د خاورې جوړښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خاورې جوړښت (Soil formation) چې د پیډوجینېسس (pedogenesis) په نامه هم یادېږي، د خاورې د پیدایښت پروسه ده چې د ځای، چاپېریال او تاریخ د اغېزو په مرسته تنظیمېږي. بایوجیوکیمیاوي پروسې په خاوره کې د نظم (انیسوټروپي) رامنځته کولو او ویجاړولو دواړو لپاره کار کوي. دا بدلونونه د لایو یا پوړونو د پراختیا لامل کېږي چې د خاورې د افق په نامه یادېږي او د رنګ، جوړښت، ترکیب او کیمیايي تفاوتونو په مرسته له یو بله توپیرېږي. دا ځانګړنې د خاورې د ډولونو د وېش یا توزېع په الګوګانو یا نمونو کې رامنځته کېږي او د خاورې په جوړوونکو فکټورونو کې د توپیرونو په غبرګون کې منځته راځي.[۱]

پیډوجینېسس د پیډولوژۍ یا خاورې پېژندنې د علم د یوې څانګې په توګه لوستل کېږي. پیډولوژي په طبیعي چاپېریال کې د خاورې په اړه څېړنې او مطالعې ته ویل کېږي. د پیډولوژۍ نورې څانګې د خاورې د مورفولوژۍ مطالعه او د خاورې طبقه بندي ده. د پیډوجینېسس مطالعه په اوسني (د خاورې جغرافیه) او تېرو (پیلوپیډولوژي) جیولوژیکي دورو کې د خاورې د وېش پر الګوګانو یا نمونو د پوهېدو لپاره مهمه ده.

ټولیزه کتنه[سمول]

خاوره د یو لړ بدلونونو له لارې وده کوي. د پیل ټکی یې د تازه راټولو شویو اصلي یا لومړنیو موادو هواوهنه یا ورستوالی دی. د خاورې بېلابېل ډوله میکروبونه (باکتریا، ارکیا، فنجي) له هغو ساده مرکباتو (غذایي موادو) څخه تغذیه کېږي چې د هواوهنې له لارې ازادېږي؛ او عضوي اسیدونه او تخصصي پروټینونه تولیدوي چې په دې توګه په معدني هواوهنه کې رول لوبوي. دوی همدا راز هغه عضوي پاتې شوني هم شا ته پرېږدي چې د هوموس یا تورې خاورې په جوړولو کې مرسته کوي. د نبات ریښې له خپلو سمبیوټیک مایکورریزال فنجي سره د دې وړتیا هم لري چې له ډبرو څخه غذايي مواد استخراج کړي.[۲][۳][۴]

نوې خاورې د هواوهنې یا ورستوالي او نور رسوب په ترکیب سره خپل ژوروالی زیاتوي. د هواوهنې په پایله کې د خاورې د تولید کچه په کال کې نږدې ۱۰/۱ ملي متره ده. نوې خاوره همدا راز د دوړو او ګردونو د رسوب په پایله کې هم لا ډېره ژورېږي. خاوره په تدریجي ډول د نباتاتو او حیواناتو د لوړو بڼو د ملاتړ وړتیا مومي چې له مخکښو ژوندیو نوعو پیلېږي او د ایکولوژیکي ځایناستۍ په امتداد تر ډېرو پېچلو نباتي او حیواني ټولګیو رسېږي. پورتنۍ یا سطحي خاوره د لوړو نباتاتو او د خاورې د میکروبونو له مړو پاتې شونو څخه د هوموس یا تورې خاورې په راټولولو سره لا ژورېږي. دا همدا راز له هوا وهل شویو یا ورستو منرالونو سره د عضوي موادو د مخلوط کولو له لارې هم ژورېږي. کله چې خاوره وده کوي، دوی د خاورې افقونو ته وده ورکوي ځکه عضوي مواد راټولېږي او معدني هواوهنه او خامېدل رامنځته کېږي.[۵][۶][۷][۸]

د خاورې د جوړښت فکتورونه[سمول]

د خاورې جوړښت لږ تر لږه د پنځو هغو کلاسیکو فکتورونو تر اغېزې لاندې دی چې د خاورې په تکامل کې سره نغښتي دي. دا فکتورونه لومړني یا اصلي مواد، اقلیم، توپوګرافي (د راوتلو نقاطو بدلونونه)، ژوندی موجودات یا ارګانېزمونه او وخت دي. کله چې په اقلیم، ارګانېزمونو، راوتلو نقاطو، اصلي موادو، او وخت کې بیا تنظیم شي، دوی په یوه ځای د CLORPT مخفف تشکیلوي.[۹][۱۰]

اصلي مواد[سمول]

هغه معدني مواد چې خاوره ترې جوړېږي، د اصلي یا مور موادو په نامه یادېږي. ډبره، که اصلیت یې انګاري، رسوبي یا میټامورفیک وي، په هر صورت د خاورې د ټولو منرالي موادو اصلي سرچینه ده او د نایتروجن، هایدروجن او کاربن په استثنا سره د ټولو نباتاتو د غذايي موادو سرچینه هم ده. دا چې اصلي یا مور مواد په کیمیاوي او فزیکي توګه هواوهل شوي، لېږدول شوي او رسوب شوي وي، په دې توګه پر خاوره بدلېږي.[۱۱]

د خاورې اصلي منرالي مواد دا دي:[۱۲]

  • کوارټز: SiO2
  • کالسیټ: CaCO3
  • فېلډسپار: KAlSi3O8
  • میکا (بایوټایټ): K(Mg,Fe) 3(AlSi3O10)(F,OH) 2

اصلي توکي د خپل رسوب د څرنګوالي له مخې ډلبندي کېږي. پاتې شوي مواد هغه معدني یا منرالي مواد دي چې له لومړنۍ بستر ډبرې څخه ځای په ځای هواوهلي یا وراسته شوي وي. لېږدول شوي مواد هغه دي چې د اوبو، باد، یخ یا جاذبې په مرسته رسوب شوي وي. کمولوز مواد بیا هغه عضوي مواد دي چې وده یې کړې او ځای پر ځای راټولېږي.[۱۳]

هوا وهنه یا ورستېدل[سمول]

د مورنیو یا اصلي موادو هواوهنه یا ورستېدل د فزیکي هواوهنې (تجزیې)، کیمیاوي هواوهنې (انحلال) او کیمیاوي بدلون بڼه لري. هواوهنه معمولاً د جیولوژیکي موادو تر څو مترو پورې محدوده وي، ځکه چې فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي فشارونه او نوسانات عموماً له ژوروالي سره کمېږي. فزیکي انحلال یا تجزیه هغه مهال پیلېږي چې د ځمکې په ژورو کې جامدې شوې یا ټینګې شوې ډبرې سطحې ته نږدې له ټیټ فشار سره مخ کېږي او پړسېږي او له میخانیکي پلوه بې ثباته کېږي. کیمیاوي انحلال بیا د منرالونو د محلولیت یوه تابع ده چې سرعت یې د تودوخې له هرو ۱۰ سانتي ګراد درجو لوړېدو سره دوه برابره کېږي، خو د کیمیاوي بدلونونو د اغېزو لپاره شدیداً په اوبو پورې تړلی دی. هغه ډبرې چې په ګرمسېر اقلیم کې په څو کلونو کې تخریبېږي، په دښتو کې بیا د زریزو یا زرګونه کلونو لپاره له کوم بدلون پرته پاتې کېږي او نه بدلېږي. جوړښتي بدلونونه د هایدرېشن، اکسیډېشن او کمښت پایله ده. کیمیاوي هواوهنه تر ډېره د باکتریا او فنجي په مرسته د عضوي اسیدونو او چیلیټینګ مرکبونو د اخراج پایله ده چې ګومان کېږي تر اوسنیو ګلخانه‌يي اغېزو لاندې به زیاتوالی ومومي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

اقلیم[سمول]

هغه اصلي اقلیمي بدلونونه چې د خاورې پر جوړښت اغېزه کوي، اغېزناک ورښت (یعنې د ورښت منفي تبخیر) او تودوخه ده چې دواړه د کیمیاوي، فزیکي او بیولوژیکي پروسو پر کچه اغېزه کوي. تودوخه او رطوبت دواړه د خاورې د عضوي موادو پر محتوا د لومړني تولید او تجزیې تر منځ پر توازن د دوی د اغېزو له لارې تاثیر کوي: هر څومره چې اقلیم سوړ یا وچ وي، په اتومسفیر کې لږ کاربن د عضوي موادو په توګه ثابت پاتې کېږي، حال دا چې لږه عضوي ماده تجزیه کېږي.[۱۹][۲۰]

ټوپوګرافي[سمول]

توپوګرافي یا د راوتلو او برجسته نقاطو بدلونونه د ځمکې د رېوندوالي یا میلان (slope)، لوړوالي او د ځمکې د لوري (اړخ) په مرسته مشخصېږي. ټوپوګرافي د ورښت یا د اوبو د سطحي جریان کچه او د خاورې د سطحې د پروفایل د جوړښت یا تخریب کچه ټاکي. ټوپوګرافیک ترتیب کېدای شي د اقلیمي ځواکونو کار ګړندی یا ځنډنی کړي.[۲۱]

ارګانېزمونه[سمول]

هره خاوره د میکروبونو، نباتاتو، حیواناتو او انساني اغېزو یو ځانګړی ترکیب لري چې پر هغې اغېزې ښندي. مایکرو ارګانېزمونه په ځانګړي ډول د هغو منرالي بدلونونو په برخه کې اغېزناک دي چې د خاورې د جوړولو د پروسې لپاره مهم دي. سربېره پر دې ځینې باکتریاوې کولی شي د اتومسفیر نایتروجن تنظیم کړي او ځینې فنجي ګانې بیا د خاورې د ژور فاسفورس په استخراج او د ګلومالین په بڼه د خاورې د کاربن د کچې په لوړولو کې اغېزناک دي. نباتات خاوره د تخریب پر ضد ساتي او د نبات راټول شوي مواد د خاورې د هوموس یا تورې خاورې کچه ​​جوړوي. د نبات د ریښو ترشح له میکروبي فعالیت سره مرسته کوي. حیوانات د نباتاتو د موادو د تجزیې او د بایوټربېشن له لارې د خاورې د ګډولو لپاره کار کوي.[۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Buol, Stanley W.; Southard, Randal J.; Graham, Robert C.; McDaniel, Paul A. (2011). Soil genesis and classification (الطبعة Sixth). Hoboken, New Jersey: Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-813-80769-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. Jenny, Hans (1994). Factors of soil formation: a system of quantitative pedology. New York, New York: Dover. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-68128-3. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Samuels, Toby; Bryce, Casey; Landenmark, Hanna; Marie-Loudon, Claire; Nicholson, Natasha; Stevens, Adam H.; Cockell, Charles (2020). "Microbial weathering of minerals and rocks in natural environments". In Dontsova, Katerina; Balogh-Brunstad, Zsuzsanna; Le Roux, Gaël (المحررون). Biogeochemical cycles: ecological drivers and environmental impact. Hoboken, New Jersey: Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼي 59–79. doi:10.1002/9781119413332.ch3. S2CID 216360850. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-119-41331-8. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Augusto, Laurent; Fanin, Nicolas; Bakker, Mark R. (2019). "When plants eat rocks: functional adaptation of roots on rock outcrops". Functional Ecology. 33 (5): 760‒61. doi:10.1111/1365-2435.13325. S2CID 164450031. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Scalenghe, Riccardo; Territo, Claudio; Petit, Sabine; Terribile, Fabio; Righi, Dominique (2016). "The role of pedogenic overprinting in the obliteration of parent material in some polygenetic landscapes of Sicily (Italy)". Geoderma Regional. 7 (1): 49–58. doi:10.1016/j.geodrs.2016.01.003. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mirsky, Arthur (1966). Soil development and ecological succession in a deglaciated area of Muir Inlet, Southeast Alaska (PDF). Columbus, Ohio: Ohio State University Research Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lisetskii, Fedor N.; Ergina, Elena I. (2010). "Soil development on the Crimean Peninsula in the Late Holocene". Eurasian Soil Science. 43 (6): 601–13. Bibcode:2010EurSS..43..601L. doi:10.1134/S1064229310060013. S2CID 128834822. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wilkinson, Marshall T.; Humphreys, Geoff S. (2005). "Exploring pedogenesis via nuclide-based soil production rates and OSL-based bioturbation rates". Australian Journal of Soil Research. 43 (6): 767–79. doi:10.1071/SR04158. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Jenny, Hans (1941). Factors of soil formation: a system of qunatitative pedology (PDF). New York: McGraw-Hill. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Johnson, Donald Lee; Domier, Jane E. J.; Johnson, Diana N. (2005). "Reflections on the nature of soil and its biomantle". Annals of the Association of American Geographers. 95 (1): 11–31. doi:10.1111/j.1467-8306.2005.00448.x. S2CID 73651791. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Weil, Ray R.; Brady, Nyle C. (2016). The nature and properties of soils (الطبعة Fifteenth). London, United Kingdom: Pearson. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1292162232. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  12. Donahue، Miller او Shickluna 1977، صص. 20–21.
  13. "Organic environment". University of British Columbia and Agriculture and Agri-Food Canada. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gilluly, James; Waters, Aaron Clement; Woodford, Alfred Oswald (1975). Principles of geology (الطبعة 4th). San Francisco, California: W.H. Freeman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7167-0269-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Weathering". University of Regina. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Andrews, Jeffrey A.; Schlesinger, William H. (2001). "Soil CO2 dynamics, acidification, and chemical weathering in a temperate forest with experimental CO2 enrichment". Global Biogeochemical Cycles. 15 (1): 149–62. Bibcode:2001GBioC..15..149A. doi:10.1029/2000GB001278. S2CID 128612522. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Uroz, Stéphane; Calvaruso, Christophe; Turpault, Marie-Pierre; Frey-Klett, Pascale (2009). "Mineral weathering by bacteria: ecology, actors and mechanisms". Trends in Microbiology. 17 (8): 378–87. doi:10.1016/j.tim.2009.05.004. PMID 19660952. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ نومبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Landeweert, Renske; Hoffland, Ellis; Finlay, Roger D.; Kuyper, Thom W.; Van Breemen, Nico (2001). "Linking plants to rocks: ectomycorrhizal fungi mobilize nutrients from minerals". Trends in Ecology and Evolution. 16 (5): 248–54. doi:10.1016/S0169-5347(01)02122-X. PMID 11301154. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Epstein, Howard E.; Burke, Ingrid C.; Lauenroth, William K. (2002). "Regional patterns of decomposition and primary production rates in the U.S. Great Plains". Ecology. 83 (2): 320–27. doi:10.2307/2680016. JSTOR 2680016. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Mosier, Arvin R. (1998). "Soil processes and global change" (PDF). Biology and Fertility of Soils. 27 (3): 221–29. doi:10.1007/s003740050424. S2CID 44244791. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Griffiths, Robert P.; Madritch, Michael D.; Swanson, Alan K. (2009). "The effects of topography on forest soil characteristics in the Oregon Cascade Mountains (USA): implications for the effects of climate change on soil properties". Forest Ecology and Management. 257: 1–7. doi:10.1016/j.foreco.2008.08.010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Van Breemen, Nico; Buurman, Peter (2003). Soil formation (الطبعة Second). Dordrecht, The Netherlands: Kluwer Academic Publishers. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  23. Wang, Wenjie; Zhong, Zhaoliang; Wang, Qiong; Wang, Humei; Fu, Yujie; He, Xingyuan (2017). "Glomalin contributed more to carbon, nutrients in deeper soils, and differently associated with climates and soil properties in vertical profiles". Scientific Reports. 7 (13003): 13003. Bibcode:2017NatSR...713003W. doi:10.1038/s41598-017-12731-7. PMC 5636888. PMID 29021579. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)