د خونديتوب بيالوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خونديتوب بيالوژي د طبيعيت او ځمکې د ژونديو موجوداتو د تنوع ساتنه ده، موخه يې دا ده چې د ژونديو موجوداتو انواع، د دوی استوګنځايونه او چاپېريالي نظامونه د زيات منځه تګ او د ژونديو موجوداتو د تعاملاتو د ويجاړېدو څخه خوندي شي. دا  يوه ګڼ تخصصي موضوع ده چې د طبيعي او ټولنيزو علومو او د طبيعي سرچينو د مديريت پر مواردو متکي ده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د خونديتوب د اخلاقو بنسټ د خونديتوب د بيالوژۍ موندنې دي.

منشأ[سمول]

د خونديتوب بيالژوي اصطلاح او د يوې نوې څانګې په توګه د دې تصور پيل په ۱۹۷۸ز کال کې د کليفورنيا د سن ډياګو په لاجولا کې د کليفورنيا پوهنتون کې د «خونديتوب بيالوژي په اړوند د څېړني لومړي نړيوال کنفرانس» په جوړېدو سره وشو، د کوم مشري چې امريکايي بيالوژي پوه «بروس ای. ويلوکسس» او «مايکل اي سول» او د پوهنتون او ژوبڼ مخکښو څېړونو او خونديپالانو کوله چې به هغوی کرې «بينرشکي، سر اوټو فرينکل، تاماس لوجوایی» او «جيرډ ډايمنډ» کوله.دې ناستې ته د استوايي ځنګل وهنې، د انواعو د منځه تللو، په انواعو کې د جنيټيکي تنوع ختمېدو په اړوند د اندېښنو پر بنسټ تبليغات وشول. د دې کنفرانس او فعاليتونو په پايله کې، له يوې خوا په چاپېريالپوهنه کې تيوري او له بلې خوا د خونديتوب د تګلارې او عمل تر منځ توپير له منځه وړلو هڅه وشوه. [۸][۹]

د خونديتوب بيالوژي او د بيالوژيکي تنوع (د ژونديو موجوداتو تنوع) تصور يو ځای سر راپورته کړ، په کوم سره چې د خونديتوب د علم او تګلارې د نوي پړاو په روښانه کولو کې مرسته وشوه. د خونديتوب بيالوژي ګڼ تخصصي ذاتي بنسټ د خونديتوب د ټولنيز علم، د خونديتوب د رويې او خونديتوب د فزيالوژي په ګډون د ګڼو فرعي څانګو بنسټ کېښود. دې د خونديتوب جنياتو د لا زيات پرمختګ په خوځښت راوست، د کوم پيل چې له مخکې څخه «اوټو فرانکل» کړی و، خو اوسمهال عموماً دا د فرعي تخصص په توګه هم بلل کېږي.[۱۰]

تفصيل[سمول]

په نړۍ کې د جوړو بيالوژيکي سيستمونو په چټکۍ سره د زوال معنا دا ده چې ډېر ځله د خونديتوب بيالوژۍ ته د «پای لرونکي تخصص» په توګه کتل کېږی. د کم سارو يا له ګواښ سره مخ انواعو نفوسو چاپېريالپوهنې (خپرېدل، بې ځايه کېدل، نفوس، د اغېزناک نفوس اندازه، د يوځای کېدو کمښت او د نفوس د تر ټولو کم ژوندي پاتې کېدل) په څېړنه کې د خونديتوب بيالوژي له چاپېريالپوهنې سره نږدې اړيکه لري. د خونديتوب بيالوژي اړيکه له داسې ښکارندو سره ده، کومې چې د ژونديو موجوداتو پر ساتنې، زيان او بيا پر ځای کولو او د تکاملي پروسې د پر ځای ساتلو پر ساينس اغېز لري، کوم چې جنياتي، نفوس، انواعو او چاپېريالي نظام تنوع منځ ته راوړي. دا اندېښنې له هغو اټکلونو څخه منځ ته راځي، کوم چې په دې اند دي چې په راتلونکو پنځوسو کلونو کې به د ځمکې پر مخ شته د ټولو انواعو ۵۰٪ ختم شي، کومو چې په بې وزلې او لوږه کې مهمه ونډه درلودلې او په دې سياره کې به د تکامل جريان يو ځل بیا ترتيب کړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د خونديتوب بيالوژي پوهان د ژونديو موجوداتو د تنوع پر زيانونو، د انواعو د منځه تللو د پروسو او بهيرونو او د انساني ټولنې د ښه والي د ساتنې لپاره زموږ پر وړتياوو د هغې د منفي اغېزو په اړوند څېړنې او پوهه ورکوي.  د خونديتوب ساتنپالان په ډګر او دفتر کې، په حکومت، پوهنتونونو، غېر انتفاعي سازمانونو او صنعتونو کې کار کوي. د دوی د څېړنو موضوعات ډول ډول دي، ځکه چې دا په بيالوژيکي او تر څنګ يې په ټولنيزو علومو کې د مسلکي اتحاد لرونکې يوه ګڼ تخصصي شبکه ده. هغه څوک چې دې موخې او مسلک ته ژمن دي، د اخلاقو، اخلاقي اصولو او ساينسي لامل پر بنسټ شته بيالوژيکي تنوع د بحران لپاره د نړيوال غبرګون پلوي کوي. سازمانونه او ښاريان د ژونديو موجوداتو د تنوع بحران ته د کار نقشې په مټ ځواب وايي، کومه چې د څېړنې، څارنې او تعليمي پروګرامونو لارښونه کوي، په کومو کې چې د نړيوالې ادارې له لارې په سيمه ييزه کچه اندېښنې رانغښتي دي. په دې اړوند پوهه مخ پر زياتېدو ده چې خونديتوب يواځې په دې اړوند نه دی چې څه تر لاسه کېدای شي، بلکې په دې اړند دی چې په څه ډول تر سره کېدای شي. په دې نقطه ټينګار کولو لپاره د خونديتوب يو مقياس جوړ شوی دی، په دې مقياس کې C= شريک توليد، O= پرانيستی، N= چټک، S= حل لارو پر بنسټ، E= پياوړي کولو، R= اړيکه لرونکی، V= د ارزيت پرنسټ، A=د عمل وړ، T= فرا تخصصي، I= جامع، O= هيله من او N= پالونکی معنا لري. [۲۱]

تاريخ[سمول]

د طبيعي سرچينو ساتنه[سمول]

د نړيوالې تنوع ساتنې او د ساتنې لپاره شعوري هڅې يوه وروستۍ ښکارنده ده. په هر حال، د طبيعي سرچينو ساتنه يو تاريخ لري چې د خونديتوب له زمانې څخه تر مخکې وختونو خپور دی. د سرچينو اخلاقيات له طبيعېت سره د نېغ په نېغه اړيکو له لارې له اړتيا څخه راوتلي دي. د خود غرضانه موخو د مخنيوي لپاره کړنلاره يا ډله ييز مخنوی له هغه څه څخه زيات اړين ګرځېدلي چې په سيمه ييز ډول تر سره کېدای شي، له همدې امله د پاتې ټولنې د ګټې لپاره د اوږدمهالې برابرښت پر سر جوړجاړی کوي. د طبيعي سرچينو د مديريت په اړوند دا ټولنيزه معضله اکثره «د عامو ناورين» په نوم پېژندل کېږي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

له دې اصل څخه، د خونديتابه بيالوژي پوهان د ډله ييزو سرچينو د ټکرونو د حل لارې په توګه په کلتورونو کې د ډله يزو سرچينو پر بنسټ اخلاقيات موندل کېدای شي. د بېلګې په ډول، د الاسکا ټنګټ خلک او د ارام سمندر د شمال لوېديځ هايډا تر منځ د ساکيي سالمن ماهي نيولو په اړوند د قبيلو تر منځ د سرچينو حدود، اصول او بنديزونه موجود و. د دې اصولو رهنمايي د قبيلې مشرانو کوله، کومو چې تر خپل واک لاندې هر سمندر او ويالې د ژونديو د ټول عمر له تفصيلاتو خبر وو. په تاريخ کې داسې بې شمېره بېلګې موجودې دي، په کومو کې چې کلتورونو د ډله ييزو طبيعي سرچينو د مديريت په اړوند د اصولو، رسوماتو او منظم عمل پيروی کړې ده.[۲۶][۲۷][۲۸]

د موري سترواک اشوکا شا او خوا ۲۵۰ مخزېږديز کې د ژويو او معلومو انواعو مرغيو پر ذبح کولو د بنديزونو لګولو تر څنګ، د حيواني ناروغيو د درملنې کلینيکونو پرانيستلو فرمانونه هم جاري کړي وو.

د خونديتابه اخلاق په لومړيو مذهبي او فلسفي لیکنو کې هم موندل کېږي. په تاو، شنټو، هندو، اسلامي او بودايي روايتونو کې يې بېلګې شته. په يوناني فلسلفه کې اپلاتون د څړځايونو د ځمکو پر خرابېدو خواشيني ښودلې ده: «اوس چې څه پاتې دي، هغه څه دي چې ويلای شو چې په ناروغۍ خرابه شوې بدنه ده؛ غني نرمه خاوره وړل شوې ده او يواځې د ځمکې تش چوکاټ پاتې دی». په بايبل کې، د موسی په واسطه، خدای په هرو اوو کلونو کې له کښت څخه د ځمکې ارامولو حکم کړی و. په هر حال، له اتلسمې پېړۍ مخکې، د اروپايي کلتور ډېرې برخې د طبيعیت ستاينه د کفر نظريه بلله. د دښتو سپکاوی کېدو، په داسې حال کې د کرنيز پرمختګ ستاينه کېده. په هر حال، د ۶۸۰ز په لومړيو کې «سينټ کتبرټ» د خپلو مذهبي عقايدو په ځواب کې په فارن ټاپوګانو کې د ځنګلي ژوند يو خوندي ځای بنسټ اېښی و.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

اولني طبيعیت پوهان[سمول]

په اتلسمه پېړۍ کې طبيعي تاريخ يو ژور فکر و، په داسې حال کې چې ستر سفرونه او په اروپا او شمالي امريکا کې عمومي منل شوي نندارې پيل شوې. تر ۱۹۰۰ز کال  پورې، په المان کې د طبيعي تاريخ ۱۵۰ ميوزيمونه، په برتانيه کې ۲۵۰، په متحه ايالاتو کې ۲۵۰ او په فرانسه کې ۳۰۰ موزيومونه موجود وو. ساتنپال او خونديپال احساسات د اتلسمې پېړۍ د وروستيو څخه د شلمې پېړۍ تر لومړيو پرمختګ دی.[۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. Sahney, S.; Benton, M. J (2008). "Recovery from the most profound mass extinction of all time". Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences. 275 (1636): 759–65. doi:10.1098/rspb.2007.1370. PMC 2596898. PMID 18198148. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. Soulé, Michael E.; Wilcox, Bruce A. (1980). Conservation biology: an evolutionary-ecological perspective. Sunderland, Mass: Sinauer Associates. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87893-800-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Soulé, Michael E. (1986). "What is Conservation Biology?" (PDF). BioScience. American Institute of Biological Sciences. 35 (11): 727–34. doi:10.2307/1310054. JSTOR 1310054. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. Soule, Michael E. (1986). Conservation Biology: The Science of Scarcity and Diversity. Sinauer Associates. د کتاب پاڼې 584. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87893-795-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Hunter, Malcolm L. (1996). Fundamentals of conservation biology. Oxford: Blackwell Science. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86542-371-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Meffe, Gary K.; Martha J. Groom (2006). Principles of conservation biology (چاپ 3rd). Sunderland, Mass: Sinauer Associates. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87893-518-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Van Dyke, Fred (2008). Conservation biology: foundations, concepts, applications (چاپ 2nd). New York: Springer-Verlag. doi:10.1007/978-1-4020-6891-1. OCLC 232001738. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402068904. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. J. Douglas. 1978. Biologists urge US endowment for conservation. Nature Vol. 275, 14 September 1978. Kat Williams . 1978. Natural Sciences. Science News. September 30, 1978.
  9. Organization of the meeting itself also entailed bridging a gap between genetics and ecology. Soulé, was an evolutionary geneticist working with wheat geneticist Sir Otto Frankel to advance conservation genetics as a new field at the time. Jared Diamond, who suggested the idea for a conference to Wilcox was concerned with the application of community ecology and island biogeography theory to conservation. Wilcox and Thomas Lovejoy, who together initiated planning for the conference in June 1977 when Lovejoy secured a commitment of seed funding at World Wildlife Fund, felt both genetics and ecology should be represented. Wilcox suggested use of a new term conservation biology, complementing Frankel's conception and coining of "conservation genetics", to encompass the application of biological sciences in general to conservation. Subsequently, Soulé and Wilcox wrote conceived the agenda for the meeting they jointly convened on September 6–9, 1978, titled First International Conference on Resesarch in Conservation Biology, in which the program described "The purpose of this conference is to accelerate and facilitate the development of a rigorous new discipline called conservation biology -- a multidisciplinary field drawing its insights and methodology mostly from population ecology, community ecology, sociobiology, population genetics, and reproductive biology." This inclusion of topics at the meeting related to animal breeding reflected participation and support of the zoo and captive breeding communities.
  10. Cooke, S. J.; Sack, L.; Franklin, C. E.; Farrell, A. P.; Beardall, J.; Wikelski, M.; Chown, S. L. (2013). "What is conservation physiology? Perspectives on an increasingly integrated and essential science". Conservation Physiology. 1 (1): cot001. doi:10.1093/conphys/cot001. PMC 4732437. PMID 27293585. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. Wilson, Edward Osborne (2002). The future of life. Boston: Little, Brown. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-316-64853-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)کينډۍ:Page needed
  12. Kala, Chandra Prakash (2005). "Indigenous Uses, Population Density, and Conservation of Threatened Medicinal Plants in Protected Areas of the Indian Himalayas". Conservation Biology. 19 (2): 368–78. doi:10.1111/j.1523-1739.2005.00602.x. JSTOR 3591249. S2CID 85324142. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. Sahney, S.; Benton, M. J.; Ferry, P. A. (2010). "Links between global taxonomic diversity, ecological diversity and the expansion of vertebrates on land". Biology Letters. 6 (4): 544–7. doi:10.1098/rsbl.2009.1024. PMC 2936204. PMID 20106856. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. Hunter, Malcolm L. (1996). Fundamentals of conservation biology. Oxford: Blackwell Science. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86542-371-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. Meffe, Gary K.; Martha J. Groom (2006). Principles of conservation biology (چاپ 3rd). Sunderland, Mass: Sinauer Associates. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87893-518-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. Van Dyke, Fred (2008). Conservation biology: foundations, concepts, applications (چاپ 2nd). New York: Springer-Verlag. doi:10.1007/978-1-4020-6891-1. OCLC 232001738. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402068904. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  17. Sahney, S.; Benton, M. J.; Ferry, P. A. (2010). "Links between global taxonomic diversity, ecological diversity and the expansion of vertebrates on land". Biology Letters. 6 (4): 544–7. doi:10.1098/rsbl.2009.1024. PMC 2936204. PMID 20106856. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  18. Koh, Lian Pin; Dunn, Robert R.; Sodhi, Navjot S.; Colwell, Robert K.; Proctor, Heather C.; Smith, Vincent S. (2004). "Species coextinctions and the biodiversity crisis". Science. 305 (5690): 1632–4. Bibcode:2004Sci...305.1632K. doi:10.1126/science.1101101. PMID 15361627. S2CID 30713492. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  19. Millennium Ecosystem Assessment (2005). Ecosystems and Human Well-being: Biodiversity Synthesis. World Resources Institute, Washington, DC.
  20. Jackson, J. B. C. (2008). "Ecological extinction and evolution in the brave new ocean". Proceedings of the National Academy of Sciences. 105 (Suppl 1): 11458–65. Bibcode:2008PNAS..10511458J. doi:10.1073/pnas.0802812105. PMC 2556419. PMID 18695220. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Hardin G (December 1968). "The Tragedy of the Commons". Science. 162 (3859): 1243–8. Bibcode:1968Sci...162.1243H. doi:10.1126/science.162.3859.1243. PMID 5699198. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  23. Also considered to be a consequence of evolution, where individual selection is favored over group selection. For recent discussions, see: Kay CE (1997). "The Ultimate Tragedy of Commons". Conserv. Biol. 11 (6): 1447–8. doi:10.1046/j.1523-1739.1997.97069.x. S2CID 1397580. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود) and Wilson DS, Wilson EO (December 2007). "Rethinking the theoretical foundation of sociobiology" (PDF). Q Rev Biol. 82 (4): 327–48. doi:10.1086/522809. PMID 18217526. S2CID 37774648. Archived from the original on ۲۶ مارچ ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (لارښود); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (لارښود)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  24. Van Dyke, Fred (2008). Conservation biology: foundations, concepts, applications (چاپ 2nd). New York: Springer-Verlag. doi:10.1007/978-1-4020-6891-1. OCLC 232001738. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402068904. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  25. "Biodiversity protection and preservation". ffem.fr. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Wilson, David Alec (2002). Darwin's cathedral: evolution, religion, and the nature of society. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-90134-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  28. Mason, Rachel and Judith Ramos. (2004). Traditional Ecological Knowledge of Tlingit People concerning the Sockeye Salmon Fishery of the Dry Bay Area, A Cooperative Agreement Between Department of the Interior National Park Service and the Yakutat Tlingit Tribe, Final Report (FIS) Project 01-091, Yakutat, Alaska."Traditional Ecological Knowledge of Tlingit People Concerning the Sockeye Salmon Fishery of the Dry Bay Area" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  29. Van Dyke, Fred (2008). Conservation biology: foundations, concepts, applications (چاپ 2nd). New York: Springer-Verlag. doi:10.1007/978-1-4020-6891-1. OCLC 232001738. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402068904. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  30. The Bible, Leviticus, 25:4-5
  31. Hamilton, E., and H. Cairns (eds). 1961. Plato: the collected dialogues. Princeton University Press, Princeton, NJ
  32. Primack, Richard B. (2004). A Primer of Conservation Biology, 3rd ed. Sinauer Associates. د کتاب پاڼي 320pp. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87893-728-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  33. Evans, David (1997). A history of nature conservation in Britain. New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-14491-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  34. Farber, Paul Lawrence (2000). Finding order in nature: the naturalist tradition from Linnaeus to E. O. Wilson. Baltimore: Johns Hopkins University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-6390-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)