د حکومت بڼې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پارلماني حکومت[سمول]

پارلماني حکومت د اوسني وخت تر ټولو منلی ولسواک ډول دی. دې ته د حکومت وزارتي ډول هم وايي. په پارلماني حکومت کې د ولسمشر واک تش په نامه وي. ټول واک د کابینې له وزیرانو سره وي او هغوی په خپلو کارونو کې قانون جوړونکي مجلس ته ځواب ورکونکي وي. وزیران د قانون جوړونکي مجلس غړي وي . هغوی په هغه گوند پوری مربوط وي کوم گوند چې په پارلمان کې اکثریت لري . پارلمان د هغوی پر ضد د نه باور رایې په ورکولو سره هغوی له چوکۍ څخه لیرې کولی شي. دوی تر هغه وخته پوری په خپلو چوکیو پاته کیدلی شي تر څو پورې چې د اعتماد رایه له ځانونو سره ولري.

د کابینې د مجلس مشر ته لومړی وزیر وایي. نوموړی ډېر مهم شخص وي. دی په قانون جوړونکې مجلس کې د اکثریت لرونکي گوند مشر هم وي.

د حکومت په دې ډول کې د ولسمشر واک محدود وي. اجراییه قوه د مقننې تابع وي. وزیران گډ مسولیت لري. وزیران دمقننې غړي وي دوی مقننې ته د ځواب ویلو مسولیت لري . د حکومت په وزارتي ډول کې هر کار د اولس له خوښې سره سم کېږي . کچېرې وزیران کوم کار د اولس د خوښې پر ضد وکړي نو قانون جوړونکی مجلس د هغوی پر ضد د نه باور رایه ورکولی شي او هغوی له خپلو دندو څخه لیری کولی شي. د حکومت په داسې ډول کې د عامه کټو لپاره کار کېږي دا ډول حکومت په انگلستان او هندوستان کې شته.

مرکزي حکومت[سمول]

په هغو دولتونو كې چې د حکومت ډول يې واحد يا نا وېشلى وي په مركزي حكومت او سيميز حكومت كې خپلواكه ادارو كې واك په منظم ډول نه ويشل كېږي. په داسې دولت كې د هيواد ټول نظم د يوه مركزي حكومت په لاس كې وي . كه څه هم د اجرايه اسانتياوو په خاطر سيميزي ادارې جوړېږي ليكن شتون يې د مركزي حكومت تابع وي . په ځيني هيوادونو كې مركزي حكومت سيميزو ادارو ته ښه ډېر واك وركوي .د برتانيې سياسي نظام همدغه اصول كاروي ليكن په ځيني وحداني دولتونو كې په سيميزو چارو كې مركزي حكومت ډېر دخيل وي. په برتانيه، فرانسه، هسپانيا، ايټاليا ، ناروې،سويډن ، ډنمارك ،نوي زيلنډ ، پرتگال ،كولمبيا ، تركيه ، كينيا ، آييوري كوسټ او اسرايل كې د حكومت ډول وحداني (واحد ) نا وېشلى دٰى.