د ختيځ ټولواکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په دغو سيمو کې عموماً کوچيان اوسېدل او طبیعت په خپلو ښکلو او ځانگړيو نعمتونو سره نازولي وو. څرنگه چي په پخوانيو زمانو كې کوچي قبايل د گنگا په سيند، نيل ، دجله ، او دفرات په شنو او ابادو درو کې اوسېدل نوهغوی د دغو سیمو پخواني اوسېدونکي د دې ځايونو په فتحه کولو سره غلامان کړل او په دې ډول يې د لومړنیو دولتونو د بنسټ ډبره کېښوده. چي تاریخ يې په اړه پوره معلومات راکړي دي.

د دغو دولتونو د اوسېدونکو تر منځ د يووالي یوه پیاوړي او قوي بنسټ شتون نه درلود او پر هغوی باندې میراثي باچا چې سیاسي او مذهبي دواړه واکه يې درلودل- حکومت کاوه. له قانون څخه موخه د مذهب او باچا اجازه وه. د باچا د کمزورۍ په صورت کې د دولت چارې گډوډېدلې او نوي حکمران به واگي تر لاسه کول.

د دولت په وده کې ختيځو سلطنتونو یوازې یو گټور کار وکړ:

(الف)- په خلکو کې یې نظم پیداکړ او هغوی یې د اطاعت کولو عادي و گرځول.

(ب)- د هغوی په زړونو کې یې د چارواکي يا حکمران عزت پیداکړ.