د حجرې پوښل
د حجرې پوښل د نسج په انجنیرۍ کې له بدن سره د پیوند شوي غړي د ناسازګارۍ لپاره یوه ممکنه حللاره ده. د حجرې د کوچنیو پوښونو یا مایکرو اېنکپسیولېشن ټکنالوژۍ له لارې حجرې په یوه نیمه نفوذ وړ پلیمري غشا کې بندېږي یا تثبیتېږي. دغه چاره د حجروي مېتابولېزم لپاره اړینو مالیکولونو لکه د اکسیجن نفوذ، مغذي موادو، د ودې فکتورونو او نورو ته د دوه طرفه انتشار زمینه برابروي او بیرون ته د اضافي محصولاتو او درمنلیزو پروتینونو انتشار ممکنوي. په ورته وخت کې د غشا نیمه نفوذ وړ خاصیت پوښل شوې حجرې د معافیتي سیستم له اړوندو حجرو او انټي باډۍ څخه ساتي چې خرابې یې نهکړي او له هغوی سره د بېرونیو بریدګرو په توګه چلند کوي.
د حجرې پوښل ښايي په بدن کې د غړي له پیوند کولو وروسته د جانبي عوارضو د کنترول لپاره د معافیتي یا مدافعاتي سیستم د سرکوبوونکو درملو د اوږدمهالې استفادې اړتیا کمه کړای شي.
تاریخچه
[سمول]په ۱۹۳۳ کال کې «وینچنېزو بیسکګلي» په پلیمري غشاوو کې د حجرو د بندولو لومړنۍ هڅه وکړه. ده وښوده چې د خوګ د ګېډې له حفرې یا خلا سره په پلیمري جوړښت کې پیوند شوې تومور حجرې تر ډېرې مودې پورې ژوندۍ پاتې شوې او مدافعاتي سیستم رد نهکړې.[۱]
دېرش کاله وروسته په ۱۹۶۴ کال کې «توماس چانګ» د حجرو د خوندیتابه لپاره د ډېرو نازکو پلیمري غشاوو په مایکروکپسولونو یا کوچنیو پوښونو کې د حجرو د بندولو نظر وړاندې کړ او د بیولوژيکي کپسیولېشن د دغه مفهوم د تشرېح لپاره یې د «مصنوعي حجرو» اصطلاح وکاروله. ده وړاندیز وکړ چې په قطرهيي مېتود دغه تولید شوې مصنوعي حجرې نه یوازې دا چې پوښل شوې حجرې د مدافعاتي سیستم له دفعې څخه ساتي، بلکې له حجم سره د سطحې یوه لوړه اړیکه هم رامنځته کوي چې د اکسیجن او مغذي موادو د کتلې د ښه انتقال شونتیا برابروي. شل کاله وروسته دغه عملیه د کوچنیو حیواناتو په ماډلونو کې په بریالي ډول وکارول شوه او دا هغه مهال و چې د الجینېټ-پاليلیسین-الجینېټ هغه مایکروکپسولونه یا کوچني پوښونه جوړ شول چې د زینوګرافټ نسجونو حجرې یې تثبیتولې یا بېحرکته کولې [د زینوګرافټ نسجونو پیوند هغه پیوند دی چې اخیستونکی او ورکوونکی یې له یوې نوعې څخه نه وي، مثلاً کله چې د حیوان هډوکی له انسان سره پیوند شي، دا زینوګرافټ پیوند بلل کېږي]. دغې څېړنې وښوده چې کله دغه پوښل شوي نسجونه د شکرې په ناروغۍ لرونکو موږکانو کې پیوند شول، حجرې ژوندۍ پاتې شوې او د ګلوکوز کچې یې د څو اونیو لپاره کنترول کړې. د پوښل شویو حجرو په مرسته انساني ازمېښتونه په ۱۹۹۸ کال کې ترسره شول. هغه پوښل شوې حجرې چې د تومور ضد غیر فعالو درملو د فعالولو لپاره د «P450 سایټوکروم» انزایم بڼه بدلوي، د تریخي د پرمختللي او نه غوڅېدونکي سرطان په یوه ازمېښت کې وکارول شوې. په دې کې د پخوانیو کنترولونو په پرتله د پايښت وخت دوه برابره زیات وښودل شو. [۲][۳][۴][۵][۶]
د حجرو مایکرو پوښونه د نسجونو د انجنیرۍ او ترميمي طب د یوې وسیلې په توګه
[سمول]ښايي دا پوښتنه پیدا شي چې ولې د حجرو د پوښلو یا کپسول کولو تخنیکونو ته حتا هغه مهال اړتیا ده چې درملنیز محصولات په دقیق ډول په ځای کې تزریق کېږي. د دغه کار مهم دلیل دا دی چې پوښل شوې یا کپسول شوې حجرې د پیوند په ځای کې د اوږدې مودې لپاره د درملنیزو محصولاتو د دوامدارې ازادېدنې سرچینه برابروي. د حجرو د مایکرو پوښونو د ټکنالوژۍ بله ښېګڼه دا ده چې په مرسته یې غیر انساني او له جینیټيکي پلوه اصلاح شوې حجرې په پلمیري مټرېکس کې هغه مهال اېښودل کېدای شي چې ورکوونکو یا ډونر حجرو ته لاسرسی محدود وي. مایکرو کپسیولېشن د درمنلیزو محصولاتو د ځايي او خوراکي رسونې لپاره یو ارزښتناک تخنیک دی، ځکه چې په ګڼو بېلابېلو نسجونو او غړو کې یې پیوندولی شو. د درملنې ځای ته د درملو د اوږدمهالې رسونې لپاره د دغو درمل لرونکو مصنوعي حجرو پیوند د درملو د مستقیمې رسونې په پرتله ارزانه تمامېږي. پر دې سربېره، په ګڼو ناروغانو کې د هغوی لکوسیټي انټيجین ته له پامه پرته د ورته یا مشابه کیمیاوي ترکیب لرونکو مصنوعي حجرو پیوند ښايي د بیاځلي لګښتونو د کمېدو لامل شي.[۷]
غیر معالجوي استفادې
[سمول]پروبیوټیکونه روغتیا ته مهمې ګټې لري او له همدې امله په ډېرو لبنیاتي محصولاتو کې کارول کېږي چې ایسکریم، د شیدو پوډر، مستې او پنیر یې د بېلګې په توګه یادولی شو. خو دا چې پروبیوټیک باکتریاوې په خوړو کې لږې ژوندۍ پاتې کېږي، لا هم یو خنډ دی. پي.اېچ، محلول اکسیجن، د ټيټر کولو وړ اسیډيټي یا ترشي، د ساتنې تودوخه، د تخمیري لبنیاتي ارګانېزمونو نوعې او د لاکټیک او اسټیک اسیدونو غلظت هغه عوامل دي چې په محصول کې د پروبیوټیک پر ژوندي پاتې کېدو اغېز کوي. د دې لپاره چې د پروبیوټیک په ور زیاتولو سره یوه غذا سالمه وبلل شي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان او د روغتیا د نړیوال سازمان لهخوا ټاکل شوی معیار دا دی چې محصول باید په هر ګرام کې د ژوندیو پروبیوټیک باکتریاوو د کالونۍ جوړونې لږ تر لږه ۱۰۶ – ۱۰۷ واحدونه ولري. باکتریايي حجرې باید په تولیدي محصول کې پایدارې او روغې پاتې شي، په هضمي سیستم کې د حرکت پر مهال په کافي اندازه ژوندۍ وي او د کوربه انسان کولمو ته په رسېدو کې مثبتې اغېزې ولري.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
معالجوي استفادې
[سمول]سرطان
[سمول]د بېلابېلو سرطانونو د درملنې لپاره د پوښل شویو یا کپسول شویو مایکرو کپسولونو استفادې ډېر پتانشیل څرګند کړی دی. یوه هغه تګلاره چې څېړونکو غوره کړې ده، د هغو مایکرو کپسولونو پیوند دی چې له جینيټيکي پلوه اصلاح شوې سيټوکین ترشح کوونکې حجرې لري. د دغه مورد یوه بېلګه «سیرون» او د هغه همکارانو هغه مهال وړاندې کړه چې له جینیټيکي پلوه اصلاح شوي IL-2 سیټوکین د تومور په وده کې ځنډ او د حیواناتو د پایښت په کچه کې ډېروالی وښود. له دې سره سره، د دغې درملنې ګټه د مایکرو کپسولونو په مقابل کې د مدافعاتي سیستم د غبرګون له امله لنډمهالې وه. د سرطان د ځپلو لپاره بله تګلاره د انجیوجېنېسېس مهاروونکو استفاده ده تر څو د ودې د هغو فکتورونو د انتشار مخه ونیسي چې د تومور د پراخېدو لامل کېږي. د هغو مایکرو کپسولونو د پیوند اغېزې په پراخه کچه څېړل شوې دي چې د انډوسټاټین د ترشح لپاره له جینیټيکي پلوه اصلاح شوې زینوجینیټک حجرې لري؛ انډوسټاټین د انجیوجینیک ضد درمل دي چې په تومور حجرو کې د اپاپټوزس یا د حجرو د پلان شوي مرګ لامل کېږي. له دې سره سره، د مایکرو کپسولونو دا مېتود د هغو ناروغانو په درملنه کې شونی نه و چې ګڼ تومورونه یې لرل او له همدې امله یې د کپسولونو د سیستماتیک پیوند په اړه وروستیو څېړنو ته لاره هواره کړه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Bisceglie V (1993). "Uber die antineoplastische Immunität; heterologe Einpflanzung von Tumoren in Hühner-embryonen". Zeitschrift für Krebsforschung. 40: 122–140. doi:10.1007/bf01636399. S2CID 46623134.
- ↑ Chang TM (October 1964). "Semipermeable microcapsules". Science. 146 (3643): 524–5. Bibcode:1964Sci...146..524C. doi:10.1126/science.146.3643.524. PMID 14190240. S2CID 40740134.
- ↑ Lim F, Sun AM (November 1980). "Microencapsulated islets as bioartificial endocrine pancreas". Science. 210 (4472): 908–10. Bibcode:1980Sci...210..908L. doi:10.1126/science.6776628. PMID 6776628.
- ↑ Löhr, M; Bago, ZT; Bergmeister, H; Ceijna, M; Freund, M; Gelbmann, W; Günzburg, WH; Jesnowski, R; Hain, J; Hauenstein, K; Henninger, W; Hoffmeyer, A; Karle, P; Kröger, JC; Kundt, G; Liebe, S; Losert, U; Müller, P; Probst, A; Püschel, K; Renner, M; Renz, R; Saller, R; Salmons, B; Walter, I (April 1999). "Cell therapy using microencapsulated 293 cells transfected with a gene construct expressing CYP2B1, an ifosfamide converting enzyme, instilled intra-arterially in patients with advanced-stage pancreatic carcinoma: a phase I/II study". Journal of Molecular Medicine. 77 (4): 393–8. doi:10.1007/s001090050366. PMID 10353444. S2CID 19524260.
- ↑ Löhr, M; Hoffmeyer, A; Kröger, J; Freund, M; Hain, J; Holle, A; Karle, P; Knöfel, WT; Liebe, S; Müller, P; Nizze, H; Renner, M; Saller, RM; Wagner, T; Hauenstein, K; Günzburg, WH; Salmons, B (May 19, 2001). "Microencapsulated cell-mediated treatment of inoperable pancreatic carcinoma". Lancet. 357 (9268): 1591–2. doi:10.1016/S0140-6736(00)04749-8. PMID 11377651. S2CID 690466.
- ↑ Lohr, M; Kroger, J-C.; Hoffmeyer, A.; Freund, M.; Hain, J.; Holle, A.; Knofel, W. T.; Liebe, S.; Nizze, H.; Renner, M.; Saller, R.; Karle, P.; Muller, P.; Wagner, T.; Hauenstein, K.; Salmons, B.; Gunzberg, W. H. (2003). "Safety, feasibility and clinical benefit of localized chemotherapy using microencapsulated cells for inoperable pancreatic carcinoma in a phase I/II trial". Cancer Therapy. 1: 121–31.
- ↑ Murua A, Portero A, Orive G, Hernández RM, de Castro M, Pedraz JL (December 2008). "Cell microencapsulation technology: towards clinical application". J Control Release. 132 (2): 76–83. doi:10.1016/j.jconrel.2008.08.010. PMID 18789985.
- ↑ Dave RI, Shah NP (January 1997). "Viability of yoghurt and probiotic bacteria in yoghurts made from commercial starter cultures". International Dairy Journal. 7 (1): 31–41. doi:10.1016/S0958-6946(96)00046-5.
- ↑ Kailasapathy K, Supriadi D (1996). "Effect of whey protein concentrate on the survival of lactobacillus acidophilus in lactose hydrolysed yoghurt during refrigerated storage". Milchwissenschaft. 51: 565–569.
- ↑ Lankaputhra WE, Shah NP, Britz ML (1996). "Survival of Bifidobacteria during refrigerated storage in the presence of acid and hydrogen peroxide". Milchwissenschaft. 51: 65–70.
- ↑ "Health and nutritional properties of probiotics in food including powder milk with live lactic acid bacteria". FAO/WHO Experts’ Report. FAQ/WHO. 2001.
- ↑ Gilliland SE (October 1989). "Acidophilus milk products: a review of potential benefits to consumers". J. Dairy Sci. 72 (10): 2483–94. doi:10.3168/jds.S0022-0302(89)79389-9. PMID 2513349.
- ↑ Anal A, Singh H (May 2007). "Recent advances in microencapsulation of probiotics for industrial applications and targeted delivery". Trends in Food Science & Technology. 18 (5): 240–251. doi:10.1016/j.tifs.2007.01.004.
- ↑ Cirone P, Bourgeois JM, Austin RC, Chang PL (July 2002). "A novel approach to tumor suppression with microencapsulated recombinant cells". Hum. Gene Ther. 13 (10): 1157–66. doi:10.1089/104303402320138943. hdl:1807.1/817. PMID 12133269.
- ↑ Joki T, Machluf M, Atala A, et al. (January 2001). "Continuous release of endostatin from microencapsulated engineered cells for tumor therapy". Nat. Biotechnol. 19 (1): 35–9. doi:10.1038/83481. PMID 11135549. S2CID 19238339.
- ↑ Read TA, Sorensen DR, Mahesparan R, et al. (January 2001). "Local endostatin treatment of gliomas administered by microencapsulated producer cells". Nat. Biotechnol. 19 (1): 29–34. doi:10.1038/83471. PMID 11135548. S2CID 20018782.
- ↑ Teng H, Zhang Y, Wang W, Ma X, Fei J (April 2007). "Inhibition of tumor growth in mice by endostatin derived from abdominal transplanted encapsulated cells". Acta Biochim. Biophys. Sin. (Shanghai). 39 (4): 278–84. doi:10.1111/j.1745-7270.2007.00273.x. PMID 17417683.
- ↑ Cirone P, Bourgeois JM, Chang PL (July 2003). "Antiangiogenic cancer therapy with microencapsulated cells". Hum. Gene Ther. 14 (11): 1065–77. doi:10.1089/104303403322124783. hdl:1807.1/818. PMID 12885346. S2CID 11506637.