د خوست پاڅون (۱۹۲۴ – ۱۹۲۵ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خوست پاڅون چې د منګلو د پاڅون، د خوست د انقلاب یا د منګلو د انقلاب په نوم هم پېژندل کېږي د افغان پاچا غازي امان الله د معاصر سازۍ د اصلاحاتو پر وړاندې پاڅون و. دغه پاڅون د افغانستان په سویلي ولایت کې پیل شو او د ۱۹۲۴ زکال له مارچ میاشتې څخه یې د ۱۹۲۵ زکال تر جنوري میاشتې پورې دوام وکړ. په پیل کې پښتنو ته اړوندې د منګلو قبیلې د افغان دولت له ځواکونو سره مبارزه وکړه چې بیا وروسته د سلیمان خېلو، علي خیلو، ځاځیو، ځدراڼو او احمدزیو قبیلې هم ورسره مل شوې. دغه پاڅون د څه باندې ۱۴۰۰۰ کسانو له وژل کېدو وروسته بالاخره د ۱۹۲۵ زکال په جنوري میاشت کې له منځه ولاړ.[۱][۲][۳][۴]

دا په افغانستان کې لومړنۍ جګړه وه چې د افغانستان هوايي ځواکونو په کې ونډه واخیسته. [۵]

مخینه[سمول]

له ۱۹۲۴ زکال وړاندې د خوست ولایت دوه ځلې پاڅون کړی و: لومړنی پاڅون یې له ۱۸۵۶ زکال څخه تر ۱۸۵۷ زکال پورې و چې خوستوالو او وزیرو په کې د دوست محمد خان پر وړاندې جګړه وکړه. دویم پاڅون یې په ۱۹۱۲ زکال کې وکړ چې په دغو کې د منګلو، ځدراڼو او غلجیانو قبیلې د سیمه ییز والي د «تعصب او سخت دریځۍ» پر وړاندې ودرېدې؛ هغه چې د حبیب الله خان او جهانداد خان ترمنځ له سیالۍ یې سرچینه اخیسته. [۶][۷]

د ۱۹۲۴ زکال د پاڅون لپاره ګڼ شمېر لاملونو شتون درلود؛ په دغو کې د افغان پاچا غازي امان الله خان د معاصر سازۍ او لویدیځ سازۍ اصلاحات، د نظامنامې په نامه قانون چې په ۱۹۲۳ زکال کې اعلان شو او ښځو ته یې لا زیاتې ازادۍ ورکولې او د کورنیو ستونزو نور موضوعات یې تنظیمول په داسې حال کې چې دغو موضوعاتو ته له دې وړاندې د دیني علماوو له خوا رسیدګي کېدله، هغه نوی قانون چې د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو خواوو ته یې تګ راتګ محدود کاوه، د څو ښځو لرلو محدودیتونه، د ماشومانو د واده لغو کول، په ځمکو باندې د مالیاتو لګول، د ولسوالانو، والیانو او پوځي افسرانو «ګستاخي، زور ویل او چلوټۍ»، د دولتي مامورینو او قاضیانو له خوا د بډو اخیستل، د خلکو عرایضو ته نه پام، د ګمرکي مالیاتو زیاتوالی، جبري پوځي خدمت او هغه نور مقررات په کې شامل و چې موخه یې د «شخړو او تاوتریخوالو» پای ته رسول و. [۸][۹][۱۰]

د معاصر افغان تاریخ لیکونکي فیض محمد کاتب په خبره د دغه پاڅون اصلي لامل دا و چې د منګلو قبیلې یوه کس ادعا وکړه چې غواړي له هغې نجلۍ سره کوژدنه وکړي چې له ماشومتوبه د ده په نامه وه خو د نجلۍ پلار یې نه ورکوي. د نجلۍ پلار د دغه ولایت والي امرالدین او د عبدالله په نامه د دغه سیمې مذهبي فیصله کوونکي ته ورغی چې د ملا لنګ یا پیر لنګ په نامه یې شهرت درلود او د هغه دغه ادعا یې وننګوله. د نجلۍ د مخالفت پر بنسټ امراالدین د هغه کس ادعا رد کړه، له دې سره ملا عبدالله د بډې په اخیستو سره څرګنده کړه چې دغه انکار د شریعت پر خلاف دی، هغه د نجلۍ د پلار شکایت له پامه وغورځاوه او ملا د خپلې پرېکړې د تائید په موخه پاڅون ته زمینه برابره کړه. [۱۱][۱۲]

پاڅون[سمول]

د پاڅون پیل[سمول]

د ۱۹۲۴ زکال د مارچ میاشتې په نیمايي کې په خوست ښار کې، چېرې چې د ۱۹۲۳ زکال د مني راهیسې لاریونونو دوام درلود د ملا عبدالله په مشرۍ د دولت پر ضد ښکاره پاڅون وشو. ملا د پښتنو د ناموس له شعار څخه په کار اخیستو او د هغه پر باور واقعي مسلمانانو ته د جنت د ژمنې په ورکولو وتوانېد د سویلي ولایت ټولې قبیلې د افغانستان د دولت پر ضد راوپاروي. په پیل کې دولت دغه پاڅون جدي وه نه باله، خو د ۱۹۲۴ زکال په مارچ میاشت کې یې د وضعیت جدیت درک کړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د اپرېل میاشتې تر نیمايي پورې ټول سویلي ولایت په پاڅون کې ورګډ شوی و. همدغه میاشت غازي امان الله خان ته وفاداره ځواکونو وکولای شول یاغیانو ته ماته ورکړي، خو بریالي نه شول هغوی له منځه یوسي. له دې وروسته د علي خیلو او سلیمانخیلو قبیلې په دغه پاڅون کې ورګډې شوې. د اپرېل په ۲۲مه یاغیانو د دولتي ځواکونو په یوې پوځي ډلګۍ برید وکړ؛ د ۲۰ کسانو په وژلو سره یې هغوی ته پریمانه تلفات واړول. له همدې امله د اپرېل په ۲۷ مه بې تصمیمه جګړه پیل شوه چې له امله یې ۶۰ تنه یاغیان ووژل شول او د دولت له اړخه ۷ سرتېري مړه او ۲۷ نور ټپیان شول. د مقاومت په زیاتوالي سره د افغانستان دولت په دې استدلال چې د امان الله خان اصلاحات له شریعت سره په ټکر کې نه دي؛ یو پلاوی یې د یاغیانو خوا ته ولېږه څو له هغوی سره خبرې وکړي، خو دغو خبرو کومه نتیجه نه لرله. په راتلونکې می میاشت کې جګړې زور واخیست او دولت ادعا وکړه چې ۱۱۷ تنه یاغیان یې وژلي او ۳۶۵ تنه نور یې ټپیان کړي؛ همدارنګه یې د دولت له اړخه د مړو شمېر ۱۷ تنه او د ټپیانو شمېر هم ۲۷ تنه وښود؛ په داسې حال کې چې دغه شمېرې د بهرنیو ناظرینو له خوا نه باور وړ وګڼل شوې. [۱۷][۱۸][۱۹]

لویه جرګه[سمول]

د پاڅون په جریان کې پاچا غازي امان الله خان د قبیلوي او مذهبي مشرانو څخه جوړه ۱۰۰۰ کسیزه لویه جرګه را وغوښته او تمه یې لرله څو دغه جرګه به د ده سیاستونو ته مشروعیت ورکړي او له ګوډ ملا سره به د مقابلې په برخه کې ورسره مرسته وکړي. د حیرانتیا وړ دا وه چې په جرګه کې حاضرو ټولو علماوو د رایو په اکثریت د اصلاحاتو د لغو کولو غوښتنه وکړه. له امله یې امان الله خان مجبور شو له خپلو یو شمېر دغه اصلاحي پروګرامونو څخه لاس واخلي او د جون په لومړۍ نېټه یې مذاکره پیل کړه. د جون په ۲۰مه د سولې خبرو اترو ماته وخوړه او جګړه له څلورو ورځو وروسته بېرته پیل شوه. [۲۰][۲۱][۲۲]

د پاڅون پای[سمول]

د ۱۹۲۴ زکال د اګست په ۱۱مه امان الله خان د یاغیانو پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ. د اګست په ۲۵مه یاغیانو په بریالیتوب سره په کولنګار باندې برید وکړ او هلته یې دوه دولتي پوستې له منځه یووړې. په سویلي ولایت کې د اګست له ۲۳مې څخه تر ۲۶مې نېټې شدیدې جګړې دوام وکړ چې له امله یې څلور ورځې وروسته د میر ضمیر خان تر مشرۍ لاندې ۱۵۰۰ تنه سرتېري د دولت لوري ته واوښتل. د سپټمبر له ۱۶مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د ضمیر خان ځواکونو یاغیانو ته ستره ماته ورکړه د هغوی له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کسان یې ووژل په داسې حال کې چې ضمیر خان ته اړوند ۱۰۰ کسان هم ووژل شول. دغه ماته لامل وګرځېده چې احمدزیان له پاڅون څخه لاس واخلي. د سپټمبر له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې دولتي ځواکونو د سلیمان خېلو، منګلو او ځدراڼو قبیلو ته د اړوندو ۳۰۰۰ یاغیانو سره جګړه وکړه. په اکتوبر میاشت کې یاغیان وتوانېدل د افغان پوځونو یوه ډلګۍ له منځه یوسي او داسې ښکارېده چې یاغیان به د کابل پر لور حرکت وکړي. د نومبر له ۹مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ تنو یاغیانو په یوه برید کې وکولای شول له ۵۰ څخه تر ۶۵ دولتي سرتېري ووژني. دغه پاڅون بالاخره د ۱۹۲۵ زکال د جنوري په ۳۰ مه د یو شمېر یاغیانو په بندي کولو او د یاغیانو د ۴۰ مشرانو په اعدام سره پای ته ورسېد. د یاغیانو له ډلې څخه د محمد یعقوب خان زوی عبدالکریم وتوانېد بېرته بریتانوي راج ته وتښتي. ټام لنز فورډ د یاغیانو ماته د افغانستان د سلطنتي پوځ وسلو او غوره روزنې ته اړونده بولي. امریکايي لرغون پوه لویس دوپري بیا د دولتي ځواکونو بریا د لومړۍ نړیوالې جګړې د مهال د هغو دوه الوتکو له امله بولي چې بریتانیا افغانستان ته ورکړې وې؛ هغه څرګندوي هغه مهال چې دغه الوتکې د جګړې په ډګر کې راښکاره شوې او یاغیان یې بمبار کړل په دغو قبیلوي ځواکونو یې پام وړ اغېز وکړ. [۲۳][۲۴][۲۵]

عواقب[سمول]

د دغه پاڅون له امله چې فیض محمد کاتب هغه په ډېرې سختۍ سره ځپل شوی پاڅون بللی؛ ۱۴۰۰۰ تنه په کې ووژل شول او له امله یې د افغانستان دولت هم ۵ میلیونه پونډه دولتي عواید له لاسه ورکړل. له دې سره چې دغه پاڅون نابریالی و خو په دې کې بریالی شو چې د پاچا اصلاحي اقدامات تر ۱۹۲۸ زکال پورې وځنډېږي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. Frank Clements (2003). Conflict in Afghanistan: A historical Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-402-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Poullada, Leon B. (1973). Reform and rebellion in Afghanistan, 1919-1929: King Amanullah's failure to modernize a tribal society (په انګلیسي ژبه کي). Cornell University Press. د کتاب پاڼې 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801407727. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Adamec, Ludwig W. (2011-11-10). Historical Dictionary of Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Scarecrow Press. د کتاب پاڼي 183, xxvi. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810879577. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Adamec, Ludwig W. (2010-04-07). The A to Z of Afghan Wars, Revolutions and Insurgencies (په انګلیسي ژبه کي). Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781461731894. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Noelle, Christine (2012-06-25). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136603174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hale, W. (1966). AFGHANISTAN, BRITAIN AND RUSSIA 1905 – 21. د کتاب پاڼي 16, 17, 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Frank Clements (2003). Conflict in Afghanistan: A historical Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-402-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Dixon, Jeffrey S.; Sarkees, Meredith Reid (2015-08-12). A Guide to Intra-state Wars: An Examination of Civil, Regional, and Intercommunal Wars, 1816–2014 (په انګلیسي ژبه کي). CQ Press. د کتاب پاڼي 475, 476. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781506317984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼي 13 and 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dupree, Louis (1980). Afghanistan. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 449. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-03006-5. Led by Abdullah, the Mullah-i-Lang (or Pir-i-Lang), and his more vigorous assistant, the Mullah Abdul Rashid, the rebellion lasted from March 1924, to January 1925. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼي 13 and 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Dixon, Jeffrey S.; Sarkees, Meredith Reid (2015-08-12). A Guide to Intra-state Wars: An Examination of Civil, Regional, and Intercommunal Wars, 1816–2014 (په انګلیسي ژبه کي). CQ Press. د کتاب پاڼي 475, 476. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781506317984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Adamec, Ludwig W. (1974). Afghanistan's Foreign Affairs to the Mid-twentieth Century: Relations with the USSR, Germany, and Britain (په انګلیسي ژبه کي). University of Arizona Press. د کتاب پاڼې 88. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780081650387. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Nawid, Senzil. "The Khost Rebellion. The Reaction of Afghan Clerical and Tribal Forces to Social Change" (PDF). opar.unior.it. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼي 13 and 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Nawid, Senzil. "The Khost Rebellion. The Reaction of Afghan Clerical and Tribal Forces to Social Change" (PDF). opar.unior.it. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Dixon, Jeffrey S.; Sarkees, Meredith Reid (2015-08-12). A Guide to Intra-state Wars: An Examination of Civil, Regional, and Intercommunal Wars, 1816–2014 (په انګلیسي ژبه کي). CQ Press. د کتاب پاڼي 475, 476. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781506317984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Frank Clements (2003). Conflict in Afghanistan: A historical Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-402-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Nawid, Senzil. "The Khost Rebellion. The Reaction of Afghan Clerical and Tribal Forces to Social Change" (PDF). opar.unior.it. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Tomsen, Peter (2013-12-10). "Chapter 4 - Modernizing Monarchs". The Wars of Afghanistan: Messianic Terrorism, Tribal Conflicts, and the Failures of Great Powers (په انګلیسي ژبه کي). PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781610394123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Dixon, Jeffrey S.; Sarkees, Meredith Reid (2015-08-12). A Guide to Intra-state Wars: An Examination of Civil, Regional, and Intercommunal Wars, 1816–2014 (په انګلیسي ژبه کي). CQ Press. د کتاب پاڼي 475, 476. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781506317984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Dixon, Jeffrey S.; Sarkees, Meredith Reid (2015-08-12). A Guide to Intra-state Wars: An Examination of Civil, Regional, and Intercommunal Wars, 1816–2014 (په انګلیسي ژبه کي). CQ Press. د کتاب پاڼي 475, 476. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781506317984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Johnson, Robert (2011-12-12). The Afghan Way of War: How and Why They Fight (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press, USA. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199798568. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Frank Clements (2003). Conflict in Afghanistan: A historical Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-402-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Johnson, Robert (2011-12-12). The Afghan Way of War: How and Why They Fight (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press, USA. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199798568. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼي 13 and 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Frank Clements (2003). Conflict in Afghanistan: A historical Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-402-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)