د خصوصي پانګې او ګواښونکې پانګې تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د خصوصي پانګې او ګواښونکې پانګې تاريخ او د دې شتمنو د ټولګیو پراختيا د ۲۰ پېړۍ له نيمايي راهيسې د جګ او ټيټ دورانونو د يوې لړۍ له لارې پېښه شوې ده. د خصوصي پانګې په پراخه صنعت کې، يو له بل سره د تړلو لارو چارو د دوه بېلو فرعي صنعتونو “leveraged buyouts” او “venture capital” موازي وده وازمايله.

په ۱۹۴۶ز کال کې د معاصر خصوصي پانګې صنعت له پيل راهيسې څلور سترې دورې دي، چې د جګ او ټيټ څلور دورانونو له مخې په نښه شوې دي. د خصوصي پانګې لومړنی تاريخ (۱۹۴۶ – ۱۹۸۱زکال) د خصوصي پانګې د يو څه کوچنۍ کچې، لومړنيو سختو سازمانونو او د خصوصي پانګې له صنعت سره د اشنايۍ د ټاکلي پوهاوي له مخې مشخص کېږي. له ۱۹۸۲ز کال څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې لومړی جګ او ټيټ دوران د پام وړ پور اخېستنې له لارې د يو شرکت له لورې د بل شرکت د ترلاسه کولو فعاليت يا “leveraged buyout” کې د ناڅاپي پړسوب له مخې مشخص شوی و، چې د نا اړينو او ګواښونکو ونډو “junk bonds” په واسطه تمويل شو او د ۱۹۸۰ز لسيزې په وروستيو او د ۱۹۹۰زلسيزې په لومړيو کې نږدې د پور له لارې د يو شرکت له لورې د بل شرکت د تر لاسه کولو صنعت له مينځه تللو څخه مخکې د “RJR Nabisco” شرکت په پېرلو کې لوړې کچې ته ورسېد. د جګ او ټيټ دويم دوران (له ۱۹۹۲ز څخه تر ۲۰۰۲ز کال پورې) د سپما او پور د کړکېچ له پاتې شونو، د دننۍ سوداګرۍ د رسوايۍ، د رښتيني ملکيت بازار د ماتې او د ۱۹۹۰ ز لسيزې له کسر څخه راپورته شو. دا دوره د خصوصي پانګې د خورا بنسټيزو شرکتونو د راپورته کېدنې شاهد وه، چې په پای کې په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ ز کالونو کې په ستر ډاټ کام ببل “Dot-com bubble” کې لوړې کچې ته پورته شوه. د جګ او ټيټ درېيم دوران (۲۰۰۳ – ۲۰۰۷ز کال) د ډاټ کام ببل د ماتې په راپورته کېدلو کې رامنخته شو، چې پور له لارې د بل شرکت تر لاسه کول په کې نابرابرې يا ناموازي اندازې ته رسېږي او د خصوصي پانګې شرکتونو بنسټيز کول په کې د بلېک سټون ډلې “Blackstone’s Group” د ۲۰۰۷زکال د لومړني عمومي وړانديز له مخې روښانه کېږي.

د خصوصي پانګونې او ګواښونکې پانګونې شتمن ټولګي له خپلو لومړيو کالونو څخه نږدې ۲۰۰۰ز کال پورې په په بنسټيز ډول متحده ايالتونو کې فعال وو. د ۱۹۹۰ زلسيزې نيمايي کې د خصوصي پانګې په دويمه پورته کېدنه او اروپا کې د بنسټيزو پانګوالو لپاره د قانون په ازادۍ سره د خصوصي پانګې يو رسېدلی یا بشپړ اروپايي بازار راڅرګند شو.

له تاريخ څخه وړاندې[سمول]

پانګوال د صنعتي اوښتون له پيل راهيسې په خصوصي شرکتونو کې د سوداګرۍ غوښتنه او د لږې کچې پانګونې کوي. سوداګريزو بانکوالو په لندن او پاريس کې په ۱۸۵۰ز لسيزه کې صنعتي اندېښنې تموېل کړې؛ په ځانګړي ډول په ۱۸۵۴ز کال کې د جيکب او اسحاق پيرير له لورې د  “Credit Mobilier” شرکت بنسټ کېښودل شو، چې دواړو په ګډه نيويارک کې د پروت “Jay Cooke” په مرسته د متحده ايالتونو د ترانسکانټينيتل اورګاډي پټلۍ تمويل کړه.

وروسته د «J. Pierpont Morgan» جی پي مورګان او کمپني «J.P. Morgan & Co.» په متحده ايالتونو کې د اورګاډي پټلۍ او نور صنعتي شرکتونه تمويل کړل. په ځينو برخو کې د ۴۸۰ ميليون ډالرو لپاره له اندريو کارنيجي او هينري فېپس څخه د کارنيجي د فولادو شرکت “Carnegie Steel Company” د جی پيرپونټ مورګان “J. Pierpont Morgan” د ۱۹۰۱ز کال لاسته راوړنه لومړنی رښتينی پېر وړاندې کوي او تر نن ورځې پورې لومړنی ګڼل کېږي.

۱۹۳۰ ز لسيزه کې د ګلاس سټيګل قانون “Glass-Steagall Act” له مخې پر امريکايي بانکونو باندې د لګول شويو جوړښتي بنديزونو  او نورو مقرراتو له امله متحده ايالتونو کې د سوداګريزې بانکوالۍ هېڅ خصوصي صنعت نه و او دا يو داسې حالت و، چې په پرمختللو هېوادونو کې بشپړه استثنايي بڼه لري. د ۱۹۸۰ز لسيزې په وروستيو کې د ليسټر توروو “Lester Thurow” په نوم نامتو اقتصاد پوه د سوداګريزو بانکونو د ملاتړ په موخه متحده ايالتونو کې د مالي مقرراتو د چارچوکاټ نا وړتيا وغندله. د متحده ايالتونو د پانګونې بانکونه په اصل کې په مشورتي سوداګريو پورې تړلي وو، چې د سوداګريزو اتحاديو او لاسته راوړنو راکړه ورکړه او د پانګې او پور د خونديتوبونو ځای په ځای کول يې اداره کول. د پانګونې بانکونه به که څه هم ډېره موده وروسته له هغې پراخه شي، چې خپلواک شرکتونه په ښه ډول رامنځته شوي وو.

خصوصي پانګونه له يو څو استثناتو سره د ۲۰ پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د شتمنو اشخاصو او کورنيو د عمل او فکر يا نفوذ برخه وه. وېنډربېلټس، وايټنيس، روکيفيلرس او واربرګس په ياده موده کې خصوصي شرکتونو کې د يادونې وړ پانګوال وو. په ۱۹۳۸ز کال کې لاورنس اس روکيفيلر د ختيځ هوايي ليکو “Eastern Air Lines” او دوګلاس الوتکې “Douglas Aircraft” دواړو شرکتونو جوړېدنه کې مالي مرسته وکړه او د روکيفيلر کورنۍ په يو شمېر شرکتونو کې پراخه ونډې درلودې. ايريک ام واربرګ په ۱۹۳۸زکال کې ساي ام واربرګ او شرکت “E. M. Warburg & Co” جوړ کړ، چې په پای کې واربرګ پينکس “Warburg Pincus” شو او په “Leveraged buyouts” او ګواښونکې پانګې دواړو کې يې پانګونې درلودې.

د معاصرې خصوصي پانګونې اصليت[سمول]

هغه څه چې نن ورځ د رښتينې خصوصي پانګې پانګونې ګڼل کېږي، له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته يې راڅرګندېدل پيل کړل، چې په ۱۹۴۶ز کال کې د ګواښونکې پانګې د دوه لومړنيو شرکتونو د بنسټ ايښودنې له مخې په نښه کېږي، چې د امريکا د څېړنې او پرمختګ اتحاديه “American Research and Development Corporation” يا په لنډ ډول (ARDC) او جی ايچ وايټني اينډ کمپني “J. H Whitney & Company” دي. [۱]

“ARDC” د رالف فلاندرس او کارل کمپټون (د MIT شرکت پخوانی رئيس) په مرسته د جورجيس دوريوت له لورې جوړ شو، چې موخه يې سوداګريو کې د خصوصي برخې د هغو پانګونو هڅول وه، چې له دويمې نړيوالې جګړې څخه د بېرته راستنېدونکو سرتېرو په واسطه پر مخ تللې. دوريوت د پانګوالۍ پلار ګڼل کېږي، چې د سوداګريزې ادارې اروپايي انسټيتيوټ “INSEAD” بنسټګر او د هارواډ د سوداګرۍ ښوونځي “Harvard Business School” مخکينی رئيس و. “ARDC” اهميت په اصل کې دا و چې ياد شرکت د خصوصي پانګې هغه لومړنۍ بنسټيز شرکت و، چې د شتمنيو کورنيو په پرتله يې له سرچينو څخه پانګه لوړه يا پورته کړه، که څه هم د يادونې وړ پانګونې ګڼ برياليتوبونه يې هم درلودل. ياد شرکت ته د لومړۍ سترې ګواښونکې پانګې د بریا کيسې امتياز ورکول کېږي، چې د ګڼيال توکو اتحاديه “Digital Equipment Corporation (DEC)” کې د ۱۹۵۷ز کال د ۷۰۰۰۰ ډالرو پانګونې يې په ۱۹۶۸ ز کال کې د شرکت له لومړني عمومي وړانديز څخه وروسته له ۳۵،۵ ميليون څخه پورته ارزښت درلود (چې پر خپله پانګونه باندې له ۵۰۰ برابرو څخه زياته بيا اداينه او د ۱۰۱ سلنې د بېرته اداينې کلنه کچه څرګندوي). د نوموړي شرکت پخواني کارکونکو د ګريلاک پارټنرس «Greylock Partners» (چې په ۱۹۶۵ز کال کې د چارلي وايټ او بېل ايلفر له لورې جوړ شو) او مورګان هولاند وېنچرس (چې د فلګشپ وېنچرس شرکت مخکينۍ بڼه وه او په ۱۹۸۲زکال د جېمز مورګان له لورې جوړ شو) په ګډون د ګواښونکې پانګوالۍ بېلابېل نامتو شرکتونه جوړ کړل. “ARCD” د دوريوت له تقاعد سره تر ۱۹۷۱ز کال پورې پانګه اچونې ته دوام ورکړږ په ۱۹۷۲ز کال کې دوريوت ياد شرکت وروسته له هغې ټېکسټرون “Textron” شرکت سره يو ځای کړ، چې له ۱۵۰ څخه په زياتو شرکتونو کې پانګونې کولې. [۲][۳][۴][۵]

J.H. Whitney & Company شرکت د جان هی وايټني او د هغه د ملګري بينو شمېت له لورې جوړ شو. وايټني له ۱۹۳۰ ز کال راهيسې پانګونه کوله، چې په ۱۹۳۳ ز کال کې يې د مخکښ انځورونو “Pioneer Pictures” په نوم شرکت جوړ کړ او له خپل کاکا زوی کرونيليس وېندربېلټ وايټني سره په ټيکنيکلر کورپورېشن “Technicolor Corporation” کې ٪۱۵ ګټه تر لاسه کوي. په هر حال د نوموړي تر ټولو نامتو پانګونه د “Florida Floods Corporation” په شرکت کې وه. دې شرکت امريکايي سرتېرو ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره نوښتيز لارې چارې رامنځته کولې، چې وروسته د “Minute Miad” د نارنج جوس په نوم وپېژندل شو او په ۱۹۶۰ ز کال کې کوکاکولا شرکت باندې وپلورل شو. جی ايچ وايټني او شرکت (J.H. Whitney & Company) د نفوذ لرونکي پېر راکړو ورکړو کې پانګونو ته دوام ورکوي او په ۲۰۰۵ زکال کې د خپلې شپږمې بنسټيزې خصوصي پانګې سرمايې له امله ۷۵۰ ميليون ډالرو ته پورته شوه. [۶]

سرچينې[سمول]

  1. Wilson, John. The New Ventures, Inside the High Stakes World of Venture Capital.
  2. WGBH Public Broadcasting Service, “Who made America?"-Georges Doriot” Archived December 11, 2007, at the Wayback Machine.
  3. The New Kings of Capitalism, Survey on the Private Equity industry Archived 2008-10-22 at the Wayback Machine. The Economist, November 25, 2004
  4. "Joseph W. Bartlett, "What Is Venture Capital?"". Vcexperts.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kirsner, Scott. "Venture capital's grandfather." The Boston Globe, April 6, 2008.
  6. United States. "Small Business Administration Investment Division (SBIC)". Sba.gov. مؤرشف من الأصل في ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)