د خپلواکۍ هسپانوي امريکايي جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خپلواکۍ هسپانوي امريکايي جګړې (25 سپتمبر 1808 – 29 سپتمبر 1833) په هسپانوي امريکا کې ګڼې کورنۍ جګړې وې، چې موخه يې په نولسمه پېړۍ کې له هسپانوي واکمنۍ څخه سياسي خپلواکي وه. دا جګړې په هسپانيه د فرانسې له بريد لږ وروسته، په دواړو څنډو کې د خپلواکۍ د هڅو په توګه، د هغو تر منځ چې اتحادي ټولواکي يې غوښتنه (شاهي پلوه)، نه ګڼې ټولواکۍ يا جمهوريتونه (هيوادپالان)، د ناپيلوني جګړو پر مهال پيل شوې. په همدې بنسټ، د وسله والو جګړو جدي پړاو د «چکالټايا» (1809) اوسنۍ بوليويا کې، له جګړې څخه پيل شو، او په مکسيکو کې د «ټامپيکو جګړې» (1829) ته ورسېد.[۱][۲][۳][۴]

په 1808ز کال کې، د ناپيليون بوناپارټ له خوا د هسبانوي شاهي کورنۍ تښتول، د «بيوني» ګوښه کېدنې په ټوله اسپانوي سترواکۍ کې ليبراليزم او د ازادۍ لپاره هيله مندي منځ ته راوړه. په 1809ز کال کې له تاوتريخوالي ډکې شخړې پيل شوې، په کومو کې چې په چوکيساکا، لاپاز او کويټو کې لنډ مهالي اداري جنتا جوړې شوې (junta لنډمهالي اداره کونکې ادارې وې)، کومو چې د «سيويلي» د پياوړي مرکزي ادارې مخالفت وکړ. د 1810ز کال په پيل کېدو سره، په امريکاګانو کې په ټولو هسپانوي واکمنيو کې ګڼې جناتا راڅرګندې شوې، په داسې حال کې چې مرکزي جناتا د فرانسويانو تر بريد لاندې راغله. سره له دې چې د هسپانوي امريکا مختلفو سيمو په ډېرو شاهي تګلارو نیوکې کولې، "بيا هم له څرګندې خپلواکې سره لېوالتيا ډېره کمه وه؛ په حقيقت کې د فرانسويانو پر ضد د مقاومت د مشرۍ لپاره جوړ شوي هسپانوي مرکزي جناتا له پراخه ملاتړ څخه برخمنه وه". په داسې حال کې چې ځينو هسپانوي امريکايانو باور درلود چې خپلواکي اړينه ده، ډېرو هغو چې په ابتدايي ډول د نويو حکومتونو له جوړولو ملاتړ کړی و، دوی ته له فرانسويانو څخه د سيمې د خپلواکۍ د ساتلو د يوې وسلې په توګه کتل. که څه هم له ايبيريا څخه جلا يو هسپانوي امريکايي (پردی توکمه) پېژندګلو د فکر په اړه څېړنه شوې ده، په ابتدايي ډول د ډېرو هسپانوي امريکايانو موخه سياسي خپلواکي نه وه، او نه دا کار خامخا حتمي و.[۵][۶][۷]

د 1810ز کال په پای کې، د هسپانيې اوم فرډيناند، بندي، د Cádiz د دربار (پارلمان) او په امريکاګانو کې د جنتاګانو له خوا د عمومي خپلواکۍ لاندې د پاچا په توګه ومنل شو. په دې اړوند تړون کې، د دې سترواکۍ د يووالي يا خپلواکۍ پر سر د شاهي پلويانو او هېوادوپالو تر منځ يو پوځي ټکر پيدا شو. په هر حال، په 1814ز کال کې، د Valençay له تړون وروسته د ناپيلیون په ماتې سره، فريډريک اوم بېرته راستون شو، او د يوې کودتا له لارې يې مطلق العنانيت (مطلق واک) نافذ کړ. فرډينانډ د دې ټاپووزمې خپلواک پالو ته ماتې ورکولو او ځپلو کې بريالی شو، او د Cadiz ليبرال اساسي قانون يې منسوخ کړ، که څه هم هغه ونه نوانيد چې په هسپانوي امريکا کې انقلابيانو ته ماتې ورکړي، کومو چې مقاومت وکړ او خپل ملي کانګريس يې جوړ کړ. د ناپيليون پر ضد جګړه کې د هسپانوي سمندري ځواک سقوط کړی و، نو له همدې امله، په عمل کې دې ځواک نه شول کولای چې د مرستندويه ځواکونو مرسته وکړي چې په کوچنيو ډلو کې رارسېدلي وو. په 1820ز کال کې، د «رافايل ريګو» په مشرۍ هسپانوي پوځ د مطلق العنانيت پر ضد بغاوت وکړ، تش په نامه «Trienio Liberal» يې بېرته پر ځای کړ، او د «Río de la Plata» په وړاندې د بريد ګواښ يې کم کړ، چې د دې په پايله کې په امريکا کې د پاچا مدافعينو سقوط وکړ. د راتلونکې لسيزې په اوږدو کې، هېوادپالو پوځونو سترې برياوې تر لاسه کړې، او په خپلو اړوندو سيمو کې يې خپلواکۍ تر لاسه کړې. هسپانيې د جلا کېدو په وړاندې خپل دريځ ته بدلون ورنه کړ، خو په هسپانيه کې د سمندري ځواک، پوځ يا خزانې له شتون پرته سياسي بې ثباتۍ ډېری هسپانوي امريکايان قانع کړل چې له خپل مورني هېواد څخه په رسمي ډول د خپلواکۍ اړتيا شته. په هسپانيه کې، د سپېڅلي اتحاد يو فرانسوي پوځ په مطلق العنانيت بريد وکړ، او د هغې ملاتړ يې وکړ، فرډينانډ اوم يې بيا واک ته ورساوه، او تر 1828ز کال پورې يې هسپانيه اشغال کړه.[۸]

دا جګړې هم د غېر منظمو جګړو او هم دوديزو جګړو دواړو په بڼه پر مخ يوړل شوې. دا د سيمه ييزو کورنيو جګړو په توګه پيل شوې، کومې چې وروسته له هسپانوي واکمنۍ څخه عمومي ازادۍ ته د ودې ورکولو لپاره د جلا کېدنې کورنۍ جګړې په توګه خپرې او پراخه شوې. دا خپلواکي د استعماري ولايتونو پر بنسټ د نويو ملي پولو د جوړېدو لامل وګرځېده، کومو چې په راتلونکې کې خپلواک هېوادونه جوړ کړل، کومو چې د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې معاصره لاتيني امريکا جوړه کړې وه. کيوبا او پورټو ريکو په 1898ز کال کې د هسپانوي-امريکايي جګړې تر وخته د هسپانوي واکمنۍ لاندې پاتې شول.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د دې ټکر په پايله کې هسپانوي ټولواکي منحل شوه او نوي دولتونه جوړ شول. په ډېرو نويو هېوادونو کې مريتوب نه و ختم شوی، خو نويو جمهوريتونو په سملاسي ډول نسلي ډلبندي او مېراثي رسمي نظام، د پرګنيز نظام (د ذات سيستم)، پلټنې او اشرافيه لقبونه پرېښودل. Criollos (هغه چې نيکونه يې د هسپانوې خو دوی په نوې نړۍ کې زېږېدلي وو) او mestizos (هغه چې مخلوط امريکايي سيمه ييز او هسپانوي وينه او کلتور يې درلود)، په ډېرو سياسي حکومتونو کې د هسپانوي توکمه ګومارل شويو ځای ونیو. Criollos په ټولنيز جوړښت کې د ټولو په سر کې ځای درلود، کومو چې خپلې يو شمېر ځانګړتياوې په کلتوري ډول پر ځای وساتلې، که څه هم په قانوني ډول نه وې. بالاخره په ټولو نويو ملتونو کې مريتوب پای ته ورسېد. له دې وروسته نږدې تر يوې پېړۍ پورې، د محافظه کارو او ليبرالانو تر منځ د دې بغاوتونو په مټ راڅرګند شويو ټولنيزو او سياسي بدلونونو د بدلولو يا د هغې د لا ژورولو لپاره هڅې روانې وې. د امريکايي خپلواکيو نېغ په نېغه پايله د هسپانوي وګړو په جبري ډول د کډوالۍ په ډول وه، څوک چې د جګړې پر مهال او له هغې وروسته، د خپلې خپلواکۍ د پیاوړي کولو د موخې تر څنګ له نويو ايالتونو له امريکا څخه د هسپانويانو د ايستلو د قوانينو پر بنسټ د جبري کډوالۍ سره مخ شول.[۱۶]

په هسپانوي امريکا کې منځ ته راغلو پېښو د پخوانۍ فرانسوي مستعمرې، سینډ ډومنګيو، هايټي کې د خپلواکۍ د جنګونو او په برازيل کې د خپلواکۍ له لېږد سره اړيکه درلوده. په ځانګړي ډول، د برازيل خپلواکي، له هسپانوي امريکا سره د پيل يوه شريکه نقطه درلوده، ځکه چې دواړه شخړې په ايبيريايي ټاپووزمه د ناپيليون له بريد سره پيل شوې وې، کوم چې پرتګالي شاهي کورنۍ اړ کړې وه چې په 1807ز کال کې برازيل ته وتښتي. د لاتيني امريکا د خپلواکۍ پروسه د عامې خپلواکۍ په عمومي سياسي او فکري چاپېريال کې منځ ته راغله، کومه چې د روښانفکرۍ له عصر څخه راپورته شوې وه، کومې چې په متحده ايالاتو او فرانسه کې د ابتدايي انقلابونو په ګډون، په ټولو اتلانتيک انقلابونو اغېز درلود. د هسپانوي امريکايي د خپلواکۍ د جګړو یو نېغ په نېغه لامل د هسپانيې په پاچايۍ کې راڅرګندېدونکي بې ساري پرمختګونه او د هغې ټولواکي وه چې د Cadiz دربار له خوا پيل شوې وه، کوم چې له ناپيليون وروسته نړۍ کې د نوې هسپانوي امريکايي جمهوريتونو په راڅرګندېدو سره پای ته ورسېده.

سرچينې[سمول]

  1. Canal, Jordi (2006). "Civil War and Counter-Revolution in Spain and the Southern Europe on XIX Century". Ler História. 51. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Peire, Jaime (2014). "El Río de la Plata y las Cortes de Cádiz: ¿un juego de máscaras?". Revista Venezolana de Análisis de Coyuntura. Universidad Central de Venezuela Venezuela (په الإسبانية ژبه کي). XX: 35. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  3. Rufino Blanco-Fombona (1920). Fundación de la República - Biblioteca Ayacucho nº 61. د کتاب پاڼې 67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lara, Maria (2018). Breviario de historia de España. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. David Bushnell, " Wars of Independence: South America" in The Encyclopedia of Latin American History and Culture, vol. 5, p. 446. New York: Charles Scribner's Sons 1996.
  6. D.A. Brading, The First America: The Spanish Monarchy, Creole Patriots, and Liberalism, 1492–1866. Cambridge: Cambridge University Press 1991
  7. Brian Hamnett, The End of Iberian Rule on the American Continent, 1770–1830. Cambridge: Cambridge University Press 2017.
  8. Timothy Anna,"Review", American Historical Review vol. 123 (3) 2018, pp. 985–86.
  9. Kinsbruner, Jay (1994). Independence in Spanish America: Civil Wars, Revolutions, and Underdevelopment. University of New Mexico press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0826321770. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Strachan, Hew (2011). The Changing Character of War. د کتاب پاڼې 206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kinsbruner, Jay (2000). Independence in Spanish America: Civil Wars, Revolutions, and Underdevelopment. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lu, Jing (2018). On State Secession from International Law Perspectives. د کتاب پاڼې 14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rospide, Santiago Miguel (2021). "¿Por qué los españoles rechazaron la propuesta del General San Martín de coronar un príncipe Borbón en el Perú?". ReDiU, Revista Digital Universitaria del Colegio Militar de la Nación. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hamnett, Brian R. (May 1997). "Process and Pattern: A Re-examination of the Ibero-American Independence Movements, 1808–1826". Journal of Latin American Studies. 29 (2): 279–328. doi:10.1017/s0022216x97004719. ISSN 0022-216X. S2CID 145479092. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hamnett, Brian R. (May 1997). "Process and Pattern: A Re-examination of the Ibero-American Independence Movements, 1808–1826". Journal of Latin American Studies. 29 (2): 279–328. doi:10.1017/s0022216x97004719. ISSN 0022-216X. S2CID 145479092. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ruiz de Gordejuela Urquijo, Jesús (2006). La expulsión de los españoles de México y su destino incierto, 1821-1836 (په الإسبانية ژبه کي). Consejo Superior de Investigaciones Científicas, Escuela de Estudios Hispano-Americanos & Universidad de Sevilla. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-840-0084-67-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)