د خوځښت په د نیوټن قوانین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسحق نیوټن د خوځښت په اړه درې قونین وړاندې کړي چې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي.


لومړی قانون: "يو جسم به تر هغې د سکون او يا هم د حرکت په حالت کې وي ترڅو چې يې کومه بله قوه اغېزمن نکړي" یعني يو جسم به تر هغې د سکونه په حالت کې وي تر څو چې پرې غرض نه وي شوی يا هم يو متحرک جسم به تر هغې د حرکت په حالت کې وي ترڅو چې يې د درولو کوښښ نه وي شوی.


دوېم قانون: که په يو جسم قوې واردې شي نو جسم په داسې ډول تعجيل اخلي چې په جسم د وارده قوو محصله د جسم کتلې سره مستقيم نسبت او د تعجيل سره معکوس نسبت له ځانه ښایي.


درېم قانون: د نیوټن درېم قانون موږ ته دا جوته کوي چې '' هر کله موږ یو کار کوو هغه په هم هغه اندازه عکس العمل ښکاره کوي خو جهت یې مخالف وي. لکه: که موږ یو توپ یعني بال په ځمکه وولو نو بېرته زمونږ لاسونو ته راضي ځکه زموږ عمل خپل عکس العمل ښکاره کړ خړ جهت یې مخالف وړ ځکه موږ توپ ښکته خوا ته ویشتلی وو او توپ بېرته زموږ لاسونو ته چې راتلو نو جهت یې پورته خوا ته وو