د حشمونيانو لړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حشموني لړۍ د هلنیستي دورې د دویم معبد پر مهال (د لرغونې کلاسیکې زمانې برخه) په یهودیه او د هغو په چاپېرو سیمو کې واکمنه لړۍ وه چې له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۴۰ کال څخه یې له میلاد وړاندې ۳۷ کال پورې په دغو سیمو واک چلاوه. دغې لړۍ له میلاد وړاندې ۱۱۶ کال پرمهال د سلوکي سترواکۍ په اډانه کې په نیمه خودمختاره بڼه پر یهودیه حکومت کاوه او له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۱۰ کال کې د یادې سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته یې لا زیاته خودمختاري ترلاسه کړه چې بیا یې خپل قلمرو ګاونډیو برخو؛ پیریه، سامره، ادومه، الجلیل او یطوري ته پراخه کړ. په دې سره حشموني واکمنانو ځانته یونانی باسیلیوس («پاچا») لقب وټاکه. د روم د جمهوریت ځواکونو له میلاد وړاندې ۶۳ کال کې د حشمونیانو په کورنۍ جګړه کې مداخله وکړه او د هغوی دولت یې ځانته په اړوند دولت تبدیل کړ، دا د حشمونیانو د لړۍ د زوال پیل و؛ دغه جمهوریت له میلاد وړاندې ۳۷م کال کې تر خپل لاس لاندې د حشمونیانو وروستی واکمن لوی هرودوس له واکه ګوښه کړ. [۱]

د دغې لړۍ بنسټ له میلاد څخه ۱۴۱ کاله وړاندې د سمعان المکابي (په انګریزي: Simon Thassi) له خوا دوه لسیزې وروسته له هغه کېښودل شو چې ورور یې یهوذا المکابي له میلاد وړاندې ۱۶۷ کال څخه تر ۱۴۱ کال پورې د مکابي پاڅون پر مهال سلوکي پوځ ته ماته ورکړه. د مکابي لومړۍ او دویم کتاب او همدارنګه د یهودي جګړې تر عنوان لاندې د تاریخ لیکونکي یوسیفوس فلافیوس د اثر د لومړي ټوک (۳۷ زکال – شاوخوا ۱۰۰ زکال)  پر بنسټ سلوکي پاچا څلورم انتیوخوس (له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۷۵– ۱۶۴ کال) د الجوفا سوریې او فنیقیې په ساتراپ یا والي باندې د شدید کنټرول په موخه په بطلیموسي مصر (له میلاد وړاندې ۱۷۰ – ۱۶۸ کال) بریالی برید وکړ چې د روم د جمهوریت په مداخلې سره بېرته راوګرځول شو. هغه دغه مهال اورشلیم او د هغو معبد چور کړ، د یهودانو او سامریانو کلتوري او مذهبي مراسم یې وځپل او هلته یې هېلنیستي اعمال په خلکو تحمیل کړل (له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۶۸ کال – ۱۶۷ کال). د ظهور په حالت کې د روم د جمهوریت او د اشکانیانو سترواکۍ د ځواکونو له خوا په دوامداره بڼه د سلوکي سترواکۍ پاشل کېدو یهودیه ته اجازه ورکړه څو تر یوه بریده خودمختاري ترلاسه کړي. ورته مهال له میلاد وړاندې ۶۳ کال کې دغه پاچاهي د روم د جمهوریت تر برید لاندې راغله؛ هغه یې تجزیه کړه او د رومیانو تر کنټرول لاندې یو دولت یې هلته تاسیس کړ. [۲][۳][۴][۵][۶]

د سمعان لمسیان، دویم هیرکانوس او دویم ارسطوبولوس د ژولیوس سزار او پومپیوس ترمنځ په نیابتي جګړه کې ښکېل شول. د پومپیوس (له میلاد وړاندې ۴۸ کال) او سزار مړینې (له میلاد وړاندې ۴۴ کال) او سربېره پر دې د روم کورنیو جګړو د لنډ مهال لپاره د دغې لړۍ په پاچاهۍ باندې د رومیانو واکمني راکمه او وتوانېدل د اشکانیانو د سترواکۍ په ملاتړ لنډ مهاله خودمختاري ترلاسه کړي، چې په چټکۍ سره د مارک آنتوني او اګوستوس په مشرۍ د رومي ځواکونو له خوا د هغوی دغه خودمختاري بېرته له منځه یووړل شوه.

حشموني لړۍ وړاندې له دې چې له میلاد وړاندې ۳۷ کال کې هرودي لړۍ ته تسلیم شي د ۱۰۳ کلونو لپاره یې دوام وموند. له میلاد وړاندې ۳۷ کال کې د لوی هرودوس (اډومي پاچا) په واکمنۍ سره په یهودیه کې رومیانو ته اړوند دولت جوړ شو چې دا د حشموني لړۍ د پای ته رسېدو پیل ټکی و. له دې سره هغه مهال هرودوس هڅه وکړه د خپل سلطنت مشروعیت له حشموني شهزادګۍ لومړۍ مریمان سره په وداه کولو ترلاسه کړي؛ د هغه پلان دا و چې دی به د حشمونیانو وروستی نارینه وارث په خپله اریحا ماڼۍ کې له منځه یوسي. له میلاد وروسته ۶م کال کې روم د یهودیه یو شمېر برخې، سامره او اډوما د یهودیه په نامه په خپل رومي ولایت کې ورګډ کړل. له میلاد وروسته ۴۴ کال کې روم له خپله اړخه یو وکیل د هرودي پاچاهانو په دربار کې وګماره چې په دغو کې لومړی اګریپا (۴۱ – ۴۴ زکال) او دویم اګریپا (۵۰ – ۱۰۰ زکال) تر ټولو پام وړ وو.

مخینه[سمول]

د اسرائیلو د پاچاهۍ او د یهوذا د پاچاهۍ (له میلاد وړاندې شاوخوا ۷۲۲ کال – ۵۸۶ کال) ځمکې په نوبت سره د آشوریانو، بابلیانو، هاخامنشي سترواکۍ او د لوی سکندر د یوناني مقدوني سترواکۍ (له میلاد وړاندې شاوخوا ۳۳۰ کال) له خوا اشغال شوې، په داسې حال کې چې دغه مهال د یهودانو مذهبي او کلتوري چارو دوام درلود او آن وده یې لرله. دغه ټوله سیمه له میلاد وړاندې ۳مې پېړۍ څخه تر لومړۍ پېړۍ پورې د سوریې د شپږو جګړو پر مهال د لوی سکندر د سترواکۍ، سلوکي سترواکۍ او بطلیموسي مصر د ځای ناستو پاچاهیو ترمنځ په جنجالي سیمه واوښته: «د اشکانیانو د واکمنۍ پر مهال له دوه پېړیو آرامښت وروسته، عبراني دولت یوځل بیا سر را جګ ګړ او د دوه لویو سترواکیو ترمنځ د جنجالو په منځ کې راګیر شو: په شمالي لوری کې د سلوکي دولت چې پلازمینه یې په سوریه کې وه او له سویلي اړخه د بطلیموسي حکومت ترمنځ چې پلازمېنه یې په مصر کې وه ... له میلاد وړاندې ۳۱۹ کال څخه تر ۳۰۲ کال پورې اورشلیم اووه ځله د دوی ترمنځ لاس په لاس شو». [۷]

د دریم انتیوخوس د واکمنۍ پر مهال سلوکیانو د وروستي ځل لپاره د یهودیه واکمني له بطلیموسیانو څخه هغه مهال ترلاسه کړه چې له میلاد وړاندې ۲۰۰ کال کې یې د پانیوم جګړې پر مهال پنځم بطلیموس اپیفانس ته ماته ورکړه. له دې وروسته سلوکي سترواکۍ د دغې سیمې په یهودي برخو کې هلنېستي کلتوري او مذهبي دودونه رواج کړل: «د جګړې د ستونزو سربېره، د یهودو په قوم کې د سلوکیانو او بطلیموسیانو ملاتړی را څرګند شول؛ په دې سره د دوی ترمنځ درز لاپسې پراخه شو. په انطاکیه کې وو چې یهودیان د لومړي ځل لپاره د هېلنېزم او یوناني کلتور له فاسدو نورو اړخونو سره بلد شول چې بیا له دې وروسته یهودیه د انطاکیه څخه اداره کېده». [۸][۹][۱۰]

تاریخي منابع[سمول]

د حشموني لړۍ اړوند د اطلاعاتو وړاندې کوونکي منابع لومړی مکابیان او دویم مکابیان کتاب دی چې د مقدسو کتابونو په توګه د کاتولیک، ارتدوکس او همدارنګه تر ډېرې کچې د ختیځو ارتدوکس کلیساو له خوا ساتل کېږي؛ سربېره پر دې د پروتستانت فرقو له خوا شکمن مذهبي کتابونه بلل کېږي او همدارنګه د عبري مذهبي کتاب متعارف اصول هم نه لري. [۱۱]

دغه کتابونه له میلاد وړاندې ۱۷۵ کال څخه تر ۱۳۴ کال پورې دوره رانغاړي چې په دغه مهال کې حشموني لړۍ له سلوکي سترواکۍ څخه په نیمايي کچه خپلواکي ترلاسه کړه، خو لا یې له یهودیې بهر پراختیا نه وه موندلې. دغه کتابونه د دغه لیدلوري پر مټ لیکل شوي چې څرګندوي؛ د یهودو قوم د خدای له لوري ورباندې د نازل شوي غضب څخه د ماتاتیاس کورنۍ په ځانګړې د هغه د زامنو یهوذا مکابي، جنتان آپوس، سمعان المکابي او د هغه د لمسي جان هیرکانوس له خوا ژغورل شوی. په دغه کتاب کې د سپنواګینتا متن تاریخي او مذهبي موارد راغلي چې بیا وروسته د کاتولیکانو او ختیځو ارتدوکس عیسویانو له خوا تدوین شوي دي.

د حشموني لړۍ اړوند د معلوماتو وړاندې کوونکی بل کتاب هم د یهودانو ترمنځ د جګړو په نامه کتاب دی چې د یهودانو د لرغونتیا (Antiquities of the Jews) تر عنوان لاندې اثر لومړنی ټوک دی او د یهودی تاریخ لیکونکي یوسیفوس فلافیوس (۳۷ زکال – شاوخوا ۱۰۰ زکال) له خوا لیکل شوی. د یوسیفوس دغه اثر یوازنۍ هغه اصلي منبع ده چې له میلاد وړاندې ۱۱۰ کال څخه تر میلاد وړاندې ۶۳ کال پورې د حشموني لړۍ د پراختیا او خپلواکۍ دوره تشرېح کوي. د ده اصلي منبع بیا هغه رومي وګړی دی چې په الجلیل سیمه کې پخوانی جنرال و او په لومړۍ پېړۍ کې د یهودانو او رومیانو ترمنځ له جګړو څخه ژوندی پاتې شوی؛ دی بیا وروسته د رومیانو له خوا ونیول شو او له هغوی سره یې همکارۍ ته مخه کړه؛ هغه د رومیانو تر ملاتړ لاندې خپل کتابونه ولیکل. [۱۲]

بهرني لیدلوري[سمول]

د تاسیتوس له خوا په لیکل شوي تواریخ نومي اثر کې د حشموني دولت د تاسیس مخینه داسې توضېح شوې ده:

په داسې حال کې چې ختیځ د آشوریانو، مادیانو او اشکانیانو تر واکمنۍ لاندې و، یهودان د هغوی تر ټولو ټیټ وګړي بلل کېدل: خو وروسته له هغه چې مقدونیان مخکې شول، پاچا انتیوخوس هڅه وکړه څو یهودي خرافات له منځه یوسي او هلته یوناني تمدن معرفي کړي. خو له اشکانیانو سره جګړه لامل وګرځېده چې هغه ونشي کولای شي د خپلو دغو ټیټو وګړو په وده لاس پورې کړي. ځکه دا په دقیق ډول هغه مهال و چې آرشاس قیام وکړ. وروسته له دې امله چې د مقدونیې قدرت کم و، اشکانیان هم په کافي کچه قدرت ته نه و رسېدلي او رومیان ترې لرې و؛ یهودانو خپل پاچایان ځانته وټاکل. دوی په نوبت سره د خپلو لوچکانو له خوا له واکه ګوښه کېدل او هر یو به یې د وسلې په زور تاج او تخت نیوه؛ دوی د دغو سیمو وګړي تبعید کړل، ښارونه یې وران کړل، خپلې خویندې، وروڼه او والدین یې ووژل او دا جرائت یې ترلاسه کړ چې هر ډول نور جنایات له کوم ډار پرته ترسره کړي. هغوی په ملي کچه خرافاتو ته مخه کړه ځکه چې د خپل مدني ځواک په ملاتړ سره یې د مذهبي چارو واک هم په لاس کې اخیستی و. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. From Late Latin Asmonaei from (پخوانۍ يوناني: Ἀσαμωναῖοι) (Asamōnaioi).
  2. Louis H. Feldman, Steve Mason (1999). Flavius Josephus. Brill Academic Publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Maccabean Revolt". obo. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schäfer (2003), pp. 36–40.
  5. "Livy's History of Rome". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kasher, Aryeh (1990). "2: The Early Hasmonean Era". Jews and Hellenistic cities in Eretz-Israel: Relations of the Jews in Eretz-Israel with the Hellenistic cities during the Second Temple Period (332 BCE – 70 CE). 21. Tübingen: Mohr Siebeck. د کتاب پاڼي 55–65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-16-145241-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hooker, Richard. "Yavan in the House of Shem. Greeks and Jews 332–63 BC". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اگسټ ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) World Civilizations Learning Modules. Washington State University, 1999.
  8. Schäfer 2003، ص. 24.
  9. Ginzberg, Lewis. "Antiochus III The Great". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Jewish Encyclopedia.
  10. Schwartz 2009، ص. 30.
  11. "The Books of the Maccabees". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Louis H. Feldman, Steve Mason (1999). Flavius Josephus. Brill Academic Publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Tacitus, Histories, Book V, 8