د جینټیک پېژندنه
جینټیک پېژندنه جینټيک جینونه مطالعه کوي او هڅه کوي، چې جینونه او د هغو کار تشریح کړي. جینونه ښيي چې ژوندي موجودات څنګه د خپلو نیکونو ځانګړنې یا خصوصیات په میراث کې وړي، د بېلګې په ډول عموماً ماشومان د خپلو مېندو او پلرونو په څېر معلومېږي، لامل یې دا دی چې د خپلو مېندو او پلرونو جینونه په میراث کې وړي. جینټیک د ارثي ځانګړنو د معلومولو هڅه کوي او له یوه نسل نه بل ته ددې ځانګړنو څرنګوالی تشریح کوي.
ځینې ځانګړنې لکه د یوه شخص د سترګو رنګ، قد یا وزن د ژوندیو موجوداتو د فزیکي بڼې برخه ده. د ځانګړنو نور ډولونه په اسانۍ سره نه لیدل کېږي او په دې کې د وینې ډولونه یا د ناروغیو پر وړاندې مقاومت شامل دي. ځینې ځانګړنې زموږ د جینونو له لارې په ارث وړل کېږي، پر همدې اساس اوږده او نري خلک اوږده او نري ماشومان لري. نورې ځانګړنې زموږ د جینونو او چاپېریال له تعاملاتو څخه منځته راځي، له همدې امله ښايي یو ماشوم له ارثي پلوه اوږد وي؛ خو که سالم خواړه ور نه کړل شي، نو قد به یې لنډ وي. هغه لاره پېچلې کېدای شي چې د ځانګړنې د تولید لپاره زموږ جینونه او چاپېریال تعامل کوي. د بېلګې په ډول که یو څوک په سرطان اخته وي یا د زړه ناروغي ولري، نو د مړینې امکانات یې په جینونو او د ژوند په کړنلارې پورې تړاو لري.
جینونه له اوږده مالیکول څخه جوړ شوي چې ډي این ای ورته ویل کېږي، ډي این ای کاپي کېږي او له یو نسل نه بل ته په ارث وړل کېږي. ډي این ای له ساده واحدونو څخه جوړ شوی دی چې په دې لوی مالیکول کې په یوه ځانګړي ترتیب کې ولاړ وي. څرنګه چې په یوه پاڼه کې د تورو ترتیب معلومات لېږدوي، همداسې د دې واحدونو ترتیب هم جینټیکي معلومات لېږدوي. کومه ژبه چې د ډي این ای له خوا کارېږي، جینیټیک کوډ ورته ویل کېږي، جینټيک کوډ ژوندیو موجوداتو ته د معلوماتو د لوستلو اجازه ورکوي. دا معلومات د یوه ژوندي موجود د جوړولو او عملیو لار ښوونې دي.
تل د یوه ژوندي موجود او بل ژوندي موجود ترمنځ د جین دننه معلومات یو شان نه وي، له دې امله د جین بېلابېلې کاپیانې تل یو ډول لارښوونې نه ورکوي. د یوه واحد جین هر ځانګړي شکل ته ایلیل ویل کېږي. د بېلګې په ډول د وېښتانو د رنګ په موخه د جین لپاره بدن ته یو الیل لارښوونه کولای شي، چې د تورو وېښتانو د تولید ډېر پېګمنټ تولید کړي، په داسې حال کې چې ښايي د همدې جین جلا الیل بېنظمه لارښوونه وکړي، چې د هر ډول پیګمنټ په تولیدولو کې ناکامېږي او سپین وېښتان ورکوي. مېوټېشنونه په جینونو کې ناڅاپي بدلونونه دي او نوي ایلیلونه رامنځته کولای شي. میوټېشنونه نوې ځانګړنې هم تولیدولای شي، د بېلګې په ډول کله چې میوټېشنونه د تورو وېښتانو لپاره یو ایلیل تولیدوي، نو د سپینو وېښتانو لپاره نوی ایلیل تولیدوي. په تکامل کې د نویو ځانګړنو دا بڼه مهمه ده.
جینونه او وراثت
[سمول]جینونه د ډي این ای ټوټې دي، چې د رایبونیوکلیک اسیدونوRNAs) ) یا پولي پیپتایدونو د ترکیب لپاره معلومات ساتي. جينونه د واحدونو په توګه په ارث وړل کېږي، چې دوه والدین پر اولادونو د خپلو جينونو کاپیانې وېشي. انسانان د خپل هر جین دوه کاپیانې لري؛ خو د هرې هګۍ یا سپرم حجره د هر جین لپاره یوازې یوه کاپي ترلاسه کوي. د جینونو د بشپړ سیټ د جوړولو په موخه هګۍ او سپرم سره یوځای کېږي. په پایله کې چې کوم اولاد رامنځته کېږي، د دوی د مور او پلار په شان جینونه لري؛ خو د دوی له دوو کاپیانو نه یې د هر جین لپاره یوه له پلار او یوه له مور نه ترلاسه کېږي. [۱]
د دې یوځایوالي اغېزې د جین په ډولونو (ایلیلونو) پورې اړوندې دي. که پلار د سرو وېښتانو لپاره د ایلیل دوه کاپیانې ولري او مور یې د قهوهيي وېښتانو لپاره دوه کاپیانې ولري، نو د دوی ټولو ماشومانو دوه ایلیلونه ترلاسه کړي چې بېلابېلې لارښوونې ورکوي، یو د سرو وېښتانو او بل د قهوهيي وېښتانو د تولید لپاره لارښوونې کوي. د دې ماشومانو د وېښتانو رنګ د ایلیلونو د کار په څرنګوالي پورې تړاو لري. که یو ایلیل له بل نه پر لارښوونو برلاسی وي، نو دې ایلیل ته برلاسی یا غالب ایلیل ویل کېږي او له پامه غورځېدونکي ایلیل ته ستنېدونکی یا ارتجاعي ایلیل ویل کېږي. که د یوې لور قضیه وي او لور د سرو او قهوهيي وېښتانو لپاره ایلیلونه لري، نو قهوهيي رنګ به غالب وي او د هغې قضیه په قهوهيي وېښتانو ختمېږي.[۲]
سره له دې چې د قهوهيي وېښتانو په نجلۍ کې تر اوسه د سره رنګ الیل شته؛ خو ښکاري نه. دا د فینوټایپ او جینوټایپ ترمنځ توپیر دی. فینوټایپ د یوه ژوندي موجود ځانګړنو ته ویل کېږي او تاسو یې په سطحه لیدلی شئ او جینوټایپ په یوه ژوندي موجود کې دننه جینونو ته ویل کېږي. په دې مثال کې د قهوهيي رنګ ایلیل ته «B» او د سور رنګ ایلیل ته «b» ویلی شئ (دا نورمال خبره ده چې غالب ایلیلونه په لویو تورو او مغلوب ایلیلونه په کوچنیو تورو ولیکل شي). د قهوهيي وېښتانو لور د «قهوهيي وېښتانو فینوټایپ» لري؛ خو جینوټایپ یې Bb دی، چې یوه د B ایلیل کاپي او یوه د b ایلیل کاپي لري. [۳]
جینونه او تکامل
[سمول]د ژوندیو موجوداتو نفوس هغه وخت تکامل کوي، چې د وخت په تېرېدو سره یوه ارثي ځانګړنه ډېره یا کمه عامه شي. د بېلګې په ډول ټول موږکان چې په یوه ټاپو کې ژوند کوي، د موږکانو یو واحد نفوس به وي: د ځينو پوستکي سپین او د ځینو خړ وي. که د نسلونو په لړ کې سپین موږکان ډېر او خړ موږکان کم تکرار شي، نو د موږکانو په دې نفوس کې به د پوستکي رنګ تکامل وکړي. دې ته د جینټیکي اصطلاحاتو له مخې د ایلیل د فریکونسۍ زیاتوالی ویل کېږي. [۴][۵]
په یوه پروسه کې (چې د جینټکي لامبو په نوم یادېږي) له هرو دوو ایلیلونو څخه یو د تصادف یا د طبیعي انتخاب په واسطه ډېر یا کم عامېږي. که په طبیعي انتخاب کې یو ایلیل د یوه ژوندي موجود د ژوندي پاتې کېدو او بیا تولید احتمال ډېر کړي، نو دا ایلیل د وخت په تېرېدو سره عامېږي. خو که یو ایلیل زیانمن وي، نو طبیعي انتخاب یې لږ عاموي. که په پورته مثال کې ټاپو هر کال سوړ شي او ډېر وخت واوره وي، نو د سپین پوستکي ایلیل به له ژوندي پاتې کېدو سره مرسته وکړي، ځکه چې دا احتمال به کم وي، چې ښکاریان یې له واورو سره وویني او د خړو موږکانو د لیدلو امکان ډېر دی. د وخت په تېرېدو سره به سپین موږکان ډېر تکرار شي او خړ به کم شي. [۶][۷]
ارثي انجینري
[سمول]دا چې په حجره کې ځانګړنې له جینونو څخه رامنځته کېږي، که په حجره کې د ډي این ای نوې ټوټه واچول شي، دا چاره یوه نوې ځانګړنه تولیدولای شي. جینټیکي انجینري دا ډول کار کوي. د بېلګې په توګه وریجو ته له جوارو او د خاورو له باکتریا نه جینونه ورکول کېدای شي، نو وریجې بیټا کیروټین تولیدوي، چې بدن یې په ویټامین A بدلوي. دا چاره له ماشومانو سره د A ویټامین د کمښت په مخنیوي کې مرسته کولای شي. یو بل جین چې په ځینو فصلونو کې اچول کېږي، د باکیلوس تورینجینسیس له باکتریا نه ترلاسه کېږي. جین یو پروټین تولیدوي چې حشرات وژني. حشره وژونکي هغه حشرات لمنځه وړي، چې نباتات خوري؛ خو خلکو ته ضرر نه رسوي. په دې بوټو کې جینونه د نبات له ودې وړاندې داخلېږي، له دې امله جینونه د تخمونو په ګډون د نبات په هره برخه کې شته. د نباتانو نسل نوي جينونه په ارث وړي، چې دې چارې په وحشي نباتاتو کې د نوو ځانګړنو د خپرېدو په اړه اندېښنه رامنځته کړې ده.[۸][۹][۱۰][۱۱]
سرچينې,
[سمول]- ↑ University of Utah Genetics Learning Center animated tour of the basics of genetics. Howstuffworks.com. خوندي شوی له the original on 10 فبروري 2008. بياځلي په 24 جنوري 2008.
- ↑ Melanocortin 1 Receptor, Accessed 27 November 2010
- ↑ Melanocortin 1 Receptor, Accessed 27 November 2010
- ↑ University of Utah Genetics Learning Center animated tour of the basics of genetics. Howstuffworks.com. خوندي شوی له the original on 10 فبروري 2008. بياځلي په 24 جنوري 2008.
- ↑ The Structures of Life Archived 2014-06-07 at the Wayback Machine. National Institute of General Medical Sciences, Accessed 20 May 2008
- ↑ Enzymes HowStuffWorks, Accessed 20 May 2008
- ↑ What is DNA? Genetics Home Reference, Accessed 16 May 2008
- ↑ Tifton, Georgia: A Peanut Pest Showdown Archived 2008-10-12 at the Wayback Machine. USDA, accessed 16 May 2008
- ↑ Staff Golden Rice Project Retrieved 5 November 2012
- ↑ Genetically engineered organisms public issues education Cornell University, Accessed 16 May 2008
- ↑ Genetic engineering: Bacterial arsenal to combat chewing insects Archived 15 May 2011 at the Wayback Machine. GMO Safety, Jul 2010