د خوګ انفلونزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لــوړو زده کــــړو وزارت نـنګــــرهـــار پــو هنـــتون ښـوونې اوروزنې پوهنـځى کېمـيا اوبيولوجــي څانـګه


دخــــوګ انــفـــــلــويــنـزا


ليكونکي  : شــــيرنـــواز (عالـميار) لارښود اســــتاد:پوهيالى سيدمحمد(سهاک)



١٣٩٠   هجري لمريز





لړليک

ګڼه عنوان-------------------------------------------------------------مخ ١ سريزه------------------------------------------------------------١ ٢ دخوګ انفلوينزا تاريخچه--------------------------------------------٢ ٣ دخوګ انفلوينزا تعريف---------------------------------------------٥ ٤ دخوګ انفلوينزا ډولونه---------------------------------------------٥ ٥ دخوګ انفلوينزاجوړښت -------------------------------------------٧ ٦ دخوګ انفلوينزا دژونددوران------------------------------------------٩ ٧ دخوګ انفلوينزا پتالوژي--------------------------------------------١٠ ٨ دخوګ انفلوينزا کلينيکي نخښې------------------------------------١٠ ٩ آيادخوګ انفلوينزا سخته ناروغي ده؟------------------------------١٢ ١٠ دخوګ انفلوينزا تشخيص-------------------------------------------١٣ ١١ دخوګ انفلوينزا دنمونواخيستل-------------------------------------١٣ ١٢ له پزې،ستوني،اوحلقوم څخه دنمونواخيستلولپاره لوازم-------------- ١٤ ١٣ د ذخيرې اوانتقال لپاره دنمونې تيارول------------------------------١٤ ١٤ دخوګ انفلوينزا له امله د مړيواوبسترشويوکسانوسلنه----------------١٥ ١٥ دخوګ انفلوينزا لېږد-----------------------------------------------١٧ ١٦ دخوګ انفلوينزا اپيډيمولوژي اوکنترول-----------------------------١٨ ١٧ لنډيز-------------------------------------------------------------٢٠ ١٨ اخځليکونه---------------------------------------------------------٢١




بسم الله الرحمن الرحيم


                                          ســــــــــــريــــــزه	


نحمده و نصلي علي رسوله الکريم اما بعد فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم ، حرمت عليکم الميتة و الدم و الحم الخنزير .

ژباړه:حرامه کړې ده الله(ج) په تاسوباندې مردارشوى مال،وينه ،اودخنزيرغوښه.


  د نن سبا له وژونکيو ساري ناروغيو او آفتونو څخه يو هم د خوګ والګى  دى چې له ٢٠ پيړۍ څخه تر اوسه انساني ژوند ګواښي. د خوګ والګى د لومړي ځل لپاره په لويديځ کې پيژندل شوى او خپور شوى او بيايې په تدريجي ډول ختيځو هيوادونو ته هم سرايت کړى دى، نو ويلاى شو چې لومړني قربانيان يې لويديځوال دي په تيره بيا هغه کسان چې د خوګ  غوښه خوري.

د اسلام سپېڅلي دين (١٤٠٠) کاله پخوا مسلمان امت د خوګ دغوښې له خوړلو څخه منع کړى دى . په همدې دليل تر ډيره حده اسلامي امت له دغه آفت څخه خوندي پاتې شوى که څه هم دا يوه ساري ناروغي ده ،خو اصلي لامل او سرچينه يې د خوګ غوښې خوراک دى. که يو كس د انفلوينزا په وايرس دخوګ ککړه غوښه وخوري نو نوموړى به په دې وايروسي ناروغي اخته او ګڼو نورو روغ كسانو ته به يې وليږدولاى شي. خو بيا هم اصلي سرچينې او زيږونکي يې د خوګ د غوښې خوړونکي دي. دا چې په طب كې هم دناروغۍ له درملنې څخه د ناروغۍ مخنيوى غوره او ارزان دى نو اړينه ده چې په لومړي قدم کې د خوګ غوښې له خوراک څخه ډډه وشي او په دويم قدم کې د ناروغۍ له خپرونکيو وسايلو څخه ځان وساتل شي ، څو بشريت له ناورين څخه وژغورل شي.

 د دې والګي په اړه په نورو هېوادونو کې کافي  څيړنې شوې دي ما هم اړينه وګڼله چې يو څه معلومات د خوګ والګي په اړه ګرانو هيوادوالو ته وړاندې کړم . دا به له يوه لوري دوۍ له  خطرونو څخه خوندي وساتي او له بل لوري به د ښې روغتيا خاوندان شي.په آخره کې دلارښود استاد ښاغلي پوهيالـي سيد محمد خان څخه مننه کوم چې ماسره يې  د سمينار لپاره د دې ليكنې په بشپړولو کې  مرسته کړې ده .او په همدې ډول  له ښاغلي استادپوهنمل محمدعمرعابدڅخه  هم منندوې يم  چي ما ته يې  د دې ليكنې په ترتيبولو کې علمي لارښوونې کړي دي. له  ستر الله (ج) څخه دوې دواړو ته د لوي اجر او برياوو هيله كوم.    

په درنښت شيرنواز (عالميار( دښوونې او روزنې پوهنځي د کېميا او بيولوجي څانګې دڅلورم ټولګي محصل














                         د خوګ  انفلــوينزا تاريخچه
د لومړي ځل لپاره دغه ناروغي (H1N1) د خوګ انفلوينزا د امريکا په شمال کې په  (١٩١٨ – ١٩١٩) کال په انسان او خوګ کې وپېژندل شوه او د  ډير وخت لپاره په دې سيمه کې محدوده  وه . دغې ناروغۍ به هرکال په ژمي کې په ناڅاپي ډول د خلکو پام ځان ته وراړاوه .نوموړې ناروغي د شمالي امريکا د خوګانو د تنفسي ناروغيو ډيره خپرونکې ناروغي وه . همدارنګه لس ګونه کلونه وروسته په (١٩٥٠)م کال کې د اروپا په ځينوسيموکې لکه پخوانۍ چکوسلواکيا ، انګلستان او د پخواني لويديځ المان  په شاوخوا کې دغه ناروغي (H1N1) يا د خوګ انفلوينزا وپيژندل شوه . وروسته بيا د دې ناروغۍ وايرس په (١٩٧٦) زکال کې په شمالي ايټاليا کې خپور شو. په (١٩٧٩) کال کې له ايټاليا څخه بلجيم اود فرانسې جنوب ته ورسيد. له دې وروسته بيا دغه ناروغي (H1N1) يا د خوګ انفلوينزا ډيره په تيزۍ سره نورو اروپايي هيوادونو ته لار پيدا کړه . د (H1N1) ناروغۍ له پيدا كيدا  او خپريدا څخه يو کال وروسته په (١٩٦٨) کال کې کاناډا ، جنوبي امريکا ، آسيا او افريقا هم ددې ناروغۍ راپور ورکړ.

د خوګ د والګي دا وايرس په (١٩٧٩) کال او له دې کال نه وروسته په اروپا کې بيل وپيژندل شو. د دې ناروغۍ د پيژندلو لارې چارې د امريکا له کلاسيکو سويو سره بشپړ توپيردرلود. يوازې يو اروپايي هېواد چي سويې يې د امريکا له سويو سره ورته وې هغه ايټاليا وه. د انټي جن او جنيټکي ځانګړتياوو له ليده د (H1N1) ورته والى پېژندل شوى له همدې امله ويلاى شو چې د (H1N1 ) د خوګ انفلوينزا وايرس دوه ډوله انټي جنونه چې د (H1N1) ټايپ پورې اړه لري دنړۍ په بيلابيلو سيمو كې خپور شو.. خوګ د انسان يا الوتونکيو له لارې د (H3N2) سويې د انفلوينزا په وايرس هم اخته کيداى شي چې دا يو ډول پټه ناروغي ده. د نويو برياوو له مخې د جاپان په بيلابيلو سيمو کې په خوګانو کې د دواړو سويو يعنې (H1N1) او (H3N2) راپور ورکړل شوى دى خو ددغه وايرس (H3N2) تر اوسه پورې په انسانانو کې د ناروغۍ دعامل په توګه او په خوګانو کې د جدي او خطرناکې ناروغۍ په شکل راپور ورکــــــــــــــــــــــــړل شوى نه دى.

 په لنډ ډول ويلاى شو چې د خوګ د انفلوينزا وايرس په ١٩٣١ز کال ، د انساني انفلوينزا وايرس په ١٩٣٣ ز کال او د آس انفلوينزا وايرس په ١٩٥٦ کال کې وپيژندل شول. د مرغانو طاعون له ١٩ پيړۍ نه په اروپا کې پېژندل شوى و. مګر هيڅ څوك تر ١٩٥٥ کال پورې په دې نه پوهــــــــــــــــــېدل چې د انفلوينزا وايرس ددې  ناروغۍ عـــــــــــــــــــــــــــــــامل و.
 د خوګ انفلوينزا د نړۍ ګردچاپيره :
 دانساني انفلوينزا خپرېدنه له مکسيکو څخه پيل شوه .د مکسيکوحکومت  ښوونځي، نندارتونونه ، کتابتونونه او سينما ګانې په ټوليز ډول بند کړل څو ددې ناروغۍ له خپريدا څخه مخنيوى وشي دا  ناروغي د امريكا په متحده ايالتونو  او نورو هېوادونو کې هم څرګنده شوه.  نړيوالې روغتيايي ادارې                                                      ددې ناروغۍ (انفلوينزا) د خپريدو حد جګ وښود او د تيارسۍ حالت يې له ٣ څخه ٤ ته پورته کړ چې دې كړنې دا په ډاګه كوله چې له انسان څخه انسان ته ددې وايرس لېږد ترسره كېداى شي.


( ١- انځور) د H1N1 انفلواينزاد A ټايپ دعمومي اناټومۍ انځور


                                 د H1N1 انفلوينزا تعريف

ددې انفلوينزا نخښې موسمي انفلوينزا ته ورته دي. په دې ناروغۍ H1N1 اخته کسان به تبه ، ټوخى ، سر دردي او د ستوني درد ولري. همدارنګه دغه انسان به ناراسته وي او دا ناروغي په کوچنيانو کې د کانګو او نس ناستي لامل كيداى شي. په دې ناروغۍ کې تنفسي ستونزې پيدا او د ساه اخيستل پکې له عادي حالت نه ډير وي. د يادولو وړ ده چې دغه وايروس پټ او شد يدې نخښې لري. تبه ، ټوخى ، پرنجى او د ستوني درد يې پټې نخښې دي.او شديدې نخښې يې د تنفسي سيسټم په ناروغۍ اخته کيدل دي . دا يوه ساري ناروغي ده چې ټولې نخښې يې له موسمي زکام سره ورته دي نو له همدې امله نړيوال روغتيايې سازمان ددې ناروغۍ لپاره ځانګړى تعريف وړاندى کـــــــــــــــــــــــړى دى.

        د خوګ والګى (H1N1) يوه ساري ناروغي ده چې په ناڅاپي ډول د تنفسي ناروغۍ لامل كيږي او تنفسي غړي په ناروغۍ اخته کوي. دغه وايرس H1N1 يولړنور نومونه لكه Swine Flu    ,  Flu  Pig Swine Influenza  , هم لري.                                                                                                                                                                          

د انفلوينزا ډولونهْ

د انفلوينزا ناروغي يوه شديده ساري ناروغي ده چې عامل يې د ارتوميکسو ويريډا له کورنۍ څخه د RNA يو يوستوى وايرس دى. د انفلوينزا وايرس درې A, ،B او C ډولونه لري . دا ډولونه هم په ګڼو سب ټايپونو ويشل شوي دي، چې دا ويشنه د وايرس د جوړښت د سطحې پروټينونو له مخې کيږي . دا پروټينونه د نيورامينيډېز (Neuraminidase) او هيماګلوټينين (Hemaglutinine) په نامه ياديږي . اوس موږ د انفلوينزا ډولونه معرفي کوو.

1. A ډوله انفلوينزا : دغه ډول انفلوينزا په انسانانو ، الوتونکيو، خوګانو او نورو حيواناتو کې د ناروغۍ لامل كيږي . دغه ناروغي په انسانانو كې د عمر په هر پړاو کې ليدل کيږي او د ناروغۍ حالت يې له منځني حالت څخه تر شديد حالت پورې رسيږي د A انفلوينزا وايرس په تي لرونکيو ژويو کې تنفسي سيسټم پورې د محدودو ناروغيو لامل كيږي . په الوتونکيوکې دا ډول انفلوينزا د هضمي سيسټم ناروغۍ لامل كيږي او حاد شکل يې د مرغانو عمومي ناروغۍ رامنځته كوي چې د مرغانو د طاعون په نامه ياديږي. دغه وايرس په کوچنيو الوتونکيوکې او هغو مرغانوکې چې په اوبو کې ژوند کوي په انډيميک ډول وي او پاتې شکلونه يې په عمومي ډول اپيډيميك شكل لري.



                                              (٢-انځور)      
        دH1N1 انفلواينزا د A ټايپ دتکثرانځور           



2. B ډول انفلوينزا : دا يو انساني وايرس دى چې په سب ټايپ ندى ويشل شوى يوازې په انسانانو کې د منځني شدت د ناروغۍ لامل كيږي او په عمومي ډول په ماشومانو کې ليدل کيږي د اپيدمي لامل كيږي خو د پانډمي لامل نه كيږي.

3. C ډول انفلوينزا: د انفلوينزا سي ډول د پټې ناروغۍ لامل كيږي په سب ټايپ ويشل شوى نه دى. او د پانډيمي او اپيډمي لامل هم نه كيږي.


دخوګ انفلوينزا د ويروس جوړښت

د انفلوينزا نوى ډول وايرس H1N1 A د لومړي ځل لپاره په (١٩١٨- ١٩١٩) کلونو کې په پانډمي ډول په نړۍ کې وموندل شو چې بيا وروسته څو ځله د موټيشن (Mutation) له مخې د وايرس په جين کې بدلونونه رامنځته شول. د وروستي ځل لپاره په ٢٠٠٩ کال کې بيا هم د پانډيمي لامل شو. دا وايرس د A ډول وايرس دى او د څـــــــــــــلورو سيګـــــــمنټونو يعنې برخو څخه جـــــــــــــــــــــــــوړ دى. ١:- لومړۍ برخه يې د شمالي امريکا د خوګ وايرس دى. ٢:- دويمه برخه يې د آسيايي خوګ وايرس دى. ٣:- دريمه برخه يې د انساني انفلوينزا وايرس دى. ٤:- څلورمه برخه يې د الوتونکيود والګي وايرس دى.

همدارنګه دا وايرس دا وړتيا هم لري چې له يوه انسان څخه بل ته ولېږدول او په ډيره اسانۍ خپورشي. د H1N1 وايرس جسامت (٨٠-١٢٠) ملي مټره دى. دغه وايرس په ډله ييز شکل ژوند کوي او ډير شکلونه هم لري. ماليکولي وزن يې(4000000) دالتون ته رسيږي.







(٣ - انځور)


















                                              (٣ - انځور)

دا انځور دوايرس جوړښت ښيې

                  دخوګ انفلوينزا د وايرس د ژوند دوران :

اوسنيو څيړنو دا ثابته کړې چې د انفلوينزا ناروغي د وايرس په وسيله خپريږي چې دا په خوګانو کې انډيميک شکل لري . کوم خلک چې له خوګانو سره په تماس کې وي پر دې ناروغۍ د اخته كيدا خطر يې زيات وي . کله چې ددې وايرس خپريدل له يوه انسان څخه بل انسان ته پيل شي نو په نړيواله کچه په پېنډميک شکل ددې ناروغۍ د خپريدا خطر وي. د وايرس برنۍ برخه د دوه انټي جنونو د شتون له کبله تشريح کولاى شو چې دا انټي جنونه ديته اجازه نه ورکوي چې په خپل هدف کې نيولو ژونكو (حجرو) سره تماس کې شي.

١:- دا وايرس خپل انټي جنونه داسې استعمالوي چې ځان دپوزې ، مرۍ او سږيو د ژونكو( حجرو) پورتنۍ برخو سره په تماس کې شي.

٢:- ژونكه ( حجره ) وايرس راايساروي يا له ځانه يې را چاپيره وي . ٣:- وايرس دا وړتياپيداکوي چې د ژونكې غشا سورۍکړي . له دې لارې دا وايرس ژونكې ته ورداخليږي او خپله RNA په ژونكه کې خوشي کوي. ٤:- په هسته کې د وايرس د RNA په ډول بله RNA جوړيږي . ٥:- د وايرس (Messenger RNA) ژونكه مجبوروي چې وايرسي پروټين جوړ کړي. ٦:- دا پروټين او RNA د ژونكې پورتنۍ برخې ته ځان رسوي . هلته سره يو ځاى کيږي او په نورو وايرسي ذراتو بدليږي. ٧:- نوى وايرس د ژونكې له پورتنۍ برخې څخه خپل بيډنګ پيلوي .

 (٤-انځور)                                                                                                                  د   H1N1دژونددوران را ښائي
                              دخوګ انفلوينزا پتالوجي :

په (H1N1) انفلوينزا د اخته او مړه شويو حيواناتو او الوتونکيو د بدن ځينې برخې سور رنګه ارغواني او ځينې برخې ژيړ رنګ اختياروي او په امفيزم سره ليدل کيږي غالباً تورى (Spleen) په منځنۍ کچه لويږي او دمعدې په مخاطونو کې د وينې سور رنګ ليدل کيږي.ليکن د بدن نورغړي په طبيعي ډول روغ وي.


                        د خوګانو د والګي کلينکي نخښې :

د انفلوينزا ناروغۍ پټه دوره (١ – ٣) ورځو پورې ده. تر پټې دورې وروسته په اکثره خوګانو کې زياتې کلينکي نخښې په تنفسي سېسټم كې په ناڅاپي ډول څرګند يږي. همدارنګه ناروغه حيوانات آزادانه خوځيداى نه شي او زياتره په يوه نقطه کې راټوليږي. په والګي اخته حيوانات د پوزې په مخاطونو کې زخمونه لري . د پوزې نزله ،عطسه د کانجکتيوا زخمونه لري اود وزن کموالى هم ددې ناروغۍ ( د خوګ والګي ) مهمې نخښې دي.

خوګان د انفلوينزاد ناروغۍ له امله په ملا بيټ وي تنفس يې سريع وي . په ګيډه او ملا کې دردونه حس کوي . د بدن د تودوخې درجه يې لوړيږي يعنې تر (٤١٫٥)  سانټي ګريډ پورې رسيږي . بې هوشه  کيږي . بي اشتها وي . ضعيفه کيږي او شديد بې حاله وي.

کله چې خوګان تر درملنې لاندې ونيول شي له ٣ تر ٦ ورځو پورې په تيزۍ سره ښه کيږي او په اوومه ورځ خپل لومړي حالت ته ورګرځي او د لومړي حالت يعنې روغ حالت په ډول غذا خوري . د انفلوينزا ناروغ په تود چاپېريال کې ساتل کيږي او له سترس حالت نه پکې مخنيوى كيږي نو له همدې کبله جانبي عوارض يې محدود وي. سربيره پر دې ځينې ناروغان په شديده برانکونمونيا اخته کيږي او په پاى كې مړه کيږي . ناروغ خوګان که ښه هم شي خو د وزن زياتيدل يې ورو کيږي. همدارنګه انسانان او مرغان هم د خوګ د انفلوينزا په وايرس اخته کيږي.

په الوتونکو کې د خوګ انفلوينزا نخښې : د مرغانو د ناروغه کيدا حالت کې په مرغانو کې تنفسي ناروغۍ د هګيود توليد کموالى يا په ناطـبيعي ډول د هګيو ډيروالى منځته راوړي. او دا ناروغي په انسانانو کې زياتره تنفسي مشکلات رامنځته كوي .




په انسانانو کې د خوګ انفلوينزا نخښې : په انسان کې د خوګ انفلوينزا نخښې د عمر په بيلابيلو پړاوونو کې توپير لري. شايد يو انسان د خوګ په انفلوينزا اخته وي. که لاندې نخښې په ځان کې وګوري بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي:

١:- تبه ٢:- ټوخى ٣:- د سينې درد ٤:-دپوزې بهيدل يابنديدل ٥:- ځان درد ٦:- سردرد ٧:- ساړه کيد ل ٨:- ستوماني لرل ٩:-ځينې وخت اسهالات ١٠:- کانګې

 البته که له پورته نخښو څخه يو څو هم په ځان کې وكتل شي بايد ډاکټر ته مراجعه وشي . دبېلګې په توګه ،


                                    (٥- انځور)     
                                 




الف: په لويانو کې د خوګ انفلوينزا نخښې :

- د خوګ په انفلوينزا اخته کسان البته لويان به ساه په سختۍ سره اخلي يا به لنډه لنډه ساه اخلي. - دا ناروغ کسان به په ګېډه يا سينه کې درد يا فشار حس کوي . - دا ناروغ کسان په ناڅاپي ډول پرکاله کيږي. - دا ناروغ کسان ډير وارخطا وي. - دا ناروغ کسان خطرناکې يا دردونكې كانګې کوي.

ب: په ماشومانو کې د انفلوينزا نخښې :

- په انفلوينزا اخته ماشومان په يو خطرناک ډول سره ساه اخلي يعنې په تيزۍ سره ساه اخلي. - هغه ماشومان چې د انفلوينزا په ناروغۍ اخته وي د پوستکي رنګ يې شين کيږي. - هغه ماشومان چې په انفلوينزا اخته وي ډيرې اوبه نه څښي يعنې مايعات نه اخلي . - هغه ماشومان چې په انفلوينزا اخته وي لټ وي يعنې استراحت خوښوي او هيڅ متقابل عمل نه ښيي. - هغه ماشومان چې په انفلوينزا اخته وي ډير قهرجن وي او ماشوم نه غواړي چې څه شى واخلي. - هغه ماشومان چې د انفلوينزا په ناروغۍ اخته وي که د زکام نخښې يې ښې شي د تکرار په صورت کې زکام له تبې او خراب ټوخي سره مل وي. - هغه ماشوم چې په انفلوينزا اخته وي سره مخجنه تبه لري.


                    آيا د خوګ انفلوينزا سخته ناروغي ده؟

ددې امکان شته چې پايلې يې ډيرې ژورې وي . د ٢٠٠٩ ز كال له اپريل مياشتې راهيسې د امريکا متحده ايالتونو کې څو زره کسان په روغتونونو کې د همدې ناروغۍ له امله بستر شوي دي. همدارنګه څو سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى. د H1N1 انفلوينزا له امله يو شمير خلک ډير زيانمن کيږي لکه: ١:- هغه ماشومان چې عمر يې له پنځو کلونو څخه کم وي. ٢:- هغه کسان چې عمر يې له ٦٥ کلونو څخه زيات وي. ٣:- هغه ښځې چې حمل ولري. ٤:- هغه کسان چې د کينسر ناروغي ولري. ٥:- هغه کسان چې د وينې په نامنظم والي ناروغۍ اخته وي. ٦:- هغه کسان چې د سږو ناروغۍ ولري. ٧:- هغه کسان چي د شکرې يا ډيابيټيس ناروغي ولري. ٨:- هغه کسان چې د زړه ناروغي ولري. ٩:- هغه کسان چې د پښتورګو په نامنظم والي ناروغۍ اخته وي. ١٠:- هغه کسان چې د ځيګر ناروغۍ ولري. ١١:- هغه کسان چې عصبي ناروغۍ ولر ي. ١٢:- هغه کسان چې د معافيت کمزوري ولري. همدارنګه دغه کسان که چيرته په ځان کې د H1N1 انفلوينزا يا د شديد موسمي زکام نخښي وګوري نو ژر تر ژره بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي.


                             د خوګانفلوينزا تشخيص:

د ناروغۍ په وخت کې تشخيص ترسره کولاى شو خو قطعي تشخيص يې د لابراتواري معايناتو لپاره د وايرس د تجريد او کلچر په واسطه ترسره كيږي . کلچر يې په جنين لرونکې هګۍ کې ترسره کيږي .او د لابراتواري تشخيص لپاره نمونه له سږو څخه اخيستل کيږي.

                                       د نمونو اخيستل :

د تجربو لپاره ښه ده چې نمونه د نخښو او ګيلو ( اعراضو ) د پيل كيدا په لومړيو دريو ورځوکې واخيستل شي او شپږ ورځې وروسته دې بيا تکرار شي .په ځينو اشخاصو کې (H1N1) وايرس د ستوني په نمونه کې د منتن کيدو په دريمه ورځ هم د تشخيص وړ وي خو د ستوني دويمه نمونه په هغه اشخاصو کې اخيستل کيږي چې د هغه اوله نمونه د H1N1 لپاره منفي وي.

 له پوزې څخه د H1N1 نمونه اخيستل :
    لومړى سواب د پوزې په سوري کې داسې داخل کړئ چې له تالو سره موازي وي. کله چې سواب خپل ځاى ته ورسيد لږه شيبه يې پرېږدئ چې افرازات جذب کړي.  بيا سواب په دوراني حرکت سره راوباسئ د پوزې له دويم سوري څخه هم بايد په همدې طريقه نمونه واخيستل شي .همدارنګه د سواب څوکه په  يخ بوتل کې چې (2-3ml) مايع مواد ولري کيږدئ او د سواب پاتې برخه چې له بوتل څخه بهر وي، پرې کړئ چې د بوتل سر سم بند شي.
 له ستوني څخه د H1N1 نمونه اخيستل :

له ناروغ څخه وغواړئ چې خوله خلاصه کړي .کله يې چې خوله خلاصه کړه بيايې ژبه د خاصې آلې په واسطه ښکته کړئ چې ټانسلونه ښکاره شي. دواړه ټانسلونه او ستونى د (polyester swab) پولسټر سواب په واسطه ښه کلک وموږئ څو د ستوني اپيتلي ژونكې سواب پورې ونښـلي. بيا سواب په يو ټيوب کې داسې کيږدئ چې په (VTM) لرونکي اسفنج کې ډوب شي. بيا سواب مستقيم په (VTM) بوتل کې چې (2-3ml) مايع مواد ولري ،کيږدئ.

           د ستوني ، پوزې او حلقوم نمونې د اخيستلو لپاره لوازم :

1:- د ستوني د نمونې د اخيستلو لپاره بايد پلاسټيکي يا سيمي لاس نيونکي موجود وي . 2:- د ژبې د كښته کيدو لپاره (tanguedeprssor) ټانګ ډيپريسر موجود وي. ٣:- د (VTM) لپاره ځانګړي بوتلونه موجود وي. ٤:- بيتي يا کوم بل قطع کوونکى چې د سواب لاستى پرې قطعه او په بوتل کې ځاى شي موجود وي. ٥:- د کثافاتوبکس موجود وي. ٦:- د ترانسپورټ بکس او د نمونې د انتقال بکس سره ښه يخ شوى ايس پيکس (ice packs) موجود وي. ٧:- د بياپوښلو لپاره پلاسټيکي کڅوړه موجوده وي. ٨:- د مالوچو لوله موجوده وي. ٩:- الکول پاك کوونکى لاسپاكى موجود وي. ١٠:- د مايع ضد چپنه موجوده وي. ١١:- N95 ځانګړى ماسک موجود وي چې د تنفس له كوچنيو ذراتو څخه مخنيوى وكړي . ١٢:- عينکې موجودې وي. ١٣:- د مخ او ويښتانو د پټولو لپاره وسايل موجود وي . ١٤:- لاسماغوګان موجود وي.

                 د ذخيرې او انتقال لپاره د نمونې تيارول :

لومړى : د بوتل تر تړلو وروسته د هغه سر د يوه پلاسټيکي ټيپ او يا کوم بل د اوبو ضد ټيپ پواسطه کلک کړئ . دويم: د نمونې ټول ټيپونه په مالوچو کې تاوکړئ او په يوې سر تړلې پلاسټيکي کڅوړې کې يې کيږدئ، خو پلاسټيکي کڅوړه بايد ځنځير لرونكې وي. دريم: په پلاسټيک کې اچول شوې نمونه بياځلې بايد په کڅوړه کې واچول شي څلورم : پلاسټيکي کــڅوړه به په لـېږد بکـس کــې کــــــــيږدئ او په سر به يې (ice pack) کيږدئ. پنځم: د پلاسټيکي کڅوړې خارجي برخه بايد د انټي سپټيکو په واسطه پاکه شي.شپږم: په پاى کې لابراتواري فورمه داسې قات کړئ چې د هغه ليبل بهر خواته وي او په اسانۍ ولوستل شي . وروسته فورمه په لېږدوونكي بکس کې د ټيپ پواسطه کلکه کړئ.

   د خوګ د انفلوينزا له امله د بستر شويو او مړو شويو کسانو ګراف :

د هغو ناروغانو سلنه چې په ٢٠٠٩ زيږديز کال د اګست له ٣٠ نيټې څخه د اکټوبر ترلسمې نيټې پورې په امريکا کې بستر شوي وو او د لابراتواري معايناتو په واسطه يې تشخيص شوى و ، ٤٩٥٨ تنه د عمر پر بنسټ ښودل شوي دي.

                                         ( ٦-انځور)                                                                                                                      
                         دانفلوينزا له امله دبسترشويوکسانوسلنه

شميره عمر سلنه ۱ (٠-٤) کلن کوچنيان ١٩ سلنه ۲ (٥-١٨) کلن ماشومان ٢٦ سلنه ۳ (١٩-٢٤) کلن ځوانان ٩ سلنه ۴ (٢٥-٤٩) کلن لويان ٢٤ سلنه ۵ (٥٠-٦٤) کلن لويان ١٥ سلنه ۶ له ٦٥ څخه د لوړ عمر لرونکي لويان ٧ سلنه

  ددې ناروغۍ له امله د ٢٠٠٩ زېږديز کال د اګست له ٣٠ نيټې څخه د اکټوبر تر ١٠ نيټې پورې د مړو شويو کسانو ټولې ٢٩٢ پيښې تثبيت شوي دي .



(٧-انځور)                                                                                                                دانفلوينزا له امله دمړوشويوکسانوسلنه


شميره عمر سلنه ۱ (٠-٤) کلن ٣ سلنه ۲ (٥-١٨) کلن ١٤ سلنه ۳ (١٩-٢٤) کلن ٧ سلنه ۴ (٢٥-٤٩) کلن ٣٢ سلنه ۵ (٥٠-٦٤) کلن ٣٢ سلنه ۶ له ٦٥ کلنو څخه پورته ١٢ سلنه



                    د خوګ انفلوينزا د وايرس لېږد Transmission :
  
 دا وايرس نورو خلکو ته په ډيره اسانۍ سره د ټوخي او پرنجي له لارې لېږدول كيږي. که تاسو له يوه اخته کس سره له يوه مټر څخه په کمه فاصله کې نږدې شۍ نو کله چې ناروغ ټوخى يا پرنجى وکړي د H1N1 وايرس ترې په هوا کې خپريږي او د تنفس له لارې انسان پرې اخته کيږي چې نخښې يې تر (١ – ٤) ورځو وروسته څرګنديږي. دغه وايرس H1N1 د لنډې مودې لپاره پر شا او خوا څيزونو لکه ميز ، ټيليفون ، دروازې لاستى ، او داسې نورو سامانونو ژوندى پاتې کيداى شي.کله چې انسان پر دې ککړو وسايلو لاس کيږدي او بيايې خولې ، پوزې او سترګو ته يوسي  نو په دې ناروغۍ اخته کيږي.

اوږد عمرلرونکي خلک کولاى شي مخکې له دې چې د H1N1 نښې پکې وليدل شي کولاى شي تر يوې اوونۍ پورې دا وايرس نورو خلکو ته لېږدوي .او ماشومان له دې څخه د زيات وخت لپاره وايرس لېږدولاى شي .


                                                 ( ٨ -انځور)
                                 دخوګانوترمنځ دوايروس دخپريدوانځور


                                  اپيډيمولوجي او کنټرول :

اصلاً د خوګانو انفلوينزا په حساسه رمه کې د ناروغ خوګ په ورتګ سره څرګنديږي . په عام ډول دا ناروغي په يوه منطقه کې په يو وخت کې په يو شمير خوګانو کې ليدل کيږي .د ناروغۍ خپريدل يې ناڅاپي وي او په يو وار د رمې ټول خوګان ناروغه کيږي. د ناروغۍ خپريدل د ګرمۍ په کميدو او د مني د موسم په پاى کې پيليږي او په ژمي کې د ناروغۍ خپريدل زياتيږي. د وايرس لېږد له ناروغ حيوان نه روغ حيوان ته د تنفسي سيسټم له لارې ترسره كيږي يعنې د ناروغ خوګ د پوزې د ترشحاتو پر مهال وايرس محيط ته خارجيږي او دا وايرس د بل خوګ په واسطه د تنفسي سيسټم د لارې اخستل کيږي. څيړونکيو د خوګانو د وزن کميدل په اپيډمي شکل تر واقع کيدو وروسته تر مطالعې لاندې نيولي خو تر اوسه پورې کومې نتيجې ته نه دي رسيدلي. وروستيو څيړنو دا ښودلې ده چې د خوګانو انفلوينزا وايرس دکال په ټولو فصلونو کې د خوګانو په مينځ کې ليدل کيږي يا له يوه نه بل ته انتقاليږي په دې ترتيب ځينې خوګان د وايرس د ناقل په شکل وي او د هوا يا موسم د بدليدو په اثر ناروغۍ څرګندوي. همدارنګه پر 2009/4/17 نېټه لومړۍ دوه پيښې په امريکا کې وليدل شوې. پر 2009/4/24 نېټه نړيوال روغتيايي سازمان د نوي ډول وايرس د خپريدا له شديد ځواك سره د رامنځته كيدا اعلان وکړ. پر/4/29 2009 نېټه نړيوال روغتيايي ســـــــــــــازمان لخوا حالت له څلورم فيز نه پنځــــــــــــــــــم فيز ته اوچت شول. په همدې ډول پر. 2009/6/11 نېټه د نړيوال روغتيايي ســـــــــــــــــــــــازمان لخوا له پنځم فيز نه شــــــــــــــــــپږم فيز ته د حالت لوړول. پر /7/4 2009 نېټه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پيښو راپور ورکړل شو. د افغانستان په ٢٢ ولايتونو کې تر ١/١٣٨٨ پورې د H1N1 ٩٥٣ د ناروغۍ ، ١٧ د مړينې پېښې ثبت شوي خو واقعي شمير يې شايد تر١٠٠٠٠ څخه زيات وي .د يادولو وړ ده چې په يادو شوپيښو کې ٤١١ پيښې د H1N1 ناروغۍ د مخنيوي او د ناروغانو په وخت د درملنې لپاره د عامې روغتيا وزارت يولړ تدابير نيولي وو چې په لاندي ډول يې يادولاى شو: ١:- د فعاليتونو تعقيب د انفلوينزا د پانډميک پلان په واسطه چې د مخه ترتيب شوى او د عامې روغتيا وزارت لخوا منظور شوى دى. ٢:- د کمانډ او کنټرول مرکز جوړول او د خلکو د معلوماتو لپاره د درې ټيلفوني کرښو فعال ساتل. ٣:- د هيواد ګوډ ګوډ ته لا د مخه د انفلوينزا ضد درمل رسول. ٤:- د هر ولايت په کچه د همغږ و شوراګانو فعالول. ٥:- د هيواد له ١٧٧ سايټونو څخه هره ورځ د تنفسي لارو او شديدو انتانانو پيښو د ارقامو راټولول. ٦:- د درې اوونيو لپاره د ښوونځيو ، پوهنتونونو او د ګڼې ګوڼې ډک ځايونو تړل. ٧:- له ناروغۍ څخه د ځان ساتنې په موخه په ټول هيواد کې د راډيو او تلويزون له لارې د کمپاينونو د پلي كېدا په ترڅ كې د روغتيايي پيغامونو خپرول.


 څنګه  خپل ځان او نور خلک په انفلوينزا وايرس له  اخته کيدا څخه وژغورلاى شو :

هغه لارې چارې چې له (H1N1) انفلوينزا څخه د ځان ساتلو لپاره ضروري دي په لاندې ډول دي: ١:- د پرنجي او ټوخلو په وخت کې خپله خوله او پوزه په دستمال پټه کړئ. ٢:- استعمال شوى دستمال په پټ ځاى کې واچوئ. ٣:- خپل لاسونه په منظم ډول په صابون او پاکو اوبو ومينځئ. ٤:- که د زکام نخښې درکې وليدل شوې نږدې روغتيايي مرکز ته ولاړ شـــــــــــــــــــــئ. ٥:- که د زکام نخښې درکې پيدا شوې نو له سالمو کسانو څخه لږ تر لږه يو مټر فاصله وساتئ. ٦:- که په تاسو کې د زکام نخښـې پيدا شوې نو ښوونځي ، پوهنتون ، کار او دفتر ته له تګ څخه ډډه وکـــــــــــــــــــــــــــــړئ. ٧:- د روغبړ پر مهال په غيږ کې له نيولو او ښکلولو ډډه وکړئ. ٨:- په سترګو او پوزې د ککړ لاس له تماس څخه په کلکه ډډه وکړئ ٩:- تر ټولو غوره لار د واکسينونو تطبيقول دي. ١٠:- که ناروغي د خپريدا په حالت کې وي نو صابون ، اوبه ، ماسکونه ، الکول او لاس موښونکي او نور اړوند د اړتيا وړ توکي له ځان لپاره په کور کې برابر کړئ.



.

لـــــــــــنډيز

   دخوګ انفلوينزايوه ساري ناروغي ده چې نخښې يې په( ١٩١٨-١٩١٩) ز كال كې په انسان اوخوګ کې وليدل شوې. تريوه څه جينيټك بدلونونو وروسته په ۲۰۰۹ ز كال كې په پخواني شكل يو ځل بيا رامنځته شوه. نوموړى وايرس چې په(H1N1)  نوم ياديږي درې A   B, او C  ډولونه لري . د دې وېشنه د وايرس د  جوړښت  پر سطحه د شته پروټينونو له مخې چې نيورومنډيز او هيموګلوټينين دي ، كيږي . دا يوه ډېره ژر خپريدونكې ناروغۍ ده  چې د پرنجي ، ټوخي او داسې نورو لاروچارو له لارې له ناروغ كس څخه روغ ته لېږدول كيږي.   دA,B, وايرس يې ډير زر موټيشن کوي په خوګانوکې يې نخښې  په دي ډول دي چې دپزې په مخاطونو کې زخمونه پيداکيږي اووزن يې کمېږي په الوتونکيو کې تنفسي ناروغۍ دهګيو دتوليد کموالى اوداسې نورې ناروغۍ رامنځته كوي . په انسان کې دتنفسي سيسټم دخرابوالي لامل كيږي .په لويانو او ماشومانو کې يې نخښې له يو بل څخه توپير لري . زياتې نخښې ېې له موسمې زوکام سره ورته والى لري. دمخنيوي لپاره يې  له ټولو نه ضروري كړنه  واکسين کول دي اوهمدارنګه له هغو لاروچارو څخه ګټه اخيستل چې دوايرس دلېږد مخه پري ونيول شي .                 









اخځليکونه :

١-کيوانفر هادي،کريمي ناصر (١٣٧٦) ژبا‌ړه وايرس شناسي داميزشکي


2- Barry ’John ’M - (2005) the great Influenza the epic story of dead liest plague in history.

3-Sewell.M.M.H. And Brocklesby.D.W.(1990)Animal diseases in the tropics.


4-hHp//WWW:rtghthealth.com/topic/swine –Influenza- varius? p=1&as=goog&as=404