د خالص صفر خپراوی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نړیوال خالص صفر خپراوی، یا په لنډه توګه خالص صفر هغه حالت دی چې د انساني فعالیتونو له امله د خپرېدونکو ګلخانه یي ګازونو کچه د انساني فعالیتونو له امله د خپرېدونکو ګلخانه یي ګازونو د کمښت له کچې سره په یوه ټاکلې مهالیزه دوره کې تعادل ومومي. د خالص صفر موخې ته د لاسرسي په برخه کې د ګلخانه یي ګازونو په خپرېدو کې د کمښت په موخه یو لړ اقداماتو ته اړتیا شتون لري چې په دغو کې د دوام راوړونکې انرژۍ منابعو ته د فوسیلي سون توکو پر مټ د تولید کېدونکې انرژۍ اړول شاملېږي. د پاتې نورو ګلخانه یي ګازونو د خپراوي د کچې د تعادل په موخه د بنسټونو له خوا د کاربن د خپراوي جوازونه پېرل کېږي. د خالص صفر د خپراوي، د کاربن د بې پلویتوب او د اقلیمي بې پلویتوب اصطلاحات تر ډېره د یو بل لپاره د مترادفو اصطلاحاتو په توګه کارول کېږي، خو په یو شمېر برخو کې بیا له یو بل څخه جلا معناوې ورکوي. [۱][۲]

په وروستیو څو لسیزو کې خالص صفر د اقلیمي هیلو په برخه کې په یوه غالبې کاري اډانې اوښتی ځکه چې هېوادونه او بنسټونه په یو ډول د خالص صفر موخې ځانته ټاکي. نن ورځ له ۱۴۰ څخه زیات هېوادونه د خالص صفر د خپراوي موخه لري، په دغو کې هغه هېوادونه هم شامل دي چې په وروستیو لسیزو کې د اقلیمي اقداماتو پر وړاندې خنډ وو. په هېوادنۍ کچه د خالص صفر موخې اوس مهال د نړیوالو ناخالصو تولیداتو ۹۲٪ برخه، د ګلخانه یي ګازونو د تولید ۸۸٪ برخه او د نړیوالې ککړتیا ۸۹٪ برخه په ځان کې رانغاړي. د شرکتونو په سطح د ۲۰۰۰ لویو شرکتونو ۶۵٪ برخه شرکتونه د کلنۍ کچې له مخې او د فرچون ۵۰۰ په نامه شرکتونو ۶۳٪ برخه هم د خالص صفر موخې لري. د شرکتونو دغه موخې د دواطلبانه اقداماتو او دولتي مقرراتو پر بنسټ دي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ورته مهال د پریمانه ژمنو او موخو په خوا کې د خالص صفر ادعاوې په کلکه سره د هغو د اعتباري کچې له مخې له یو بل څخه توپیر لري همدارنګه د دغو ډېری برخه لږ اعتبار لرونکې دي. په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د کاربن ډای اکساید د خپراوي ۶۱٪ برخه په یو ډول نه یو ډول د خالص صفر په موخه کې تر پوښښ لاندې راوستل کېږي، خو معتبرې موخې یې بیا د خپراوي یوازې ۷٪ برخه تر خپل پوښښ لاندې راولي. په موخو کې لږ اعتبار د الزامي مقرراتو د نشتوالي او همدارنګه د کاربن د له منځه وړو په برخه کې د نوښتونو د رامنځته کولو او پانګونې ته د دوام ورکولو د اړتیا څرګندويي کوي. [۱۴][۱۵]

تر نن ورځې پورې د نړۍ ۲۷ هېوادونو د خالص صفر اړوند داخلي قوانین تصویب کړي – هغه قوانین چې د دولتي مقننه قواوو له خوا تصویب شوي او د خالص صفر او یا د هغو معادل موخه لري. په داسې حال کې چې اوس مهال هم داسي ملي مقررات شتون نه لري چې په قانوني ډول په دغو هېوادونو کې شته شرکتونه د خالص صفر موخې ته د لاسرسي لپاره موظف کړي، خو بیا هم په یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه په سویس کې د دغه ډول قوانینو د جوړولو هڅې روانې دي. [۱۶][۱۷]

تاریخچه او علمي توجیه[سمول]

د خالص صفر مفهوم د ۲۰۰۰مې لسیزې په وروستیو کې د اتومسفیر، سمندرونو او د کاربن ډای اکساید د خپراوي د دوران اړوند څېړنه کې رېښه لري، دغې څېړنې څرګنده کړې وه چې د نړیوال ګرمښت مخه یوازې هغه مهال نیول کېدای شي چې د کاربن ډای اکساید خپراوی خالص صفر ته راکم شي. خالص صفر د پاریس د هوکړې د موخو نه جلاکېدونکې برخه وه چې ټینګار کوي موږ باید «د دغې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د منابعو له خوا د ګلخانه یي ګازونو د خپراوي او د ګلخانه یي ګازونو د له منځه وړو ترمنځ تعادل ته لاسرسی ومومو». د «خالص صفر» اصطلاح وروسته له هغه شهرت وموند چې د اقلیمي بدلون اړوند بین الدولتي پلاوي د ۱.۵ سانتي ګراد درجې په کچه د نړیوالې تودخې په اړوند ځانګړي راپور (SR1.5) کې څرګنده کړه چې «۱.۵ سانتي ګراد درجې ته د محدودو یا غیر محدودو موډلونو د کړنلارو پر مټ باید د انسانانو له خوا د خپرېدونکي کاربن ډای اکساید خالصه کچه د ۲۰۱۰ زکال د کچې سره په پرتله تر ۲۰۳۰ زکال پورې شاوخوا ۴۵٪ ته راکمه او تر ۲۰۵۰ زکال پورې خالص صفر ته ورسېږي». [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

پلي کول[سمول]

له ۲۰۱۵ زکال راهیسې د هغو فعالینو شمېر پام وړ زیاتوالی لرلی چې د خالص صفر خپراوي ته ژمن دي. ګڼ شمېر معیارونه رامنځته شوي چې د خالص صفر مفهوم تفسیر کوي او موخه یې هم د خالص صفر د موخو پر لور د پرمختګ اندازه کول دي. یو شمېر له دغو معیارونو څخه د نورو په پرتله ډېر پیاوړي دي او همدارنګه کمزوري معیارونه بیا د شنې مینځنې (یعنې دا چې په څرګنده بڼه د اقلیم په ګټه دي خو په اصل کې ورته زیان رسوي) لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه تر نیوکو لاندې راغلي. په دغه برخه کې پیاوړي معیارونه د ملګرو ملتونو د سازمان، د اقلیمي بدلون اړوند د ملګرو ملتونو د کاري اډانې د کنوانسیون (UNFCCC)، د معیاري کولو د نړیوال سازمان (ISO) او د ساینس پر بنسټ د موخو د نوښتګر بنسټ (Science Based Targets initiative) له خوا ترویج کېږي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ګلخانه یي ګازونو ډولونه[سمول]

د خالص صفر خپراوي ته د رسېدو لپاره یو شمېر موخې یوازې په کاربن ډای اکساید باندې تمرکز لري، په داسې حال کې چې یو شمېر نورې یې بیا د خالص صفر کچې ته د ټولو ګلخانه یي ګازونو د رسېدو په لټه کې دي. د پیاوړي خالص صفر معیارونه څرګندوي چې ټول ګلخانه یي ګازونه باید د یو فعال ونډه وال په موخو کې تر پوښښ لاندې راوړل شي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

یو شمېر لیکوالان ادعا کوي چې د کاربن د بې پلویتوب ستراتیژۍ یوازې پر کاربن ډای اکساید باندې تمرکز لري، په داسې حال کې چې په خالص صفر کې ټول ګلخانه یي ګازونه شاملېږي. ورته مهال د فرانسې د ملي ستراتیژۍ (national strategy of France) په څېر یو شمېر نشریې د «شنډ یا خنثی کاربن» اصطلاح د ټولو ګلخانه یي ګازونو د کمښت په معنی کاروي. متحده ایالاتو ژمنه کړې چې دغه هېواد به تر ۲۰۵۰ زکال پورې «د خالص صفر» خپراوي ته لاسرسی ومومي، خو د ۲۰۲۱ زکال تر مارچ پورې یې دا نه وه څرګنده کړې چې په دغه موخه کې به کوم ګلخانه یي ګازونه شامل کړي. [۳۵][۳۶][۳۷]

تر ۲۰۵۰ زکال پورې مهلت[سمول]

ګڼ شمېر شرکتونه تر ډېره پورې دې ته ژمن دي چې تر ۲۰۵۰ زکال پورې به د خالص صفر د خپراوي موخې ته ځانونه رسوي. دغه ژمنې تر ډېره پورې د شرکتونو په کچه ورکړل شوې چې له مخې یې هم دولتونه او هم نړیوال بنسټونه، سوداګرۍ هڅوي څو د خالص صفر د ملي یا نړیوالې ژمنې په اډانه کې ونډه واخلي. د انرژۍ نړیوال اژانس وړاندوینه کړې چې د فوسیلي سون توکو د ځای نیونې په موخه د لږ کاربن لرونکو کړنلارو په برخه کې باید نړیواله پانګونه تر ۲۰۳۰ زکال پورې ۴ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي څو نړۍ په ۲۰۵۰ زکال کې د خالص صفر موخې ته ورسېږي. په ملي کچه د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن خالص صفر ته د رسېدو لپاره یو شمېر ستراتیژۍ اعلان کړې او امریکایان یې وهڅول څو د خالص صفر موخې ته د متحده ایالاتو د رسولو په برخه کې ګامونه اوچت کړي، سربېره پر دې نوموړي د دولتي بنسټونو په برخه کې هغه اجرایوي فرمان هم لاسلیک کړ چې باید تر ۲۰۵۰ زکال پورې خالص صفر ته لاسرسی ومومي. له دې سره په جرمني کې د رېل ګاډو جوړونکي شرکت زیمنس، د امریکایي موټرو جوړونکي شرکت فورډ او د برېښنايي وسایلو تولید کوونکي تایواني فاکسکان شرکت له ۲۰۵۰ زکال وړاندې د خالص صفر موخې ته د ځانونو د رسولو ژمنه کړې. سربېره پر دې د فوربس مجلې د هغو امریکايي شرکتونو نوملړ خپور کړی چې د ۲۰۵۰ زکال د مهلت او یا هم له هغو وړاندې یې د خالص صفر موخې ته په رسېدو کې پام وړ پرمختګ لرلی. د ۲۰۲۳ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې هغه شرکتونه چې د دغه نوملړ په سر کې ځای لري د موډيز (Moody's)، ام اس سی آی (MSCI) او نورثروپ ګرومن (Northrop Grumman) شرکتونه دي.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

ورته مهال یو شمېر ډلو اندېښنې څرګندې کړې چې تر ۲۰۵۰ زکال پورې نه شي کېدلای په ټوله نړۍ کې د خالص صفر موخې ته لاسرسی وشي. د ایکزون موبیل په نامه د انرژۍ شرکت یو له دغو شرکتونو څخه دی او څرګندوي چې د ژوندانه هغو لوړو معیارونو ته په پام چې بشریت یې د خالص صفر موخې ته د رسېدو په برخه کې له لاسه ورکوي نړیوال اقتصاد نه شي کولای تر ۲۰۵۰ زکال پورې د خالص صفر موخې ته ورسېږي؛ له همدې امله یې دا «ډېره لرې» بللې چې تر ۲۰۵۰ زکال پورې دې په ټولیزه توګه دغې موخې ته لاسرسی وشي. ورته مهال د بلومبرګ د لیکونکي پلاوي او د پانګه اچونکي بانکوال مارک کارني په څېر یو شمېر نورو بیا څرګنده کړې چې خالص صفر یوازې د اټومي انرژۍ پر مټ د لاسرسي وړ دی. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

نیوکې[سمول]

اقلیم پوهانو، جیمز ډایک، رابرټ واټسون او ولفګانګ کر له ۱۹۸۸ زکال څخه تر ۲۰۲۱ زکال پورې په اقلیمي پالیسۍ کې د څرګندو خیالونو د تاریخچې په څېړلو سره څرګنده کړې چې دوی «داسې دردناک درک ته رسېدلي چې ګویا خالص صفر هغه بې ملاحظې جواز دی چې څرګندوي اوس یې وسوزوئ، وروسته یې لګښت ورکړئ. هغه کړنلار چې د کاربن د خپرېدو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې... د خالص صفر اوسنۍ پالیسۍ دا ده چې باید د هوا په تودوخه کې زیاتوالی تر ۱.۵ سانتي ګراد درجو پورې وساتل شي، نه دا چې هغه اقلیم ساتي. که چېرې موږ غواړو خلک خوندي وساتو نو اړتیا ده چې همدا اوس باید په پراخه او دوامداره کچه د کاربن څخه په ګټنه کې کمښت رامنځته شي. ... اوس له هیلو څخه د ډک تفکر وخت پای ته رسېدلی».[۴۸]

سرچينې[سمول]

  1. Fankhauser, Sam; Smith, Stephen M.; Allen, Myles; Axelsson, Kaya; Hale, Thomas; Hepburn, Cameron; Kendall, J. Michael; Khosla, Radhika; Lezaun, Javier; Mitchell-Larson, Eli; Obersteiner, Michael; Rajamani, Lavanya; Rickaby, Rosalind; Seddon, Nathalie; Wetzer, Thom (2022). "The meaning of net zero and how to get it right". Nature Climate Change. 12 (1): 15–21. doi:10.1038/s41558-021-01245-w. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Fankhauser, Sam; Smith, Stephen M.; Allen, Myles; Axelsson, Kaya; Hale, Thomas; Hepburn, Cameron; Kendall, J. Michael; Khosla, Radhika; Lezaun, Javier; Mitchell-Larson, Eli; Obersteiner, Michael; Rajamani, Lavanya; Rickaby, Rosalind; Seddon, Nathalie; Wetzer, Thom (2022). "The meaning of net zero and how to get it right". Nature Climate Change. 12 (1): 15–21. doi:10.1038/s41558-021-01245-w. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rogelj, Joeri; Geden, Oliver; Cowie, Annette; Reisinger, Andy (16 March 2021). "Net-zero emissions targets are vague: three ways to fix". Nature. 591 (7850): 365–368. doi:10.1038/d41586-021-00662-3. hdl:10044/1/87657. ISSN 1476-4687. PMID 33727725 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "What does carbon neutral mean and what is net zero?". Natural History Museum, London (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "A Beginner's Guide to Climate Neutrality". United Nations Climate Change. 26 February 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite report
  7. "Net Zero: A short history". Energy & Climate Intelligence Unit (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Net Zero Tracker". netzerotracker.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مارچ ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "CAT net zero target evaluations". climateactiontracker.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Net Zero Tracker". netzerotracker.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مارچ ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Big companies keep increasing their climate commitments—especially when governments tell them to". Fortune (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Taking stock: A global assessment of net zero targets". Energy & Climate Intelligence Unit (په انګلیسي ژبه کي). 25 October 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rogelj, Joeri; Geden, Oliver; Cowie, Annette; Reisinger, Andy (16 March 2021). "Net-zero emissions targets are vague: three ways to fix". Nature. 591 (7850): 365–368. doi:10.1038/d41586-021-00662-3. hdl:10044/1/87657. ISSN 1476-4687. PMID 33727725 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "More companies setting 'net-zero' climate targets, but few have credible plans, report says". AP News (په انګلیسي ژبه کي). 11 June 2023. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Get Net Zero Right" (PDF). UNFCC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Evolving regulation of companies in climate change framework laws". Grantham Research Institute on climate change and the environment (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Federal Act on Climate Protection Goals, Innovation and Strengthening Energy Security - Climate Change Laws of the World". climate-laws.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Allen, Myles R.; Friedlingstein, Pierre; Girardin, Cécile A.J.; Jenkins, Stuart; Malhi, Yadvinder; Mitchell-Larson, Eli; Peters, Glen P.; Rajamani, Lavanya (17 October 2022). "Net Zero: Science, Origins, and Implications". Annual Review of Environment and Resources (په انګلیسي ژبه کي). 47 (1): 849–887. doi:10.1146/annurev-environ-112320-105050. ISSN 1543-5938. S2CID 251891777 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Global Warming of 1.5 °C". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hausfather, Zeke (2021-04-29). "Explainer: Will global warming 'stop' as soon as net-zero emissions are reached?". Carbon Brief (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Solomon, Susan; Plattner, Gian-Kasper; Knutti, Reto; Friedlingstein, Pierre (2009-02-10). "Irreversible climate change due to carbon dioxide emissions". Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 106 (6): 1704–1709. doi:10.1073/pnas.0812721106. ISSN 0027-8424. PMC 2632717. PMID 19179281. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Levin, Kelly; Fransen, Taryn; Schumer, Clea; Davis, Chantal; Boehm, Sophie (2023-03-20). "What Does "Net-Zero Emissions" Mean? 8 Common Questions, Answered". World Resources Institute (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Creative Commons text attribution notice
  23. Pierrehumbert, R.T. (2014-05-30). "Short-Lived Climate Pollution". Annual Review of Earth and Planetary Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 42 (1): 341–379. doi:10.1146/annurev-earth-060313-054843. ISSN 0084-6597. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. United Nations’ High‑Level Expert Group on the Net Zero Emissions Commitments of Non-State Entities (2022). Integrity Matters: Net Zero Commitments by Businesses, Financial Institutions, Cities and Regions. United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Net-Zero Standard". Science Based Targets (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "ISO/FDIS 14068". ISO (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. United Nations’ High‑Level Expert Group on the Net Zero Emissions Commitments of Non-State Entities (2022). Integrity Matters: Net Zero Commitments by Businesses, Financial Institutions, Cities and Regions. United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "UNFCCC Race to Zero Campaign". unfccc.int. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. United Nations’ High‑Level Expert Group on the Net Zero Emissions Commitments of Non-State Entities (2022). Integrity Matters: Net Zero Commitments by Businesses, Financial Institutions, Cities and Regions. United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Rogelj, Joeri; Geden, Oliver; Cowie, Annette; Reisinger, Andy (16 March 2021). "Net-zero emissions targets are vague: three ways to fix". Nature. 591 (7850): 365–368. doi:10.1038/d41586-021-00662-3. hdl:10044/1/87657. ISSN 1476-4687. PMID 33727725 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. United Nations’ High‑Level Expert Group on the Net Zero Emissions Commitments of Non-State Entities (2022). Integrity Matters: Net Zero Commitments by Businesses, Financial Institutions, Cities and Regions. United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "UNFCCC Race to Zero Campaign". unfccc.int. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "IWA 42:2022 Net zero guidelines". www.iso.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "The Net-Zero Standard". Science Based Targets (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Net Zero vs. Carbon Neutral". Corporate Finance Institute (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Carbon neutral and net zero – what do they mean?". World Economic Forum (په انګلیسي ژبه کي). 23 August 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Rogelj, Joeri; Geden, Oliver; Cowie, Annette; Reisinger, Andy (16 March 2021). "Net-zero emissions targets are vague: three ways to fix". Nature. 591 (7850): 365–368. doi:10.1038/d41586-021-00662-3. hdl:10044/1/87657. ISSN 1476-4687. PMID 33727725 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Net Zero by 2050 – Analysis". IEA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Net Zero by 2050". IMF (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 2021-12-08 باندې). Biden signs order for government to achieve net-zero emissions by 2050. The Guardian.
  41. Frazin, Rachel (2023-01-10). "Biden officials lay out road map for net-zero transportation by 2050". The Hill (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "10 Responsible Companies With Net Zero Targets and Pledges - Net0". net0.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Schwarz, Alan. "Net Zero Leaders 2023". Forbes (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "ExxonMobil doesn't see world reaching net-zero by 2050". www.petrolplaza.com (په انګلیسي ژبه کي). 2023-09-05. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 2023-05-18 باندې). Exxon Says Reaching Net Zero Global Emissions by 2050 ‘Highly Unlikely’. Bloomberg.com.
  46. (په 2022-12-28 باندې). Net Zero Isn’t Possible Without Nuclear. Bloomberg.com.
  47. (په 2022-09-29 باندې). Brookfield’s Carney Says Net-Zero Doesn’t Work Without Nuclear Power. Bloomberg.com.
  48. Dyke, James; Watson, Robert; Wolfgang, Knorr (22 April 2021). "Climate scientists: concept of net zero is a dangerous trap". The Conversation. مؤرشف من الأصل في ۰۲ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)