د حضرت عبدالله بن عمر(رض) خواشيني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د حضرت عبدالله بن عمر(رض) خواشيني[سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٥ مخ ) له شعيب بن ابي حمزه قريشي له زهري له حمزة بن عبدالله بن عمر روايتوي،چې وايي : يوه ورځ مې پلار ناست و،د عراق يو سړى راغى او زما د پلار _ عبدالله بن عمر _ یې خورا ستاینه وکړه او ويې ويل : د قرآن دې آيت مې زړه خپه کړ چې وايي :

[وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ[1]] ـ او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه له هغو يوه ډله پر بلې تېرى وكړي؛ نو له تيري كوونكې سره تر هغو وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛نو که راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سره سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي.

ددې آيت مانا څه ده ؟ عبدالله ورته وويل : څه پرې کوې ؟ ځه خپل کار کوه . سړى ولاړ،چې سيورې يې بېخي رانه پناه شو بيا عبدالله بن عمر راته مخ کړ او وويل : دا آيت،چې دې ولوست؛زړه يې راته خپه کړ،چې نور مې و نه شو کړاى ځواب يې ورکړم او هغه داچې ولې د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم او د علي پلوى نشوم او د خداى د حکم لاروي مې ونه کړه .

( ابن سعد؛طبقات : څلورم ټوک،١٣٦ مخ ) له حضرت سعيد بن جبير او د هماغه ټوک په ١٣٧ مخ کې له حضرت حبيب بن ابي ثابت او ( هيثمي؛مجمع :درېم ټوک،١٨٢ مخ ) له ابن عمر(رض)، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٤٢ مخ ) هم له ابن عمر(رض)، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :لومړى ټوک،٣٠٧ مخ ) له ابي بکر بن ابي الجهم څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې ابن عمر (رض) د خپل عمر په پاى کې وويل : په دنيا کې مې يو ارمان هم پر زړه نه دى پاتې،بې له دې،چې ولې د حضرت معاويه د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم .

( ابن سعد؛طبقات : څلورم ټوک،دويم قسم ،١٢ مخ ) له نافع بن عمر او ( ابن عبدالبر؛ استيعاب : لومړى ټوک،٣٧١ مخ ) د حضرت عبدالله بن عمروعاص د حالاتو په شرح کې دوه روايتونه نقل کړي،چې خواشينى و چې ولې يې له پلار سره د صفين په جګړه کې علي پر خلاف ګډون کړى و . مخکې مو هم وويل،چې هغه توره را ونه ايسته؛خو سره له دې يې وويل : کاشکې شل کاله مخکې مړ شوى وم .


[1] (حجرات/۹)