د حضرت علي په هکله نازل شوي آيتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د حضرت علي  په هکله  نازل شوي آيتونه[سمول]

لومړى آيت:[سمول]

د ولايت حق يواځې د څښتن او د هغه رسول او له حضرت علي  بن ابيطالب سره و: (( ِانَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ = ستاسې ولي او پالندوى خو يواځې خداى،د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.)) ) مايده 55 آيت(

د پورتني ايت تفسير:[سمول]

مفسرين په يوه خوله ددې آيت په هکله وايي،چې: دا آيت د حضرت علي د ولايت په هکله نازل شوى دى او د نازلېدو کيسه يې داسې ده،چې حضرت علي په جومات كې نمونځ كاوه؛نو ركوع ته چې ولاړ؛يو سوالګر راغى او مرسته يې وغوښته چې حضرت علي همغسې د ركوع په حال كې خپله ګوته ورته وښووه( چې راشه او واخله يې )، چې سوالګر هم ګوته د حضرت علي له ګوتې راوويسته او له جوماته خوشحاله ووت.څښتن تعالى د حضرت علي  ددې  عمل د ارزښت ښوولو لپاره پورتنې آيت نازل كړ.

حضرت ابوذر غفاري (رض) ددې آيت د نزول کيسه داسې روايت كړې ده: يوه ورځ مې د رسول الله (ص) په جومات كې نمونځ كاوه،چې يو سوالګر راننوت او مرسته يې وغوښنه؛خو چا پرې چرت خراب نكړ.سوالګر خپل لاسونه اسمان ته پورته كړل او ويې ويل:خدايه! شاهد اوسه،چې ستا د رسول په جومات كې مې مرسته وغوښته؛خو چا راباندې چرت خراب نكړ.پدې   وخت كې حضرت علي (ك) په ركوع كې و،چې د ښي لاس په وړه ګوته يې سوالګر ته اشاره وكړه،چې زما ګوته واخله. سوالګر هم رانږدې شو او هغه ګوته يې د حضرت علي  له لاسه راوويسته او په خوشحالۍ له جوماته ووت . رسول الله چې دا پېښه كتله؛نو له نمونځ وروسته يې اسمان ته وكتل او دعا يې وكړه:((خدايه! زه محمد ستا رسول يم،سينه مې پراخه او كارونه مې اسان  كړې او له كورنۍ مې علي زما وزير وټاكې،چې ملا تړې مې شي.)) حضرت ابوذر غفاري(رض ) وايي: لا د پېغمبر اکرم  دعا خلاصه شوې نۀ وه، چې حضرت جبرائيل راغى او پېغمبر اکرم ته يې وويل: ووايه ! پېغمبر اکرم  ورته وويل: څه ووايم؟! حضرت جبرائيل ورته وويل: ووايه:((انَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ. ))

وګورئ :1_ مجمع البيان ؛ 3 او 4 ټوكونه،324 مخ . 2 _ تفسير الميزان ؛ 6 ټوك، 24_1 مخونه.3 _ تفسير نمونه؛ 4 ټوك، 422 مخ.4 _فخر رازي پخپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې ؛12ټوك 26 مخ.5 _بلاذري، انساب الاشراف؛ 2ټوك، 150مخ، 151 حديث (د بيروت لومړى  چاپ) 6_ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب ؛ 62 باب، 251 مخ. 7_ هيثمي ، مجمع الزوايد؛9ټوك، 134مخ.8 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 251مخ.9 _ الحمويني، فرائد السمطين؛ لومړى ټوك 191 او 193 مخونه، د بيروت لومړى  چاپ. 10 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : لومړى ټوك، 173 مخ، 231 حديث، لومړى  چاپ.11 _ ابن كثير پخپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې :2ټوك، 597 او 598 مخونه، د بيروت چاپ او همداسې وګورئ؛ البدايه والنهايه ؛ 7ټوك، 358 مخ، باب فضايل علي  .12 _ ابن مغازلي؛ مناقب ؛ 311 او 312 مخونه، 355 حديث.13 _ سيوطي ، الدرالمنثور ؛ 2 ټوك ، 322 مخ كې تر پورتني آيت لاندې  .14_ بيضاوي ، تفسير بيضاوي ؛ لومړى  ټوك، 272 مخ كې تر پورتني آيت لاندې .15_ زمخشري، كشاف؛ لومړى  ټوك، 649 مخ كې تر پورتني آيت لاندې .16 _ طبري، د طبري تفسير؛ 6ټوك، 288 مخ كې تر پورتني آيت لاندې .17_ متقي هندي ، كنز العمال ؛ 7ټوك، 305 مخ، لومړى  چاپ او بل چاپ؛ 6ټوك، 391 مخ . 18_ خوارزمي، مناقب امير المومنين؛ 187.[سمول]

دويم آيت:[سمول]

څښتن تعالى د حضرت علي كړنې خلكو ته د بېلګې په توګه  وړاندې  كوي:((الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ =څوك چې خپل مالونه شپه و ورځ، په پټه او ښكاره نفقه كوي؛نو ثواب يې له خپل پالونكي سره دى،چې وېره او خپګان پرې نشته.)) (بقره 274 آيت )

د آيت توضيح:عالمان له رواياتو په ګټنې سره وايي: دا آيت د حضرت علي  په هکله نازل شوى دى.پدې باب له حضرت ابن عباس څخه ګڼ شمېر روايتونه رانقل شوي دي:(( له علي ابن ابيطالب سره څلور درهمه وو، چې يو يې د شپې،بل يې د ورځې،درېم يې په پټه او څلورم يې ښكاره نفقه كړ. څښتن هم ددې عمل د ارزښت ښوولو  لپاره آيت نازل كړ. ))

وګورئ : 1 _ ابن اثير، اسدالغابه؛ د امير المومنين د حالاتو شرح، 4ټوك، 25مخ . 2 _ بيضاوي،تفسير بيضاوي؛ 1ټوك، 141مخ كې تر پورتني آيت لاندې .3 _ الحموئي (حمويني )،فرائد السمطين؛ لومړى ټوك، 356مخ، 66باب، 282حديث.4 _ فخر رازي؛ كبيرتفسير ؛ 7ټوك، 89مخ او په بل چاپ كې په 7ټوك، 83 مخ كې تر پورتني آيت لاندې .5 _ حافظ الحسكاني ، شواهد التنزيل؛ لومړى ټوك، 115مخ، 163حديث.6 _ ابن مغازلي؛ مناقب امير المومنين؛ 325حديث، 280 مخ .7 _ سيوطي، تفسير الدارالمنثور؛ لومړى  ټوك، 374مخ كې تر پورتني آيت لاندې .8 _ ګنجي شافعي، كفاية الطالب؛ 62باب ، 232 مخ.9 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 250مخ.10 _ ابن كثير پخپل تفسير كې ؛ لومړى  ټوك، 326مخ كې تر پورتني آيت لاندې .11 _ زمخشري، د كشاف تفسير؛ لومړى  ټوك، 319مخ كې تر پورتني آيت لاندې .12 _ خوارزمي، مناقب ؛ 17 فصل، 190مخ .

درېیم آيت :[سمول]

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ = پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي،بشپړ(خلكو ته)ورسوه او كه داسې دې ونكړل؛نو د هغه پېغام دې ندى رسولاى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري. هو!خداى (ځېلي) كافرانوته سمه لار نۀ ښيي. ))  (مائده: 67 آيت)

الف :له حضرت ابي سعيد خدري روايت دى،چې وايي:(( د " يا ايها الرسول بلغ" آيت د "خم غدير" پر ورځ د حضرت علي (ك) په هکله پر پېغمبر اکرم  نازل شوى دى. ))

ب : حضرت ابن عباس د "يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليك من ربك" آيت په هکله  وايي:(( دحضرت علي په هکله نازل شو؛څښتن پر خپل رسول امر كړى دى  چې د حضرت علي په هکله تبليغ وكړه. بيا پېغمبر اکرم د حضرت علي  لاس ونيو او ويې ويل:(( د چا چې زه مولى  يم؛نو علي يې هم مولى او ولي دى؛خدايه! ددښمنانو  يې دښمن او د دوستانو يې دوست اوسه.))

وګورئ : 1 _ سيوطي؛ الدرالمنثور تفسير : 2 ټوك، 327مخ كې تر پورتني آيت لاندې . 2 _ فخر رازي؛ كبير تفسير :3ټوك، 636مخ او په بل چاپ كې؛ 12ټوك ، 49مخ كې تر پورتنې آيت لاندې .3 _ حافظ ابن عساكر؛ امير المومنين من تاريخ دمشق : 2ټوك، 86مخ، 589 حديث .4 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 140مخ، 39باب او همداسې د همدى  كتاب د المناقب السبعون باب ؛ 283مخ، 56حديث .5 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : لومړى  ټوك، 188 او 244 مخونه.6 _ ابوالحسن واحدي  نيشابوري؛ اسباب النزول : 150مخ.7 _ حافظ ابونعيم اصفهاني، "ما نزل من القران فى علي "؛ تر پورتني آيت لاندې .8 _ شهاب الدين الوسي شافعي، روح المعاني؛ 6ټوك،172 مخ او بل چاپ؛ 2ټوك، 348مخ. 9 _ ابن صباع مالکي ، فصول المهمه؛ 27مخ.10 _ قاضي شوكاني، فتح القدير؛ 3ټوك، 57مخ .

او نورو عالمانو؛لكه حافظ ابوسعيد سجستاني د "الولاية" په كتاب كې او بدرالدين حنفي د "عمدةالقادري" په كتاب كې او حمويني  د "فرائد السمطين" په كتاب كې.

څلورم آيت:[سمول]

((حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلآ مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُواْ بِالأَزْلاَمِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ = پرتاسې (خوړل يې) حرام شوي دي:مرداره غوښه،وينه او د خوګ غوښه او هغه څاروي،چې د ((غېرالله)) په نامه ذبح شي او هغه چې په (زندۍ) كېدو او په ځورېدو يا له لوړې په راغورځېدو مړه شوي وي او يا هغه چې دكوم ځناور په ښكر څيرې شوى وي او د څيروونكي ښكاري څاروي پاتې شونې وي؛خو دا چې ( په موقع كې ښكار شوي څاروي ته ورسېږئ،حلال او) سر يې غوڅ كړئ او هغه څاروي،چې بوتانو ته(يا  د هغوى په مخكې) ذبح شوي وي او( همداراز )دا هم تاسې ته ناروا ده،چې د پال ( اوجوارۍ ) پر ځانګړيو غشيو د څاروي غوښه ټوټه ټوټه كړئ.دا ټولې چارې ( ګناه او) فسق دى. نن كافران ستاسې د دين ( له زواله) ناهيلې شوې دي؛نو ځكه ترې مۀ   وېرېږئ؛بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ. نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل لورېنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ (؛نوځكه د حلالو او حرامو كوم بنديزونه،چې درباندې لګول شوي،عملي يې كړئ)؛خو هغوى چې وږي وي او نورخواړه ور و نۀ رسېږي او د ګناه په نيت دا منع شوي څېزونه و نۀ خوري (؛نو باك نشته چې له منع شويو غوښو وخوري )؛نو بېشكه چې خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى.)) (مايده:٣)

ددې  آيت د نزول په هکله راغلي دي، چې پېغمبر اکرم  د وروستي حج  تر ادا كولو وروسته په راستنېدو كې خلك د الهي حكم له مخې په "خم غدير " نومې ځاى كې راټول كړل او ورته يې خطبه وويله. بيا يې د حضرت علي لاس پخپل لاس كې ونيو او د علي ولايت او ځايناستي يې ټولو ته اعلان كړه. پېغمبر اکرم چې خپله خبره پاى ته ورسوله؛نو دا آيت رانازل شو.

"حافظ الحسكاني" په "شواهد التنزيل" كې د غدير تر روايت لاندې پخپل سند له حضرت ابي سعيد خدري داسې رانقلوي او ليكي: دا آيت چې پر پېغمبر نازل شو؛نو رسول الله مبارک وويل :(( الله اكبر دې وي د دين په پوره كېدو، د نعمت په تمامېدو، زما له رسالته د څښتن پر خوشحالېدو او تر ما وروسته د علي  پر ولايت باندې  . ))

نورو عالمانو هم د پېغمبر اکرم دا وينا پخپلو كتابونو كې روايت کړى ده : (( د چا چې زه مولى يم؛نو علي يې هم مولى دى.خدايه څوك يې، چې دوست وي؛دوست يې اوسه او څوك يې،چې دښمن وي؛نو دښمن يې خوار كړې او د هغه چا مرسته وكړې،چې مرسته يې كوي او هغه خوار کړې،چې علي خواروي.))

وګورئ :1 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل ؛ 1 ټوك، 157 مخ، 211 حديث . 2 _ حمويى (حمويني ) ، فرائد المسطين؛ لومړى ټوك، 74مخ، 12باب . 3_ ابن كثير پخپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې2ټوك، 491مخ او بل چاپ ؛ 2ټوك، 14مخ او همداسې؛ البدايه والنهايه ؛ 7ټوك، 347 مخ . 4 _ ګنجي شافعي؛ كفاية الطالب؛ 62 باب،او 62 مخونه . 5 _ ابن مغازلي شافعي، مناقب امير المومنين؛ 19مخ ،  24 حديث . 6 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 38 باب، 135 مخ . 7 _ سيوطي ، تفسير الدرالمنثور؛ 2ټوك، 284 مخ كې تر پورتني آيت لاندې . 8 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني د "ما نزل فى القرآن فى علي " په كتاب كې تر پورتني آيت لاندې . 9 _ خوارزمي ، مقتل؛ لومړى  ټوك، 4فصل، 47مخ او مناقب امير المومنين؛ 14فصل، 80 مخ.

پينځم آيت :[سمول]

((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلآ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ = ( رسوله!) ستا دنده يواځې نصيحت او وېرول دي او هر قوم ته لارښود شته. )) (رعد:7)

د آيت توضيح : مخكې تردې  چې د روايتونو سرچينې راوسپړو؛نو ښه به وي چې د  (( منذر )) او (( هادي )) پر توپير رڼا واچوو.

د تفسير عالمان داسې وايي چې: "منذر" هغه دى،چې بې لارې وګړي پر دلايلو د بې لارۍ له عواقبو پر وېره نېغې لارې ته راسموي،چې دا د پېغمبرانو له اصلي او مهمو دندو ده؛خو "هادي" هغه دى، چې وروسته تر دې چې خلك نېغې لارې ته راغلل؛پردې نېغه لار د تلو مسووليت هم ور پر غاړه وي.كه په نورو ټكيو يې ووايو؛هغه به داسې وي چې:خلك له كږو لارو (انحراف) ساتل او د حق  پر لار  مخكې بوتلل د اوليا‌ء الله دنده ده.

په ساده ټكيو به ووايو: رسول د شريعت (لارې) بنسټ ايښوونکى دى  او امام ددې لارې پاسوال او د خلكو پر شريعت د هدايت مسئوول دى.اوس به راشو او د روايتونو سرچينې به راوسپړو، چې څه پکې دي :

الف:"طبري" له مشهورو عالمانو دى،چې تر پورتني آيت لاندې  يې دا روايت راخېستى دى : (( له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې وايي: د "انما انت منذر و لكل قوم هاد" آيت چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم پر خپله سينه لاس كېښود او ويې ويل:(( زه "منذر" يم او هر قوم يو لارښود لري )) او بيا يې پر خپل لاس حضرت علي ته اشاره وكړه او ويې ويل:(( علي! ته هادي يې. تر ما وروسته هدايت  شوي به ستا له لارې هدايتيږي.))

ب:"حافظ ابونعيم اصبهاني" او نورو هم دا روايت پخپلوكتابونو كې راوړي دي:(( له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې د "انما انت منذر..." آيت په هکله يې وويل:پېغمبر اکرم  وويل:(( زه "منذر" يم او علي "هادي" دى. علي ! هدايت شوي به ستا په واسطه هدايت كېږي.))

ج :"حمويني" په فرائدالسمطين كې له حضرت ابوهريرة اسلمي رانقلوي:  (( پدې  آيت كې له "هادي" مطلب حضرت علي دى. ))

وګورئ :1 _ فخر رازي، كبير تفسير؛ 19ټوك، 14مخ كې تر پورتني آيت لاندې .2 _ سيوطي ؛ الدرالمنثور؛ 4 ټوك، 52 مخ، كې تر پورتني آيت لاندې .3 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل ؛ لومړى ټوك، 293 مخ، 398حديث ، لومړي چاپ كې تر پورتني آيت لاندې .4 _ حاكم، المستدرك؛ 3ټوك، 129 او 130 مخونه، باب فضايل علي .5 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62 باب، 233مخ.6 _ خطيب بغدادي د فضل بن هارون د ابي ثور الفقيه خاوندپه شرح كې، د بغداد تاريخ ؛ 12ج، 372مخ.7 _ عبدالله بن احمدبن حنبل، المسند؛ مسند علي ، 1041 ګڼه، لومړى ټوك، 126مخ، لومړى چاپ.8 _ ابن كثير پخپل تفسير كې؛ 4ټوك، 499مخ كې او بل چاپ؛ 2ټوك ، 502مخ د بيروت چاپ كې تر پورتني آيت لاندې .9 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : باب المناقب السبعون؛ 292مخ، 50 حديث.10 _ حافظ ابونعيم اصبهاني ، "ما نزل من القران فى علي " كې تر پورتني آيت لاندي.11 _ طبري پخپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې  ؛ 13ټوك، 108مخ، لومړى چاپ . 12 _ طبراني، معجم الكبير ؛د الفاء باب؛ لومړى ټوك، 162مخ.

شپږم آيت:[سمول]

((أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ = آيا (( مومن )) له (( فاسق )) سره يو شان دى ؟ نۀ هيڅكله! دوى سره برابر ندي )) (سجده:١٨)

د آيت توضيح :عالمانو ددې آيت د نزول په هکله ليكلي: يوه ورځ "وليد بن عقبه" پر غرور حضرت علي ته وويل: پر څښتن قسم،چې په خوله کې تر تا خوله ور او توره مې هم تر تا تېزه ده (؛يعنې هم په ژبه او هم په جنګ كې تر تا وړ يم.) حضرت علي په ځواب كې يې وويل:غلى شه! تۀ فاسق يې.همدا وخت پورتنې آيت نازل شو،چې د حضرت علي مرتبه او د وليد بن عقبه فسق پکې بربنډ شوى دى.

وګورئ :1 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل ؛ لومړى ټوك، 448مخ، لومړى  چاپ كې تر پورتني آيت لاندې .2 _ خطيب بغدادي، د بغداد تاريخ؛ 7291 ګڼه ، 13ټوك، 321مخ.3 _ بلاذري ،انساب الاشراف؛2ټوك، 148مخ،150حديث د بيروت پينځم چاپ . 4 _ ابن مغازلي؛ مناقب ؛324مخ، 370 او 371 ګڼې.5 _ ابن كثير پخپل تفسير كې؛ 3ټوك، 462 مخ.6 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة ؛250مخ . 7 _ زمخشري،د كشاف تفسير؛3ټوك،514مخ كې ترپورتني آيت لاندې .8 _ سيوطي، الدرالمنثور؛ ټوك، 193مخ، تر پورتني آيت لاندې.9 _ طبري پخپل تفسير كې؛ 21ټوك، 61 او 68 مخونه.10 _ حافظ المزي، تهذيب الكمال؛ 8ټوك، 1475مخ.11 _ قطيعي ، الفضائل؛ 112مخ، لومړى  چاپ.12 _ ابوالحسن واحدي ، اسباب النزول؛ 263مخ.

اووم آيت :[سمول]

((وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ-أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ= او هغو كسانو،چې تر ټولو مخكې څښتن ته مخ راواړو (په ايمان راوړلو كې تر ټولو مخكې و) په حقيقت كې هغوى د څښتن  درشل ته تر ټولو نږدې دي. )) (واقعه 10 -١١آيتونه)

د آيت توضيح :[سمول]

(الف) د شيعه علماوو نظر:[سمول]

د بېلابېلو روايتونو او تفسيرونو په رڼا كې څرګندېږي،چې دا آيت د حضرت علي  په هکله  نازل شوى،چې تر ټولو مخكې يې ايمان راوړى دى.

كه څه هم ددې آيت،د مفهوم د پراخوالي له امله،بېلابېل مفاهيم يادولاى شو؛خو پورتنى تفسير د نورو تفسيرونو په پرتله د لمرغوندې ځلېږي،چې شاهدان  يې لاندې  روايتوندي:

نورالثقلين (5ټوك، 206مخ) .  د الميزان تفسير؛  (19ټوك، 134مخ)

له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې وايي: د څښتن له رسوله مې ددې آيت د نزول په هکله وپوښتل؛نو ځواب يې داسې راكړ:((حضرت جبرائيل راته ددې  آيت په هکله وويل :هغوى؛حضرت علي او پلويان يې دي او د هغه احترام له امله،چې څښتن ورته قايل دى،جنت ته به تر ټولو مخكې ننوځي او هغوى د څښتن درشل ته نږدې كسان دي . ))

ب: د سني علماوو نظر:

يوه ډله عالمانو ددې آيت تفسير ته لاندې روايات پخپلو كتابونو كې راوړي دي :

١ _ له حضرت ابن عباس څخه ددې آيت په هکله روايت دى،چې وايي: (("سابق" پدې  امت كې علي  بن ابيطالب دى.))

٢ _ او په يو بل روايت كې له حضرت ابن عباس څخه رانقل شوى دى: ((علي وړومبى تن و چې له رسول الله سره يې نمونځ وكړ او په باب يې د "والسابقون السابقون" آيت نازل شوى دى. ))

يو بل روايت هم له حضرت ابن عباس څخه نقل شوى،چې پکې راغلي دي: (( يوشع بن نون پر حضرت موسى (ع)، ياسين پر حضرت عيسى (ع)، او علي  بن ابيطالب پر حضرت محمد(ص) باندې د ايمان په راوړلوكې تر ټولو مخكې وو. ))

وګورئ : 1 _ ابن مغازلي؛ مناقب امير المومنين؛320 مخ، 365 حديث.2 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛ 2 ټوك، 216مخ، 928 حديث كې تر پورتني آيت لاندې .3 _ هيثمي، مجمع الزوايد؛  9ټوك، 102مخ.4 _ سيوطي ،الدرالمنثور؛6ټوك،171مخ كې تر پورتني آيت لاندې .5 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 100 باب، 377 مخ.6 _ ذهبي،ميزان الاعتدال؛ لومړى ټوك، 536مخ، 2002حديث.7 _ ابن عمر يوسف بن عبدالله، استيعاب؛ 3ټوك، 109مخ، 1855 حديث.8 _ سبط بن الجوزي ، تذكره الخواص ؛ 2باب، 21مخ.9 _ حافظ ابن عساكر؛ شرح حال امير المومنين من تاريخ دمشق : لومړى ټوك 41 او 117مخ، 59 او 141 حديث.10 _ طبراني،  معجم الكبير؛ د حضرت عبدالله بن عباس مسند؛ 3 ټوك، 112مخ.11 _ خوارزمي ، مناقب ؛ 19مخ، 7حديث.12 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 38باب، 135مخ .

اتم آيت :  اجعلتم سقايه الحاج  و عماره المسجد الحرام.( توبه_19)[سمول]

آيا  حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجدالحرام د تعميركوونكي مقام له هغه چا سره يو شانته بولئ چې پر خداې او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى او دهغه په لار  كې يې جهاد كړې دى  نه هېڅ كله د دوى مقام د څښتن په نزد يو شانت ندى  او څښتن ظالمانوته سمه لار نه ښيى.

پدې  آيت كې د حضرت علي  دوه ځانګړتياوې راغلي دي.

الف: پر څښتن، رسول او قيامت باندې حقيقي ايمان لرل.

ب : د څښتن په لار كې جهاد.

د بېلابېلو روايتونو په رڼا كې،چې ډېرى يې د اهل سنتو عالمانو رانقل کړي دي،ددې آيت د نزول په هکله وايي: دا آيت هغه وخت نازل شو چې کله "عباس بن مطلب" او "شيبه" د حضرت علي پر وړاندې وياړېدل او ځانونه يې ترې اوچت وګڼل؛پر هغه ورځ حضرت عباس حضرت علي ته وويل: زه  داسې فضيلت لرم چې بل څوك يې نلري او هغه حاجيانو ته اوبه رسول دي . شيبه هم وويل: زه هم لوړ مقام لرم او هغه د مسجدالحرام جوړول دي.حضرت علي ددې دواړو په ځواب كې په سړه سينه او تواضع وويل :زه هم يو فضيلت لرم، چې تاسې يو يې هم نلرئ.دواړو ورته وويل:ستا څه فضيلت دى؟! حضرت علي :په توره مې ستاسې پوزې ووهلى،څو پر څښتن او د هغه پر رسول مو ايمان راوړ.حضرت عباس ددې خبرې په اورېدو له غوسې سور شو؛  راپاڅېد او نېغ پېغمبر اکرم ته ولاړ،چې د حضرت علي له لاسه شكايت وكړي.پېغمبر اکرم  هم حضرت علي  راوغوښت او ددې  مسئلې په هکله يې ترې پوښتنه و كړه.حضرت علي  ورته وويل: رسول الله ! ما ورته د حق خبره وكړه، اوس خوښه د دوى،چې خپه کېږي او كه خوشحالېږي.دا مهال حضرت جبرائيل راغى او رسول الله ته يې وويل:محمده! څښتن درباندې سلام وايي او ويې ويل: چې د "اجعلتم سقايه الحاج" آيت ورته ووايه . (بيا عباس درې ځل وويل: خوشحاله او قانع شوم.)

حافظ ابونعيم اصفهاني په "مانزل من القران فى علي " كې دا روايت راوړى دى :(( له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې د (( اجعلتم سقايه الحاج )) آيت د حضرت علي ، عباس او شيبه په هکله  نازل شوى دى. ))

وګورئ :1 _ فخر رازي، كبير تفسير؛ 16ټوك، 11 مخ كې تر پورتني آيت لاندې .2 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62باب، 238مخ.3 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛ لومړى ټوك، 344مخ، لومړي چاپ كې تر پورتني آيت لاندې .4 _ سيوطي ، الدرالمنثور؛ 3ټوك، 236مخ او بل چاپ ؛ 218 مخ كې تر پورتني آيت لاندې .5 _ ابن مغازلي شافعې، مناقب اميرالمومنين ؛ 321مخ، 367 او 368 حديثونه.6 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني ، "مانزل من القران فى علي " په كتاب كې تر پورتني آيت لاندې .7 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 21باب، 106مخ.8 _ زمخشري، دكشاف تفسير؛ 2ټوك، 256مخ كې تر پورتني آيت لاندې . 9 _ طبري پخپل تفسير كې؛ 61561 – 61566 ګڼو كې؛ 10ټوك، 96مخ او بل چاپ ؛ 14ټوك، 170مخ.10 _ واحدي ، اسباب النزول؛ 182مخ.

نهم آيت :[سمول]

((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا =په تحقيق سره، څښتن اراده كړې چې رجس او پليدي د پېغمبر اکرم  له اهل بيتو لرې كړي او له هر عيبه يي  پاك كړي.))  (احزاب_33)[سمول]

پدې باب راغلي روايتونه ښيي،چې دا آيت د" آل عبا" په هکله  نازل شوى دى :

الف : له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى:((د تطهير آيت زما په كوركې نازل شو او د نزول پر مهال يې دا اووه تنه په كوركې وو:حضرت جبرائيل، ميكائيل (او پېغمبر ) علي،فاطمه،حسن او حسين او زه د وره په څنګ كې ولاړه وم؛ و مې ويل: رسول الله! آيا زه له اهل بيتو نۀ يم؟ پېغمبر اکرم وويل: تۀ غوره يې؛خو د پېغمبر د ښځو په ډله كې راځې. ))

ب: ثعلبي پخپل تفسير كې له حضرت ام سلمې بي بي رانقلوي:(( پېغمبر اکرم  په كور كې و،چې فاطمې بي بي ورته پټو راوړ.پېغمبر اکرم  ورته وويل: مېړه او زامنو ته دې غږ كړه،چې راشي؛هغه ولاړه او هغوى ته يې غږ كړ؛ راغلل ا و تر ډوډۍ خوړولو وروسته پېغمبر پر هغوى باندې پټو واچاوه او ويې ويل:(( خدايه! دوى زما اهلبيت دي،هغوى له هر ډول چټلۍ پاك كړې.)) همدا مهال وو چې د(( انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل بيت )) آيت نازل شو؛ومې ويل :رسول الله! آيا زه هم له تاسې سره يم؟ پېغمبر اکرم وويل : (( انك على  خير )).

ج: نورو عالمانو؛لكه ترمذي،حاكم او بيهقي پدې باب لاندې روايت نقل كړى دى :

له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى:د تطهير آيت زما په كور كې پر پېغمبر نازل شو او د نزول پر مهال يې فاطمه،علي،حسن او حسين په كور كې وو. بيا رسول الله هغه پټو،چې اغوستې يې و، پر هغوى هوار كړ او ويې ويل:(((خدايه) دوى زما اهلبيت دي؛له هغوى هر ډول چټلي لرې كړه.))

وګورئ :1 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل ؛ 2ټوك، 56 مخ او همداسې ؛ 2ټوك ، 31مخ .2 _ هيثمي، مجمع الزوايد ؛ باب مناقب اهل بيت، 9ټوك، 169مخ او بل چاپ؛ 9ټوك ، 119مخ. 3 _ ابن مغازلي  شافعي، مناقب اميرالمومنين؛ 301مخ، 345 حديث، لومړى چاپ.4 _ خطيب بغدادي، د بغداد تاريخ ؛د سعد بن محمد بن الامام حسن الغومى شرحه؛ 4743ګڼه ، 9ټوك، 126مخ.5 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب ؛62باب، 243 مخ او همداسې؛ 100باب، 371مخ .6_ حاكم ،المستدرك ؛3 ټوك، 133،146،172مخونه اوهمداسې؛ 2ټوك، 416مخ.7_ ابن كثير پخپل تفسير كې ؛ 3 ټوك، 483مخ او البدايه النهايه ؛ 7ټوك، 339مخ، باب فضائل علي . 8 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة ؛ 33باب، 124مخ او همداسې؛  127مخ .9 _ فخر رازي پخپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې : 25ټوك، 209مخ.10 _ زمخشري، تفسير كشاف؛ لومړى ټوك، 369مخ. 11 _ سيوطي ، تفسير الدرالمنثور؛ 5ټوك، 215مخ كې تر پورتني آيت لاندې  .12 _ ابي عمر يوسف بن عبدالله ، استيعاب؛ 3ټوك، 1100مخ.13 _ ذهبي،تاريخ اسلام؛ د 61 – 80  كال پورې د امام حسين د شرحې  باب، 96مخ .14 _ حافظ ابن عساكر؛ تاريخ دمشق ؛ 98 حديث او؛ د امام حسين د شرحې  باب ؛  13ټوك، 67مخ.15 _ ابن جرير طبري پخپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې ؛ 22ټوك، 6 – 7 مخونه .

لسم آيت :[سمول]

((ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ =( پېغمبره!) امت ته دى  ووايه،چي زه له تاسې د خپل رسالت اجر نۀ غواړم؛خو له خپلوانو سره مې مينه و لرئ.)) ( شورى 23آيت)

د آيت توضيح :د آيت د شان نزول په هکله  راغلي دي: په مدينې کې د اسلام بنسټونه قوي شول؛نو انصارو رسول الله ته وويل:كه اقتصادي او مالي ستونزې راغلې؛نو موږ پر سر سترګو تابع دار يو. دا خبره يې،چې پېغمبر اکرم  ته وكړه؛پورتنې آيت نازل شو او پر پېغمبر اکرم امر وشو،چې خلكو ته ووايه:((زه له تاسې د رسالت اجر نۀ غواړم؛خو له اهلبيتو سره مې مينه ولرئ.)) بيا پېغمبر له اهلبيتو سره د مينې او دوستۍ په هکله  خلكو ته وينا وكړه:

وګورئ :١_ مجمع البيان؛ 9ټوك .

قربى څوك دي؟[سمول]

پدې  باب لاندې روايتونه تر كتنې لاندې نيسو:

الف: امام احمدبن حنبل د "فضائل الصحابه" په كتاب كې روايت کړى دى چې: د(( قل لا اسئلكم عليه اجرا)) آيت چې نازل شو؛نو اصحابو پېغمبر ته وويل:د څښتن رسوله!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي،چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟پېغمبر اکرم وويل:(( علي،فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځلې وويله.

ب: سيوطي  په "الدرالمنثور" تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له ابن  عباس څخه روايت كړى : پېغمبر د مودت د آيت په هکله  وويل:(( كه زما حق ادا كوئ؛ نو زما له اهلبيتو سره مينه ولرئ....))

ج: زمخشري د"كشاف" په تفسير كې فخر رازي او قرطبى پخپلو تفسيرونو كې روايت کړى دى چې :

((پر آل محمد" عاشق مړ به شهيد له دنيا تللاى وي.خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ به له توبې سره له دنيا تللاى وي. خبر اوسئ ! پرآل محمد عاشق مړ به له پوره ايمان سره له دنيا تللاى وي.خبر اوسئ!پر آل محمد عاشق مړ باندې  به د مرګ پرېښته د جنت زېرې كوي او بيا پرې د "نكر او منكر" پرېښته هم د جنت زېرې كوي. خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ به د ناوې غوندې په درناوي،جنت ته وړل كېږي. خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ ته به په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانېستل کېږي.خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر به د پرېښتو زيارت وي.خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ  پر سنت او جماعت له دنيا تللاى وي.خبر اوسئ ! څوك، چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍکې له دنيا ولاړ شي؛نو د قيامت پر ورځ به يې ورته پر تندي ليكلي وي:د څښتن له رحمته ناهيلې.خبر اوسئ ! څوك،چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللاى وي؛نو كافر به مړ شوى وي.خبر اوسئ څوك،چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛نو د جنت بوي به پرې و نۀ لګي. ))

امام فخر رازي د آل محمد په هکله  وايي:

(("آل محمد" هغوى دي، چې له پېغمبر اکرم سره يې اړيكې ټينګې وي او پدې كې شك نشته،چې فاطمه بي بي،علي (ک)،امام حسن او امام حسين تر ټولو زيات له پېغمبر اکرم سره ټينګ پيوند لري.له بېلابېلو احاديثو په استناد سره ويلى شم،چې دا خبره د كاڼي كرښه ده؛نو پکار ده چې هغوى ته "آل محمد" ووايو.))

بيا امام فخر رازي د خپلې خبرې د د لا پخلي لپاره لاندې روايت د كشاف له تفسيره رانقل كړى دى.دا آيت چې نازل شو؛نو خلكو رسول الله ته وويل: ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده.پېغمبر اکرم  وويل : (( علي، فاطمه، حسن  او حسين )) .

وګورئ :1 _ زمخشري، د كشاف تفسير؛ 4ټوك، 219مخ كې تر پورتني آيت لاندې .2 _ بيضاوي ، د بيضاوي  تفسير؛ 2ټوك، 362مخ كې تر پورتني آيت لاندې .3 _ ابن كثير پخپل تفسير كې؛ 4ټوك، 112مخ .4 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة ؛ 32باب، 123 او 444 مخونه. 5 _ ابن مغازلي؛ مناقب علي ؛ 307مخ، 352 حديث.6 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛2ټوك،130مخ، 822 حديث ،لومړى چاپ.7 _ عبدالله بن احمد بن حنبل، الفضايل؛ باب فضائل اميرالمومنين  علي ؛ 187مخ، 263 حديث، لومړى چاپ.8 _ هيثمي، مجمع الزوايد؛ باب فضايل اهل بيت؛ 9ټوك، 168مخ.9 _ سيوطي ، د الدرالمنثور تفسير؛ 6ټوك، 7 – 8 مخونو كې تر پورتني آيت لاندې .10 _ فخر رازي، كبير تفسير؛ 27ټوك، 166مخ كې تر پورتني آيت لاندې .11 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 86 باب.12_ حمويى، فرائدالسمطين؛ 2ټوك، 26باب،120مخ.13 _ ابن اثير، اسدالغابه؛ 5ټوك، 367مخ.14 _ حاكم، المستدرك؛ 3ټوك، 172مخ.


يوولسم آيت :[سمول]

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ =هغوى (د نجران نصاراوو) ته ووايه: راشئ موږ  به خپل زامن راوغواړو او تاسې خپل، موږ  به خپلې ښځې او تاسې خپلې، موږ  به خپل نفسونه او تاسې خپل راوغواړئ؛ نو هله به مباهله وكړو او پر دروغجنو باندې  به د څښتن لعنت وواي.)) (سوره آل عمران 61 آيت)[سمول]

د آيت توضيح :[سمول]

اهلسنت او شيعه عالمان يوه خوله دي چې دې آيت ته د "مباهلې" آيت ويل كېږي چې د پېغمبر اکرم د اهلبيتو په هکله نازل شوى چې په پورتني آيت كې له "ابناء نا" مطلب امام حسن او امام حسين، له "نساء نا" مطلب حضرت فاطمه الزهرا او له "انفسنا" مطلب حضرت علي  بن ابيطالب دى .

د مباهلې پېښه :[سمول]

وروسته ترهغه چې حضرت محمد (ص) د نجران نصارا اسلام ته راوبلل؛نو ستر ستر عالمان يې له لارويانو سره مدينې ته راغلل او له پېغمبر اکرم  سره په مناظره شول.سره لدې چې پېغمبر اکرم  ورته قوي او پاخه دلايل راوړل؛خو هغوى بيا هم پر خپلو اعتقاداتو ټينګار كاوه.همدا وو چې پېغمبر اکرم د څښتن د حكم له مخې مباهلې (يو بل ته ښېرو ) ته راوبلل،چې خبره سپينه شي او د حق پلويان معلوم شي.نصاراو ورسره ومنله او مباهلې ته يي سبا ورځ وټاكله.د مباهلې وخت راورسېد،د نصاراوو عالمان او د خلكو ټولي، چې له مدينې بهر د پېغمبر اکرم د راتلو په تمه وو،چې پېغمبر اکرم به هم د هغوى غوندې د خلكو غټه ډله راولي.ډېر وخت تېر شوې نۀ و،چې مقابل لوري حېرانونکې پېښه وليده،چې پېغمبر اکرم  يواځې څلور تنه له ځان سره را روان كړي دي؛يو ماشوم يې په غېږكې،بل يې له ګوتې نيولى او يو سړى  او يوه ښځه ورپسې راروان دي. د نصاراو ستر عالم وويل: وګورئ چې محمد څومره په ډاډ او قوي ايمان له خپلې كورنۍ سره را روان دى. پر څښتن قسم!كه پردې خبره يې پوره ايمان نۀ درلود؛نو دا كسان به يې له ځان سره نۀ راوستل.خلكو!زه يې چې د مخ رڼا ته ګورم؛نو كه له خدايه و غواړي، چې غرونه وخوروي؛نو څښتن به ورته دا كار وكړي؛نو زما واورئ او له هغوى سره له مباهلې تېر شئ؛ګينې نو عذاب به مو هلاك كړي.د نصاراوو عالم پېغمبر اکرم  ته پېغام ولېږه،چې موږ مباهله نکوو؛بلكې جوړه به سره وكړو. پېغمبر اکرم هم ورسره ومنله او د معتبرو روايتونو له مخې،"سوله ليك" حضرت علي  (ك) وليكه.

د پورتني آيت د تفسير په هکله روايتونو ته پام وكړئ :

الف: ابي نعيم په "حلية الاولياء" كې راوړي: د (فقل تعالوا ندع ابناءنا و ابناءكم) آيت چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم حضرت علي، فاطمه بي بي، امام حسن او امام حسين راوغوښتل او ويې ويل :(( پالونکيه! دوى زما اهلبيت دي . ))

همداسې په حلية الاولياء كې له جابر څخه رانقل شوي دي.

ب: جابر وويل:دا آيت د هغوى (پېغمبر اکرم،حضرت علي،فاطمه بي بي، امام حسن او امام حسين) په هکله نازل شوى دى.جابر وويل:"انفسنا"؛يعنې پېغمبر اکرم  او حضرت علي،"ابناء نا"؛يعنې امام حسن او امام حسين او "نساء نا"؛يعنې حضرت فاطمه بي بي.

وګورئ :1 _ فخر رازي، كبير تفسير؛ 12ټوك، 80مخ كې تر پورتني آيت لاندې  او همداسې بل چاپ ؛ 8ټوك، 85مخ.2 _ ابن كثير پخپل تفسير كې؛ لومړى ټوك، 371مخ كې تر پورتني آيت لاندې  او همداسې ؛ البدايه والنهايه ، 7ټوك، 340 مخ، باب فضائل علي .3 _ سيوطي ، د الدرالمنثور تفسير؛ 2ټوك، 43مخ او همداسې؛ تاريخ الخلفاء؛ 169مخ. 4 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 32باب، 142مخ . 5 _ابن مغازلي؛مناقب علي ؛263 او 318 مخونه، 310 حديث. 6 _ حافظ حسكاني په شواهد التنزيل كې د پورتني آيت لاندې ؛ لومړى ټوك، 125مخ، لومړى چاپ. 7 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : باب مناقب السبعون؛ 275 مخ، 10حديث او 291مخ.8 _ زمخشري، د كشاف تفسير؛ لومړى ټوك په 36مخ كې تر پورتني آيت لاندې او بل چاپ؛ 193مخ 9 _ حاكم، المستدرك؛ 3ټوك، 150مخ (د حيدر اباد چاپ) 10 _ بيضاوي، د بيضاوي  تفسيركې تر پورتني آيت لاندې ؛ لومړى ټوك 163مخ.11 _ حموئى، فرائد السمطين ؛ 2 ټوك. 32مخ. 12 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني، "ما نزل من القران فى علي " كې تر پورتني آيت لاندې  او همداسې؛ دلائل النبوه، 297مخ (د حيدر اباد چاپ) 13_احمد بن حنبل، مسند؛ لومړى ټوك، 185مخ، د مصر چاپ. 14 _ طبري پخپل تفسير كې؛ 3ټوك، 192مخ كې تر پورتني آيت لاندې .15 _ واحدي  نيشابوري، اسباب النزول؛ 74مخ (د هنديه چاپ)16 _ الوسي، د روح المعاني تفسير ؛ 3ټوك، 167 مخ. 17 _ علامه قرطبى، الجامع الاحكام القرآن؛ 3ټوك، 104مخ د مصر چاپ 1936 كال . 18 _ حافظ احمد بن حجر عسقلاني، الاصابه؛ 2ټوك، 503مخ (د مصطفى محمد – مصر چاپ)

دولسم آيت :[سمول]

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا= هغوى،چې ايمان راوړ او نيك عمل يې وكړ،لوىڅښتن به د هغوى مينه د ټولو په زړونوكې واچوي. (مريم: 96)[سمول]

د پورتني آيت په هکله  لاندې  روايتونو ته پام  وكړئ:[سمول]

الف: له حضرت ابن عباس څخه روايت شوى،چې د " سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا " آيت په هکله يې وويل:يعنې(څښتن به د هغوى مينه د مومنينو په زړۀ كې واچوي). دا آيت د حضرت علي په هکله نازل شوى دى.

ب : ثعلبي پخپل تفسيركې له براء بن عازب نه روايت کړى دى:"پېغمبر اکرم حضرت علي ته وويل: (( علي! ووايه :خدايه ما ته له خپل ځان سره عهد وټاكه او د مومنانو په زړۀ كې راته مينه پېداكړې. همدا وخت و، چې د "ان الذين امنوا..." آيت نازل شو او ويې ويل چې دا آيت د علي په هکله  نازل شوى دى .

ج : حافظ حسكاني په "شواهد التنزيل" كې تر پورتني آيت لاندې  له ابن حنفيه رانقلوي او وايي چې"له اميرالمومنين څخه مې د "سيجعل لهم الرحمن ودا " د آيت په هکله  پوښتنه وكړه؛ نو راته يې وويل؛ څښتن تعالى وايي: داسې مومن او مومنه به پېدا نكړې،چې په زړۀ كې يې د حضرت علي مينه نۀ وي.

وګورئ : 1 _ سيوطي ، د الدارالمنثور تفسير كې تر پورتني آيت لاندې ؛ 4ټوك، 287مخ كې او بل چاپ ؛ 315مخ. 2 _هيثمي ، مجمع الزوايد؛ باب من يحب عليا او يبغضه؛ 9ټوك، 125مخ.3 _ حافظ حسكاني ، شواهد التنزيل؛ لومړى ټوك، 365 مخ، 602حديث . 4 _ حموئى، فرائدالسمطين؛ 14باب، لومړى ټوك، 79مخ.5 _ زمخشري، د كشاف تفسير كې تر پورتني آيت لاندې ؛ 3ټوك، 47مخ.6 _ ابن مغازلي؛ مناقب امير المومنين؛ لومړى چاپ، 327مخ، 374حديث. 7 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62 باب، 249مخ.8 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 250 او 363مخ.9 _ طبراني، معجم الكبير؛  3ټوك، 172مخ. 10 _ ثعلبي پخپل تفسير كې تر پورتني ايت لاندې اوهمداسې؛ الكشف والبيان تفسير؛ 2ټوك، 4مخ.

ديارلسم آيت:[سمول]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً ذَلِكَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَأَطْهَرُ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= مومنانو! له پېغمبر  (ص) سره تر نجوا مخكې صدقه وركړئ، دا به تاسې ته ډېره غوره وي او كه وسه  مو نۀ وه؛نو څښتن غفور او رحيم دى. ))  (مجادله: 13)[سمول]

پر رواياتو تر رڼا اچولو مخكې مو پام د مرحوم طبري دې مطلب ته را اړوم چې په "مجمع البيان" او هم نورو مشهورو مفسرينو پخپلو كتابونو كې ددې   آيت د شان نزول په هکله  راوړى دى.[سمول]

"ماړه او شتمن به پېغمبر اکرم ته راتلل او له هغه سره به يې نجوى كوله (دې  كار به د پېغمبراکرم  باارزښته  وخت نيوه او پردې سربېره به د مستضعفينو د خواشينۍ سبب ګرځېده) څښتن تعالى دا او ورپسې آيت نازل كړ او ورته يې امر وكړ، چې تر نجوى كولو مخكې بېوزليو ته صدقه وركړئ.شتمنو چې دا خبره واورېده؛نو له پېغمبر اکرم سره يې له نجوى كولو ډډه وكړه، چې دا آيت راغې (چې هغوى يې د کنجوسۍ له امله ورټل او ورته تخفيف قائل شو) او د نجوى كولو اجازه ټولو ته وركړل شوه؛خو هغه روايتونه،چې عالمانو نقل كړي،دا خبره په ګوته كوي،چې يواځينى تن چې د نجوى پر آيت يې عمل وكړ،اميرالمومنين حضرت علي و،چې پدې ازموينې كې سرلوړې شو.

لاندې روايتونو ته ځير شئ:

الف:حضرت علي وايي: په قرآن كې يو آيت دى ،چې نۀ پرې چا تر ما مخكې او نۀ وروسته عمل كړې؛ما يو دينار درلود چې مې مات كړ( لس درهمه شو) او كله به مې چې له رسول الله سره نجوى كوله؛نو يو درهم به مې صدقه وركاوه.

ب: له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې د "يا ايها الذين امنوا اذا ناجيتم الرسول فقدموا..."آيت په هکله يې  وويل:څښتن له پېغمبر اکرم سره نجوى حرامه كړه (مګر داچې څوك له هغې مخكې صدقه وركړي) او اصحابو کنجوسي وكړه او تر نجوى مخكې له صدقې وركولو يې ډډه وكړه او (يواځې) حضرت علي صدقه وركړه او دا كار بې له حضرت علي بل مسلمان  ونكړ.

وګورئ :1 _ فخر رازي، پخپل تفسير كې تر پورتني ايت لاندې ؛ 29ټوك، 271مخ. 2 _ سيوطي ، الدرالمنثور؛ ټوك، 185مخ او بل چاپ؛205 مخ او همداسې؛مجمع الجوامع؛2ټوك،28مخ،25حديث، لومړى چاپ.3 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛ 2ټوك، 343 – 231 مخونه، 949  حديث، لومړى چاپ.4 _ ابن كثير پخپل تفسير كې تر پورتني ايت لاندې ؛ 4ټوك، 326مخ.5 _ حاكم د التفسير په كتاب كې له المستدرك نه تر پورتني ايت لاندې ؛ 2ټوك، 482 مخ.6 _ ابن مغازلي، مناقب اميرالمومنين؛ 325مخ، 373 – 372 حديثونه، لومړى چاپ.7 _ حمويى، فرائد السمطين؛ 66 باب، لومړى ټوك، 358مخ. د بيروت چاپ.8 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62باب، 248 مخ او 29 باب، 135مخ.9 _شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة؛27باب،127مخ . 10 _ بيضاوي  پخپل تفسير كې تر پورتني ايت لاندې ؛ 2ټوك، 476مخ.11 _ واحدي ، اسباب النزول؛ 308مخ، لومړى چاپ.12 _ حافظ ابونعيم اصفهانى، " ما نزل من القران فى علي " 


څوارلسم آيت:[سمول]

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ= ؛هغوى، چې ا يمان راوړى او نيك عملونه كوي؛ نو (د څښتن) تر ټولو غوره  مخلوقات دي. (بينه_7)[سمول]

الف : حافظ حسكاني په شواهد التنزيل كې روايت راوړى دى چې :[سمول]

" له حضرت ابن عباس څخه روايت دى،چې و يې ويل: د "ان الذين امنوا و عملوالصالحات اولئك هم خير البريه" ايت چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم  حضرت علي ته وويل: لدې آيته مطلب تۀ او ستا لارويان دي، چې د قيامت پر ورځ به د محشر ميدان ته راشئ، حال دا چې تاسې به له څښتن څخه او څښتن به له تاسې راضي وي او ستا دښمنان به خپه د محشر ميدان ته راشي، چې سرونه به يې پر زنځيرونو جيګ نيول شوي وي.

ب: خوارزمي په مناقب كې روايت كړى چې:

له حضرت جابر بن عبدالله انصاري روايت دى،چې:له پېغمبر اکرم سره ناست وم چې حضرت علي زموږ  لوري ته را روان و؛پېغمبر اکرم وويل:

(( ورور مې ستاسې خوا ته در روان دى .)) بيا يې لاس كعبې ته ونيو او پخپل لاس يې د كعبې دېوال وواهه او ويې ويل:(( قسم پر هغه،چې ژوند او مرګ يې په لاس كې دى، هغه او پلويان به يې د قيامت پر ورځ رستګار وي او بيا يې وويل: پر څښتن قسم،هغه تر تاسې ټولو مخكې ايمان راوړ،له څښتن سره پر كړې ژمنه او د څښتن د امر په منلو كې تر تاسې ټولو غوره دى، له خلكو سره پر عدالت چلن او د بيت المال په مساوي وېش كې په تاسې كې تر ټولو غوره دى او له څښتن سره د هغه شان او منزلت تر تاسې ټولو زيات دى.)) حضرت جابر وايي: همداوخت و،چې څښتن (د پېغمبر اکرم  د خبرو د تصديق لپاره) دا آيت نازل كړ. تر هغې وروسته به، چې حضرت علي په اصحابوكې راروان و؛نو اصحابو به ويل:تر ټولو غوره مخلوق راغى.

ج: سيوطي د الدارلمنثور په تفسير كې روايت راوړى چې:حضرت علي  وايي: پېغمبر اکرم راته وويل :(( آيا د څښتن دا خبره،چې وايي: ((ان الذين امنوا و عملو الصالحات اولئك هم خير البريه)) آيت دې اورېدلې دى؟؛ هغوى تۀ او ستا لارويان دي .زما او ستاسې وعده به د "حوض كوثر" تر غاړې وي.هغه ورځ به زه د خپل امت حساب ته راشم، حال دا چې تاسې به سپين مخي او پېژندل شوي ياست. ))

وګورئ : 1 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل :  2ټوك، 356 او 359 مخونه، 1125 او 1130 ګڼې. 2 _ حافظ ابن عساكر؛ شرح حال امير المومنين من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 344 او 442 مخونه.اوهمداسې؛ په 852، 985 ګڼو كې. 3 _ سيوطي ، الدرالمنثور تفسير كې تر پورتني ايت لاندې  ؛ 6ټوك، 379مخ او بل چاپ ؛ 424 مخ.4 _ حمويى، فرائد المسطين؛ 31باب ، لومړى ټوك، 155 مخ.5 _ ګنجي  شافعي ، كفاية الطالب؛ 62 باب، 245مخ.6 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 361مخ.7 _ بلاذري ، انساب الاشراف؛ 2ټوك، 113مخ، 50حديث (د بيروت لومړى چاپ).8 _ شبلنجي، نورالابصار؛ 70 او 101 مخونه. 9_خوارزمي ،مناقب امير المومنين؛ 62مخ، 11حديث ،9 فصل

پنځلسم آيت :[سمول]

((أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إَمَامًا وَرَحْمَةً أُوْلَـئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَن يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ فَلاَ تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِّنْهُ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ=[سمول]

(سوره هود 17ايت)[سمول]

الف : سيوطي  په "جمع الجوامع" او الدرالمنثور كې روايت کړى دى چې :[سمول]

حضرت عباد بن عبدالله اسدي وايي:له حضرت علي مې وارېدل، چې ويې ويل: په قريشوكې به داسې (مشهور) سړى نۀ  وي،چې په هکله به يې په قرآن شريف كې يو يا دوه آيته نۀ وي نازل شوي.دا مهال يو سړي غږ كړ: امير المومنينه! ستا په هکله كوم آيت نازل شوى دى ؟ حضرت علي  پر غوسه شو او ويې ويل: كه د خلكو په مخ كې دې نۀ وم پوښتلاى؛نو ځواب به مې نۀ واى دركړى.بيا يې وويل:آيا د هود سورت دې ندى  لوستى؟ بيا يې د "افمن كان على بينه من ربه و ..." آيت ولوست او و يې ويل:(( پېغمبر اکرم الهي  بينه  درلوده او زه  يې شاهد وم. ))

ب: نورو مفسرانو لاندې  روايت راخستې دى :

له حضرت انس بن مالك څخه ددې آيت د تفسير په هکله روايت دى:(( له "افمن كان على بينه من ربه" نه مطلب پېغمبر اکرم دى او له "يتلوه شاهد منه" نه مطلب حضرت علي دى؛پر څښتن قسم،چې حضرت علي د پېغمبر اکرم  ژبه وه. ))

ج : د برهان د تفسير په 2ټوك، 213مخ كي د امام باقر د خولې وينا ده: (( پدې آيت كي له "شاهد" نه مطلب حضرت علي دى او ورپسې په يو بل پسې ځايناستي يې دي. ))

وګورئ : 1 _ سيوطي ، جمع الجوامع؛ 2ټوك، 68مخ،407 – 408 حديثونه اوهمداسې؛ 3ټوك، 324 مخ او بل چاپ ؛ 351مخ. 2 _ حافظ ابن عساكر؛ شرح حال اميرالمومنين من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 420مخ، 928  حديث. 3_ګنجي  شافعي،كفاية الطالب؛62باب،235مخ،دالفرى چاپ. 4 _ حافظ الحسكاني ، شواهد التنزيل ؛ لومړى ټوك، 277 مخ ، 376حديث. 5 _ ابن مغازلي  شافعي، مناقب ؛ 270مخ، 318 حديث.6 _شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة؛26باب،115مخ.7 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ لومړى ټوك، 25مخ،لومړى چاپ.8 _ طبري پخپل تفسير كې؛ 15ټوك، 272مخ، 18048ګڼه (د محمود محمد شاكر تحقيق )9_ثعلبي  په  خپل تفسير كې  تر  پورتني ايت لاندې ؛ 2ټوك،239مخ .

شپاړسم آيت[سمول]

((وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ وَالشُّهَدَاء عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ=هغوى چې پر څښتن او د هغه پر رسولانو ايمان راوړى دى، په حقيقت كې د نړۍ رښتيني دي او هغوى دڅښتن پر نزد د شهيدانو اجر لري او د خپلو كړو او د ايمان د ړنا ثواب به واخلي.(حديد19)[سمول]

الف: له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې د "الذين امنوا بالله و رسوله اولئك هم الصديقون" آيت په هکله  يې وويل:(( ددې امت "صديق" علي بن ابيطالب دى؛ هغه تر ټولو ستر رښتين او د حق او باطل بېلونكى دى. ))[سمول]

ب: عبدالرحمن بن ابي ليلي له خپل پلاره روايت كوي،چې پېغمبر اکرم  وويل:(( صديقون درې تنه دي:حبيب نجار د آل ياسين مومن،حزبيل د آل فرعون مومن او علي  بن ابيطالب، چې تر ټولو غوره دى. ))

ج: له حضرت عباد بن عبدالله روايت دى،چې له حضرت علي مې داسې واورېدل:(( زه صديق اكبر يم او دا خبره به تر ما وروسته بې له درغجنه بل څوك  ونكړي او په رښتيا،چې ما اوه كاله تر ټولو مخكې نمونځ وكړ. ))

د: نورو عالمانو؛لكه حافظ ابي نعيم،ثعلبي،سيوطي او حافظ بن عساكر د "الصادقين" ټكي په هکله چې د توبې د سورت په 119 آيت (اتقوالله و كونو مع الصادقين) كې راغلى،له حضرت ابن عباس څخه روايت كړى چې:(( دا آيت يواځې د حضرت علي د مرتبې په هکله راغلې دى. ))

وګورئ : 1 _ ابن عساكر، شرح حال امير المومنين من تاريخ دمشق : 2ټوك، 282مخ، 812حديث، لومړى چاپ .2 _ ابن مغازلي؛ مناقب؛ 246 او 247 مخونه، 296 حديث.3 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62باب، 236 مخ او همداسې؛24باب، 123مخ.4 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل كې تر پورتني آيت لاندې .5 _شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة؛42باب،146مخ.6_نسائى،خصائص اميرالمومنين؛ 38مخ، 6حديث. 7 _ سيوطي ، الئالى مصنوعه؛ باب فضائل علي ؛ لومړى ټوك، 160 مخ .8 _ احمد بن حنبل ، الفضائل؛ فضائل اميرالمومنين؛ 78مخ، 117 حديث .9 _ حافظ المزى، تهذيب الكمال؛ 4ټوك، 193مخ .

اولسم آيت :[سمول]

((وَإِن يُرِيدُواْ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللّهُ هُوَ الَّذِيَ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ= ( انفال :٦٢)[سمول]

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ = ( انفال:٦٤)[سمول]

ځينې مفسران ددې دوو آيتونو په هکله،په تېره بيا د 64 آيت په هکله  وايي چې:دا آيت هغه وخت نازل شو، چې يهودو او د بني قريظه ټبرونو په چل او ټګيو پېغمبر اکرم ته وويل:موږ حاضر يو،چې تاته تسليم شو او ستا ملاتړي شو چې دا آيت نازل شو او پېغمبر اکرم يې خبركړ، چې اعتماد پرې مكوه، چې ستا ملاتړي يواځې څښتن او مومنان دي.[سمول]

وګورئ : ١_د تبيان تفسير، 5ټوك، 152مخ .

عالمان د رواياتو په رڼاكې وايي چي:پدې آيت كې له "مومنين" نه مطلب حضرت علي  بن ابيطالب دى.كه څه هم نور مومنين هم ددې آيت مصداق دي؛خو اصلي مصداق يې حضرت علي بن ابيطالب دى،چې په بېلابېلو سختيو كې د پېغمبر ملاتړى او ملګرى و .

لاندې روايتونو ته پام وكړئ:

د حضرت ابوهريره د خولې وينا ده،چې پېغمبر اکرم وويل:((د معراج پر شپه مې وليدل چې پر عرش يې ليكلي وو: بې له ما بل څښتن نشته،شريك نلرم او محمد مې بنده او استازى دى،چې پر علي د هغه ملاتړ كوم،چي د (هوالذى ايدك بنصره و بالمومنين) آيت اشاره هم همدى  مسئلې ته ده . ))

ب: حافظ حسكاني په شواهد التنزيل كې راخېستې:د (يا ايها النبى حسبك الله و من تبعك من المومنين ) آيت د حضرت علي په هکله نازل شوى دى  چې تل د پېغمبر اکرم  ملاتړى او ملګرى و.

وګورئ :1 _ ابن عساكر، شرح حال امير المومنين من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 419مخ.4 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62باب، 234مخ.3_ سيوطي ، الدارالمنثور؛ 3ټوك،216مخ، او بل چاپ؛199مخ.4 _ حافظ حسكاني ، شواهدالتنزيل ؛ لومړى ټوك، 223مخ، 299ګڼه او په لومړى چاپ كې؛ لومړى ټوك، 230مخ، 305ګڼه.5 _هيثمي،مجمع الزوايد؛باب جامع فى مناقبه؛9ټوك،121مخ.6 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 23باب، 109مخ، 2باب، 21مخ . 7 _ ذهبي، ميزان الاعتدال؛ لومړى ټوك، 269مخ، 1006 حديث او همداسې ؛ لومړى ټوك، 530مخ، 1977ګڼه.8 _ المحب الطبري ، رياض النضره؛ 2ټوك، 172مخ.9 _  متقي هندي ، كنزالعمال؛ 6ټوك، 158مخ، لومړى چاپ .

اتلسم آيت :[سمول]

((وَلَوْ نَشَاء لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ = ( محمد:30 )[سمول]

د آيت توضيح:[سمول]

پدې ايت كې څښتن تعالى حضرت محمد(ص) ته د منافقينو او كينه كښو د پيژندګلنې لار ښيي؛هغوى څنګه له خبرو پېژندل کېدل؟روايات پدې   باب وايي چې منافقينو له حضرت علي سره په زړۀ كې كينه درلوده، چې د پېغمبر اکرم  په ژوند يې نۀ ښكاره کوله؛نو همدا وو چې كله كله به يې په احتياط په حضرت علي پسې بدې ردې ويلې؛خو ددې آيت په نازلېدو، څښتن د هغوى ناپاكه څېرې يې ټولو ته وروښوولې. پدې باب لاندې روايتونو ته پام وكړئ :

الف:له حضرت ابي سعيد خدري روايت دى چې: د "ولتعرفهم فى لحن القول" په هکله  يې وويل:((؛يعنې له حضرت علي  سره دكينې له امله. ))

ب:لاندې روايت ډېرى مفسرينو ددې آيت تفسير ته د پېغمبر اکرم له ځانګړو اصحابو؛ لكه ابي سعيد څخه رانقل كړى دى.

((موږ  به د پېغمبر اکرم  په وخت كې،منافقان له حضرت علي سره د كينې او دښمنۍ پېژندل. ))

وګورئ : 1 _ حافظ حسكاني ، شواهد التنزيل ؛ 2ټوك، 178مخ، 883حديث، لومړى چاپ.2 _ ابن عساكر، شرح حال امير المومنين من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 421مخ، 929حديث، درئيم چاپ (شرح حموئى)3 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62 باب، 235مخ.4 _ ابن مغازلي ، مناقب اميرالمومنين؛ 315مخ، 359 او 362 حديثونه.5 _ سيوطي ، په الدرالمنثور كې تر پورتني آيت لاندې ؛ 6ټوك، 74 مخ او همداسې؛ تاريخ الخلفاء؛ 170 مخ.6 _ ابي عمر يوسف بن عبدالله، استيعاب؛ 3ټوك، 110مخ.7 _ بلاذري ، انساب الاشراف؛ 2ټوك، 96 مخ، 19حديث.8 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ لومړى ټوك، 251مخ، لومړى چاپ او همداسې؛ احمد بن حنبل ، فضائل. ابن اثير، جامع الاصول.طبري، رياض النضره او همداسې نورو.......

نولسم  آيت:[سمول]

((إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ=  ( تحريم :4 ايت)[سمول]

كه د هغه ( پېغمبر) ځورولو ته مو ملاتړلې وي؛نو په رښتيا چې څښتن د هغه ساتونكى او مل دى او حضرت جبرائيل امين او صالح مومنين د هغه ملاتړي دي.[سمول]

كه څه هم د "صالح المومنين" ټکى پراخه معنا لري او پکې ټول صالح مومنان شاملېږي؛خو څه چې د روايتونو په رڼا كې را په ګوته كېږي دادي، چې په پورتني آيت كې له "صالح المومنين" نه مطلب حضرت علي بن ابيطالب دى .

پدې باب لاندې رواياتو ته پام  وكړئ:

الف: له حضرت اسماء بنت عميس نه روايت دى:(( وا مې ورېدل،چې پېغمبر اکرم د"فان تظاهرا عليه فان الله " آيت ولوست او ويې ويل:" صالح المومنين"  " علي  بن ابيطالب" دى.))

له سدى روايت دى،چې حضرت ابن عباس د"صالح المومنين" په هکله    وويل:" صالح المومنين"، "حضرت علي  بن ابيطالب" دى.

وګورئ : 1 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل ؛ 2ټوك، 257مخ، 984 او 985 حديثونه، د بيروت چاپ.2 _ حمويى، فرائدالسمطين؛ لومړى ټوك، 363 مخ، 67باب.3 _ سيوطي ، الدرالمنثور؛ 6ټوك، 244مخ او بل چاپ؛269 او 270 مخونه.4 _ ابن مغازلي؛مناقب امير المومنين؛ 269مخ، 316حديث لومړى چاپ.5 _ ګنجي شافعي، كفاية الطالب؛30باب، 137مخ.6 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ لومړى ټوك، 237مخ، د " لا شئ" حديث، لومړى چاپ . 7 _ ابن عساكر، شرح حال اميرالمومنين من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 42مخ، 932 او 933 حديثونه، دوئيم چاپ.8 _ ابن حجر، فتح البارى؛ 13 ټوك، 27مخ .


شلم آيت :

((وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ=(د قيامت پر ورځ به څښتن پرېښتو ته فرمان وركړي) هغوى (بې لارې) ودروئ، چې د خپلو كړو وړو په وړاندې مسئول دي. ( او بايد ترې پوښتنه و شي ) ( صافات : 24)

د "صافات" په سورت كې څښتن تعالى د قيامت په هکله او له هغه عذابه چې بې لاريو او مشركينو ته تيار شوى دى،خبر وركوي چې يو يې هم پورتنې ايت دى چې وايي:هغوى ودروئ،چې د خپلو كړو وړو په وړاندې مسئول دي  چې پوښتنه ترې وشي او ځواب وركړي.مفسرينو پدې باب،چې د څه په هکله ترې پوښتنه كېږي،بېلابېل ځوابونه وركړي دي؛ځينې وايي چې د توحيد په هکله به ترې پوښتنه كېږي او ځيني وايي،چې د راوړو بدعتونو په هکله او ځينو څه نور نظرونه  وركړي،چې البته دا تفسير ددې آيت د مفهوم د پراخوالي له امله د آيت له مفهوم سره منافات نلري.

له شيعه او اهلسنتو چې كوم روايات رانقل شوي دي، وايي چې پر هغه ورځ به له مجرمانو د حضرت علي د ولايت په هکله  پوښتنه كېږي.

پدې  باب لاندې  روايتونو ته پام وكړئ:

الف : له حضرت ابي سعيد خدري روايت دى، چې پېغمبر اکرم  د "وقفوهم و هم مسئولون" په هکله  وويل:((د علي بن ابيطالب د ولايت په هکله به پوښتنه كېږي.))

ب:"ابوالاحواض" له ابي اسحاق نه روايت كړى،چې د "وقفوهم انهم مسئولون" آيت د تفسير په هکله يې وويل:يعنې د حضرت علي بن ابيطالب د ولايت پوښتنه به كېږي.

په رښتيا چې څوك به له پُل صراطه تېر نشي؛خو دا چې د حضرت علي  بن ابيطالب د ولايت (برات ) ورسره  وي.

ج :له حضرت ابن عباس څخه (وقفوهم انهم مسئولون) د آيت د تفسير په هکله  پوښتنه و شوه،چې و يې ويل:(؛يعنى)د حضرت علي بن ابيطالب د ولايت  به پوښتنه كېږي.

وګورئ :1 _ حموي، فرائد المسطين؛ لومړى ټوك، 79مخ، 14باب.2 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛ 787 ګڼه، 2ټوك، 106مخ، لومړى چاپ.3 _ ذهبي د علي  بن حاتم په شرح كې له ميزان الاعتدال نه په 5802ګڼه كې، 3ټوك، 118مخ.4 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62باب، 247مخ.5 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 37باب، 133مخ او همداسې؛ د همغه كتاب د مناقب السبعون باب، 282مخ، 51حديث.6 _ خوارزمي ، مناقب؛ 17فصل، 195مخ.7 _ هيثمي، صواعق المحرقه؛ 89مخ او همداسې؛ لسان الميزان ؛4ټوك، 211مخ.8 _ ابن جوزى، تذكره الخواص؛ 2باب، 21مخ.


يوويشتم آيت :

((وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا=))

( احزاب :25)

هماغومره چې كافرانو له مسلمانانو سره كينه درلوده څښتن هغوى ناهيلې وګرځول، بې لدې چې كوم خېر او غنيمت ور پر برخه كړي، څښتن پدې   ميدان كې مومنان له جګړې بې نيازه كړل ( د هغوى مرسته يې وكړه او بريا يي پر برخه شوه) او څښتن قوي او ناماتى دى .

پدې  آيت كې (د خندق) د جګړې کيسه ويل شوې ده.

هغه جګړه چې له نښتې پرته مسلمانانو وګټله.پدې جګړه كې د څښتن د مرستې په هکله راغلي دي،چې له يوه اړخه سوړ طوفان راغى او له بل اړخه د څښتن د غېبي مرستو د دبدبې وېره د مشركينو په زړونو كې ولوېده او حضرت علي هم د هغوى پهلوان؛"عمرو بن عبدو" وواژه چې د مشركينو د لښكر جنګي مورال او روحيه ټيټه شوه او د حضرت علي ددې كار ارزښت  دومره و،چې پېغمبر اکرم  پدې باب وويل:((د حضرت علي دا ګوذار تر قيامته د مسلمانانو تر عبادتونو غوره دى.))

وګورئ :1_ حاكم، مستدرك؛ 3ټوك، 32مخ.2_ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 23 باب، 109مخ او همداسې؛ 46باب، 161مخ.

ددې  آيت د تفسير  په هکله  لاندې روايتونو ته پام وكړئ .

الف: له حضرت عبدالله بن مسعود نه روايت دى،چې د "و كفى الله المومنين القتال" آيت په هکله  يې وويل:د حضرت علي په هکله نازل شوى دى .

ب: له حضرت عبدالله بن مسعود نه روايت دى:حضرت علي چې عمروبن عبدو وواژه؛نو څښتن  د "و كفى الله المومنين القتال" آيت د حضرت علي  په هکله  نازل كړ.

وګورئ :1 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛ 629ګڼه ، 2ټوك، 3مخ.2 _ ابن عساكر، شرح حال اميرالمومنين من تاريخ دمشق؛ 927ګڼه، 2ټوك، 420مخ، 2 چاپ (شرح محمودى) 3 _ ذهبي، ميزان الاعتدال؛ 4149ګڼه، 2ټوك، 380مخ.4 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62باب، 234مخ.5 _ شيخ سليمان قندوزيحنفي ، ينابيع المودة ؛ 32باب، 108مخ.6 _ سيوطي ، الدرالمنثور تفسير كې تر پورتني ايت لاندې ؛ 5ټوك، 209مخ.

دوويشتم آيت :[سمول]

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ= هغه (خداى) دوه سيندونه سره يوځاى كړل،ترمنځ يې فاصله ده؛ نو اى انسانانو او پيريانو! د څښتن كوم نعمت به دروغجن بولئ! او له هغوى دوو يې" لولو" او" مرجان" پېدا كړل.)) ( رحمن :19 – 21 آيتونه )

څوك چې ددې آيت ظاهر ته ګوري؛كومه معنا يې چې ذهن ته راځې؛ همغه ظاهري معنا به وي چې سمندرونه به وي،چې د ځمكې دوه پر دويمه برخه يې نيولې ده؛خو بايد پوه شو چې لدې  آيته بل مطلب هم دى او هغه د علم دوه سمندرونه؛يعنې "حضرت فاطمه بي بي" او حضرت "علي " دي چې دوه ګران بيه ګوهرونه؛يعنى "امام حسن" او "امام حسين" ترې زيږيدلې دي . پردي مسئلې د لا نورې رڼا لپاره لاندې  روايتونو ته پام وكړئ :

الف:له حضرت ابن عباس څخه روايت دى:له " مرج البحرين يلتقيان" نه مطلب "حضرت علي"  او "حضرت فاطمه بي بي"  دي او له "بينهما برزخ لا يبغيان" نه مطلب " پېغمبر " دى  او له "يخرج منهم لولو و  المرجان" نه مطلب "امام حسن" او "امام حسين" دي.

وګورئ :1 _ سيوطي ، الدرالمنثور تفسير؛ 6ټوك، 158مخ، او بل چاپ؛ 6ټوك، 142مخ. 2 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل ؛2ټوك، 209مخ، 919حديث، لومړى چاپ او2چاپ 2ټوك، 212مخ. 3 _ ابن مغازلي؛ مناقب اميرالمومنين؛ 339مخ، 390حديث. 4 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 39باب، 138مخ. 5 _ ثعلبي پخپل تفسير كې؛ 4ټوك، 289مخ. 6 _ حافظ ابونعيم اصبهاني، ما نزل من القرآن فى علي " كې تر پورتني آيت لاندې . 7 _ شبلنجي، نورالابصار؛ 101مخ. 8 _ خوارزمي ، مقتل الامام حسين؛ 112مخ. 9 _ كراجكى، كنز الفوائد؛ 366مخ .

دروېشتم آيت :[سمول]

((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ =هغوى چې ښه كارونه كوي، ورته غوره ثواب وركول كېږي او د هغه ورځې له وحشته به په امان كې وي او هغوى، چې بدكارونه كوي؛په اور كې به اچول كېږي؛ آيا  بې له خپلو كړو به هم جزا ولري؟  (نمل : 89 – 90 آيتونه )

پدې آيت كې دوه اصلي مطلبونه؛يعنې "حسنة"  او " سية" بيان شوي دي ، چې د انسان په مادي او معنوي ژوندكې نۀ هېريدنكي اغېزې لري.د "حسنة"  او" سية" د معنا په هکله بايد وويل شي،چې پدې آيت او نورو آيتونو كې پراخه مفهوم لري؛يعنې "حسنة" ټول ښه كړه دي، چې په سر كې يې پر څښتن،رسول او د اهلبيتو پر ولايت ايمان لرل دي ."سية" د "حسنة" پر خلاف كړه دي؛يعني ټول هغه بدكړه چې انسانان د څښتن،پېغمبر اکرم  او د هغوى د اولياو په وړاندې ګناهكاروي؛خو كوم روايتونه چې له اهلبيتو او علماوو نقل شوي،وايي:((پدې آيت كې له "حسنة" مطلب د" علي  بن ابيطالب" ولايت او "سية" د هغه د ولايت نۀ منل دي.))  لاندې  روايتونه  ددې  خبرې لا پخلى كوي.

الف : له ابوعبدالله جدلي روايت دى، چې ويې ويل: حضرت علي راته وويل: آيا نۀ غواړې چې لداسې عمل دې خبركړم،چې پركولو به يې، څښتن تا جنت ته بوزي او له هغه بد عمله دې هم خبر كړم،چې چا وكړ؛نو څښتن به يې پړمخ په اور كې واچوي او هېڅ د خير عمل هېڅ به ترې نۀ قبولي؟ ورته مې وويل: ولې نۀ غواړم.بيا حضرت علي راته د "من حاد بالامام حسنه فله خير مناه" آيت ولوست او ويې وويل:"حسنة" له اهلبيتو سره مينه ده او"سية" له هغوى سره دښمني ده.

په ځسنو نورو روايتونو كې راغلي چې حضرت علي  وويل:

ب: "حسنة" داهل بيتو ولايت او دوستي ده او "سية"  د اهلبيتو له ولايته انكار او ورسره دښمني ده. ))

وګورئ : 1 _ حمويني ، فرائدالسمطين؛ 61باب، 2ټوك، 299مخ . 2 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛ لومړى ټوك، 428 او 426 مخونه، 582 او 587 حديثونه . 3_شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة؛24باب، 113مخ . 4 _ ثعلبي پخپل تفسير كې له جهرمى نه په سند سره، 2ټوك . 5 _ الامام حسيني، خصائص الوحى المبين؛ 128مخ . 6 _ رشيد الدين، مناقب آل علي ؛ 3ټوك، 225مخ .

څلورېشتم آيت :[سمول]

((فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ= كله مو چې( تۀ) ترې واخېستې؛نو هغوى ته به هرومرو جزا وركړو (غچ به ترې واخلو) ))  (زحرف:41)

پدې آيت كې څښتن تعالى د ظالموكفارو په هکله پېغمبر اکرم ته ډاډ او تسلي وركړې،چې د اسلام له راتلونكي بېغمه اوسه او چرت مۀ خرابوه چې ګينې كفار به ورته زيان ورسوي؛كه هغوى خپله لار ونيوه او لاس يې له خپلو ناسموكارونو وانۀ خېست؛نو ډاډمن اوسه چي موږ به ترې هرومروغچ  واخلو او پردې خبره څوك پرده نشي اچولاى،چې څښتن تعالى له ظالمانو،كفارو او له نفاق اچونكيو په بېلابېلو ډولونو غچ اخېستې دى؛دداسې غچ بېلګه هغه ده چې پر حضرت علي  يې واخېست.

عالمانو بېلابېل روايتونه نقل كړي دي، چې وايي: لدې آيته مطلب حضرت علي دى؛يعنې حضرت علي له كفارو د ټولو هغو كړاونو او ازارونو غچ واخېست چې د پېغمبر اکرم  په حق كې يې كړې وو او ټول (مسلمانان او غېر مسلمانان) پردې خبره اعتراف كوي،چې حضرت علي څه د رسول پر ژوندانه  او څه د هغه تر ژوندون وروسته،د كفر ملا ماته كړه او د منافقينو د زړۀ كاسه يې له خاورو ايرو ډكه كړه.

پدې باب لاندې  روايتونو ته پام وكړئ :

الف: له حضرت جابر بن عبدالله انصاري روايت دى: د "فاما تذهبن لك فانا منهم " آيت چې نازل شو؛نو حضرت محمد(ص) ددې آيت د شان نزول په هکله  وويل :((په حضرت علي  به الهي  غچ اخستل كېږي. ))

ب : له حذيفه بن عيان څخه روايت دى،چې ددې آيت د تفسير په هکله  يې ووېل :يعنې څښتن ويلي، چې د حضرت علي په واسطه به غچ واخلو.

ج: له  حضرت جابر بن عبدالله روايت دى،چې پېغمبر اکرم  د "فانذهبن كانا منهم مسقون" آيت  په هکله وويل:(( دا آيت د علي  په هکله  نازل شوى دى او په رښتيا چې هغه به تر ما وروسته له ناكثينو او قاسطينو غچ اخلي. ))

وګورئ :1 _ سيوطي ، الدرالمنثور ؛ 6ټوك، 20مخ. 2 _ ابي مغازلي  شافعي، مناقب اميرالمومنين؛320 او 275 مخونه، 366 حديث. 3 _ حافظ الحسكاني، شواهد التنزيل ؛ 2 ټوك، 152مخ، 851حديث، لومړى چاپ. 4 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 26باب، 114مخ او همداسې؛ باب مناقب السبعون ؛ 278مخ، 24حديث.5 _ طبراني، معجم الكبير؛ 3ټوك، 111مخ .

پينځه ويشتم آيت :[سمول]

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ = ځينې ( مومن سرښندويه) خلك ځان د څښتن د رضا لپاره خرڅوي. )) (بقره:٢٠٧ آيت )

د پېغمبر اکرم هجرت،د اسلام د تاريخ له مهمو او نۀ هېريدونكيو مسايلو دى چې تاريخ ليكوونكيو پدې باب ليكنې كړس او پکې يې د پېغمبر اکرم  د يارانو وفاداري او صبر ستايلى دى.د هجرت له كيسو يوه هم د "ليلة الميت" کيسه ده چې:د هجرت پر لومړى شپه حضرت علي د پېغمبر اکرم  پر وړانديز د پېغمبر اکرم  په بستره كې څملاست او د كفارو بريد ته په تمه شو (چې د پېغمبر  وژلو اراده يې كړې وه).كفارو چې همغه شپه د پېغمبر اکرم  كور کلابند كړ او پر كوټه يې بريد وكړ؛حضرت علي له خپل ځايه راپاڅېد او جګړې ته چمتو شو.كفارو چې حضرت علي وليد؛نو ناهيلي د پېغمبر اکرم  له كوره راووتلل او دا نقشه يې د پېغمبر اکرم  د وژلو لپاره پوچه وخته او پېغمبر اکرم روغ رمټ مدينې ته ورسېد. پدې باب لاندې روايتونو ته پام وكړئ:

الف: له علي بن حسين نه د "و من الناس من يشرى نفسه" د آيت  په هکله  پوښتنه و شوه، چې ويې ويل:د حضرت علي په هکله نازل شوى دى او دا هغه وخت و،چې حضرت علي د"ليلة الميت" پر شپه د پېغمبر اکرم  په بستره كې ويده شو.

ب : سدى له حضرت ابن عباس څخه روايت كوي:د "و من الناس من يشرى نفسه..." آيت د حضرت علي په هکله هغه وخت نازل شو،چې پېغمبر اکرم  د مشركينو له شره د "ثور" غار پر لور راووت او حضرت علي د پېغمبر اکرم   په بستره كې ويده شو.

په مجمع البيان كې جلا جلا راويانو ددې آيت د تفسير په هکله روايتونه  رانقل كړي چې بېلګه يې لاندې  روايتونه دي :

ج :[حضرت علي چې کله د پېغمبر (ص)] په بستره كې څملاست؛نو حضرت جبرائيل يې سر ته او ميكائيل يې پښو ته ودرېد او نارې يې كړې:

((مبارك دې شه! مبارك دې شه!د ابوطالب ځويه! ستاپه  څېر به بل څوك پېدا نشي. ))

وګورئ : 1_ فخر رازي، كبير تفسير؛ 5ټوك، 204مخ ( د تهران چاپ) . 2 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62 باب، 239مخ. 3 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 21باب،  105مخ . 4 _ ثعلبي، احياء العلوم؛ 3ټوك، 238مخ . 5 _ شبلنجي، نورالابصار؛ 86مخ .

حضرت علي  د "والعصر" په سورت كې :[سمول]

له حضرت ابن عباس څخه روايت دى: له "والعصر ان الانسان لفى خسر" نه مطلب "ابوجهل"دى  او له " الا الذين آمنو و علمو الصالحات و تواصو بالحق و تواصو بالصبر" نه مطلب "حضرت علي" دى.

وګورئ : 1 _ سيوطي، د الدرالمنثور تفسر؛6ټوك، 439مخ. 2 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : 2ټوك، 373مخ، 1156حديث، لومړى چاپ . 3 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني، ما نزل من القران فى علي  كې تر پورتنې آيت لاندې .

د الهي  علم خزانه :[سمول]

((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ=

( رعد:43 )

له حضرت عبدالله بن سلام نه د "و من عنده علم الكتاب" د تفسير په هکله  روايت شوى:له پېغمبر اکرم څخه مې ددې آيت په هکله پوښتنه وكړه؛نو راته يې وويل : (( په رښتيا چې هغه حضرت علي بن ابيطالب دى.))

وګورئ :1 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : باب مناقب السبعون؛ 284مخ، 60حديث او همداسې د همدى  كتاب  په 30باب، 121 مخ كې يو روايت له حضرت ابن عباس څخه رانقل شوى دى . سيوطي  هم په الدرالمنثور كې تر پورتني آيت لاندې.2 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : لومړى ټوك، 308مخ، 2حديث، لومړى چاپ. 3 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني، ما نزل من القرآن فى علي كې تر پورتنې آيت  لاندې .

څوک صادقين دي ؟[سمول]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ=

(توبه: 119)

له حضرت ابن عباس نه د(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ)) آيت په هکله  روايت دى: (؛يعنې) حضرت علي او اصحاب يې صادقين دي .

وګورئ : ثعلبي د خپل تفسير په لومړى ټوك كې. سيوطي  د الدرالمنثور په تفسير كې تر پورتنې آيت لاندې  . ابن عساكر ، شرح حال امير المومنين من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 421مخ، 930حديث.حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : لومړى ټوك، 259مخ، لومړى حديث، كې تر پورتنې آيت  لاندې .