Jump to content

د حضرت محمد(ص) ځای ناستوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسلام د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) له رحلت وروسته د ځای ناستوب موضوع د هغو انشعاباتو اصلي موضوع جوړوي چې له امله یې د لومړنیو مسلمانانو ټولنه د اسلامي تاریخ په لومړۍ پېړۍ کې په څو برخو ووېشل شوه. دوه هغه اصلي ډلې چې له دغو تقسیماتو څخه رامنځته شوې د سني او شیعه مسلمانانو ډلې دي. سني مسلمانان ټینګار لري چې ابوبکر صدیق په برحقه ډول د یو بهیر له طی کولو وروسته د حضرت محمد(ص) ځای ناستی وټاکل شو. بل پلو بیا یو شمېر سخت دریځي شیعه ګان باوري دي چې علی بن ابي طالب د پیغمبر(ص) له خوا ټاکل شوی ځای ناستی و.

د ځای ناستوب اړوند دغه توپیر لرونکي نظریات د اسلام له لومړنۍ تاریخچې او د احادیثو له بېلابېلو تفاسیرو څخه سرچینه اخلي. سني مسلمانان باوري دي چې حضرت محمد(ص) په ښکاره ډول له ځانه وروسته کوم ځای ناستی نه و ټاکلی او د رهبر ټاکنه یې اسلامي ټولنې ته پرېښوده. دوی په سقیفه کې له ټاکل کېدو وروسته د ابوبکر صدیق د حکومت مشروعیت او بیا د ورپسې نورو خلفای راشدینو حکومتونه په رسمیت پېژني.

بل پلو، د دوولسو امامانو لرونکي شیعه ګان بیا باوري دي چې حضرت محمد(ص) په ښکاره ډول علي خپل وارث ټاکلی و او دغه پرېکړه یې په ځانګړې توګه د قران کریم د پنځم سورت د ۶۷ ایت له نزول وروسته په غدیر خم کې وکړه. د ۱۲ امامانو لرونکو شیعه ګانو د دوکتورینو له مخې له پیغمبر وروسته راتلونکي حاکمان نامشروع ګڼل کېږي، خو علي او له هغه وروسته یوولس نور امامان د اسلامي خلافت برحق ځای ناستي بولي. د دغو امامانو تر ټولو وروستی امام هم مهدی دی چې ویل کېږي په ۲۶۰ هجري کال (۸۷۴ زکال) کې د خپلو دښمنانو د ګواښونو له امله ورک شو. د مهدي وړاندوینه شوی بېرته راتګ د ډیری مسلمانانو لپاره اهمیت وړ موضوع جوړوي په داسې حال کې چې د هغه اړوند هم بېلابېلې ډلې بېلابېل لیدلوري لري. [۱][۲]

تاریخي لنډه کتنه[سمول]

سقیفه[سمول]

په ۶۳۲ زکال یا ۱۱ هجري کال کې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر له رحلت څخه له ځنډ پرته د بنوسعد قبیلې ته اړوندو انصارو (د مدینې مسلمانانو) په سقیفه کې غونډه وکړه څو د پیغمبر ځای ناستی وټاکي، په داسې حال کې چې حضرت محمد(ص) ته نږدې کسان د هغه د جنازې په مراسمو بوخت وو. په دغه غونډه کې متعارف حکمت دا و چې انصار راغونډ شول څو په قصدي بڼه د مهاجرینو په شاته پرېښودو سره د اسلامي ټولنې لپاره د نوي مشر د ټاکلو پرېکړه وکړي. دغه ځایګي ته مخکښ نوماند هم احتمالا صحابي سعد بن عباده و چې انصارو ته د اړوندې اکثریت خزرج قبیلې مشر و. د هغوی د دغې چارې انګېزه په اکسفورډ پوهنتون کې د اسلامي تاریخ د ښوونکي ماډلونګ او د پاکستاني تاریخ لیکونکي جعفري له خوا په داسې توګه ښوول شوې چې انصارو ګویا یوازې غوښتل په مدینې باندې خپل کنټرول بېرته ترلاسه کړي. هغه مهال چې دغه خبر د اسلام د سپېڅلي پیغمبر نږدې یارانو ته ورسېد له دې ډلې ابوبکر او عمر له ابوعبیده سره یوځای د سقیفې پر لور لاړل. دغه درې ملګري د سقیفې په جرګه کې د مهاجرینو یوازني استازي و چې په ډېر احتمال سره یې شاید خپلوانو یا خادمانو هم ملتیا کړې وي. ابوبکر په دغه ځای کې انصارو ته وویل چې عرب به د قریشو له قبیلې بهر د هېچا حکومت هم په رسمیت وه نه پېژني. ده استدلال وکړ چې مهاجرین د نسب او ځای له مخې تر ټولو غوره عربان دي؛ له ټولو وړاندې یې اسلام منلی او د خپلوۍ له اړخه هم حضرت محمد(ص) ته نږدې دي. له دې وروسته ابوبکر صدیق له انصارو څخه وغوښتل چې عمر فاروق او یا هم ابوعبیده د حضرت محمد(ص) د ځای ناستي په توګه وټاکي. له دې امله چې دوی دواړو د بریا لپاره کوم واقعي چانس نه درلود دغې پرېکړې ابوبکر صدیق انصارو ته د عمر او یا ابوعبیده پر ځای د غوره ځای ناستي په توګه څرګند کړ. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۳][۱۲][۱۳]

په دغه ځای کې یو کس له ابوبکر صدیق سره مخالفت وکړ او څرګنده یې کړه چې قریش او انصار باید د ځانونو لپاره جلا حاکمان وټاکي. بحث زور واخیست تر دې چې عمر فاروق له ابوبکر صدیق څخه وغوښتل خپل لاس ورکړي او بیعت ورسره وکړي؛ همدا و چې د غونډې ټولو ګډونوالو ورسره بیعت وکړ. د دغه بهیر پر مهال سعد د عمر له خوا له ګذار سره مخ شو؛ دغه چاره څرګندوي چې کېدای شي پام وړ شمېر انصارو په پیل کې د رهبرۍ څخه له پیروي سرغړونه کړې وي. د ماډلونګ په خبره که چېرې داسې نه وای نو بیا د دغې قبیلې د مشر، سعد وهلو ته کومه اړتیا نه وه. [۳] [۳] [۱۴][۱۵]

حضرت محمد(ص) د سقیفې د غونډې تر پایه خاورو ته سپارل شوی و. په پیل کې د ابوبکر واکمني هم ډاډمنه نه وه، تر دې چې عمر فاروق د بنی اسلم او بنوعاص قبیلو په مرسته د مدینې د ټولو وګړو بیعت واخیست. په همدې ترتیب سره ابوبکر صدیق د بني امیه کورنۍ د مشر عثمان غني، د بني زهره کورنۍ د مشرانو سعد او عبدالرحمن بن عوف، زبیر بن عوام او بالاخره هم د حضرت علي کرم الله وجهه ملاتړ ترلاسه کړ. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۷][۱۷][۱۹]

د بني هاشمو د کورنۍ یو شمېر غړي او د حضرت محمد(ص) یو شمېر ملګري د ابوبکر صدیق له ټاکل کېدو وروسته د حضرت علي په کور کې راغونډ شول. په دوی کې د حضرت محمد(ص) تره حضرت عباس(رض) او زبیر بن عوام هم شامل وو. دوی علي د پیغمبر د ځای ناستوب حقدار باله چې په ډېر احتمال سره یې د غدیر خم پرېکړې ته اشاره کوله. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۲][۷][۱۷][۲۱][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۷]

ادعا کېږي چې ابوبکر ډېر ژر علي او د بني هاشمو کورنۍ تحریم کړه څو د علي له ملاتړ لاس واخلي. دغه بندیزونه بریالی و او هغو کسانو په تدریجي ډول له ابوبکر صدیق څخه ملاتړ وکړ چې وړاندې یې له حضرت علي څخه ملاتړ کړی و. په ډېر احتمال سره علی له ابوبکر سره بیعت ونکړ تر هغه چې مېرمن یې بي بي فاطمه د خپل پلار حضرت محمد(ص) له مړینې شپږ میاشتې وروسته مړه شوه. د ډېر لږ شمېر شیعه منابعو پر بنسټ د فاطمې مړینه (او د جنین سقط) د هغوی په کور باندې د دولت په امر د علي کرم الله وجهه د نیولو په موخه د برید امله بلل کږي. دا یوه ناسمه ادعا ده چې اهل سنت یې په کلکه ردوي او ډېری منابعو نه ده تائید کړې. ویل کېږي چې د فاطمې له مړینې وروسته حضرت علي په پښو باندې د نوي درېدلي اسلام د یو موټي ساتلو په موخه د خلافت اړوند له خپلې ادعا تېر شو. باور دا دی چې د محمد(ص) د مهال پر خلاف حضرت علي د ابوبکر صدیق، عمر فاروق او عثمان غني د خلافت پر مهال له عامه چارو څخه ځان ګوښه کړی و چې دغه ګوښه کول بیا دریو لومړنیو خلیفه ګانو ته د توهین په توګه هم تعبیر کېږي. (د یادونې وړ ده چې ډېری دغه ادعاوې ناسمې دي.) [۲۸][۲۲][۲۶][۲۹][۳۰][۳۱][۲۹][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Harvtxt
  2. کينډۍ:Harvtxt
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Madelung 1997، م. 31.
  4. Madelung 1997، م. 39.
  5. Madelung 1997، م. 37.
  6. Jafri 1979، م. 37.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Madelung 1997، م. 32.
  8. Jafri 1979، م. 36.
  9. Jafri 1979، م. 35.
  10. Madelung 1997، م. 30.
  11. Momen 1985، م. 19.
  12. Jafri 1979، م. 34.
  13. Walker 2014، م. 3.
  14. Madelung 1997، م. 33.
  15. Jafri 1979، م. 38.
  16. Abbas 2021، م. 94.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ۱۷٫۳ Madelung 1997، م. 43.
  18. Lecomte 2022.
  19. Hazleton 2009، م. 65.
  20. Khetia 2013، مم. 31-2.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Jafri 1979، م. 40.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ۲۲٫۲ Buehler 2014، م. 186.
  23. Qutbuddin 2006، م. 249.
  24. Jafri 1979، م. 41.
  25. Amir-Moezzi 2022.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Fedele 2018.
  27. Cortese او Calderini 2006، م. 8.
  28. Khetia 2013، م. 78.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Anthony 2013.
  30. Madelung 1997، م. 141.
  31. Jafri 1979، م. 44.
  32. Momen 1985، مم. 19, 20.
  33. Mavani 2013، م. 117.
  34. Abbas 2021، م. 98.
  35. Jafri 1979، مم. 40-1.
  36. Madelung 1997، مم. 43-4.
  37. Soufi 1997، م. 86.