Jump to content

د ختیځې افریقا عملیات (دوه‌یمه نړیواله جګړه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د ختیځې افریقا عملیات (چې د حبشې عملیاتو په توګه هم پېژندل کېږي) په ختیځې افریقا کې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې پر مهال د دوه‌یمې نړیوالې جګړې متفقینو له‌خوا، په تېره بیا د بریتانیا ټولواکمنۍ له‌لورې د ایټالیا او په ختیځې افریقا کې د ایټالیا مستعمرو پر وړاندې د ۱۹۴۰ز کال د جون د ۱۹۴۱ز کال تر نومبر پورې ترسره شول. د بریتانیا منځني ختیځ قرارګاه د بریتانیا، سویلي افریقا، بریتانوي هند، د یوګاندا قیمومیت، کېنیا، سومالي‌لنډ، لوېدیځې افریقا، شمالي او سویلي رودسیا، سوډان او نیاسالنډ له وسله‌والو ډلو سره په عملیاتو کې ګډون وکړ. د متفقینو د بلجیمي کانګو، د حبشې ټولواکمنۍ Arbegnoch مقاومتي ځواکونو او ازادې فرانسې یوې کوچنۍ برخې Force Publique دغه عملیاتو سره یوځای شول.

«Comando Forze Armate dell'Africa Orientale Italiana» (د ایټالیایي ختیځې افریقا وسله‌والو ځواکونو قرارګاه) له ایټالیایي ختیځې افریقا څخه دفاع وکړه، چې په یادې قرارګاه کې د Regio Esercito (سلطنتي پوځ)، Regia Aeronautica (سلطنتي هوایي پوځ) او Regia Marina (سلطنتي سمندري ځواکونه) ټولي شامل وو. د ایټالیا ځواکونو د Regio Corpo Truppe Coloniali (د استعماري ځواکونو سلطنتي لښکر) کابو ۲۵۰،۰۰۰ سرتېري درلودل چې مشري یې ایټالیایي افسرانو او صاحب‌منصانو کوله. پر سویز کانال باندې د بریتانیا کنټرول ترلاسه کولو سره سم، دښمنۍ پیل شوې او د ایټالیا ځواکونو ته اکمالات او مرستندویه ځواکونه ونه‌رسېدل.

د ۱۹۴۰ز کال د جون پر ۱۳، د کېنیا په وجیر کې د RAF پر هډه باندې د ایټالیا له‌خوا هوایي برید ترسره شو او تر هغو چې په ۱۹۴۰ او د ۱۹۴۱ز کال په لومړیو کې ایټالیایي ځواکونه د سومالي‌لنډ، اریتریا او حبشې له‌لارې، له کېنیا او سوډان څخه پر شا وتمبول شول، هوایي جګړې دوام وکړ. په سیمه کې د ایټالیا ځواکونو پاتې شوي سرتېري، د ۱۹۴۱ز کال په نومبر کې د ګوندر جګړې وروسته تسلیم شول، خو ځینیو کوچنیو ډلو یې د بریتانیا پر وړاندې په حبشه کې چریکي جګړو ته دوام ورکړ؛ د ۱۹۴۳ز کال په سپټمبر کې د کاسیبیلې اوربند لاسلیک شو او په‌دې سره د ایټالیا او متفقینو ترمنځ جګړه پای ته ورسېده. د ختیځې افریقا عملیات، په جګړه کې د متفقینو لومړۍ ستراتیژیکه بریا وه؛ ډېر لږشمېر ایټالیایي ځوکوانه له سیمې وتښتېدل ترڅو په نورو عملیاتو کې ګډون وکړي او د ایټالیا په ماتې سره د «سره سمندرګي» له‌لارې مصر ته د اکمالاتو په لېږد خورا اسانتیا راغله. د مشترک‌المنافعو ځواکونو ډېرشمېر سرتېرې شمالي افریقا ته سوق شول ترڅو د لوېدیځې صحرا په عملیاتو کې ونډه واخلي.

مخینه[سمول]

ایټالیایي ختیځه افریقا[سمول]

د ۱۹۳۶ز کال د مې پر ۹، د ایټالیا دیکتاتور «بېنیتو موسولیني» د ایټالیایي ختیځې افریقا (Africa Orientale Italiana یا AOI) د تاسیسولو اعلان وکړ؛ ایټالیایي ختیځه افریقا له (وروسته له ایټالیا-حبشې دوه‌یمې جګړې) حبشې او د ایټالیایي اریتریا او ایټالیایي سومالي‌لنډ له مستعمرو څخه رامنځ‌ته شوې وه. د ۱۹۴۰ز کال د جون پر ۱۰، موسولیني د بریتانیا او فرانسې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ، چې په لیبیا کې ایټالیا نظامي ځواکونه د مصر لپاره او په AOI کې د بریتانیا او فرانسې د ختیځې افریقا مستعمرو لپاره ګواښ ؤ. ایټالیا جګړه پالله، د متفقینو پر سوداګریزو کښتیو باندې یې د مدیترانې سمندرګي لاره وتړله د ختیځې افریقا د سواحلو، عدن خلیج، سره سمندرګي او سویز کانال په اوږدو کې یې د بریتانیا سمندري کرښو ته ګواښ پېښ کړ (د مصر شاهي نظام د دوه‌یمې نړیوالۍ جګړې په اوږدوه کې بې‌پلوه پاتې شو، خو په ۱۹۳۶ز کال کې د انګلیس او مصر د معاهدې شرایطو بریتانیا ته زمینه برابره کړه ترڅو مصر او بریتانوي-مصري سوډان اشغال کړي). مصر، د سویز کانال، فرانسوي سومالي‌لنډ او بریتانوي سومالي‌لنډ هم د برید پر وړاندې زیانمنېدونکي وو، خو د ایټالیا لوی درستیز جګړه وروسته له ۱۹۴۲ز کال څخه پلان کړې وه؛ د ۱۹۴۰ز کال په دوبي کې ایټالیا د یوې اوږدمهالې جګړې یا د افریقا پراخو سیمو د نیواک لپاره په هېڅ ډول چمتو نه‌وه.[۱][۲][۳]

Regio Esercito (سلطنتي پوځ)[سمول]

د ۱۹۳۷ز کال په نومبر کې، د اوستا امیر «امېدیو»، د AOI نایب‌السلطنه او صوبه‌دار په توګه وټاکل شو، چې مرکزي اداره یې د حبشې په پلازمېنه «آدیس آبابا» کې وه. د ایټالیایي ختیځې افریقا وسله‌والو پوځونو د قرارګاه لوی درستیز او د هوایي ځواکونو جنرال په توګه، اوستا، د ۱۹۴۰ز کال د جون پر ۱، په پلازمېنه او نورو سیمو کې کابو ۲۹۰،۴۷۶ جنګیالي درلودل (چې په هغو کې د سمندري او هوایي ځواکونو پرسونل هم شامل ؤ). د جلب او جذب له‌لارې، د اګوسټ پر ۱، د سرتېرو شمېر ۳۷۱،۰۵۳ تنو ته ورسېده. د جون پر ۱۰، د ایټالیا پوځ په درېیو قول‌اردوګانو او یوې فرقې کې تنظیم شو:[۴]

  • شمالي جبهه، په آسمارا کې، ډګر جنرال لویګي فروسي (ایټالیایي اریتریا)
  • سویلي جبهه، په جیما کې، جنرال پیترو ګازېرا
  • ختیځه جبهه، په آدیس آبابا کې، جنرال ګوګلیلمو ناسي
  • جوبا جبهه، په موګادیشو کې، ډګر جنرال کارلو دو سیمون (سویلي ایټالیایي سومالي‌لنډ)

کله چې ایټالیا جګړې ته دننه شوه، له ختیځې افریقا مېشتو آلمانیانو او لالهاندو آلماني ماڼوګانو یوه ۱۰۰ کسیزه کمپنۍ جوړه شوه. په ختیځې افریقا کې د ایټالیا ځواکونه په ۳،۳۱۳ درنو ماشیندارو، ۵،۳۱۳ ماشیندارو، ۲۴ M11/39 متوسطو ټانکونو، ۳۹ L3/35 ټانکېتونو، ۱۲۶ زغره‌والو موټرو او ۸۲۸ میلو وسلو، ۲۴ میلو 20mm ضدهوایي توپونو، ۷۱ میلو 81mm هاوانونو او ۶۷۲،۸۰۰ ټوپکو مجهز وو. ایټا د اکمالاتو یا مرستندویو ځواکونو لپاره خورا لږ وخت درلود، چې په کلکه له کمښتونو سره مخ‌ شول، په ځانګړې توګه د مهماتو کمښت. په ځینو مواردو کې، د هند په سمندر کې د آلماني سوداګرو بریدګرو له‌لورې نیول شوې سوداګریزې کښتۍ به سومالي ته راوړل کېدې خو مالونه به یې تل د ایټالیا د جګړې لپاره ګټور نه‌وو. د ۱۹۴۰ز کال د نومبر پر ۲۲، د یوګوسلاویا بخار بېړۍ «Durmitor» د آلمان مرستندویې جنګي بېړۍ «Atlantis» له‌خوا ونیول شوه چې له وارشیخ څخه یې مالګه بار کړې وه او په سلګونو بندیان یې لېږدول.[۵][۶]

Regia Aeronautica (سلطنتي هوایي پوځ)[سمول]

د سلطنتي هوایي پوځ «Comando Aeronautica Africa Orientale Italiana یا CAAOI» نظامي هډه په آدیس آبابا کې وه او په ځمکنیو جبهو کې یې درې قرارګاه‌ګانې درلودې:

  • Comando Settore Aeronautico Nord (د هوایي جبهې شمالي قرارګاه)
  • Comando Settore Aeronautico Est (د هوایي جبهې لوېدیځي قرارګاه)
  • Comando Settore Aeronautico Sud (د هوایي جبهې سویلي قرارګاه)

د وېکټوریا صلیب[سمول]

د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې د وېکټوریا صلیب جایزې ګټونکو نوملړ په لاندې ډول دی:

  • اېریک چارلس توېلف وېلسن (تورن، د سومالي‌لنډ اوښ‌سپور لښکر)– پر بریتانوي سومالي‌لنډ باندې د ایټالیا برید پر مهال یې جایزه وګټله.[۷]
  • پرېمیندرا سنګهـ بهاګت (دوه‌یم بریدمن، د بمبی تر جبهې شاته استحکامچيان او معدنچیان)– په شمالي جبهه کې د جګړې کولو پر مهال یې جایزه وګټله.[۸]
  • ریچپال رام (د راجپوتانا ټپوکو په ۶مه برخه کې سوبه‌دار)– په شمالي جبهه کې د جګړې کولو په ویاړ وروسته له مړینې جایزه وګټله.[۹]
  • نیګل لیکې (د پاچا افریقایي ټوپکو په 1/6 کنډک کې ډلګی مشر او د پالیوانتروپولوجي‌پوه «لویس لیکې د تره زوی)– په سویلي جبهه کې د جګړې کولو په ویاړ وروسته له مړینې جایزه وګټله.[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Playfair 1959، مم. 6–7, 69.
  2. Playfair 1959، مم. 38–40.
  3. Playfair 1959، م. 2.
  4. Playfair 1959، م. 93.
  5. Stewart 2016، مم. 55–56.
  6. Playfair 1959، م. 166.
  7. Playfair 1959، م. 177.
  8. Playfair 1959، م. 401.
  9. Playfair 1959، م. 435.
  10. Playfair 2004، م. 308.