د حجرې بيولوژي
د حجرې بيولوژي ته حجروي بيولوژي سايتولوژي هم وايي، چې د بيولوژي يوه څانګه ده او د حجرو جوړښت، دنده او کړه وړه څېړي. ټول ژوندي موجودات له حجرو څخه جوړ شوي دي. يوه حجره د ژوند بنسټيز واحد دی او د ژونديو موجوداتو د ژوند او دندې تر سره کولو ځواب ويونکې ده. حجروي بيولوژي د حجرو د جوړښتي او وظيفوي واحدونو څېړل دي، چې يو حجروي او څو حجروي حجرې رانغاړي. د بيولوژي دا څانګه زياتې فرعي موضوعګانې لري، چې کېدای شي د حجرې مېتابولیزم، حجروي اړيکې، حجروي دوران، حياتي کيميا او د حجرې ترکيب رانغاړي. د حجرو څېړل د مايکروسکوپيک، حجروې کرنې او حجروي ټوټه کېدنې د يو شمېر تخنيکونو په کارونې سره تر سره کېږي. يادو تخنيکونو موندنو او څېړنو ته لاره هواره کړې ده او په وروستي ډول د سترو ژونديو موجوداتو ادراک ته د بصيرت يا ځیرکۍ په ورکولو سره، اوس هم د حجرو د دندو څرنګوالي په اړه د موندنو او څېړنې لپاره کارول کېږي. د حجرو په ترکيب او د کار د څرنګوالي په اړه يې پوهېدل د ټولو بيولوژيکي پوهو بنسټ دی، په داسې حال کې چې چې، لکه: د سرطان، وراثت، ماليکولي وراثت، ماليکولي بيولوژي، طبي مايکروبيولوژي، د بدن د دفاعي سيستم پوهه او حجروي کيميا په biomedical څانګو کې د څېړنې لپاره اړين دي. [۱][۲]
تاريخچه
[سمول]حجري په لومړي ځل په ۱۷ مه پېړۍ اروپا کې د مرکب مايکروسکوپ په اختراع سره وليدل شوې. په ۱۶۶۵ ز کې Robert Hooke د کارک کاغذ يوې ټوټې ته له کتلو او په کې حجرې ته ورته جوړښت له ليدلو څخه وروسته حجره د ټولو ژونديو موجوداتو د جوړښت واحد ونوموله (په Micrographia کې چاپ شوی)، که څه هم يادې حجرې مړې وې او د حجرې ټولې رښتينې برخې يې په ګوته نه کړې. يو څو کلونه وروسته په ۱۶۷۴ ز کال کې Anton Van Leeuwenhoek لومړنی شخص و، چې د الجي په اړه خپل ازمېښت کې يې ژوندۍ حجرې تحليل کړې. دې ټولو د حجرې نظريه پرمخ یووړه، چې له مخې يې ټول ژوندي موجودات له حجرو څخه جوړ شوي دي او حجرې د ژونديو موجوداتو جوړښتي او وظيفوي واحدونه دي. له يادې نظريې څخه نبات پوه Matthias Schleiden او د ژويو پوه Theodor Schwann په ۱۸۳۸ ز کې په وروستي ډول پايله واخيستله او ژوندۍ حجرې يې په ترتيب سره په نباتي او حيواني نسج کې وکتلې. ۱۹ کلونه وروسته Rudolf Virchow د حجرې نظريې وده کې په دې زياتونې سره نوره مرسته هم وکړه، چې ټولې حجرې وار له مخه د شته حجرو له وېش څخه منځته راځي. ويروسونه په حجروي بيولوژي کې په پام کې نه نيول کېږي، دوی د ژوندۍ حجرې ځانګړنې نه لري [لږې لري] او پر ځای يې د virology په فرعي ټولګي په مايکروبيولوژي کې څېړل کېږي. [۳][۴][۵][۶]
تخنيکونه
[سمول]د حجروي بيولوژي څېړنه په انساني اناتومي او فزيالوژي کې د زياتې څېړنې او د درملو د تر لاسه کولو په موخه له يوه ژوندي جسم څخه د باندې د حجرو د کرنې او ادراه کولو يا په ښه ډول کارولو لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي. هغو تخنيکونو تکامل کړی دی [رامنځته شوي دي]، چې په واسطه يې حجرې څېړل کېږي. په مايکروسکوپي کې د ودې له امله تخنيکونو او ټيکنالوژي پوهانو ته لاره هواره کړېده، چې د حجرو د جوړښت او دندې په اړه غوره پوهاوی تر لاسه کړي. ځيني هغه تخنيکونه چې د حجروي بيولوژي په څېړنه کې په عام ډول کارول کېږي، په لاندې ډول لېست شوي دي: [۷]
- د حجرې کښت: په کار اچونې په تېزۍ سره پر media باندې حجرې کري، چې د حجرې د يو معلوم ډول زياتې اندازې لپاره لاره هواروي او د حجرو د څېړلو په موخه يوه ګټوره لاره ده. حجروي کرنه يو له سترو توکو څخه ده، چې د حجرې د عادي فزيالوژي او حياتي کيميا د څېړلو لپاره (لکه ميتابوليک څېړنې، د عمر معلومول) د غوره نمونې سيستمونو په رامنځته کولو سره په حجروي او ماليکولي بيولوژي، پر حجرو باندې د درملو او زهري مرکباتو د اغېزو او mutagenesis او carcinogenesis کې کارول کېږي. د حجرې کښت د درملو په انځور اخېستنه يا سکريننګ او پرمختګ او د پراخې کچې توليدي بيولوژيکي مرکبونو، (لکه: واکسين او معالجوي پروټين) کې هم کارل کېږي. [۸]
- Fluorescence microscopy (د وړانګو د خپرېدنې ځانګړتيا ذره بيني چې له نورو سرچينو څخه جذب شوې وي): روښانه يا فلوريسنټ په نښه کوونکي لکه GFP د حجرې د يوې معلومې برخې په نښه کولو لپاره کارول کېږي. له دې څخه وروسته د روښانه نښه کوونکي د هڅولو په موخه د يوې معلومې رڼا د څپې اوږدوالی کارول کېږی، چې له دې وروسته د ليدلو وړ ګرځي [حجره]. [۸]
- Phase-contrast microscopy: د روښنايۍ د توپيرونو په توګه د جامد، مايع و ګاز دورې يا پړاو بدلونونو د استازولۍ په موخه د رڼا بصري [د ليدلو] اړخ کاروي. [۸]
- Confocal microscopy: د درې اړخيز انځور جوړولو په موخه د رڼا او فوري انځور اخيستنې بېلګو باندې د تمرکز کولو له مخې fluorescence مايکروسکوپي له انځور اخيستلو سره يو ځای کوي. [۸]
- Transmission electron microscopy: (د الکترون د لېږد مايکروسکوپي)؛ فلزي رنګ يا داغ او له حجرو څخه د الکترونونو تېرېدل رانغاړي، چې له فلز سره د تعامل په واسطه به منعکس شي. دا په وروستي ډول د څېړل کېدونکو برخو يو انځور جوړوي. [۸]
- Cytometry: حجرې په هغو ماشينونو کې ځای پر ځای کېږی، چې د بېلابېلو اړخونو پر بنسټ د حجرو خپرولو يا شین په موخه يوه ميله کاروي او د همدې له امله يې د اندازې او محتوا پر بنسټ بېلوي. حجرې د GFP-fluorescence سره هم نښتې (تړلې) اوسېدلی او په همدې ډول بېلېدلی شي. [۹]
- Cell Fractionation يا حجروي تجزيه: دا پړاو د لوړې تودوخې يا sonificaiton? په کارولو سره د حجرې د ټوټه کولو غوښتنه کوي، چې د سنټريفيوژ په واسطه به اداره کېږي. له دې څخه موخه دا ده چې د حجرې د هرې برخې په بېل ډول د څېړلو په موخه حجره په خپلو ټولو ترکيبي برخو باندې ووېشل شي. [۸]
د حجرې ډولونه
[سمول]د حجرو دوه بنسټيزې ډلبندۍ دي: يو حجروي او څو حجروي. څو حجروي حجرې له يو حجروي څخه د حجروي هستې يا د پردې په واسطه د چاپېره شوې organelle د نه لرلو له مخې بېلېږي. يو حجروي حجرې د يو حجروي په پرتله خورا کوچنۍ دي، چې له امله يې دوی د ژوند تر ټولو کوچنۍ بڼه بلل کېږي. په يو حجروي کې باکتريا او archaea شاملېږي او ګردچاپيره حجروي غشا نه لري. څو حجروي په نباتاتو، حيواناتو، فنجي او protists کې موندل کېږي. دوی په قطر کې (10–100 μm) پورې تنظيمېږي او DNA يې له پردې په واسطه د احاطه شوې هستې په دننه کې دی. څو حجروي هغه ژوندي موجودات دي، چې له يو څخه زياتې حجرې لري. څلور څو حجروي عالمونه ژوي Animalia، نباتات Plantae، فنجي Fungi او Protista دي. [۱۰][۱۱]
دوی دواړه د دويال يا جفتي ټوټه کېدنې له مخې بيا توليدېږي. تر ټولو څرګند ډول بکتريا څو بېلابېلې بڼې لري، که څه هم زياتره يې کروي يا راډ ته ورته بڼه لري. بکتريا د حجروي دېوال د ترکيب له مخې ګرام مثبت او ګرام منفي په توګه هم ډلبندي کېدلی شي. ګرام مثبت بکتریا د ګرام منفي بکتريا په خلاف يوه ډبل peptidoglycan پوړ لري. بکتريايي جوړښتي بڼې يو متروکه [قمچينه] لري، چې له حجرې سره په حرکت کې مرسته کوي، ريبوزمونه يې پر پروټين باندې د RNA بدلولو دنده لري او nucleoid ټول ارثي مواد په دايروي جوړښت کې ساتي. د يو حجروي د ژوندي پاتې کېدلو په موخه، د دې حجرو په دننه کې زيات پړاوونه تر سره کېږي. په يو حجروي کې د mRNA ترکيب د DNA نمونې په اړه په يو پرمخ تلونکې لړۍ کې پيل شوی دی او دوه هغه پراخه لړۍ رانغاړي، چې RNA پوليمير استخداموي. د پروکاريوتيک يا يو حجروي پوليمير د څلورو پروټينونو د فرعي برخو او يو (σ) پروټين د يو هستوي انزايم لرونکی دی، چې يوازې په پيل کې مرسته کوي. د بېلګې په ډول: د conjugation يا جوړه کېدنې په نامه يو پړاو کې د القاح عامل بکتريا ته اجازه ورکوي، چې يو pilus پروسس کړي، چې د F عامل نه لرونکي يوې بلې بکتريا ته د DNA لېږد لپاره ياد pilus ته لاره هواروي او په ټاکلو چاپيريالونو کې د ژوندي پاتې کېدلو په موخه په اجازې ورکولو سره د مخنيوي لېږد ته اجازه ورکوي. [۱۲][۱۳]
سرچینې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ ۸٫۵ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).