د حیدرآباد جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د حیدرآباد جګړه چې ځینې مهالونه د دوبو د جګړې په نوم هم یادېږي د هغه مهال په سند کې د تالپورانو پر وړاندې د انګرېزانو مهمه جګړه وه چې د ۱۸۴۳ زکال د مارچ په ۲۴مه د ختیځ هند د بریتانوي شرکت د ځواکونو او د سند د تالپوري امیرانو ترمنځ د معاصر پاکستان د سند ایالت په حیدرآباد سیمه کې وشوه. د کپتان جیمز اوترام تر مشرۍ لاندې د بریتانوي ځواکونو یوه کوچنۍ ډلګۍ د تالپورانو تر برید لاندې راغله، دوی اړ شول ځانته قلا جوړه کړي او په بریالیتوب سره یې تر هغې له خپلې قلا دفاع وکړه کله چې وتوانېدل په سمندر کې منتظرې بېړۍ ته وتښتي. په میاني جګړه کې د بریتانیا له بریالیتوب وروسته چارلز جیمز ناپیر د سند سیند پر لور مخکې تګ ته دوام ورکړ او د سند په مرکز حیدرآباد باندې یې برید وکړ. له حیدر آباد څخه ۲۰۰۰۰ سرتېرو او بلوڅو قبایلو دفاع کوله چې قومانداني یې اعلیحضرت میر شیرمحمد خان تلپور «شېر سند» او هوش محمد شیدي کوله. چارلز ناپیر ۳۰۰۰ سرتېري لرل خو د توپخانې د ملاتړ پر مټ یې په ښار برید وکړ. د جګړې په ترڅ کې هوش محمد شیدي ووژل شو او ځواکونو یې ماته وخوړه. د تالپور مقاومت وپاشېد او سند د بریتانیا تر کنټرول لاندې راغی. [۱]

پیلامه[سمول]

د ختیځ هند بریتانوي شرکت د سند په سیمه کې (اوس مهال معاصر پاکستان ته اړوند ایالت دی) د لارډ النبرو تر څار لاندې چارې مخته وړې. په ۱۸۰۹ زکال کې د سند امیرانو له انګرېزانو سره د ملګرتیا هوکړه لاسلیک کړه او په دې سره هغوی د حیدرآباد په ښار کې خپله سیمه ییزه استازولي پرانیسته. په سیمه کې د بریتانوي نفوذ په پراختیا سره د سند امیرانو خپل منځي مبارزې را کمې کړې او له دغه بهرني نفوذ سره یې مبارزې ته مخه کړه. په ۱۸۳۸ زکال کې د بریتانیا استازي له امیرانو څخه وغوښتل چې د سیاسي حضور هوکړه ورسره لاسلیک کړي چې له مخې یې په حیدر آباد کې بریتانیايي استازي د استوګنې اجازه ترلاسه کوله؛ همدا و چې په سیمه کې د بریتانیا د پراخې مداخلې لپاره لار هواره شوه. په دغه هوکړه کې دا هم واضحه شوه چې بریتانیا به د سند او پنجاب د حاکمانو ترمنځ د اختلافاتو د حل اړوند مذاکرو کې مرسته کوي. له ځنډ پرته دوی د هوکړې په لاسلیک کې یو قدم نور هم وړاندې اوچت کړ او څرګنده یې کړه چې د اړتیا په صورت کې به بریتانوي ځواکونه د «امیرانو د خوندیتوب» په موخه د تل لپاره  په سند کې ځای پر ځای کړي. ورته مهال امیران هم باید په حیدرآباد کې بریتانوي استازي ته چې د بریتانیا او امیرانو ترمنځ ټولې اړیکې ټینګوي، لګښتونه ورکړي. [۲][۳][۴]

انګرېزانو د امیرانو ترمنځ له بېلابېلو پالیسو کار واخیست څو ټول له ځانه خوشاله وساتي او همدارنګه د دوی ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي. په پیل کې کپتان جیمز اوترام د دغو چارو مسئولیت په غاړه درلود او د هغو امیرانو په منځ کې یې پام وړ پیشرفت وکړ چې پر ده یې باور کړی و. په پایله کې اوترام وکولای شول د امیرانو بهرني سیاستونه کنټرول او همدارنګه خپل ځواکونه د هغوی په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای کړي. ستونزې هغه مهال رامنځته شوې چې انګرېزانو د امیرانو په داخلي چارو کې مداخله وکړه او له هغوی څخه یې هغه ځمکه وغوښته چې دوی یې د ترلاسه کولو هیله لرله؛ په داسې حال کې چې ورته مهال دوی د افغانستان په سیاست کې هم مداخله کوله. انګرېزانو دغه مهال له شاشجاع دراني څخه ملاتړ کاوه څو وکولای شي د افغانستان تاج او تخت ترلاسه کړي. ورته مهال امیران د بریتانیا له دغې غوښتنې څخه چې د بریتانیا اشغال ته یې لار برابروله ناخوښه و. امیرانو په افغانستان کې د شاشجاع له ملاتړ لاس واخیست او د ایران د پاچا څخه په ملاتړ یې د انګرېزانو غصه را وپاروله.  [۵][۶][۷]

هغه مهال چې د ایران له پاچا سره چې د شاشجاع او انګرېزانو رقیب و؛ د امیرانو د اړیکو ادعا وشوه دغه اړیکې لا پسې ترینګلې شوې. له دغې موضوع وروسته انګرېزانو امیرانو ته څرګنده کړه چې له انګرېزانو پرته له بل هر چا سره مرسته د دوی د نابودۍ او په سند کې د دوی د واکمنۍ د له منځته تلو لامل ګرځي. په دې سره د بریتانیا او سندي امیرانو ترمنځ بې باوري ورځ تر بلې زیاتېدله، ځکه چې دواړه لوري یو پر بل بدګمانه شوي و. دواړو لورو خپلې چارې په داسې توګه مخته وړې چې ښووله یې هر څه عادي دي، په داسې حال کې چې دواړه پر یو بل باندې په بې باورۍ پوهېدل. د دغې بې باورۍ په پایله کې انګرېزانو د حیدرآباد مخکښ امیر نور محمد خان په خپل کور کې تر څار لاندې ونیو. [۸][۹][۱۰]

په ۱۸۴۱ زکال کې بریتانیا ۵۹ کلن چارلز ناپیر په هند کې د خپلو پوځونو مشر وټاکه. د راتلونکي کال د اګست په ۲۶مه نوموړی بمبئۍ ته راورسېد. هغه ته د انګرېزانو او امیرانو ترمنځ د اړیکو د حالت او همدارنګه د هغو جنجالونو وویل شول چې امیرانو انګرېزانو ته جوړ کړي و. همدا و چې د ۱۸۴۲ زکال په سپټمبر کې سند ته ولاړ. د نایپر تر مشرۍ لاندې انګرېزانو په سند کې تر خپل کنټرول او همدارنګه د امیرانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یو شمېر مرستندویه چارې ترسره کړې. دغو چارو دا باور رامنځته کړ چې ګویا انګرېزان غواړي په سیمه کې د خلکو د ژوندانه وضعیت ښه شي په داسې حال کې چې بډایه امیران یوازې هڅه کوي په بې وزله وګړو واکمني چلوي. ناپیر په سیمه کې د بریتانیا د سترواکۍ د پراختیا او کنټرول سره لیوالتیا لرله. له دې وړاندې اوترام د بریتانیا او امیرانو ترمنځ د خبرو اترو چارې مخته وړې، هغه له امیرانو سره ډېر نرم مخکې تله او امیرانو به هم تر ډېره ستایه. بل پلو ناپیر نه یوازې له مبارزې سره لیوالتیا لرله، بلکې شدیده لیوالتیا یې لرله څو دغه سیمه په بشپړه توګه د بریتانیا په کنټرول کې وویني. النبرو خپله ناپیر ته دنده وسپارله چې د امیرانو د دوه مخي توب موضوع وڅېړي، د هغوی د مشکوکو کړنو اړوند شواهد را ټول او د یوه راپور په اډانه کې یې ورته وړاندې کړي. ورته مهال له دې امله چې ناپیر په تازګۍ دغې سیمې ته راغلی و؛ نو د سیمې په کومه ژبه نه پوهېده او دا ورته ډېره ستونزمنه وه څو د امیرانو اړوند د دغه ادعاوو شواهد درک کړي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ناپیر ۲۰۰ پاڼې لرونکې راپور النبرو ته ولېږه چې هغه د نومبر په ۳مه ترلاسه کړ. په دغه راپور کې د امیرانو اړوند په بشپړه توګه ناسم معلومات وړاندې شوي و؛ النبرو یوه ورځ وروسته خپل ځواب او همدارنګه د هغې نوې هوکړې مسوده چې باید له امیرانو سره لاسلیک شوې وای ورته ولېږله. د دغه ځواب چټکتیا او همدارنګه دا واقعیت چې ورسره د یوې هوکړې مسودې شتون درلود، ښووله چې النبرو د ناپیر له لیک او راپور وړاندې خپله پرېکړه کړې وه او لا یې د هغو د اړوندې هوکړې مسوده هم ترتیب کړې وه. النبرو له ناپیر څخه وغوښتل چې د امیرانو د چارو اړوند قانع کوونکي شواهد ومومي – هغه چې ده یې اړونډ ډېر لږ شواهد لرل. تر ټول زیات تورن کوونکی ثبوت چې ناپیر درلود هغه لیک و چې امیر لیکلی و، خو کېدای شي دا جعلی جوړ شوی وي. په ځواب کې ناپیر یوځل بیا النبرو ته لیک ولیکه او هغه لږ شواهد یې چې لرل ورته یې ولېږل او له هغه څخه یې د دغو اړوند اقداماتو په برخه کې مرسته وغوښته. النبرو په ځواب کې ورته ولیکل، هغه حکم چې ناپیر صادر کړی دی ورسره موافق دی – په داسې حال کې چې دا یې نه وه مشخصه کړې چې دی د ناپیر له کوم حکم سره موافق و. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Khuhro, Hamida (1998). Mohammed Ayub Khuhro: A Life Of Courage In Politics. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 969-0-01424-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Wallis, A History of the British Conquest of Afghanistan and Western India, 1838 to 1849, p. 111.
  3. Wallis, A History of the British Conquest of Afghanistan and Western India, 1838 to 1849, p. 113.
  4. Wallis, A History of the British Conquest of Afghanistan and Western India, 1838 to 1849, p. 112.
  5. Wallis, A History of the British Conquest of Afghanistan and Western India, 1838 to 1849, p. 113.
  6. Wallis, A History of the British Conquest of Afghanistan and Western India, 1838 to 1849, p. 120.
  7. Wallis, A History of the British Conquest of Afghanistan and Western India, 1838 to 1849, p. 114.
  8. Wallis, A History of the British Conquest of Afghanistan and Western India, 1838 to 1849, p. 118.
  9. Wallis, A History of the British Conquest of Afghanistan and Western India, 1838 to 1849, p. 116.
  10. Wallis, A History of the British Conquest of Afghanistan and Western India, 1838 to 1849, p. 114.
  11. Duarte, A History of British Relations with Sind, 1613–1843, pp. 403–404.
  12. Duarte,A History of British Relations with Sind, 1613–1843, p. 405.
  13. Moon, The British Conquest and Dominion of India, p. 567.
  14. Moon, The British Conquest and Dominion of India, p. 565.
  15. Moon, The British Conquest and Dominion of India, pp. 565–566.
  16. Duarte, A History of British Relations with Sind, 1613–1843, p. 408.
  17. Duarte, A History of British Relations with Sind, 1613–1843, p. 409.
  18. Duarte, A History of British Relations with Sind, 1613–1843, p. 411.