د حبشې هجرت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


حبشې ته د ځينو مسلمانانو هجرت،د زړوو له كومې يې پر ايمان ګواهي وركوي. ځينو د قريشو له كړاوونو او شره د ژغورنې او په ارام چاپېريال كې د خداى لمانځنې هوډ وکړ، چې له مكې ووځي او له سوداګرۍ،كاروبار،خپلوانو او زامنو لاس واخلي؛خو حيران وو،چې چېرې ولاړ شي؛ځكه پر ټول “جزيرة العرب” بوت لمانځنه واكمنه وه او داسې ځاى نه و، چې پکې د توحيد غږ پورته كړي. له ځان سره يې فكر وكړ، چې په دې باب له پېغمبر اکرم سره سلا مشوره وكړي.

پېغمبر اکرم، چې د دين اساس يې دا و:

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ= زما مؤمنو بندګانو! په واقع کې زما ځمكه پراخه ده؛نو يوازې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او فشار ته غاړه كېنږدئ) (۱۱۶) او د مسلمانانو سخت حالات هم ورته معلوم وو؛نو ورته يې وويل:(( كه حبشې ته سفر وكړئ؛نو ډېره به ښه شي؛ځكه د غښتلي او منصف واكمن په سيورې كې پر چا ظلم نه کېږي. هغه د پاكۍ او صداقت سيمه ده،تاسې ورشئ، چې خداى درباندې ولورېږي.)) (۱۱۷) يارانو د پېغمبر اکرم خبره ومنله او په پټه د شپې سپاره او پلي د “جدې” پر لور روان شول،چې دا ډله لس يا پينځلس تنه وو،چې څلور پکې مسلمانې ښځې هم وې.

اوس پوښتنه دا ده، چې ولې پېغمبر اکرم هجرت ته بل ځاى ونه ټاكه؟
“عربستان” او نورو سيمو ته،چې انسان وويني؛نو د حبشې د انتخاب  دليل څرګندېږي؛ځكه د “عربستان” نورو کفر واکمنو سيمو ته هجرت خطرناك و. مشركانو يا دا چې د قريشو زړونه لاس ته راوړي يا دا، چې د خپل پلار نيكه له دين سره يې مينه درلوده،په خپلو سيمو كې د مسلمانانو د استوګنې مخنيوى كاوه.
د يهودو او مسيحيانو سيمو ته تلل هم سلا نه وه؛ځكه پر معنوي امتياز او نفوذ سربېره، له يو بل سره په سيالۍ كې وو او درېيم سيال يې نه شو زغملاى. پردې سربېره،عرب يې سپک او ټيټ توکمي بلل.

“يمن” هم د “ايران” تر واكمنۍ لاندې و او هلته ايرانيانو مسلمانانو ته د استوګنې اجازه نه وركوله او چې د پېغمبر اکرم ليك د “ايران” واكمن “خسرو پرويز” ته ورسېد؛نو د “يمن” واكمن ته يې وليكل،چې دا نوى پېغمبر ونيسه او ما ته يې راولېږه.”حيره” هم د “يمن” په څېر د “ايران” تر واكمنۍ لاندې وه. “شام” له مکې لرې و او “يمن” او “شام” د قريشو بازار و او له قريشو سره يې ښې اړيكې درلودې او كه مسلمانان ور مهاجر شوي واى او بيا قريشو ترې غوښتي واى،چې مهاجر راوباسي؛نو په مينه يې دا كار كاوه؛لكه چې د حبشې له واكمنه يې وغوښتل، چې مهاجر قريشو ته وروسپاري؛خو هغه دا كار و نه کړ.

د سمندر له لارې سفر،هغه هم له ماشومانو او ښځو سره،سخت سفر و او داسې سفر ته غاړه ايښوول، د هغوى د ايمان او اخلاص نښه وه.

د “جدې” بندر د نن په څېر سوداګريز بندر و او له نېكه مرغه،چې کله دوى بندر ته ورسېدل؛نو بېړۍ د حركت په حال كې وه.مسلمانان هم د قريشو له وېرې د نيم دينار په وركولو،په بيړه سپاره شول. د مسلمانانو د هجرت خبر د قريشو د مشرانو غوږو ته ورسېد؛نو ژر يې ورپسې خپل كسان ولېږل،چې مکې ته يې راوګرځوي،د قريشو كسان چې هلته ورسېدل؛نو بېړۍ له ساحله لرې شوې وه.

ددې ډلې هجرت د “رجب” په مياشت کې د بعثت پر پينځم كال و.

د داسې يوې ډلې تعقيبول،چې د خپل دين ساتلو ته يې هجرت كړى و، ورسره د قريشو ښكاره دښمني راښيي. مهاجرو له مال،زامنو او كاروباره لاس ووينځه؛خو قريشو بيا هم ترې لاس نه اخسته.دا وړه ډله له يوه ټبره نه وه؛بلكې له بېلابيلو ټبرونو وو. په دې ډلې پسې يوې بلې ډلې هم هجرت وكړ، چې مشري يې د “جعفر بن ابيطالب” پر غاړه وه.

دويم هجرت په ارام او ازادۍ سره وشو؛نو ځكه ځينو مسلمانانو خپل زامن او ښځې هم له ځان سره بوتلې،چې په دې هجرت،په “حبشه” كې د مسلمانانو شمېر ۸۳ تنو ته ورسېد.كه وړل شوي ماشومان او يا هغه، چې په “حبشه” كې زېږېدلې وو، وشمېرو؛نو شمېر يې تر دې هم زياتېږي.
“حبشه” مهاجرو ته هماغسې وه؛ لكه څرنګه چې پېغمبر اکرم ورته ويلي وو.
“ام سلمه” د “ابي سلمه” ښځه،چې وروسته يې بيا له پېغمبر اکرم سره واده وكړ،د حبشې په باب وايي:((حبشې ته چې مهاجر شو؛نو غوره ملاتړ مو  پيدا كړ، له  ازاره خوندي وو او له چا  مو بده خبره وا نه ورېده.))
 ددې  ډلې د مهاجرت تاريخ د بعثت پر پينځم كال د “رجب” په مياشت كې و، چې ټولو “شعبان” او “رمضان” مياشتې هلته تېرې كړې او چې خبر راورسېد،چې قريشو د مسلمانانو له ځورولو لاس اخيستى؛نو د “شوال” په مياشت كې مكې ته راستانه شول؛خو چې راغلل؛نو حال هماغسې د پخوا شان و او خلكو ورته دروغ ويلي وو؛نو ځكه بېرته حبشې ته ستانه شول. (۱۱۸)
د حبشې دربار ته د قرېشو د استازي لېږل

په “حبشه” كې،چې د مسلمانانو د ازادۍ او هوساينې خبر د مكې د مشرانو غوږو ته ورسېد؛نو په زړونو كې يې د كينې لمبې راپورته شوې او هلته د مسلمانانو له نفوذه پر ځان ووېرېدل؛ځكه “حبشه” مسلمانانو ته غښتلې هډه وه او د قريشو وېره له دې وه،چې ګنې مسلمانان د “نجاشي” په زړه كې ځاى پيدا نه کړي او اسلام ته يې را و نه بلي او مسلمانان به په پياوړي لښكر په “جزيرة العرب” كې بوت لمانځي حكومت ړنګ كړي.

د “دارالندوه” (د كعبې ترڅنګ يو ځاى و، چې د قريشو مشران پکې د ستونزو هوارۍ ته راټولېدل) مشرانو بيا جرګه وكړه او په دې يې سلا راغله،چې استازي د “نجاشي” دربار ته ولېږي او دا،چې د “نجاشي” زړه لاس ته راوړي؛نو قيمتي ډالۍ ورته ورولېږي او مهاجر مسلمانان پر ناپوهۍ تورن او له ځان سره يې راستانه کړي او داچې “قريش” ژر پايلې ته ورسېږي؛نو په خپلو كې يې دوه كسان غوره كړل،چې په چل او تېر اېستنه كې يې خورا مهارت درلود،چې بيا له دوى يو ځنې د سياست ميدان ته راودانګل،چې د راتلونكې په باب يې خبرې وشي او دا دوه تنه “عمروعاص” او “عبدالله بن ربيعه” نومېدل،چې د “دارالندوه” مشر ورته وويل:((مخكې له دې،چې پاچا ته ډالۍ وركړئ؛وزيران يې ووينئ او ډالۍ  وركړئ؛ځکه له “نجاشي” سره د خبرو اترو پر مهال به مو وزيران د  خبرو پخلى وكړي.))

وزيرانو د قريشو له استازيو سره وكتل. د قريشو استازيو د ډاليو تر وركولو وروسته وويل:((يوه ډله نويو ځوانانو د خپلو نيكونو لار پرېښې او زموږ او ستاسې د دين پر خلاف يې نوى دين را اېستلى،چې اوس ستاسې په هېواد كې اوسېږي؛نو د قريشو مشران غواړي،چې ډېر ژر يې د اېستو حکم وركړئ او يوه بله هيله هم لرو،چې له پاچا سره مو كتل؛نو وزيران دې هم راسره وي او ښه به وي،چې له مهاجرو سره په دې باب هېڅ خبره ونه شي او پاچا هم له مهاجرو سره ونه ويني.))

ځينو وزيرانو د مرستې ژمنه وركړه.
د هماغې ورځې پر سبا د حبشې دربار ته ولاړل او د سلام،احترام او ډاليو تر وركولو وروسته يې د حبشې پاچا ته د قريشو پيغام واوراوه:
(( د حبشې محترم واكمنه !زموږ يو ډله بې عقله ځوانانو د خپل پلار نيكه له دينه لاس اخستى او نوى دين يې رااېستى،چې نه زموږ له دين او نه د حبشې له رسمي دين سره اړخ لګوي،دا ډله ستاسې هېواد ته راغلې او ددې ځاى له آزادۍ ناوړه ګټه اخلي؛نو د قريشو مشران هيله لري،چې د اېستو حكم يې وكړئ،چې خپل هېواد ته ستانه شي.))

همدا،چې د قريشو د استازيو خبرې خلاصې شوې؛نو د دربار ځينو وزيرانو د قريشو د خبرو پخلي ته له خپل ځايه پاڅېدل؛خو د حبشې عادل پاچا له خپلو وزيرانو سره مخالفت وكړ او ويې ويل:(( دا كار به كله هم و نه شي ! زه به هېڅكله هغه ډله،دوى ته بې له څېړنو ور ونه سپارم، چې زما خاورې ته يې پناه راوړې،بايد مهاجر هم وپوښتل شي، چې څه وايي او تر څېړونو وروسته كه ددې دوو تنو خبرې سمې وې؛نو مهاجر به له خپل هېواده وشړم او كه سمې نه وې؛نو هېڅكله به د مهاجرو له ملاتړه لاس وا نه خلم او تردې به زياته مرسته هم ورسره وكړم.)) د دربار مامور ولاړ او مهاجرين يې بې له كومې پخوانۍ خبرتيا دربار ته راوستل. مهاجرو حضرت “جعفر بن ابيطالب” (رض) خپل وياند وټاکه؛ خو بيا هم د مهاجرو ډله وارخطا وه،چې وياند به مو څرنګه له “نصراني” پاچا سره خبرې وكړي؟ حضرت “جعفر بن ابيطالب” ورته وويل:((هغه به ووايم، چې له پېغمبر اکرم څخه مې اورېدلي،نه پرې څه زياتوم او نه يې ترې لږوم.)) د حبشې واكمن، حضرت “جعفر” ته وويل:(( ولې مو د خپل پلار نيكه له دينه لاس اخستى او داسې دين مو را اېستلى،چې نه زموږ له دين سره اړخ لګوي او نه مو د پلار نيكه له دين سره؟))

حضرت “جعفر بن ابيطالب”:((موږ ناپوهه او بوت لمانځي وو،مردار مو خوړل،بدكاره وو،د ګاونډيانو احترام راسره نه و،بېوزله له ظالمو تنګ وو، له خپلوانو سره مو جګړې كولې؛ژوند مو همداسې تېرېده،چې يو سړى راپاڅېد،چې په موږ كې پر پاكۍ او رښتينولۍ مشهور و او د خداى په امر يې موږ د خداى عبادت ته راوبللو او د بوتانو عبادت يې بد وګاڼه او امر يې وكړ: “په امانت كې خيانت و نه کړئ،له مردارو ځان وژغورئ، له ګاونډيانو سره ښه سلوك وكړئ،وينه تويه نه کړئ، له محرمو سره واده و نه کړئ، دروغ و نه وايئ،د يتيمانو په مال كې خيانت و نه کړئ او ښځې مو پر بدو كارونو تورنې نه کړئ او راته يې وويل:لمونځ وكړئ،روژه ونيسئ او د خپل مال ماليات وركړئ”؛موږ هم پرې ايمان راووړ او د خداى عبادت مو پېل كړ او چې څه يې حرام ګڼلي وو،حرام مو وګڼل او، چې څه يې حلال ګڼلي وو،حلال مو وګڼل؛خو “قريش” په موږ پسې راپاڅېدل او شپه و ورځ يې وكړولو،چې له خپل دينه بېرته وګرځو او بېرته د لرګيو او تيږو عبادت پېل كړو؛ خو موږ يې د ظلمونو پر وړاندې ودرېدو؛ خو نور مو وس په ځان كې ونه ليد،چې د حبشي د واكمن د انصاف اوازه مو غوږو ته راورسېده او د “مقناطيس” په څېر يې په ځان پسې راښکل،چې اوس موږ ستاسې پر انصاف او عدل پوره ايمان لرو.)) (۱۱۹)

د جعفر خوږې ژبې او په زړه پورې وينا د پاچا په زړه كې دومره ځاى پيدا كړ،چې له سترګو يې اوښكې توييدې او له جعفر نه يې وغوښتل، چې د اسماني كتاب څو آيتونه ورته ووايي. جعفر هم د “مريم سورت” پېل كړ،چې پکې د بي بي مريم د پاكلمنۍ او حضرت “عيسى” عليه السلام په باب د اسلام نظر څرګند شوى دى. سورت لا پاى ته نه و رسېدلى، چې د پاچا او “اسقف” د ژړا ښکالو پورته شول او مخ ته پراته كتابونه يې په اوښكو لامده شول.

پر دربار سكوت واكمن شو،چې يو دم پاچا په خبرو شو او ويې ويل: ((ددې پېغمبر خبرې او د حضرت “عيسى” خبرې له يوې چينې دي، ځئ ولاړ شئ ! زه به دوى كله هم تاسې ته و نه سپارم.))

“عمروعاص” چې چلي او سياسي سړى و،له خپل دوست عبدالله بن ربيعه سره خبرې وكړې او ورته يې وويل: راځه چې سبا له يوې بلې لارې دې موضوع ته ورننوځو؛كېداى شي چې پاچا راضي شي او ورته به ووايو، چې دوى د “عيسى” په باب داسې عقايد لري، چې د “نصرانيت” له دين سره اړخ نه لګوي. “عبدالله” هغه له دې كاره وژغوره او ورته يې وويل: دلته زموږ خپلوان شته؛خو دهغوى خبرو هم ګټه ونه کړه.

سبا بيا له وزيرانو سره دربار ته ولاړل او هلته يې له زړه سوي او د “مسيحيت” له دينه ملاتړي او د مسلمانانو پر عقايدو د “مسيحيت” په باب نيوكې وكړې او ويې ويل:((دا ډله د “عيسى” په باب ځانګړي عقايد لري،چې هېڅكله د “مسيحيت”له عقيدو سره سمون نه لري او ددې كسانو شتون د حبشې رسمي دين ته خطرناك ثابتېداى شي،كړاى شئ، چې په خپله ترې وپوښتئ.

د حبشې عادل پاچا دا ځل هم د څېړنې له وره ورننوت او امر يې وكړ: مهاجر راوغواړئ.مسلمانانو د خپل احضار په باب فكر كاوه، چې ولې يې راغوښتي دي؟؛ لکه چې الهام ورته شوى و، چې له احضاره يې مطلب د حضرت”عيسى” عليه السلام په باب پر عقيدو يې پوهېدل دي. دا ځل بيا جعفر وياند وټاکل شو. جعفر له خپلو ملګرو سره ژمنه كړې وه، چې څه يې له پېغمبر اکرم زده كړي،هماغه به وايي.”نجاشي” د مهاجرو وياند ته وويل:((تاسې د حضرت “عيسى” په باب څه نظر لرئ؟)) جعفر:(( د “عيسى” عليه السلام په باب زموږ عقيده هماغه ده،چې زموږ پېغمبر يې لري:” هغه د خداى بنده او د خداى پېغمبر دى،هغه د خداى له لوري يو روح او حكم و چې مريم ته وركړ شوى و.”)) “نجاشي”: ((پر خداى قسم! حضرت”عيسى” بې له دې بل مقام نه درلود.)) پر وزيرانو يې دا خبره بده ولګېده؛خو “نجاشي” د مسلمانانو د عقيدې ستاينه وكړه او ورته يې پوره ازادي وركړه.

د قريشو ډالۍ يې ورواچولې او ويې ويل:(( خداى چې راته دا واکمني راکوله؛نو رشوت يې رانه نه و اخستى؛نو ما ته هم په کار ده،چې له دې لارې ګېډه مړه نه کړم.)) (۱۲۰)
له حبشې راستنېدل

په تېرو پاڼو كې مو ولوستل،چې د مهاجرو لومړۍ ډله د دروغو خبرونو پر بنسټ، چې قريشو اسلام راوړى، د حبشې له خاورې راووتل او “حجاز” ته راغلل؛خو چې راننوتل؛نو پوه شول،چې دروغ يې ورته ويلي وو او د قريشو تېري او كړاوونه هماغسې په خپل ځاى دي. ډېر يې بېرته وګرځېدل او نور د قريشو د لويو شخصيتونو تر سيورو لاندې مكې ته ورننوتل. “عثمان بن مظمون” د “وليد بن مغيره” تر سيورې لاندې مکې ته ورننووت،چې د دښمنانو له ازاره په امان كې و؛خو په خپلو سترګو يې كتل،چې پر نورو مسلمانانو تېرى كېږي او له روحي پلوه له دې تبعيضه سخت خپه و؛نوځكه يې له “وليد” نه وغوښتل، چې په عمومي غونډه كې اعلام وكړي،چې نور د “مظمون” د زوى ملاتړ نه يم؛پرېږده چې د نورو مسلمانانو په څېر مې وكړوي،چې د مسلمانانو په غم كې شريك شم.

وليد په جومات كې اعلان كړل،چې نور د”مظمون” د زوى ملاتړى نه يم؛ نو همدا و،چې د عربو مشهور شاعر “لبيد” جومات  ته راننووت او د قريشو په غونډه كې يې خپله مشهوره قصيده وويله:

((بې له خدايه هر موجود ناپايښته دى.))”عثمان” ورته وويل:((رښتيا دې وويل.)) “لبيد” خپله دويمه مصرع وويله:(( د خداى ټول نعمتونه ناپايښته دي.)) “عثمان” په غوسه شو او و يې ويل:((غلط ولاړې! د هغې دنيا ټول نعمتونه همېشني دي.)) پر “لبيد” د “عثمان” نيوكه بده ولګېده او ويې ويل:(( قريشو! وضع مو بدله شوې،دا څوك دى؟))يو تن له ځايه راپاڅېد او ويې ويل:(( دا كم عقل زموږ له دينه وتلى او د خپل ځان په څېر د يو انسان لاروى دى،خبرو ته يې غوږ مه ږده.)) بيا پاڅېد او كلكه څپېړه يې وواهه،چې مخ يې سور واوښت.”وليد بن مغيره” وويل:((عثمانه ! كه زما ملاتړ دې درلوداى؛ نو هېڅكله به دا پېښه نه واى راپېښه شوې.)) “عثمان”:((لوى خداى مې ملاتړ دى.)) وليد:((حاضر يم بيا دې هم ملاتړ شم.)) “عثمان”: (( اړتيا ورته نه لرم.)) (۱۲۱)

مکې ته د مسيحيانو څېړونكى پلاوى راتګ

د مهاجرو مسلمانانو تبليغاتو وكړاى شول،چې په “حبشه” كې د روحانيونو د مركز شل کسيز پلاوى د څېړنې لپاره مكې ته ولېږي.

مکې ته راغلل او له پېغمبر اکرم سره يې په جومات كې ليدنه وكړه او له پېغمبر اکرم څخه يې پوښتنې وكړې. پېغمبر اکرم يې پوښتنو ته ځوابونه وركړل او اسلام ته يې راوبلل او د قران شريف څو آيتونه يې ورته ولوستل او پر هغوى يې دومره اغېز وكړ،چې له سترګو يې اوښكې را روانې شوې او ټولې نښې چې “انجيل” د وروستي پېغمبر په باب ويلې وې، په “محمد” (ص) كې پيدا كړې.

دې ګټورو ليدنو “ابوجهل” په غوسه كړ او په چغو يې وويل:(( تاسى د حبشې خلكو څېړنو ته رالېږلي ياست،نه دا چې د خپل پلار نيكه له دينه واوړئ ،فكر نه کوم پر ځمکه به تر تاسې بل څوک بې عقله وي.)) هغوى په سړه سينه د مكې د فرعون ځواب وركړ:(( تاسې پر خپل دين اوسئ او موږ به پر خپل؛ خو څه چې په خپله ګټه وينو؛نو نه ترې تېرېږو.)) د “ابن هشام” په سيره (۱/۳۸۲-۳۹۲ ) كې راغلي،چې په دې باب د قصص سورت ۵۲—۵۵ آيتونه نازل شول.

يثرب ته د قريشو پلاوى

له حبشې راغلى پلاوى،د قريشو د راوېښېدو لامل شو او د څېړنې په لټه کې شو او د “حارث بن نصر” ، “عقبه بن ابي معيط” او… په مشرۍ يې يو پلاوى “يثرب” ته ولېږه،چې د يهودو له عالمانو سره د حضرت “محمد” (ص) د رسالت او بلنې په اړه ځان پوه کړي،هغوى ورته وويل:

((“محمد” د روح د حقيقت،”اصحاب کهف” او “ذوالقرنين” په باب وپوښتئ،چې څه وايي ؟؛كه ددې پوښتنو ځواب يې دركړ؛نو پوه شئ د خداى استازى دى او كه ځواب يې درنه کړ؛نو دروغجن دى او ډېر ژر بايد ووژل شي.))

د قريشو استازي په خوشحالۍ مكې ته راننوتل او درې واړه پوښتنې يې قريشو ته وركړې.قريشو هم جرګه راوبلله او پېغمبر اکرم ته يې بلنه وركړه. حضرت “محمد” (ص) ورته وويل:(( زه ددې درېو پوښتنو په باب وحې ته په تمه يم.)) (۱۲۲) وحې راغله او د روح په باب د پوښتنې ځواب يې د “اسراء” سورت په ۸۵ آيت كې راغى او د هغو دوو نورو پوښتنو ځواب د “كهف” سورت په ۹-۲۸ او ۸۳-۹۸ آيتونو كې راغى.د حضرت “محمد” (ص) د ځوابونو تفصيل په تفسيرونو كې هم راغلى دى. دلته يوې خبرې ته بايد اشاره وشي او هغه دا،چې له “روح” نه يې مطلب انساني روح نه و؛بلكې مطلب يې حضرت “جبرائيل امين” و؛ځكه پوښتونكي يهودان وو،چې له “روح الامين” سره يې ښې اړيكې نه درلودې.

سرچينې[سمول]

googleweblight.com/i?u=http://www.andyal.com/%25D8%25AF-%25D9%2585%25D8%25B9%25D8%25A7%25D8%25B5%25D8%25B1-%25D9%2585%25D8%25B3%25D9%2584%25D9%2585%25D8%25A7%25D9%2586-%25D8%25B1%25D9%2588%25D8%25B2%25D9%2586%25D9%2587/&hl=ps-AF[مړه لينکونه]

۱۱۷_سيره ابن هاشم، ۱/۳۲۱ او تايخ طبرى ۲/۷۰ ۱۱۸_ ابن اثير،كامل ۲/۵۲-۵۳ ۱۱۹_تاريخ كامل، ۲/۵۴-۵۵ او تاريخ طبرى ۲/۷۳ ۱۲۰_ سيره ابن هشام ۱/۳۳۸ او امتاع الاسماع /۲۱ ۱۲۱_ سيره ابن هشام ۱/۳۷۱ ۱۲۲_سيره ابن هشام ۱/۳۰۰-۳۰۱