د جیورجین دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جیورجین دوره د انګلستان په تاریخ کې له ۱۷۱۴ز کال نه تر ۱۸۳۰ –۱۸۳۷ز کال پورې یوه دوره ده، چې د هانوفر، لومړي جورج، دویم جورج، درېیم جورج او څلورم جورج پاچاهانو په نوم نومول شوې ده. د جیورجین د دورې تعریف زیاتره وخت د څلورم ویلیام نسبتاً لنډې مودې واکمنۍ پورې اړوند بلل کېږي، چې په ۱۸۳۷ز کال کې د هغه له مړینې سره پای ته ورسېده. فرعي دوره چې د سلطنت یا شاهي دوره ده، د نایب په توګه د څلورم جورج پر تخت کېناستلو سره پیلېږي، چې د خپل پلار یعنې درېیم جورج د ناروغۍ په دوره کې د ولز د شهزاده په توګه پر تخت کېناست. د ویکټوریا دورې ته تګ په دین، ټولنیزو ارزښتونو او هنرونو کې له عقل پالنې نه د رومانتیزم او تصوف په لور د بدلون پر مټ ښودل کېږي.[۱]

د جیورجین اصطلاح په عمومي توګه د ټولنیز او سیاسي تاریخ او معمارۍ په برخو کې کارول کېږي. د اګوستایي ادبياتو اصطلاح تر ډېره د ۱۷۰۰ ـ ۱۷۴۰ز کلونو په دوره کې د اګوستایي ډرامې، اګوستایي شعر او اګوستایي نثر لپاره کارول کېږي. د اګستان اصطلاح د لرغوني روم جمهوریت نه د لاتیني ادبیاتو نفوذ او اغېز ته اشاره کوي.[۲]

د جیورجین دوره، دا اصطلاح د شلمې پېړۍ د دوو بریتانیوي پاچاهانو، یعنې پینځم جورج او شپږم جورج دورې ته نه ویل کېږي، بلکې دا دورې په ساده ډول د جیورجین په نامه یادېږي. [۳]

هنرونه[سمول]

د جیورجین ټولنه او بوختیاوې یې په ښه توګه د یو شمېر لیکوالانو لکه دینیل دیفو، جوناتن سویفت، سمویل ریچاردسن، هنري فیلدینګ، لارنس سترن، میري شیلي او جین استین په ناولونو کې انځور شوې دي؛ چې د رابرت ادام، جان نیش او جیمز و‎ایت او د هغو اړوندو ځانګړنو لکه د ګوتیک بیا را ژوندي کولو ځانګړي سبک څرګندېدو په وسیله روښانه شوي، چې د ودانۍ د طرحه کولو اړوندې طلایي دورې پورې اړوندېږي.

د هنرونو وده د رومانتیکو شاعرانو او په تېره بیا د سامویل تیلور کولریج، ویلیم وردزورت، پرسي بیس شیلي، ویلیم بلیک، جان کیټس، لارد بایرن او رابرت برنز پرمهال په ډېره روښانه توګه وښودل شوه. د دوی کارونو د شعر نوې دورې ته لار هواره کړه، چې د روښانه او رنګارنګې ژبې ځانګړتیا ښيي او د لوړې کچې نظریات او موضوعات خپاره او تداعي کوي.[۴]

د توماس گینزبورو، سر جاشوا رینولدز، جې، ام، دبلیو ترنر او جان کنستیبل نقاشۍ او انځورونه د جیورجین د دورې بدلېدونکې نړۍ ښيي، لکه د منظرو د نقاشانو کار.

د جیورجین د ځانګړې معمارۍ ښې او څرګندې بېلګې د ادینبورګ نوی ښارګوټی، د جیورجین دوبلین، په نیوکاسل اپون تاین کې د ګرینګر ښار، د لیورپول د جیورجین سیمه او د برسټول او باث ډېر نورې برخې دي.

د جان فیلد، هېندل، هایدن، کلیمنټي، جوهان کریستین باخ، ویلیم بویس، موتزارت، بیتوون او مېندلسون موسیقي په هغه وخت کې د انګلستان ډېره نامتو موسیقي وه.

ټولنیز بدلون[سمول]

د صنعتي انقلاب له پیل سره، چې د طبقاتي وېش د شدت بهیر او دغه راز د سیالۍ لرونکو سیاسي احزابو لکه ویګیانو او تور‌یانو د راڅرګندېدو بهیر پیل شو، دا مهال په انګلستان کې د لوی ټولنیز بدلون وخت و.

په کلیوالو سیمو کې کرنیز انقلاب د خلکو په خوځښت کې د لوبو بدلونونو، د کوچنیو ټولنو د کمښت، د ښارونو د ودې او د ټرانسپورت د یو متحد سیسټم د پیلامې لامل شو، خو په دې توګه د ښارونو او کلیوالو سیمو په کمېدو سره نور فرعي کلي او د کارونو کمښت او نشتوالی رامنځته شو، چې د دې هرڅه له امله کاناډا، د شمالي امریکا اړوند مستعمرو (چې په دې دوره کې په متحده ایالاتو بدل شول) او د بریتانیا سترواکۍ نورو برخو ته کډوالي زیاته شوه.

انجیل دین او ټولنیز اصلاحات[سمول]

د انګلستان د کلیسا دننه او بهر د انجیل خوځښت د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې قدرت ترلاسه کړ. دغه خوځښت د دودیز دیني حساسیت ننګونه وکړه، چې د لوړې طبقې لپاره د عزت او ویاړ په توګه او د نورو ټولو لپاره په مناسب چلند سره په سمه او وفاداره توګه د مناسکو پر ترسره کولو ټینګار کاوه. جان ویسلي (۱۷۰۳ – ۱۷۹۱ز کلونه) او د هغه پیروانو د بیا ژوندي کوونکي دین تبلیغ کاوه او هڅه یې کوله چې خلک د مقدس کتاب لوستلو، منظمې دعا کولو او په تېره بیا د بیا را ژوندي کولو تجربې له لارې له مسیح سره په شخصي اړیکه بدله کړي. ویسلي پخپله ۵۲۰۰۰ ځلې تبلیغ وکړ او له نارینه او ښځینه وو یې وغوښتل، چې «وخت جبران کړئ» او خپل روح وژغورئ. ویسلي تل د انګلستان په کلیسا کې کار او فعالیت کاوه، خو ‎د هغه په ​​​مړینې سره د هغه پیروانو له دې کلیسا نه بهر ځینې بنسټونه جوړ کړل، چې د میتودیست په کلیسا بدل شول. د ناهمغږه دودیزو کلیساوو ترڅنګ پریسبیتریان، جماعت پال، باپتیستان،  یونیتاریان او کویکران ولاړ و. په دې توګه ناهمغږې کلیساوې د بیا ژوندي کولو تر اغېز لاندې راغلې.[۵][۶]

د انګلستان کلیسا واکمنه پاتې شوه، خو یوه مخ پر ودې او بیا ژغورونکې انجیلي ډله یې درلوده، چې د «ټیټې کلیسا» په نامه وه. په مشرانو کې ویلیم ولبرفورس او هانا مور شامل وو، چې د کلفام فرقې له لارې لوړې طبقې ته ورسېد. دا مشران یې د سیاسي اصلاحاتو په لټه کې نه و، بلکې د سیاسي اقدام له لارې د ځانونو د ژغورنې په موخه د غلامانو په ازادولو، د جنګ د ختمولو، له ماشومانو او حیواناتو سره د ظلم پای ته رسولو، د قمار بندولو او د سبت په ورځ له فضیلت نه ډډه کولو په برخه کې د یو فرصت په لټه کې وو. دوی به هره ورځ انجیل لوسته، ټولې ارواوې د خدای په وړاندې برابرې وې، خو ټول بدنونه نه وو؛ نو ځکه انجیلیانو د انګلیسي ټولنې د درجه بندي اړوند جوړښت نه ننګاوه. لکه څنګه چې آر. جې موریس په ۱۹۸۳ز کال کې خپله مقاله «داوطلبانه ټولنې او د بریتانیا ښاري اشرافیان ۱۷۸۰ – ۱۸۵۰ز کلونه» کې یادونه وکړه «انګلستان د اتلسمې پېړۍ په منځنیو وختونو کې یوه باثباته ټولنه وه، یعنې هغو کسانو چې مادي او ایډیالوژیکي ځواک درلود، ټولو یې د دې توان درلود، چې په اغېزمنه او ګټوره توګه د قدرت دفاع وکړي»، خو «له ۱۷۸۰ز کال نه وروسته په شلو کلونو کې د بریتانیایي ټولنې دا جوړښت مات شو»، له همدې امله لکه څنګه چې نامتو تاریخ لیکونکې لیزا وود د «د نظم او انضباط طریقې: ښځې، محافظه کاري او د فرانسې له انقلاب وروسته رومان» په نامه خپل کتاب کې د نظم د طریقې په هکله استدلال کړی، انګلستان کې د انجیل دین د واکمنې طبقې د ټولنیز کنټرول د یوې وسیلې په توګه کاراوه او ټولې هغه نارضایتۍ یې خنثی کولې، چې په فرانسه کې یې انقلاب پیل کړی و. بیا هم دې هر څه د جنسیت او طبقاتي درجه بندي اړوندو برخو د ننګونې لپاره په خپل ځان کې تخمونه لرل.[۷][۸][۹]

سترواکي[سمول]

د جیورجین دوره د یوې دوامداره جګړې شاهده وه او دغه راز د فرانسې هېواد په کې اصلي دښمن و. اصلي برخې یې د اووه کلنې جګړې په ګډون نورې جګړې دي، چې په امریکا کې د فرانسې او هند جګړه (۱۷۵۶ ـ ۱۷۶۳ز کلونو)، د امریکا انقلابي جګړه (۱۷۷۵ ـ ۱۸۸۳ز کلونه)، د فرانسې د انقلاب جګړې (۱۷۹۲ – ۱۸۰۲ز کلونه)، په ۱۷۹۸ز کال کې د ایرلنډیانو بغاوت او د ناپلیون جګړې (۱۸۰۳ – ۱۸۱۵ز کلونه) په توګه پېژندل کېږي. انګلستان په زیاتره جګړو کې بریالی شو. د امریکا د انقلاب له جګړې پرته، چې په هغې جګړه کې د متحده ایالاتو، فرانسې، هسپانیا او هالنډ هېوادونو ترکیبي وزن په انګلستان غالب شو، چې انګلستان له متحدینو پرته یوازې ولاړ و.[۱۰]

د ۱۳ امریکایي مستعمرو له لاسه ورکول یو ملي ناورین و. کورنیو او بهرنیو مبصرینو د یو لوی ځواک په توګه د انګلستان د ختمېدو اټکل وکړ. په اروپا کې له د فرانسې سره جګړې نږدې د یوې پېړۍ څلورمې برخې ۱۷۹۳ ـ ۱۸۱۵ز کال پورې دوام وکړ. بریتانیې د خپل غوره مالي سیسټم په کارولو سره د نظام له پیاده ځواکونو سره د مرستې لپاره یو ائتلاف جوړ کړ او د سمندرونو کنټرول لپاره یې خپل سمندري ځواک جوړ کړ. د ترافالګر په جګړه (۱۸۰۵ز) او دغه راز د واترلو په جګړه (۱۸۱۵ز) کې د ادمیرل لارد نیلسن او دیوک آف ویلینګتن په مشرۍ سره پر ناپلیون بریا یو ډول د بریالیتوب احساس او سیاسي غبرګون له ځانه سره درلود. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. John Steven Watson. "George III King of Great Britain". Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Roger D. Lund, Ridicule, Religion and the Politics of Wit in Augustan England (Ashgate, 2013), ch. 1.
  3. "Georgian Definition & Meaning". Dictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Aleksandr Georgievich, and David Minaevich Gamezardashvili Baramidze, Georgian literature (The Minerva Group, 2001).
  5. Anthony Armstrong, The Church of England: the Methodists and society, 1700–1850 (1973).
  6. Asa Briggs, The age of improvement, 1783–1867 (1959), pp. 66–73.
  7. John Rule, Albion's People: English Society 1714–1815 (1992), ch. 2–6.
  8. Morris, R. J. (March 1983). "Voluntary Societies and British Urban Elites, 1780-1850: An Analysis". The Historical Journal. 26 (1): 99. doi:10.1017/S0018246X00019610. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wood, Lisa (2003). Modes of Discipline: Women, Conservatism, and the Novel after the French Revolution. Lewisburg, PA: Bucknell University Press. د کتاب پاڼي 42–44. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jeremy Black, Crisis of Empire: Britain and America in the Eighteenth Century (2010).
  11. Eliga H. Gould, "American independence and Britain's counter-revolution", Past & Present (1997) #154 pp. 107–41.