجیکي ساعت کې له بېقاعدهګیو سره اړیکه درلودلای شي. یو ښه همغږی شوی ورځنی نظم د غورې روغتیا درلودلو لپاره خورا اړین دی. په ورځني نظم کې ناوړه بدلونونه، د خپګان په شمول بېلابېل عصبي او خُلقتنګي ډوله اختلالات رامنځته کوي.[۲۰][۲۱]
خوب
[سمول]د خوب اختلال په خپګان اخته ناروغانو کې تر ټولو څرګنده نښه ده. په خوب کې د ماغزو برېښنایي ثبت کوونکو لهمخې مطالعات ښیي چې په خپګان حالت کې ځانګړي بدلونونه رامنځته کېږي؛ لکه: د سترګو له چټکو رپېدو پرته په خوب کې رامنځته شوی کموالی، د پرلهپسې خوب اختلال او د سترګو د چټکې رپېدا (REM) د خوب په مهارولو کې پاتې راتلل. د سترګو چټکې رپېدا (REM) خوب– هغه پړاو چې پهکې خوب لېدل کېږي– کېدای شي په خپګان اخته ناروغانو کې ډېر چټک او شدید وي. REM خوب، د ماغزو په ساقه کې د سېروتونین د کچې راټیټېدلو پورې تړاو لري او د خپګان ضد درملو په څېر ترکیباتو لهلارې (چې د ماغزو د ساقې په جوړښتونو کې د سېروتونیرجیک د ارتجاعیت زیاتېدو لامل ګرځي) خنثی کېږي. په ټولیزه توګه، سېروتونیرجیک سیسټم په خوب کې تر ټولو لږ او په ویښتیا کې تر ټولو زیات فعالیت لري. د خوب کموالي لهامله اوږده بېخوبي د سېروتونیرجیک عصبي رشتې فعالوي او د انتخابي سېروتونین د بیاپیلولو مهارکوونکو (SSRIs) په څېر، د خپګان ضد درملو د درملنېاړوند اغېزو ته ورته پروسو لامل ګرځي. په خپګان اخته ناروغان کولای شي له یوې شپې کمخوبۍ وروسته، خپل خُلق او خوی ښه کړي. SSSIګان د خپل درملنېاړوند اغېزې لپاره، کېدای شي په مستقیمه توګه، د مرکزي سېروتونیرجیک عصبي لېږدونې پورې تړاو ولري، هغه سیسټم ته ورته چې د خوب او ویښتیا پر دوره باندې اغېزه پرېږدي.[۲۲][۲۳][۲۴]
د نور په واسطه درملنه
[سمول]پر فصلي عاطفي اختلال باندې د نور په واسطه د درملنو اغېزو په هکله څېړنې ښیي چې له نور څخه بېبرخېوالی، د سېروتونیرجیک سیسټم د فعالیت له لږېدلو او د خوب په سایکل کې له بېقاعدهګیو، په ځانګړې توګه بېخوبۍ پورې تړاو لري. د نور مخته واقع کېدل هم سېروتونیرجیک سیسټم تر هدف لاندې نیسي او کېدای شي په خپګان کې د دغه سیسټم مهمه ونډه لا غښتلې کړي. د خوب کموالی او د نور په واسطه درملنه، د خپګان ضد درملو په څېر، دواړه د ماغزو عصبي لېږدوونکی سیسټم تر هدف لاندې نیسي او اوسمهال په کلینیکي ډول د خپګان د درملنې لپاره کارول کېږي. د نور په واسطه درملنه، د خوب کموالی او د خوب وخت ځای په ځای کول (د خوب فاز د مخته وړلو لهلارې درملنه) په ترکیبي ډول، په چټکۍ سره د هغو ناروغانو لپاره چې د MDD (د عمده خپګان اختلال) لهامله په روغتون کې بستر شوي دي، پلي کېږي ترڅو د ژور خپګان درملنه یې وشي.[۲۵][۲۶][۲۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Anglin, Rebecca E.; Tarnopolsky, Mark A.; Mazurek, Michael F.; Rosebush, Patricia I. (January 2012). "The Psychiatric Presentation of Mitochondrial Disorders in Adults". The Journal of Neuropsychiatry and Clinical Neurosciences (in انګليسي). 24 (4): 394–409. doi:10.1176/appi.neuropsych.11110345. ISSN 0895-0172. PMID 23224446.
- ↑ CARROLL, BERNARD J. (October 2004). "Psychoneuroendocrinology: The Scientific Basis of Clinical Practice. Edited by O. M. Wolkowitz and A. J. Rothschild. (Pp. 606; $73.95; ISBN 0-88048-857-3 pb.) American Psychiatric Publishing, Inc.: Arlington, Virginia, 2003". Psychological Medicine (in انګليسي). 34 (7): 1359–1360. doi:10.1017/S0033291704213678. ISSN 0033-2917. S2CID 73645516.
- ↑ Kupfer DJ, Frank E, Phillips ML (17 March 2012). "Major depressive disorder: new clinical, neurobiological, and treatment perspectives". Lancet. 379 (9820): 1045–55. doi:10.1016/S0140-6736(11)60602-8. PMC 3397431. PMID 22189047.
- ↑ aan het Rot M, Mathew SJ, Charney DS (3 February 2009). "Neurobiological mechanisms in major depressive disorder". Canadian Medical Association Journal. 180 (3): 305–13. doi:10.1503/cmaj.080697. PMC 2630359. PMID 19188629.
- ↑ Levinson, Douglas F.; Nichols, Walter E. (2018). "24. Genetics of Depression". In Charney, Dennis S.; Sklar, Pamela; Buxbaum, Joseph D.; Nestler, Eric J. (eds.). Charney & Nestlers Neurobiology of Mental Illness (5th ed.). New York: Oxford University Press. p. 310.
- ↑ Caspi, Avshalom; Sugden, Karen; Moffitt, Terrie E.; Taylor, Alan; Craig, Ian W.; Harrington, HonaLee; McClay, Joseph; Mill, Jonathan; Martin, Judy; Braithwaite, Antony; Poulton, Richie (July 2003). "Influence of Life Stress on Depression: Moderation by a Polymorphism in the 5-HTT Gene". Science. 301 (5631): 386–89. Bibcode:2003Sci...301..386C. doi:10.1126/science.1083968. PMID 12869766. S2CID 146500484.
- ↑ Kendler KS, Kuhn JW, Vittum J, Prescott CA, Riley B (May 2005). "The interaction of stressful life events and a serotonin transporter polymorphism in the prediction of episodes of major depression: a replication". Archives of General Psychiatry. 62 (5): 529–35. doi:10.1001/archpsyc.62.5.529. PMID 15867106.
- ↑ Risch N, Herrell R, Lehner T, Liang KY, Eaves L, Hoh J, Griem A, Kovacs M, Ott J, Merikangas KR (June 2009). "Interaction between the serotonin transporter gene (5-HTTLPR), stressful life events, and risk of depression: a meta-analysis". JAMA. 301 (23): 2462–71. doi:10.1001/jama.2009.878. PMC 2938776. PMID 19531786.
- ↑ Munafò MR, Durrant C, Lewis G, Flint J (February 2009). "Gene X environment interactions at the serotonin transporter locus". Biological Psychiatry. 65 (3): 211–19. doi:10.1016/j.biopsych.2008.06.009. PMID 18691701. S2CID 5780325.
- ↑ Karg K, Burmeister M, Shedden K, Sen S (May 2011). "The serotonin transporter promoter variant (5-HTTLPR), stress, and depression meta-analysis revisited: evidence of genetic moderation". Archives of General Psychiatry. 68 (5): 444–54. doi:10.1001/archgenpsychiatry.2010.189. PMC 3740203. PMID 21199959.
- ↑ Culverhouse RC, Saccone NL, Horton AC, Ma Y, Anstey KJ, Banaschewski T, et al. (January 2018). "Collaborative meta-analysis finds no evidence of a strong interaction between stress and 5-HTTLPR genotype contributing to the development of depression". Molecular Psychiatry. 23 (1): 133–142. doi:10.1038/mp.2017.44. PMC 5628077. PMID 28373689.
- ↑ Nierenberg, AA (2009). "The long tale of the short arm of the promoter region for the gene that encodes the serotonin uptake protein". CNS Spectrums. 14 (9): 462–3. doi:10.1017/s1092852900023506. PMID 19890228. S2CID 24236284.
- ↑ Border, Richard; Johnson, Emma; Evans, Luke; Smolen, Andrew; Berley, Noah; Sullivan, Patrick; Keller, Matthew (1 May 2019). "No support for historic candidate gene or candidate gene-by-interaction hypotheses for major depression across multiple large samples". American Journal of Psychiatry. 176 (5): 376–387. doi:10.1176/appi.ajp.2018.18070881. PMC 6548317. PMID 30845820.
- ↑ Border, Richard; Johnson, Emma; Evans, Luke; Smolen, Andrew; Berley, Noah; Sullivan, Patrick; Keller, Matthew (1 May 2019). "No support for historic candidate gene or candidate gene-by-interaction hypotheses for major depression across multiple large samples". American Journal of Psychiatry. 176 (5): 376–387. doi:10.1176/appi.ajp.2018.18070881. PMC 6548317. PMID 30845820.
- ↑ Converge Consortium; Bigdeli, Tim B.; Kretzschmar, Warren; Li, Yihan; Liang, Jieqin; Song, Li; Hu, Jingchu; Li, Qibin; Jin, Wei; Hu, Zhenfei; Wang, Guangbiao; Wang, Linmao; Qian, Puyi; Liu, Yuan; Jiang, Tao; Lu, Yao; Zhang, Xiuqing; Yin, Ye; Li, Yingrui; Xu, Xun; Gao, Jingfang; Reimers, Mark; Webb, Todd; Riley, Brien; Bacanu, Silviu; Peterson, Roseann E.; Chen, Yiping; Zhong, Hui; Liu, Zhengrong; et al. (2015). "Sparse whole-genome sequencing identifies two loci for major depressive disorder". Nature. 523 (7562): 588–91. Bibcode:2015Natur.523..588C. doi:10.1038/nature14659. PMC 4522619. PMID 26176920.
- ↑ Smoller, Jordan W (2015). "The Genetics of Stress-Related Disorders: PTSD, Depression, and Anxiety Disorders". Neuropsychopharmacology. 41 (1): 297–319. doi:10.1038/npp.2015.266. PMC 4677147. PMID 26321314.
- ↑ Zhao, Xiaofeng; Huang, Yinglin; Ma, Hui; Jin, Qiu; Wang, Yuan; Zhu, Gang (15 August 2013). "Association between major depressive disorder and the norepinephrine transporter polymorphisms T-182C and G1287A: a meta-analysis". Journal of Affective Disorders. 150 (1): 23–28. doi:10.1016/j.jad.2013.03.016. ISSN 1573-2517. PMID 23648227.
- ↑ López-León, S.; Janssens, A. C. J. W.; González-Zuloeta Ladd, A. M.; Del-Favero, J.; Claes, S. J.; Oostra, B. A.; van Duijn, C. M. (1 August 2008). "Meta-analyses of genetic studies on major depressive disorder". Molecular Psychiatry. 13 (8): 772–785. doi:10.1038/sj.mp.4002088. ISSN 1476-5578. PMID 17938638.
- ↑ Lohoff, Falk W. (6 December 2016). "Overview of the Genetics of Major Depressive Disorder". Current Psychiatry Reports. 12 (6): 539–546. doi:10.1007/s11920-010-0150-6. ISSN 1523-3812. PMC 3077049. PMID 20848240.
- ↑ Carlson, Neil R. (2013). Physiology of behavior (11th ed.). Boston: Pearson. pp. 578–582. ISBN 978-0-205-23939-9. OCLC 769818904.
- ↑ Satyanarayanan, Senthil Kumaran; Su, Huanxing; Lin, Yi-Wen; Su, Kuan-Pin (19 October 2018). "Circadian Rhythm and Melatonin in the Treatment of Depression". Current Pharmaceutical Design. 24 (22): 2549–2555. doi:10.2174/1381612824666180803112304. PMID 30073921. S2CID 51904516.
- ↑ Fang, Hong; Tu, Sheng; Sheng, Jifang; Shao, Anwen (April 2019). "Depression in sleep disturbance: A review on a bidirectional relationship, mechanisms and treatment". Journal of Cellular and Molecular Medicine. 23 (4): 2324–2332. doi:10.1111/jcmm.14170. PMC 6433686. PMID 30734486.
- ↑ Adrien J. (2003). "Neurobiological bases for the relation between sleep and depression". Sleep Medicine Reviews. 6 (5): 341–51. doi:10.1053/smrv.2001.0200. PMID 12531125.
- ↑ Wang, Yi-Qun; Li, Rui; Zhang, Meng-Qi; Zhang, Ze; Qu, Wei-Min; Huang, Zhi-Li (31 August 2015). "The Neurobiological Mechanisms and Treatments of REM Sleep Disturbances in Depression". Current Neuropharmacology. 13 (4): 543–553. doi:10.2174/1570159x13666150310002540. PMC 4790401. PMID 26412074.
- ↑ Terman M (2007). "Evolving applications of light therapy". Sleep Medicine Reviews. 11 (6): 497–507. doi:10.1016/j.smrv.2007.06.003. PMID 17964200.
- ↑ Benedetti F, Barbini B, Colombo C, Smeraldi E (2007). "Chronotherapeutics in a psychiatric ward". Sleep Medicine Reviews. 11 (6): 509–22. doi:10.1016/j.smrv.2007.06.004. PMID 17689120.
{{cite journal}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Zhai, Long; Zhang, Hua; Zhang, Dongfeng (1 September 2015). "Sleep Duration and Depression Among Adults: A Meta-Analysis of Prospective Studies". Depression and Anxiety. 32 (9): 664–670. doi:10.1002/da.22386. ISSN 1520-6394. PMID 26047492. S2CID 19071838.