د ختيځ روم علم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ختيځ روم علم اسلامي نړۍ او د رنسانس (نوي والي) ايټاليې ته د لرغونپوهې په لېږد او رنسانس ايټاليې ته د اسلامې پوهې په لېږد کې مهمه ونډه ولوبوله. دې بډايه تاريخي دود لرغونې پوهه وساتله، چې ځلاند هنر، مهندسي، ادبيات او ټکنالوژيکي لاسته راوړنې پرې جوړې شوې. [۱]

د ختيځ روم علم، د ځينو ټکنالوژيکي پرمختګونو تر شا ودرېد.

لرغونې او کليسايي څېړنې[سمول]

د ختيځ روم علم په اصل کې لرغونې پوهه وه، چې په هره دوره کې د لرغوني کفر له فلسفې او له طبيعت پورته پوهې (ماوراء الطبيعه) سره نږدې اړيکه کې و. د کافري زده کړې په اړه د ځينو مخالفتونو تر څنګ د ډېری نامتو پخوانيو پوهانو له ډلی زياترو يې په کليسا کې لوړ مقام ونيو. د ختيځ روم په سترواکۍ کې د پخوانۍ زمانې د ليکنو خپرېدل په څلورمه او پنځمه پېړۍ کې د اتن د اکاډمي (څېړنتون) له خوا لرغونې څېړنې، د الکسندريا د فلسفې پوهنتون ځواک او د Constantinople پوهنتون چوپړونو ته چې خپل ځان يې په بشپړ ډول په بې دينه مضمونونو پورې وتاړه او د ديني علومو لرې کولو ته، چې په Patriarchical Academy کې تدريس کېده، د ورکړل شوې انګېزې له امله هېڅکله بند نه کړل. ان وروستي هغه يې په لرغونو ادبياتو کې لارښوونه وړانديز کړه ، ادبي، فلسفي او علمي مضمونونه يې په خپل درسي نصاب کې شامل کړل. روحاني ښوونځيو په تورات، ديني علومو او د عبادت مراسمو اړوند مضامينو باندې تمرکز وکړ. د همدې له امله روحاني لاسي ،ليکنو خپلې زياتې هڅې د کليسايي نسخو پر ليکلو (له مخې ليکل) باندې وکړې، حال دا چې لرغونی کفري ادب د عادي وګړو (غير روحاني) يا روحاني وګړو ،لکه: Photios, Arethas of Caesarea, Eustathius of Thessalonica او Basilius Bessarion له لورې وليکل شو، لنډيز شو، اقتباس او تفسير شو. [۲][۳][۴][۵]

رياضيات[سمول]

د ختيځ روم پوهانو د لرغوني يونان د سترو رياضي پوهانو ميراث وساته او ادامه يې ورکړه او رياضيات يې په عمل کې پلي کړل. د ختيځ روم په لومړيو (له ۵ تر ۷ پېړۍ) کې معمارانو او رياضيپوهانو (Isidore of Miletus) او (Anthemius of Tralles) د سترې Hagia Sophia کليسا د جوړولو لپاره پېچلې رياضيکي فرمولونه وکارول، چې دا د کليسا د په زړه پورې هندسې، څرګند او غوره ډيزاين او لوړوالي له امله د خپل وخت او له هغې وروسته د پېړيو لپاره د تمې خلاف يو ټکنالوژيکي پرمختګ و. د ختيځ روم په منځينو پېړيو (له اتمې تر دوولسمې پېړۍ) کې ځينو رياضيپوهانو، لکه: Michael Psellos رياضيات د نړۍ د تعبيرولو په موخه د يوې لارې په توګه په پام کې ونيول.

فزيک[سمول]

د ژبې د اصولو متخصص ،John Philoponus چې د John په نوم هم پېژندل کېږي، يو الکسندري فلسفه پېژندونکی، ارستويي مبصر او د عيسوي علومو پوه او د فلسفي مقالو او ديني برخه کې د کارونو ليکوال و. نوموړی هغه لومړنی شخص و چې پر ارستو يې نيوکه وکړه او د ارستو د آزادې غورځېدنې نظريه يې تر بريد لاندې ونيوله. د ارستو فزيک په اړه د هغه نيوکه ډېرې پېړۍ وروسته د ګاليله (Galileo Galilei) لپاره يوه پارونکی الهام و. ګاليله Philoponus په بنسټيز ډول، په خپل کار کې ذکر کړ او نوموړی يې د ارستويي فزيک په دروغ ثابتولو کې وڅاره. [۶]

د محرک يا انګېزې نظريه هم د ختيځ روم په سترواکۍ کې نوې رامنځته شوه.

Ship mill د ختيځ روم له لوري يو نوښت دی او د ويالې د اوبو د انرژي په کارونې سره د غلو دانو د اوړه کولو په موخه جوړه شوه. ياده ټکنالوژي په پای کې نورې اروپا ته هم وغځېده او تر ۱۸۰۰ ز کال پورې کارنده وه. [۷][۸]

طبابت[سمول]

طبابت يو له هغو علومو څخه و، چې ختيځو روميانو په کې د خپلو يوناني-رومي پخوانيو نيکونو ته چې له Galen څخه پيلېږي، وده ورکړه. د پايلې په توګه د ختيځ روم طب پر اسلامي طب او همدارنګه د رنسانس پر طب باندې اغېزه درلوده. [۹]

د روغتون مفهوم چې د يوازې په ساده ډول د مړ کېدلو د ځای نه، بلکې د عيسوي سخاوت د نظرياتو له امله د ناروغانو لپاره د درملنې د طبي پاملرنې او شونتيا د وړانديز کوونکي بنسټ په توګه د ختيځ روم په سترواکۍ کې څرګند شو. [۱۰]

د بېلېدونکو يو ځای غبرګونونو لومړنۍ پېژندل شوې بېلګه، په ۱۰ مه پېړۍ کې هغه مهال د ختيځ روم په سترواکۍ کې پېښه شوه، چې يو جوړه سره نښتي غبرګوني له ارمانيا څخه په پای کې Constantnople ته راغلل. ډېر کلونه وروسته يې يو تن ومړ، چې له امله يې د Constantinople جراحانو پرېکړه وکړه چې د مړ شوي جسد ترېنه بېل کړي. پايله يې يو څه ځکه بريالۍ وه، چې ژوندي غبرګوني درې ورځې نور ژوند وکړ، مګر هغه ريښتيا چې له امله يې دويم شخص له بېلولو څخه وروسته د درې ورځو لپاره ژوندی پاتې شو، دومره اغېزناک وو چې د تاريخ پوهانو له لوري يوه نيمه پېړۍ وروسته يې يو ځل بيا يادونه وشوه. د بېلېدونکو يو ځای غبرګونونو بل حالت به له لومړي څخه نږدې ۷۰۰ کلونو وروسته ،په ۱۶۸۹ ز کال جرمني کې ثبت شوی وي. [۱۱][۱۲]

اورنۍ وسلې[سمول]

يوناني ويشتل [وسله] د ختيځ روم سترواکۍ له لوري کارېدونکي اورين [د اور] اسلحه وه. د ختيځو روميانو داوسله په معمولي ډول د سترې اغېزې په توګه په سمندري جګړو کې ځکه کاروله، چې ان په اوبو کې يې هم سوځېدنې ته ادامه ورکولی شوه. يادې وسلې يوه ټکنالوژيکي ګټه چمتو کړه او د ختيځ روم د زياتره مهمو برياوو لامل وه چې له دوو عربي محاصرو څخه د Constantinople ژغورنه يې د يادونې وړ ده، چې سترواکي يې ژوندۍ وساتله. که څه هم يوناني ويشتل [وسله] په ۹۷۲ ز کال کې اختراع شوه او د تاريخ ليکونکي Theophanes له خوا يې Kallinikos ته نسبت ورکول کېږي، چې د Phoenice په پخواني ولايت کې د Heliopolis سيمې يو معمار و او ورڅخه وروسته بيا مسلمانانو (اسلامي) برياليتوبونو په واسطه وکارول شوه. په دې اړه دا بحث شوی دی چې هيڅ يو شخص (په ځانته ځان) يوناني وسله نه ده اختراع کړې، مګر دا چې وسله د هغو کيمياپوهانو له خوا په Constantinople کې د لومړي ځل لپاره رامنځته شوه، چې د الکسندري کيمياوي ښوونځي موندنې په ميراث وړې وې. [۱۳][۱۴]

لاسي بم، په لومړي ځل د ختيځ روم په سترواکۍ کې راښکاره شو، چې لومړني يا نيمګړي اورين لاسي بمونه په کې د کلالي لوښو څخه جوړ شوي و چې د نيولو ګيلاس يا مېخونه په کې جوړ او د جګړې په ډګرونو کې وکارول شول. [۱۵][۱۶][۱۷]

ختيځ روم او اسلامي پوهه[سمول]

د منځنيو پېړيو پر مهال د ختيځ روم او اسلامي پوهې تر منځ د کارونو يو مکرر بدلون و. د ختيځ روم سترواکۍ د منځنيو پېړيو اسلامي نړۍ ته په بنسټيز ډول عربې ژبې ته د ستورو پېژندنې، رياضياتو او فلسفې برخو کې د لرغونو او د منځنيو دورو يوناني ليکنو ژباړه چمتو کړه. د منځنيو پېړيو په پيل کې د ختيځ روم سترواکي په سيمه کې د علمي پوهې مخکښ مرکز و. وروسته چې خلافت او د منځنۍ پېړۍ نور اسلامي کلتورونه د علمي پوهې مخکښ مرکزونه شول، د ختيځ روم پوهان، لکه: Gregory Chioniades چې د Maragheh نامتو د ستورو کتنځی يې لاره، د اسلامي ستوري پېژندې، رياضياتو او ساينس په اړه يې د منځنيو دورو يوناني ژبې ته کتابونه وژباړل. د بېلګې په ډول: د نورو له منځه جعفر ابن محمد ابو ماشر البلخي، ابن يونس، الخازني (چې د ختيځ يونان پښت و، مګر په فارسي کلتور کې راښکاره شو)، محمد ابن موسی الخوارزمي او نصيرالدين الطوسي (لکه :د Zij-I Ilkhani او Zij مقالې) يې د يادونې وړ دي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ختيځ ځيني پوهان هم وو، چې د مشخصو علمي مفهومونو د تشرېح کولو په موخه يې د عربي کټ مټ [ټکی په ټکی] اصطلات وکارول، که څه هم په لرغوني يوناني ژبه کې يې ځايناستي اصطلاحات وو (لکه د لرغوني يوناني د Horoscopus پر ځای د عربي talei کارول). د ختيځ روم پوهې په دې ډول لوېديځې اروپا او اسلامي نړۍ ته يوازې د لرغونې يوناني پوهې په لېږد کې نه، بلکې لوېديځې اروپا ته د اسلامي پوهې په لېږد کې هم مهمه ونډه ولوبوله. ځيني تاريخ پوهان ګمان کوي، چې Copernicus يا نورو اروپايي ليکوالانو د ستورو په اړه عربي ليکنو ته لاسرسی درلود، چې د Tusi-couple په لښون کې يې پايله لرله. Tusi-couple د ستورو اړوند يو مودل و، چې د ناصرالدين الطوسي له خوا جوړ او د Nicolaus Copernicus په فعاليت کې راڅرګند شو. د ختيځ روم پوهان په ځينو عربي کارونو [ليکنو] کې د يادونې له مخې له ساساني او هندي ستورپېژندنې سره هم اشنا شول. [۲۲]

سرچینې[سمول]

  1. George Saliba (2006-04-27). "Islamic Science and the Making of Renaissance Europe". د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Byzantine Medicine - Vienna Dioscurides". Antiqua Medicina. University of Virginia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Some noteworthy exceptions to this tolerance include the closing of the Platonic Academy in 529; the obscurantism of Cosmas Indicopleustes; and the condemnations of Ioannis Italos and Georgios Plethon for their devotion to ancient philosophy.
  4. The faculty was composed exclusively of philosophers, scientists, rhetoricians, and philologists (Tatakes, Vasileios N.; Moutafakis, Nicholas J. (2003). Byzantine Philosophy. Hackett Publishing. د کتاب پاڼې 189. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87220-563-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة))
  5. Anastos, Milton V. (1962). "The History of Byzantine Science. Report on the Dumbarton Oaks Symposium of 1961". Dumbarton Oaks Papers. Dumbarton Oaks, Trustees for Harvard University. 16: 409–411. doi:10.2307/1291170. JSTOR 1291170. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "John Philoponus". Stanford Encyclopedia of Philosophy. 8 June 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wikander, Orjan. 2000. "Handbook of Ancient Water Technology". Brill. Page 383-384.
  8. "Boat mills: water powered, floating factories". LOW-TECH MAGAZINE. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Temkin, Owsei (1962). "Byzantine Medicine: Tradition and Empiricism". Dumbarton Oaks Papers. 16: 97–115. JSTOR 1291159. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lindberg, David. (1992) The Beginnings of Western Science. University of Chicago Press. Page 349.
  11. "The Case of Conjoined Twins in 10th Century Byzantium - Medievalists.net". 4 January 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Montandon, Denys (December 2015). "THE UNSPEAKABLE HISTORY OF THORACOPAGUS TWINS' SEPARATION" (PDF). denysmontandon.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Pryor, John H.; Jeffries, Elizabeth M. (2006). The Age of dromon: The Byzantine Navy, ca. 500-1024. The Medieval Mediterranean: Peoples, Economies and Cultures, 400-1500. vol. 62. Brill. د کتاب پاڼي 607–609. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-15197-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Partington, J. R. (1999). "A History of Greek Fire and Gunpowder". The Johns Hopkins University Press. page 13
  15. Tucker, Spencer C. 2011. “The Encyclopedia of the Vietnam War: A Political, Social, and Military History”. ABC-CLIO. Page 450.
  16. "Greek Fire Grenades". World History Encyclopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Greek Fire". World History Encyclopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Introduction to Astronomy, Containing the Eight Divided Books of Abu Ma'shar Abalachus". World Digital Library. 1506. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Pingree, David (1964). "Gregory Chioniades and Palaeologan Astronomy". Dumbarton Oaks Papers. 18: 135–60. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. King, David A. (March 1991). "Reviews: The Astronomical Works of Gregory Chioniades, Volume I: The Zij al- Ala'i by Gregory Chioniades, David Pingree; An Eleventh-Century Manual of Arabo-Byzantine Astronomy by Alexander Jones". Isis. 82 (1): 116–8. doi:10.1086/355661. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Joseph Leichter (June 27, 2009). "The Zij as-Sanjari of Gregory Chioniades". Internet Archive. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. E. S. Kennedy, "Late Medieval Planetary Theory," p. 377.